وروستي:

 ظلم او نيواک به همدغسي په درز روان وي، خو سوله به راځي؟ عجيبه ده؟!

لیکوال: عبدالمالک همت

په اوسمهالي نوي تمدن کي د دماګوژۍ ( Demagogue) یعني عوام غولوني سياست کوم چي د خلکو دښمنان او زياتره د پردو له خوا واک ته رسېدلي واکمنان يې خلکو ته د درواغو د وعدو ورکولو او درواغجنو شعارونو او د حقايقو د سرچپه ښوولو او داسي نورو اوتوبوتو له لاري په کار اچوي او تر څنګ يې دموکراسي، آزادي، د بشر حقوق، د خلکو خدمت، سياست، حقیقت خوښونه او ټولنيز عدالت او داسي ډېر نور غولوونکي الفاظ د مهال د رایجي سکې غوندي ګرځېدلي دي.

په دې نومونو ډېر ناوړه ظلمونه، د انساني حقونو ترپښو لاندي کېده، تېري او تجاوزونه، د غليمانو چوپړ، جاسوسۍ، حق تلفۍ، په يوه کار کي د نه وړتيا او ناکامۍ سره سره ځان وړ او مستحق ګڼل، درواغ او ټګماري او چل او فريب او ډول ډول بې عدالتۍ او د شرم وړ خبري او کړني ترسره کول سم، روا او حلال کارونه بلل کيږي او پر دې سربېره دې ناوړو چارو ته د سیاست او سياست کولو نوم لاهم ورکول کيږي. له بده مرغه اوس د دې نادودو او کرغېړنو کړنو عملي ښکارندي د نړۍ په ډېرو ګوټونو کي، په تېره په امريکا او لوېدیزو هيوادونو کي په څرګنده توګه ليدل کيږي. دغه چل باز او دوکه مار مادي عناصر د دموکراسۍ او انساني حقونو تر نومونو لاندي د خپلو ګتو لپاره هر اصل چي وي له پامه غورځوي او بیا پرخپلو ځانونو او دغسي کرغېړنوعملونو باندي د ملي وحدت، اسلامي جمهوريت، دموکراتانو ګوند، جمهوري غوښتونکو ګوند، دموکراسۍ، د خلکو خدمت، مدني فعاليت او داسي نور نومونه ږدی.

دغه خلک غولوونکي او د پردو د جاسوسي سازمانونو په روزنه، سينګار او ملاتړ مطرح سوی، او واک ته رسېدلي عناصر په درواغو او زور، چلول او تبلیغاتو او له ناروا لارو د پیداکړو پیسو د ښندلو په مټ ځانونه هغو لوړو مقامونو ته رسوي چي اصلاً باید د خلکو د رشتيانيو لویانو، مشرانو او لارښوونکو وي.

دوی د خپلو ګټو د خوندي کولو او تل تر تله کېدو او چړچو او عيش ونوش د تامين لپاره د خلکو د رشتيانيو لارښوونکو په جامو کي د فرعوني سیاست په پیروي خلکو ته امرونه او نواهي صادروي، د خدای، وطن او خلکو له لاري يې باسي او د خپلو ځانونو او طاغوت او پردو اشغالګرو او ښکېلاکګرو په ګته يې استعمالوي او په کار اچوي.

له بده مرغه په خلکو کي هم داسي کسان ډېر دي چي زړونه لري، خو فکر نه په کوي. سترګي لري، خو نه په ګوري، غوږونه لري، خو نه په اوري او د څارويو غوندي ، بلکي تر هغو لا هم بتر،لار ورکي او ناپوه دي. دوی د حق او رحمان د آواز پر ځای د باطل او شیطان آواز ښه او ژر اوري او باور په کوي او د اشغالګر غليم وسله اخلي د هغه لپاره، د هغه په لار کي د غلیم د پوځيانو سره اوږه په اوږه د حق پلوو پاڅون کوونکو او د هيواد د خپلواکۍ غوښتونکو ملي مبارزينو پر ضد جنګيږي. له دې امله دی چي د عوام غولوونکو، طاغوت پالو او چل بازو عناصرو خولۍ په غړو کي کيږي ، تبر ته يې لاستی لوېږي، په دغو الْأَنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ په مټ او زور خپل مخالفين له صحنې ليري کوي، د خلکو په سترګو کي يې سپک، ملامت او د ولس دښمنان ايسوي او ځپي يې او په دې توګه خپل کثيف ژوند او د همدغو غولېدلو خلکو او نورو بې وزلانو خواري، بدمرغي او کړاوونه نور هم ورزیاتوي.

