وروستي:

د مشر صفات

ليکوال: مفتي فضل الله

الحمد لله و کفى و سلام على عباده الذين اصطفى .

امابعد:

پر مسلمانانو باندي څه انفرادي او څه اجتماعي کړنې (اعمال) شرعا واجب دي، اجتماعي اعمال لکه جهاد، دعوت او د دين نوري شعبې، خو په دغو ټولنيزو اعمالو کې صحيح بريا ډېره کمه ليدل کيږي؛ نو ځکه اړينه ده چې د بريا او ناکامۍ د لاملونو (اسبابو) یادونه وشي څو د مسلمانانو ستړياوي، زيارونه او تکليفونه بې ګټې له منځه ولاړ نشي، او په دنيا او آخرت کى سر لوړي، بريالي او عزتمند و ګرځي ، په دې مختصره ليکنه کې موږ هغه عوامل او اسباب ذکر کوو چي د کاميابي او ناکامۍ معيار دي.

لومړی د مشر (قائد) صفات:

۱: قائد او مشر بايد دالله تعالى دحکم منونکی او پیرو وي او په دې لاره کې تکليفونه او ستونزو ته تیار او چمتو وي.

ټول مؤمنان بايد د الله تعالى پیروان وي او په دې لاره کې هر ډول تکليفونه، ستونزې او ناخوالې وزغمي او په همدغو تکاليفو کې ځانونه ستړي کړي په ځانګړې توګه مجاهدين او بيا په مجاهدينو کې د هغوی قائد (مشر)، قائد بايد ترټولو زياتې ستونزې وګالي او په دې لار کې باید ترټولو زیات ستړی وي ځکه چې دقائد مسئوليت د لښکر له مسئوليت په شان نه دی، قائد ته له لښکره زیاتې ستړياوې او ستونزې متوجې دي او په دې کار کې د ده کاميابي او بریا يوازې له الله تعالی سره په  بشپړه تعلق جوړولو او عبادت شونې ده، څومره چي له الله تعالی سره اړيکه زیاته وي، هماغومره به د الله جل جلاله مرسته او کومک ورسره وي، له همدې امله کله چې الله تعالی رسول صلی الله عليه وسلم د استازي په توګه دعوت ته را واستاوه؛ نو الله جل جلاله ورته د ګوښه نشيني امر وکړ څوالله جل جلاله  ته ډېر نژدېوالی ترلاسه کړي، همدا راز الله جل جلاله خپل رسول ته حکم وکړ چې د شپې لخوا لمونځ  (قيام الليل) وکړي څو دغه دروند مسئوليت په غاړه واخلي چې د قران کريم نزول دی، الله جل جلاله وايي:  يٰٓاَيُّهَا الْمُزَّمِّلُ    Ǻ۝قُمِ الَّيْلَ اِلَّا قَلِيْلًا  Ą۝ۙنِّصْفَهٗٓ اَوِ انْقُصْ مِنْهُ قَلِيْلًا  Ǽ۝ اَوْ زِدْ عَلَيْهِ وَرَتِّلِ الْقُرْاٰنَ تَرْتِيْلًا  Ć۝ اِنَّا سَنُلْقِيْ عَلَيْكَ قَوْلًا ثَـقِيْلًا  Ĉ۝.

ژباړه:

اى په څادر کې نغښتونكىه! (۱) د شپې له لږ برخې پرته ( عبادت) ته پورته کېږه. (۲) د شپې نيمايي برخه يا له هغې هم څه کمه کړه. (۳) او يا څه پرې ور زياته کړه او قران په کراره کراره، څرګند لوله. (۴) بېشكه موږ پر تا باندې يوه درنه وينا نازلوو. (۵).

دغه راز يې ورته د ذکر، خلوت، زغم او پر تکاليفو د صبر کولو امر کړی دی چې له دې ټولو څخه دا څرګنديږي چې قائد بايد د الله جل جلاله پیرو، او د تکاليفو ګاللو او پرې زغم او صبر کولو ته اماده او چمتو وي.

کله چې رسول الله صلي الله عليه وسلم ته د نبوت مسئوليت وسپارل شو؛ نوخديجه رضي الله تعالی عنها ته يي وويل چي د خوب وخت ولاړ او اوس د بيدارۍ، ستړيا او له تکليفونو څخه ډک د جهاد وخت دی.

