افغان دارالعلوم د زده کونکو لپاره د لیلیې اسانتیا زیاتوي
افغان دارالعلوم چې د کابل ولایت بګرامۍ ولسوالۍ په احسان مېنه کي موقیعت لري، د افغان بنسټ تر مخامخ څارنې لاندي یې د زده کړي او تعلیمې چارو کارونه پر مخ وړل کیږي.
افغان بنسټ چې په خپل تشکیل کې افغان پوهنتون، افغان دارالعلوم، افغان ښوونځي (خوشال مینه او احمدشاه بابا مینه کې)، افغان تعلیمي او خیریه مرکز لري، د مؤسسینو شورا لخوا ورته لارښوونه کیږي، د موسسینو شورا او افغان بنسټ مشرتوب د هېواد وتلې څېره ملا عبدالسلام ضعیف کوي.
افغان دارالعلوم چې څلور کلونه کیږي خپل فعالیت یې پېل کړی، د هیواد د بېلابېلو ولایتونو ۳۵۰ لیلیه او ۲۰۰ نهاري زده کوونکي لري. د تدریس چارې یې د مجربو استادانو لخوا پر مخ وړل کیږي.
افغان دارالعلوم د ځانګړي ښوونيز نصاب او ګټور علمي او روزنيز چاپېريال درلودلو له امله د هېواد په کچه له وتلو مدرسو څخه دی.
افغان دارالعلوم پوهنې وزارت سره د خصوصي سکتور په برخه کې نيمه رسميات لري، چې له امله يې يوازې د افغان دارالعلوم زده کوونکو ته رسمي اسناد ورکول کېږي، او د معارف د يوې سروې له مخې افغان دارالعلوم د هېواد په کچه بې ساري مدرسه ده، له همدې امله يې ورته لومړی درجه ستاينليک ورکړی دی.
د پورتنيو ځانګړتياوو له امله په افغان دارالعلوم کې د شاملېدلو لپاره د هیوادوالو غوښتنه زیاته ده، تیر کال نږدې ۱۸۰۰ کسانو په ازموینه کې برخه واخیستله ولي د لیليې او ځای نشتون له امله د ادارې لخوا یواځي ۶۰ کسان ومنل شول.
افغان دارالعلوم اوسمهال هم د اهل خیر په مرستو سره د زده کونکو او لیلیې اړتیا وي پوره کوي، د لیلیه زده کوونکو لپاره خوراکي مواد، د استادانو معاشونه او د نورو اړتياوو ډېره برخه د هیواد اهل خیر کسانو پر غاړه اخیستې ده.
مدرسه په پام کې لري چې د راتلونکي کال لپاره د لیليې هغه برخه چې اوس مهال پکې د مدرسي اداره جوړه ده، په بشپړ ډول سره لیلیه زده کوونکو ته ځانګړې کړي، او د دارالعلوم ادارې له پاره نوې ودانۍ جوړه کړي، تر څو راتلونکي کال کې یو شمیر نوي زده کوونکو ته په لیليه کې ځای ولري، همدا رنګه يو نوی پخلنځی او لوی خوړنتون (مطعم) هم په پام کې نيول شوی دی.
د ادارې د ودانۍ او پخلنځي لپاره لاندي موادو ته اړتیا ده:
۱ – زر (1000) بوجۍ سمنټ
۲ – ۱۸ ټنه سیخ ګول، (ټولټال ۳۰ ټنه سيخ ګول ته اړتيا ده؛ خو اداره في الحال ۱۲ ټنه لري)
۳ – ۵۲۰ متر مربع کاشي.
۴ – د بناء او کارکونکو مزدوري (چې نږدي 832000 افغانۍ کیږي)
۵ – کړکۍ او دروازې.
يادونه: د ودانۍ لپاره پخه خښته مکمله شته.
د هیواد سواداګر، اهل خیر او دين دوسته وروڼو څخه په درنښت غوښتنه کوو چې د افغان مدرسې په رغونه او پرمختګ کې له موږ سره خپلې مرستي ونه سپموي. پورته د اړتیا وړ موادو کې چې لږ یا ډیر په غاړه اخیستلای شي، د مصارفو لسټ به له پوره رونټیا سره بیرته ورته سپارل کیږي.
د افغان دارالعلوم اداره
پته: افغان دارالعلوم، بګرامي، احسان ښارګوټی، کابل.
: د اړيکو لپاره
+93(0) 70 20 20 60 5
برېښناليک: afghanfoundation1@gmail.com

د نجونو څانګه

سهارنی پيل

د پيل د پای شېبې

د پيل پای