څنګه چي هر عمل عکس العمل لري او د لوی څښتن جل جلاله سنت او قانون دی چي ځيني خلک په ځينو نورو دفع کوي، نو د دغو ظالمو او عوام غولوونکو مادي پالو ځواکونو د ناوړو عملونو او ظلمونو په عکس العمل کي له ډېر پخوا څخه د نړۍ په ګوټ ګوټ کي د هغو پر اهدافو بریدونه کيږي، په تېره په دې وروستيو کلونو کي دغه بریدونه ډېر زیات سوي دي. د نړۍ په هره خوا کي خلک، نارينه او ښځينه، په تېره ځوانان وسلې اخلي، تر آرام ژوند تېريږي، پټنځايونو، ساراوو، ځنګلونو او غرونو ته پنا وروړي، جګړو او حملو ته وردانګي او بالاخره خپل شیرین ځانونه قربانوي او دا لړۍ او دا ډول ډول مخالفتونه ورځ تر بلي زیات د مشخصو تېري کوونکو ځواکونو او د هغو پر پلویانو لا زیاتيږي او زور اخلي!

رشتیا داده چي کله ظلم او تېری دغونه ترحد تېر سي، نو د مظلوم له خوا هرو مرو په هره بڼه چي وي غبرګون ښوول کيږي. (دا دومره ډېر انسانان چي خپل ځانونه الوزوي او د مرګ کومي ته وردانګي او زندانونه او وهل ټکول او کړاوونه پر ځانونو تېروي داخو څه لېونيان نه دي). تاسي ځير سئ امریکا یوازنی هيواد دی چي ډول ډول ښکېلاکي او امپریاليستي موخي او اهداف يې مخي ته ايښي دي. او د پلي کولو او پرمخبيولو لپاره يې ناروا او مذبوحانه کوښښونه او تلاښونه کوي. نړۍ ورانوونکي ستري اټومي زېرمي يې رامنځ ته کړي، پر هر لوی او واړه هيواد باندي خپله ولکه او ټېکه ټينګول غواړي. د نړۍ په ګوټ ګوټ کي د جګړو د اورونو بلول، ګډوډي راوستل، آرام حالت ناآرامه کول او د دينونو او هيوادونو احکام، قوانين او دودونه او ملي او فرهنګي ارزښتونه ترپښو لاندي کول د دې جنايتکاري امريکا ډېره غوره بوختیا ګرځېدلې ده. پر هر هيواد باندي خپله خوښه تپل او د هغې له خوښي څخه د سرغړوونکو هيوادونو او اشخاصو پر ضد نړۍ وال بنديزونه لګول او هغوی له اقتصادي پلوه له پښو اچول، بیا د ترهګرۍ تورونه پر تړل او ورپسې پوځي یرغلونه پرکول د امريکا د پټو ادارو دنده ګرځېدلې ده.

تاسی فکروکړئ په ۱۹۶۱ع. کال امريکا بې له کوم لامله يوازي د خپل زور ښوولو او ازمایلو او د کمونیزم د مخنيوي به پلمه د ويټنام جګړې ته ورودانګل او تر ۱۹۷۵ع. کال پوري يې د پنځو لکو پوځيانو په ذریعه بې خرته بمبارۍ پر وکړې او اویا لکه ټنه بمونه يې پر واورول. چي له دغو باروتو څخه هرتن ته په اوسطه توګه پنځه سوه پونډه رسيږي. د دغو ړندو بمباريو په پایله کي د ويټنام پر ځمکه شل ملیونه کندي رامنځ ته سوې، په مليونونه هکټاره ځنګلونه يې وسوځېدل او له منځه ولاړل. د دې بمباريو له امله چي په لکونو انسانان پکښي ووژل سول ويټنام په کلونو کلونو د لويو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو.

په ۱۹۴۵ع.کال امريکا پر هېروشيما او ناګاساکي اټوم بم وکاراوه او دغه دواړه ښاره يې په بشپړه توګه د ځمکي له سره واخيستل. د دغو اټومي بریدونو له امله (۶۲) زره کوره د خاورو سره سم سول. دوه لکه انسانان په لوګي او خاورو کي ورک سول او څوارلس زره وګړي د راډيواکټیو وړانګو له امله په ډول دول ناروغيو او تکالیفو اخته سول.