رسول الله صلی الله عليه وسلم د الله جل جلاله دا امر داسې پلی کړ چې د شپې لخوا به يې پښې د اوږده قيام (عبادت) له امله وپړسېدې او د ورځې لخوا به يې د دعوت په لاره کې ستونزې او ستړياوې ګاللې او پرې زغم او صبر به يې کاوه څو چې له دې دنيا څخه يې سترګې پټې کړې.

همدارنګه صحابه کرامو رضي الله عنهم اجمعين په دې کار کې د نبي عليه السلام پيروي وکړه .

نو هر څوک چي د اسلامي امت د قيادت او مشري اراده لري، ورته پکار ده چې تر خپل لښکره  زيات د الله تعالی په پیروي او اطاعت کې ځان ستړی او ستومانه کړي چې همدا د صحیح مشرۍ معيار دی.

که چيرې داسې نه وي؛ نو بیا د هغه قائد او مشر بېلګه داسې ده لکه يو ناپوهه تن چې موټرواني يې زده نه وي او د موټر چلولو ته کښيني او و يې چلوي چې ډېر ژر به خپل ځان، او ټوله سوارۍ په يوه کنده کې وغورځوي او يا به يې د ټکر له امله تباه کړي.

په دنيا کې هيڅ بریالی قائد او مشر نه دی تېر شوی چې د دين په اتباع کې او په دې لاره کې په ستونزو ګاللو کې او پرې په صبر کولو کې له خپلو پيروانو څخه مخکښ او زيات زيار ايستونکی نه و.

دويم: ښه نمونه (القدوة الحسنة)

يو له اهمو صفاتو څخه چي بايد په قائد ( امير ) کې وي هغه دادی چي بايد نوموړی د خپلو پيروانو او لښکر لپاره ښه او غوره نمونه وي داسې چې ايمان ، ښه اعمال، زړه ورتوب سخاوت، لوروونه، نرمي او ايثار يې ورته نمونه وي، دغه راز له دې پرته په نورو ښو صفاتو کې له نورو مخکښه وي څو له يوې خوا يې پيروان هغه څه پکې په عملي بڼه وويني چې په اړه یې دی امر کوي او دغه راز دغه غوره خويونه ترې خپل کړي.

دا خبره په قران او احاديثو ثابته ده، الله جل جلاله د خپل رسول زړه ورتوب په قران کې داسې بیان کړی دی:

الله تعالی فرمايي : اِذْ تُصْعِدُوْنَ وَلَا تَلْوٗنَ عَلٰٓي اَحَدٍ وَّالرَّسُوْلُ يَدْعُوْكُمْ فِيْٓ اُخْرٰىكُمْ فَاَثَابَكُمْ غَمًّـۢا بِغَمٍّ لِّكَيْلَا تَحْزَنُوْا عَلٰي مَا فَاتَكُمْ وَلَا مَآ اَصَابَكُمْ ۭ وَاللّٰهُ خَبِيْرٌۢ بِمَا تَعْمَلُوْنَ    ١٥٣؁  (ال عمران: ۱۵۳)

ژباړه: كله چې په بره مومنډې وهلې او هيچاته مو بېرته نه راكتل او رسول له څټه رابللئ نو د غم د پاسه غم سزايي دركړه ترڅو په هغه څه خپه نه شئ چې له لاسه مو وتلي او نه په هغه چې در رسېدلي. او الله په هغه څه ښه خبر دى چې تاسويې كوئ (153)

دغه راز له انس رضی الله عنه څخه روایت دی، وايي:  كَانَ النَّبِيُّ صلی الله عليه وسلم: أَحْسَنَ النَّاسِ وَأَشْجَعَ النَّاسِ. (البخاري)

ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم ترټولو خلکو ښايسته او ترټولو زړه ور و.

دغه راز رسول الله صلی الله عليه وسلم د دين او د ښېګڼې په کارونو کې ترټولو مخکښ و، په ستونزو او کړاوونو ترټولو زيات زغم کوونکی و، دغه راز ترټولو زيات کوښښ کوونکی او زيات زيار ايستونکی و، چې تفصيل يې د سيرت په کتابونو کې مطالعه کولای شئ.

