وروستي:

په علمي او دعوتي ډګر کې د يو افغان عالم ارزښتناکه زياتونه

د اسلامي شريعت د بقا او حفاظت لپاره درې اساسي لارې دي: علم، جهاد، او بلنه. د علم پر مټ د دين اصلي روح ژوندی پاته کېږي او د دې د ترلاسه کولو اصلي ځايونه مدارس دي، د جهاد پر مټ د اسلامي نړۍ سرحدونه ساتل کېږي او پراخېږي، او د بلنې پر مټ په نړۍ کې اسلام خپرېږي. دغه درې لارې د اسلام د ژوندي پاتې کېدلو هغه بنسټونه دي، چې که -الله مه کړه- يوه هم پرېښودل شي د ځمکې پر مخ به د اسلام يوازې نوم پاتې شي.

خو دا هره لار ډېره ستونزمنه او يو شمېر غوښتني لري، هره يوه داسې شرائط لري چې که عمل پرې ونه شي برعکس د اسلام د تخريب او له منځه تللو لامل کېږي، علم که له يوې خوا د الله د دين د بقا اهمه ذريعه ده؛ خو که په شرائطو يې عمل ونه شي لويه ګمراهي او بې لاريتوب دی، جهاد که له يوې خوا د اسلام د حفاظت يوازنۍ لار ده؛ خو که په شرائطو يې عمل ونه شي د دنيا او آخرت د تباهۍ ذريعه ګرځي.

دغه راز دعوت او تبليغ هم يو ډېر اساسي او په عين حال کې حساس مسؤليت دی،  په دې کې شک نشته چې الله تعالی کوم خلک د دې کار لپاره وګوماري دا د هغوی لپاره يو لوی فضل او شرف دی؛ خو که يو داعي د دعوت له شرائطو او حدودو واوړي هغه بيا نه يوازې دا چې د ثواب پر ځای په ګناه اخته کېږي؛ بلکې د اسلام د بدنامۍ سبب کېږي.

دا چې د دعوت او داعي لپاره په اسلام کې کوم شرائط او آداب ټاکل شوي دي، په دې اړه د هېواد تکړه  او ويښ عالم مولوي صالح محمد عطشان په خوږه لهجه او روانه عربي ژبه يو ډېر ګټور کتاب ليکلی چې کتل يې د هر داعي لپاره  بل مشال دی.

ښاغلی عطشان د کندهار د خضريه مدرسې مشر او د هېواد په کچه هغه لومړنی عالم دی چې د دعوت د اصولو په اړه په عربي ژبه دومره ګټوره او ضخيمه پانګه را يوځای کوي.

د څه کم شپږ سوه مخونو پنډ او د لوی سايز کتاب کې د داعي د اخلاقو نژدې ټول اړخونه څېړل شوي دي:

ياد کتاب چې ((الذريعة إلی مکارم أخلاق الداعية)) نوم ورکړل شوی، په شپږو بابونو او يوې ګټورې مقدمې مشتمل دی:

 په مقدمه کې د يو شمېر ابتدائي مو ضوعاتو ترڅنګ د داعي د علم په اړتيا او اهميت رڼا اچول شوې ده، ليکوال ټينګار کوي چې داعي له دې امله چې د انبياوو وارث دی بايد د دين له ضروري احکامو څخه خبر وي او دا يې د دعوت اساس دی او که د کوم داعي علمي اړخ کمزوری وی بايد قوي يې کړي او په دې لاره کې د هيڅ راز شرم او کمترۍ احساس ونه کړي.

په دې موضوع ډېرې ګټورې لارښوونې، دلائل او تګلارې په ګوته شوي دي.

20160115_195042-1

ورپسې شپږ بابونه داسې ترتيب شوي:

لومړی باب: د دعوت او داعي فضائل

په دې باب کې د دعوت د فضيلت په هکله هر اړخيزه څېړنه شوې ده، د قرآن او نبوي احاديثو په رڼا کې د دعوت او داعي ګڼ شمېر فضائل بيان شوي دي او بيا داعي دې ته ځير کړل شوی چې خپل لوړ مقام او د هغه ارزښت وپېژني، دغه راز داعي ته هغه لارې چارې هم په ګوته شوي د کومو پر مټ چې دغه فضائل لاس ته راوړای شي.

