وروستي:

يوچينايي مسلمان د حج ادا کولو لپاره مکې مکرمې ته په بايسکل تللی

Image processed by CodeCarvings Piczard ### FREE Community Edition ### on 2016-08-21 10:40:02Z | | .<I)8B+:B/?E1ZèÝ4D

انس افغان – رسنۍ

يو چينايي مسلمان توانېدلی چې د چين له سينګيانګ ايالت څخه مکې مکرمې ته زرګونه کلومتره مزل په بايسکل را لنډ کړي.

نوموړي دومره ډېر مزل د دې لپاره کړی چې سږ کال د حج فريضه ادا کړي.

نوموړي مسلمان چې محمد ماباوچين نومېږي اراده لرله چې د چين له سينګيانګ څخه پاکستان ته ولاړ شي او له هغه ځايه بيا د افغانستان له لارې ايران، عراق او بيا سعودي عربستان ته ورسېږي؛ خو دا چې په اسلام آباد کې د سعودي عربستان سفارت ويزه ورنه کړه؛ نو اړ شو چې د الوتکې له لارې بحرين ته ولاړ شي، هلته يې د سعودي عربستان ويزه تر لاسه کړه او بيا له بحرين څخه د ملک فهد د مشهور پول له لارې د سعودي عربستان خاوري ته داخل شو، دمام، رياض او بالاخره يې ځان طائف ته ورساوه.

23ec8672377d7cdb6e2771498955243b

 نوموړي د خپل سفر نژدې 8150 کيلو متره مزل په بايسکل تر سره کړی او په درې میاشتو کې يې د (وادي محرم) ميقات له لارې  حرم ته ځان رسولی.

د دې سفر په لړ کې د سعودي عربستان په بېلابېلو سيمو کې سعودي ځوانانو پر بايسکلونو د نوموړي تود هرکلی کړی او تر حرمه يې بدرګه کړی دی.

Pedestrians walk past Dubai's courts building during a hearing on April 04, 2010 in the case of a British couple sentenced to a month in jail after being convicted of kissing in public in a restaurant in the Muslim Gulf emirate. The couple's lawyer said the appeals court upheld the one-month prison sentence against the two, named by the British press as Ayman Najafi, 24, a British expat, and tourist Charlotte Lewis, 25. The couple were arrested in November 2009, after they were accused of consuming alcohol and kissing in a restaurant in the trendy Jumeirah Beach Residence neighbourhood.     AFP PHOTO/STR (Photo credit should read -/AFP/Getty Images)

d69134db82

د يادونې وړ ده چې چينايي مسلمانان له ډېرو کلونو راهيسې د حج د ادا کولو اجازه نه درلودله، خو د نړۍ د مسلمانانو د فشار له امله د چين حکومت اړ شو چې د سينګيانګ مسلمانانو ته د حج د ادا کولو اجازه ورکړي؛ خو دا اجازه محدوده ده او هر چينايي مسلمان کولای شي په ژوند کې يوازې يو ځل حج وکړي، له همدې امله چې کله چينايي مسلمانان له حرم څخه را رخصتېږي په چيغو چيغو ژاړي ځکه چې دا يې د الله کور ته لومړی او وروستنی راتګ وي.