له ۱۹۴۵ع.کال څخه تر ۱۹۴۶ع.کال پوري امريکا پر چين بمباري وکړه. په دې بمباريو کي (۲۵۰) بم توغوونکو الوتکو برخه درلوده او دوه لکه پونډه باروت يې واورول، هره خوا يې عام وژنه وکړه. تر دې وروسته امريکې د ۱۹۵۰ – ۱۹۵۳ع.کلونو په بهیر کي پرکوریا برید وکړ.
(د کوریا په جګړه کي سل زره تنه ووژل سول). په ۱۹۵۴ع.کال يې پر ګواتیمالا یرغل وکړ. په ۱۹۵۸ع.کال يې اندونيزیاته پوځونه ننه ايستل. په ۱۹۶۰ ع.کال يې پر کيوبا بمباري وکړه. په همدغه ۱۹۶۰ کال يې بیا پرګواتیمالا بمباري وکړه. په ۱۹۶۴ع.کال يې پر کانګو بمباري وکړه. په ۱۹۶۵ع.کال يې پر پيرو بمباري وکړه. او په ۱۹۷۳ ع.کال يې لاووس ونيو. په ۱۹۷۵ ع. کال يې پرويټنام او په ۱۹۷۷ ع.کال يې پر ګريناډا ړندې بمبارۍ وکړې. په ۱۹۸۴ع.کال يې پر لبنان ، په ۱۹۸۶ع.کال يې پر لیبیا او له ۱۹۸۰ تر ۱۹۹۰ع.کال پوري يې پر السلواډور او نیکواراګوا بريدونه وکړه. په ۱۹۸۹ع.کال يې پر پانامه پوځي یرغلونه وکړل. په ۱۹۹۱ع.کال يې عراق په بې رحمو بمباريو دړي وړي کړ. په ۱۹۹۸ع.کال يې پر سوډان او افغانستان توغندوی وتوغولې. په ۱۹۹۹ع.کال يې پر یوګوسلاویه او د ۲۰۰۱ع.کال د اکتوبر پر اوومه يې پر افغانستان او بیا يې د ۲۰۰۳ع.کال د مارچ پر شلمه پر عراق یرغلونه وکړه چي دادی په دې دوو هيوادونو کي يې ورانۍ او مکارۍ تر اوسه رواني دي.

دا پر ځينو هيوادونو باندي د امريکې د یرغلونو لنډ فهرست دی. اصلي خبره خو داده چي امريکا په ۱۷۸۹ع.کال د فرانسې پر ضد د نا اعلان سوي جګړې له پیلولو او په پورتوپلاتا کي د هغې د ميرين (سمندري پوځیانو) له پلي کولو او یرغل څخه نيولې په ۲۰۰۱ع.کال پر افغانستان  او په ۲۰۰۳ع.کال پر عراق باندي تر یرغلونو پوري (۲۴۲) واره د نړۍ پر بېلو بېلو کمزورو هیوادونو باندي پوځي یرغلونه او جاسوسي او تخريبي عملیات تر سره کړي دي او د هغو خپلواکۍ يې له منځه وړي دي. چي د دې تېریو له امله په سلګونو زره خلک ووژل سول او بېخي ډېر وګړي ټپیان، معلول او معيوب، بې کوره، کډوال او در په دره سول.

دا چي امريکا په نورو ځايونو کي څه شیطنتونه کړي دي او کوی يې او د جګړو څونه اورونه يې بل کړي دي، خپله يې پر دې جګړو څونه سرساموونکي لګښتونه کړي او څونه وسلې يې پلورلي او اوس يې هم پلوري او د نورو هيوادونو څونه مادي او معنوي شتمنۍ يې لوټلي دي او نن مهال څونه سرساموونکي دفاعي او پوځي لګښتونه کوي او د وسلو جوړولو څوني ستري فابريکې او زرادخانې يې په وسلو جوړولو بوختي دي او څونه ډول ډول پر مختللي وسلې، جنګي الوتکي، بېړۍ، توپونه، توغندي، ډول ډول اټومي تاسیسات او نور جوړوي، په دې اړه اوږدو څرګندونو ته اړتيا ده.

اوس نو چي د یوه هيواد د طواغيتو د ظلمونو، تېريو او فسادونو کیسه دومره اوږده وي او له دغسي شريرو عناصرو څخه د نړۍ د بېلو بېلو برخو مظلوم اوسېدونکي تر پوزی راغلي وي، نو چي د داسي هيواد پر ضد بمي او فدايي چاودني او ټينګار او مقاومت ونه کړی آيا د ګلو ګېډۍ ورته وړاندي کړي؟

حقیقت دادی چي د ځمکي د کرې هر لوی او کوچنی هیواد د امريکا د شومو پاليسيو او شرارتونو څخه په تنګ سوی دی. د دغو هيوادونو خلک اوس عدل او انصاف غواړي ، خو چي انصاف نه وي خود به دغه د چاودنو او تر سر تېرېدنو او جنګ جګړو لار اخلي.

ډېرو ټيټو انسانانو ته د سپي تر لکۍ لاندي ژوند خوند ورکوي، خو نور رشتياني او د شخصيت او همت درلودونکي ، په تېره د اسلام د مقدس دين د احکامو پابند وګړي بیا چي خپلواکي او آزادي ونه لري نو مرګ غوره ګڼي.

