وروستي:

سودا ګرو!! څنګه به جنت ته ځئ!؟ (دويمه برخه)

کوم تاجر به تر ټولو مخکې جنت ته ځي

عن ابي ذر رضي الله عنه  ان رسول الله صلی الله عليه وسلم  قال: اول من یدخل الجنة التاجر الصدوق.([1])

ژباړه: ابو ذر رضي الله عنه  روایت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  وویل: ريښتينی تاجر به تر ټولو اول جنت ته داخېلېږي.

فایده:له ريښتيني تاجر څخه مراد دادی، چې په رښتیا او دیندارۍ سره تجارت کوي، له دوکې، درواغو او نورو ناروا کړنو څخه ځان ساتي، مال او نرخ سم ښيي. وگورئ په دې مبارک حدیث کې د ريښتيني او دینداره تاجر، د الله جل جلاله   او رسول صلی الله عليه وسلم   د لارښوونو مطابق د تجارت او دکانداري کولو څومره بهتري بیان شوې ده، جنت ته به تر ټولو اول داخلېږي.

نو ای تجارانو په ريښتينولۍ او دیندارۍ سره تجارت وکړئ ترڅو په آخرت کې جنت ته له کوم خنډ او ځنډ  پرته ورداخل شئ، له تجارت سره سره د فرائضو، لمونځونو  او نورو دیني چارو اهتمام وکړئ ښې پایلې به یې بیا و وینئ.

فکر وکړئ! عبادت کوونکي بوخت وي عبادت کوي، ذکر کوي، د دین او دنیا خدمت کوي بیا جنت ته ځي، که تاسې په ريښتينولۍ او دیندارۍ سره تجارت وکړئ، جنت ته به لاړ شئ او هغه هم لومړي به ور داخل شئ.

په ريښتينولۍ او ديانت دارۍ سره تجارت وکړئ او د عرش تر سيوري لاندې ځای پيداکړئ

عن انس رضي الله عنه  ان النبي صلی الله عليه وسلم  قال : التاجر الصدوق تحت ظل العرش یوم القیمة. ([2])

ژباړه: انس رضي الله عنه  روایت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  وویل: ریښتونی تاجر به د قیامت په ورځ د عرش تر سیوري لاندې وي.

فایده: د قیامت په ورځ به د عرش له سیوري پرته نور سیوري نه وي، لمر به د خلکو له سرو سره بالکل نږدې وي، خلک به ډېر پریشانه او د سیوري لپاره به لالهانده وي، څو تنه الله جل جلاله  ته نږدې بندگان به د عرش تر سیوري لاندې له سختې گرمۍ څخه په امن کې وي چې په دې ډله کې ريښتینی او پاکیزه تاجر هم شامل دی.

په موجوده دور کې د خلکو په طبیعت باندې،  دې دنیا او مال گټل ډېر غالب دي نو ځکه په ريښتینولی سره تجارت کول یو څه مشکل کار دی، د مال ایستلو لپاره څه نا څه درواغ او د واقعیت خلاف خبرې ترې صادرېږي، د بېلگې په ډول وایي چې دا مال په بل ځای کې نه پیدا کېږي، زه له تا څخه گټه نه اخلم او داسې نور، او حال دا چې همدغه مال په بل ځای کې هم تر لاسه کېدای شي، او څه نا څه گټه هم ور څخه اخلي، نو ريښتینی او دینداره تاجر هغه دی چې دې واقعیت خلاف خبره ونه کړي، بدل شي ته د اصلي نوم ورنه کړي او یا بدل شی له اصلي سره گډ نه کړي، په نرخ او جنس کې دوکه و نه کړي، د شریعت د فرائضو او واجباتو پابند وي، که مال خرڅ شي او که نه، که گټه وي او که نه خو معامله یې بالکل پاکه او په ريښتینولی سره وي، نو داسې تجارت کوونکی به د الله جل جلاله  د نېکو او نږدې بنده گانو سره یو ځای د قیامت په ورځ د عرش تر سیوري لاندې وي.

نو ای تجارت کوونکو او دکاندارانو! ريښتينولي او پاکه وینا له لاسه مه ورکوئ، په چل ول سره مال مه خرڅوئ، ترڅو سبا د قیامت په میدان کې د عرش تر سیوري لاندې ځای ولرئ.

