وروستي:

د کاناډا لومړي وزير د مسلمانانو سره يو ځای لمونځ وکړ

د مسجد امام د کاناډا لومړي وزير جاسټن ټروډو د نوي پير نجاشي وباله

د کاناډا د نوي لومړي وزير جاسټن ټروډو (Justin Trudeau)يوه داسي ويډيو خپره سوې ده چي په هغې کي هغه په يوه مسجد کي د مسلمانانو سره خبري کوي او د هغو سره يو ځای يې د ماښام لمونځ وکړ.

دغه ويډيو العربيه دټ نيټ پر يوټیوب باندي ترلاسه کړې ده کومه چي د چار شنبې په ورځ پوسټ سوې ده. د ويلو وړ ده چي د ۲۰۱۳ کال د روژې په مياشت کي د ټروډو له خوا د دغه جومات د ليدلو انځورونه په کاناډايي او نورو خبري ويب سايټونو کي خپاره سول. ټولو ويب سايټونو د دغو ليدو کتو د ویډيو يادونه هم کړې وه، خو په هيڅ يوه سايټ کي د دغه ليکني خبر سره خپره نه سوه، اما اوس دادی د لومړي ځل لپاره  په عامه ټوګه ليدو ته وړاندي سوه.

67b6f5e9-0997-451a-ad12-78aed18ebf64_16x9_600x338

د کاناډا لومړی وزير په مسجد کي د تسبیح ويلو په حال کي.

کله چي د ښکلي څېرې څښتن پنځه څلوېښت کلن ټروډو چي د درو اولادونو پلار دی د کاناډا په لوېديز کي د ليري پراته ايالت برټش کولمبيا په ښار سرې (Surrey) کي د “الجماعه مسجد” لیدو ته ورغی، نو هغه مهال لومړی وزيرنه وو، بلکي د لیبرال ګوند مشر وو. ټروډو چي اسلامي کالي يې اغوستي وه د لمانځه تر کولو وروسته حاضرانو ته لنډه وينا وکړه او د خپلي وينا په پیل کي يې هغو ته په “السلام علیکم” ويلو سره سلام واچاوه. چي حاضرانو يې هم جواب ورکړ. جاسټن ټروډو له حاضرانو څخه مننه وکړه، ويې ويل: ” تاسي ماته د نن ماښام په لمانځه کي لوی شرف راپه برخه کړ“. هغه وړاندي وويل: ” د روژې د مياشتي ارزښتونه د کاناډا ارزښتونه هم دي“.

جاسټن ټروډو چي د ۲۰۱۵ کال د جون له څلورمي څخه د کاناډا لومړی وزير دی، د هغه هيواد تر اوسه پوري لس  زره سوري پناه اخيستونکي منلي دي. ټروډو په ۲۰۱۳ کي يوه بل مسجد ته هم ورغلی وو، خو هغه مهال يې په مسجد کي لمونځ ونه کړ. د العربيه دټ نيټ د معلوماتو سره سم ټروډو د توکم پالني او فرقه يي جګړو د مخنيوي په اړه خپله شدیده هيله څرګنده کړه او دا يې هم څرګنده کړه چي هغه مسلمانان د کاناډايي ټولني يوه مهمه برخه ګڼي.

d5be8c50-8bf2-430c-b015-0a09d1d5f210_4x3_690x515

له جومات څخه د باندي د کاناډا د لومړي وزير جاسټن ټروډو د هر کلي او د لمونځ کوونکو سره يو ځایي انځور.  

په تېر نومبر کي چي نامعلومو کسانو په کاناډا کي د “السلام مسجد” په نامه يوه جومات ته اور اچولی وو، نو ټروډو دغه عمل ډېر سخت وغانده. هغه دا هم وويل چي اتحادي حکومت به د مسؤولو کسانو د نيولو لپاره بشپړ کوښښ وکړي. بیا يې دغه کسان عملاً وهم نيول. له بله لوري د “اونټاریو” د ايالت کليساوو د دغه مسجد د سوځلو له امله خپلي دروازې د اغېزمنو سوو مسلمانانو پر مخ پرانيستلې، څو مسلمانان هلته خپل لمونځونه وکولای سي. پردې سربېره کليساوو د دغه مسجد(چي زياته برخه يې سوځل سوې وه) د بیا رغوني لپاره پخپله د بسپني ټولولو کار ته ملاوتړل او په ډېر لږ وخت کی يې يو لک ډالره ټول کړل، دا د مسجد د رغوني تر اړتيا زیاتي پيسې وې. په يوټيوب کي يوه په زړه پوري ویډيو ده چي په ويب سايټونو کي په تلاښ کولو سره پیدا کيږي. په دغه ویډيو کي د کاناډا د يوه ايالت البرټا د “ایډمونټن” د ښار د مسجد او اسلامي مرکز د امام ډاکټر شعبان خطبه ده. د و‌يډيو پر اته دېرشمه دقیقه دغه امام د جاسټن ټروډو یادونه کوی اووايي چي هغه د اوسمهال نجاشي دی. د ډاکټر شعبان اشاره د حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم په وختو کي د حبشې د نصراني پاچا نجاشي اصحمه بن ابجر لور ته وه. کوم چي هغو مهاجرو صحابه کرامو ته يې پناه ورکړه چي د قریشو له ظلمونو څخه په عذاب سوي وه او له هغو څخه يې ننګه او دفاع هم وکړه.

a51c5eff-8489-4259-bd78-153045dfe4c2_4x3_690x515 (1)

د روژې په مبارکه مياشت کي د روژه ماتي او دعا پر مهال او د لمونځ کووونکو سره اخيستل سوي انځورونه. 

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*