دغونه چي پر نورو هيوادونو باندي د امريکې د مظالمو او تعداوو لیست اوږد دي، همدومره د دغه هيواد او د هغه د پلویانو پر ضد د ډول ډول بريدونو، چاودنو او قسم قسم فدايي او جګړه ييزو فعاليتونو او حرکتونو لیست هم اوږد دی. دا ځکه چي هر عمل عکس العمل لري. د نړۍ په ګوټ ګوټ ګي، په تېره په اسلامي هيوادونو کي د امريکایانو او نورو ظالمانو پر ضد په دې نژدې څو کلونو کي ډول ډول ډلي او سازمانونه په ډول ډول نومونو، مرامونو او کړنلارو رامنځ ته سول، چي د دې ټولو د رامنځ ته کېدو لاملونه له ډول ډول مظالمو او نارواوو څخه د خلکو تر پوزي راتلل، د ظالمانو په شکنجه ځايونو، وژنځايونو او زندانونو کي د ډول ډول شکنجو او کړېدنو ليدل او له اشغال او تېري څخه د خپلو هيوادونو ژغورل او له بل واکۍ څخه د خپلواکۍ لپاره هلی ځلي او مبارزې کول دي.

ظالم طاغوتیان او د هغو ډنډورچيان او اربکيان چي په دغو کسانو پوري هرڅه تور و پور تړي دا د دوی کار دی، خو حقه او اصلي خبره داده چي دغه خلک چي د ظالمانو پر ضد ولاړ دي په اسلامي اصطلاح مجاهدين او په ملي او بین المللي جوامعو او محافلو کي ملي مبارزين او ملي اتلان باله سي. او په هر ايزم کي يې بې له امریکایزم او ظالميزمه د درناوي، ویاړ او د قدر وړ انسانان ګڼي او تاريخونه يې هم نومونه او کارنامي په زرينو کرښو ليکي.

دغه  لږ غوندي ويل سوي حقایق د دې پوښتني جواب دی چي په نړۍ کي امریکا څله د دوی په اصطلاح د ترهګرۍ سره په ستونزو اخته ده؟ او ولي د هغې په وړاندي دا دومره تحرکات رامنځ ته سوی او د نړۍ په ګوټ ګوټ کي د امریکا په وړاندي کرکي ښوول کیږي. رښتیا ده چي وايي: ”څه چي کرې هغه به ریبې“. اوس نو که په ټوله نړۍ کي د خلکو په زړونو کي د امریکا پر ضد د کرکي څپې را خوټېدلي او څپڅپاندي سوي دي څه د تعجب وړ خبره نه ښکاري. امریکا چيٍ په خپلو لاسونو څه کرلي دي هغه به رېبي. د امریکا نا سمو پالیسیو د نړۍ ډېر خلک د هغې پر ضد را پارولي دي. امریکا چي پر کومو هیوادونو خپل غیض او غضب پلی کړی او ورسره يې هغوی لوټلي او ترټلي او کړولي هم دي او خپلواکي، انساني حقوق، حیثیت او نور هر څه يې ځیني اخیستي او په زیاترو ځایونو کي یې خپل بې حیثیته او بې کفایته ګوډاګیان، د شر او فساد توکي او داړه ماران پر واکمن کړي دي، نو خود به د خپلو  حقوقو د تر لاسه کولو لپاره دغسي تکلونو او اقدامونو ته اړ کیږي.

دلته باید وپوهیږو او د دغو تاوتریخوالو رشتیاني لاملونه او محرکات درک کړو او بیا د هغو د پایته رسيدو لپاره سم او وړګامونه پورته سي. ځکه د ظلم او سولي او امنیت د یو بل سره یو ځایوالی او بقا شونې نه ده. که د امریکا دغسي پالیسۍ رواني وي نو دغسي تاوتريخوالي به هم هرومرو او لازمي وي. ځکه د تاریخ درس همدغسي دی. ظلم او نا انصافي چي زیاته سي نو هرومرو غبرګون رامنځته کوي. څوک په ظلم او تعدی ځانته درناوی نه سي ګټلای. له دغو جګړو او ناخوالو څخه د ژغورني لپاره امریکايي فرعونانو ته فقط یوه لاره پاته ده او هغه داده چي امریکا د کومو ولسونو او هیوادونو حقوق غصب کړي او تر پښو لاندي کړي دي، د هغو سره باید د عدالت او انصاف لار خپله کړي. که نه تر څو چي د انسانانو سره بې عدالتي کیږي تر هغو به غبرګونونه هم روان وي.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*