د دينداره او ريښتينو تاجرانو ځای له انبياؤ او شهيدانو سره دی

عن ابی سعید رضي الله عنه  قال: قال رسول الله صلی الله عليه وسلم  التاجر الصدوق الامین مع النبیین والصدیقین والشهداء. ([3])

ژباړه: ابو سعید خدري رضي الله عنه  روایت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  وویل: ريښتینی او امانت کاره تاجر به له انبیاؤ، صادقانو او شهیدانو سره وي.

فایده: الله جل جلاله  لره پاکي ده څومره اوچت مقام به وي، که څوک په ريښتینولی، امانت دارۍ او د شریعت له حکم سره سم تجارت وکړي، له کوم شي څخه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  منعه کړې له هغه څخه ځان وساتي که څه هم دنیوي گټه یې ډېره وي، د بېلگې په ډول مال سم ور ښکاره کړي که کوم عیب ولري هغه پټ نه کړي، وزن، اندازه او نورې ځانگړتیاوې یې  سمې ووایي، غلط بیان او د واقعیت خلاف خبره ونه کړي، بې ځایه د مال ستاینه ونه کړي څو اخیستونکی وهڅوي، که جنس نقلي یا بدل وي نو ورته ووایي په پټه سره یې اصلي ښکاره نه کړي، ترڅو چې یې مال په خپله قبضه کې نه وي خرڅ یې نه کړي، هو! د مال د راتلو سره سم دې د ورکړې وعده وکړي، همدا رنگه د باغ مېوه لکه آم او داسې نور ترڅو چې سم ښکاره شوي نه وي خرڅ یې نه کړي.

همدا رنگه له بانک څخه په سود پیسې اخیستل او ورباندې تجارت ونه کړي، د کومو شیانو اخیستل او خرڅول چې ناروا دي لکه شراب او نور نشه یي توکي د هغو تجارت ونه کړي، د غلا په مال سره تجارت ونه کړي، د ناروا شیانو لکه تلویزیون، عکسونه، له شرک او بدعت سره د اړوندو شیانو کاروبار ونه کړي،ارزانه جنسونه د گرانۍ لپاره ونه ساتي، چې یو جنس واخلی او په گودام کې یې وساتي کله چې په بازار کې د هغه ضرورت شي نو بیایې په گران قیمت بازارته وړاندې کړي دکوم چې بیان وروسته راځي.

همدا رنگه د لمانځه په وختونو کې لمونځ او جمعه پرېښودل او د مال په خرڅولو نه مشغوله کېږي په جنس خرڅولو کې قسم نه خوري، د تجارتي جنس څخه پوره زکات ورکوي او په زکات کې یې غفلت نه کوي، مطلب دا د داسې تاجر درجه چې د الله جل جلاله  او د رسول الله صلی الله عليه وسلم  له حکم سره سم تجارت کوي او حلال مال چې الهي نعمت دی ترلاسه کوي، به د قیامت په ورځ له انبیاؤ او شهیدانو سره وي، دا ځکه لکه څرنگه چې انبیاؤ او شهداؤ د خپل نفس په خلاف د دین خدمت کړی او د الله جل جلاله  حکم يې منلی همدا رنگه داسې تاجرانو د نفس خلاف د الله جل جلاله  او د رسول الله صلی الله عليه وسلم  اطاعت کړی او پر دین باندې یې عمل کړی دی، یوازې مال گټل او له هغه څخه عیش کول یې مقصود او هدف نه دي گرزولي.

نو ای تاجرانو! د الله جل جلاله  او رسول الله صلی الله عليه وسلم  د رضا او حکم سره سم تجارت وکړئ، د فرائضو او واجباتو خیال وساتئ، له حرامو او مکروهاتو څخه ځان وساتئ ترڅو د قیامت په ورځ او په جنت کې له انبیاؤ کرامو او شهیدانو سره یو ځای شئ.


 کنز العمال ۴ ټوک ۱۱ مخ [1]

 کنز العمال ۴ټوک ۳ مخ، اتحاف ۵ ټوک ۱۴ مخ[2]

 ترمذي ۱ ټوک ۲۲۹ مخ، دارمي او مشکوة ۱ ټوک ۲۴۳ مخ[3]