وروستي:

د درې تنه علماوو د شهادت په اړه د افغان بنسټ د تسليت پيغام

الحمدلله والصلاة والسلام علی رسول الله

مرګ حق دی موږ پر دې باور لرو چې  له الله تعالی پرته به هر موجود د مرګ خوند څکي؛ خو په دې زمانه کې د علماوو او داسې شخصيتونو مرګ او غم چې ټولنې ته نېکمرغي راوړي او د ولس د ناخوالو په وړاندې د مبارزې لارويان وي، په رښتيا چې ډېر دردوونکی وي.

په ډېره خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې تېره ورځ د کندهار-کلات پر لويه لار د يوې ترافيکي پېښې په پايله کې د هېواد درې تنه مشهور علماء شهيدان او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.

لومړی يې د هېواد نوموتي او لوی عالم مولوي سدوزي آغا صاحب زوی او د طالبانو د سياسي دفتر پخواني مشر سيد محمد طيب آغا ورور شيخ الحديث مولوي محمد يوسف آغا و، نوموړی سر بېره پر دې چې د هېواد په کچه يوه علمي څېره وه، په ټولنه کې د هېوادوالو د هر درد لپاره په خپل وخت د پټۍ په توګه ځلېدی، د سلګونو علماوو استاد او د ديني مدارس او د هېواد په کچه د علماء کرامو د انسجام او ښوونې او روزني د نوي او پرمختللي شکل د ودې په برخه کې يو فعال او نه ستړې کېدونکې څېره وه چې په همدې سفر کې يې خپل ژوند هم له لاسه ورکړ.

دوهم تن يې مولوي سید عبدالغفار حسیني صاحب و، نوموړی د تعلیم الاسلام راډیو د دارالافتاء غړی او د دين د خدمت د لارې دردمن عالم و، دريم تن يې ځوان عالم مولوي محمد هاشم و.

د افغان بنسټ مشرتابه د نوموړو علماوو مرګ د افغان ولس لپاره دردوونکې پېښه او يوه ستره ضائعه بولي او د دې غمجنې پېښې په وړاندې له دې پرته چې الهي تقدير ته تسليم شو او د خلفو لپاره يې د جميل صبر او زغم د توفيق دعا وکړو بل څه نه لرو.

الله جل جلاله دې درې واړو ته فردوس جنتونه او د آخرت لوړ درجات ور په برخه کړي او په وروسته پاتو کې يې دې الله جل جلاله په خپل لوی فضل او رحمت برکتونه کېږدي او د دوی لپاره دې ښه خلف او لارويان وګرخوي.

دغه راز په دې پېښه کې ټپي شوي تکړه عالم شيخ عبدالمالک صاحب او د هغه ملګري ته د کاملي او عاجلي شفا لپاره الله ته لاسونه لپه کوو.

د افغان بنسټ مشرتابه او کارکوونکي

۱۳۹۵/۵/۱۷ ش

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*