دريم:  د لښکر تربيت او پاکي.

د مشر (قائد) له دندو څخه يوه دا ده چې تل بايد د خپل لښکر ديني تربيت او روزنې ته ځير واوسي، له بې ګټې خبرو، بې ځایه کارونو، ناوړه خويونو او ګناهونو څخه يې پاک وساتي او اړيکه يې د الله له کتاب او د رسول الله صلی الله عليه وسلم له سنتو سره پیاوړې کړي.

ځګه چي کله لښکر له دينې ښوونې، روزنې او د باطن له پاکوالي څخه ليرې وساتل شي؛ نو زړونه سختيږي او ناروا کړنو او ګناهونو ته مايله کيږي چې دا بیا د سپېڅلو موخو په ترلاسه کولو کې موږ له خنډ او ځنډ سره مخامخ کوي.

او يوازې قائد کولای شي چې دخپل پيروانو او لښکر څارنه وکړي،  له ناروا کړنو يې را وګرځوي او تربيتي درسونه ورکړي څو يې باطن پاک او ظاهر يې له شريعت سره سم عيار شي.

الله جل جلاله وايي: لَقَدْ مَنَّ اللّٰهُ عَلَي الْمُؤْمِنِيْنَ اِذْ بَعَثَ فِيْھِمْ رَسُوْلًا مِّنْ اَنْفُسِھِمْ يَتْلُوْا عَلَيْھِمْ اٰيٰتِھٖ وَيُزَكِّيْھِمْ وَيُعَلِّمُھُمُ الْكِتٰبَ وَالْحِكْمَةَ  ۚ وَاِنْ كَانُوْا مِنْ قَبْلُ لَفِيْ ضَلٰلٍ مُّبِيْنٍ    ١٦٤؁ (ال عمران :١٦٤)

ژباړه: په رښتيا الله جل جلاله پر مؤمنانو احسان وکړ چې پکې يې له هغوی څخه يو رسول واستاوه، د هغه (الله) ايتونه پرې لولي او پاکوي يې او کتاب او د پوهې خبرې (سنت) ور ښيي او رښتيا چې هغوی له دې مخکې په څرګنده لارورکۍ کې وو.

دغه راز په حديث کي راځي: أَلاَ كُلُّكُمْ رَاعٍ وَكُلُّكُمْ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ.

ژباړه: خبر اوسئ! له تاسې هر يو شپونکی (مسئول)  دی او له هر يوه څخه د هغه د رعيت (مسئوليت په اړه)  پوښتنه کيږي.

که شونې وي، امير دې په خپله د لښکر روزنه وکړي خو که په خپله يې نشي کولای؛ نو د نورو کسانو په مرسته دې دغه کار ترسره کړي او د روزنې لپاره اړينه ده چې د تربيت او روزنې دغه لړۍ جاري وساتل شي، ځکه دا د يوې او دوو ورځو کار نه دی او نه هم په لنډه موده کې ترې ځانګړې پایله اخيستل کېدای شي؛ نو اړينه ده چې لومړی لښکر ته خالص اصلاحي او عسکري روزنه ورکړل شي چې لانديني ټکي په بر کې ونیسي:

(١) د دنيا له  مينې او محبت څخه ځان ساتل.

(٢) د اخرت فکر او جذبه په ځان کې راوستل.

(٣) د دين د پرمختګ غم او فکر په ځان کي پيدا کول.

(٤) په هر شي کى د سنت پيروي کول.

(٥) د عبادت ذوق او شوق په ځان کې پيداکول.

(٦) نبوي اخلاق او عبادات په ځان کي راوستل.

(٧) د حقوق العباد ډير زيات مراعات کول.

(٨) د صحابه وو (( رضي الله عنهم اجمعين )) او نورو بزرګانو سيرت، ديني خدمتونه مطالعه کول او عملي کول.

په دې هره موضوع باندي مستقل کتابونه ليکل سوي دي، هغه مطالعه کړي.

د جهاد په اوږدو کې باید له ځان سره يو داسې لارښود اصلاحي کتاب ولرئ چې پکې عقائد، عبادات، معاملات او اخلاق بیان شوي وي، سهار او ماښام ترې يو يو مضمون بيانوي، همدا شان د قران کريم د تلاوت او ذکر پابندي کوئ.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*