دوهم باب: د داعي ذاتي خويونه

په دې باب کې د داعي پر ذاتي صفاتو رڼا اچول شوې ده، ايمان، اخلاص، شجاعت صبر، ښه ګومان، مثبت فکر او خپل بري ته پراميده اوسېدل د داعي مهم او ضروري صفات ياد شوي او هر صفت په ډېره ښه توګه څېړل شوی دی.

د دې بحث په يوه برخه کې راغلي دي: د اخبره سهي ده چې لوېديځوالو او په ځانګړې توګه امريکايانو اسرائيل رامنځته کړل او پر اسلامي نړۍ يې د ظلم او استبداد تيارې وغوړولې، دا سهي ده چې استعمارګر د مسلمانانو د بې لارۍ او بې دينۍ لپاره ډېر وسائل په لاس کې لري، دا سهي ده چې سیکولرستانو د مسلمانانو د نوي نسل د بې لارۍ لپاره لويې او ژورې نقشې او پلانونه په کار اچولي دي، دا سهي ده چې يهودان د عربي او اسلامي هېوادونو د نيواک لپاره ستر پلانونه په کار اچولي دي او دا هم سهي ده چې د يهودو او نصاراوو له لوري د مسلمانو هېوادونو اشغال او تسلط اوج ته رسېدلی؛ خو له دې هر څه سره سره مسلمان او په ځانګړې توګه داعي ته نه ښايي چې له خپلې دندې ناهيلی شي او لاس تر زنې کښېني؛ ځکه چې قرآن کريم ناهيلي حرامه کړې ده او رسول الله صلی الله عليه وسلم اسلامي امت ته د عزت او سيادت زېری ورکړی دی، ښاغلي عطشان دا موضوع ډېره پراخه څېړلې ده، کتنه يې مسلمان ته پرځان باور ورکوي او لايې خپل مسؤليت ته ځير کوي.

دريم باب: د داعي روحاني صفات

دريم باب د داعي روحاني صفاتو يا په بل عبارت د داعي شخصيت جوړونې ته ځانګړی شوی دی، داعي بايد له الله تعالی سره څه ډول اړيکه ولري؟ په کومو نېکو عملونو سمبال وي؟ او د روحانيت د اصلاح لارې چارې يې څه ديم؟

په دې بحث کې ګڼ شمېر هغه اعمال په ګوته شوي دي چې يو داعي يې په خپلولو سره خپل رب ته نژدې کېږي او روحانيت يې تغذيه کېږي، لکه تقوی، الله څخه وېره، الله تعالی تل پر ځان حاضر ګڼل، ځان سره حساب کول، مرګ نژدې ګڼل او د آخرت حالات په يادول او داسې نور.

د دې بحث په يوه برخه کې د تصوف په اړه هم کافي څېړنې شوې او د تصوف مختلف اړخونه بحث شوي دي، د دې بحث په يوه برخه کې داسې راغلي: په ژوند کې اساسي شی شريعت دی، تصوف د شريعت يوه وسيله ده چې د انسان اصلاح پرې کېږي او حقيقت د دواړو ثمره ده، دلته نوموړی د تصوف هغې مشهورې وينا ته هم اشاره کوي چې وايي: د تصوف هره طريقه چې له شريعت سره ټکر وي زندقت دی.

څلورم باب: د داعي اخلاقي صفات

دې باب کې په دې بحث شوی چې يو داعي څه ډول نېک خويونه خپل کړي او له بدو خويونو ځان وساتي، رښتينولي، امانتداري، عفو، تواضع او انکساري، لورينه او سخا د داعي نېک خويونه ياد شوي او درواغ، دوه مخي، غصه، کبر او بخل د داعي بد خويونه ياد شوي، ليکوال کاږي: داعي ته تر هر چا ډېره اړينه ده چې پورتني نېک خويونه خپل او له بدو خويونو ځان وساتي، کله چې يو داعي په داسې اخلاقو ځان سمبال کړي؛ نو پر خلکو يې خبره اغېز کوي، ورته را جلبېږي، باور پرې کوي او د الله لارښوونو ته يې زړونه خلاصېږي.

په دې باب کې وړاندې له دې چې پورتني ياد شوي خويونه هر يو په جلا جلا توګه وڅېړل شي، ليکوال د اخلاقو د تغير او نه تغير په اړه ژوره څېړنه کړې ده او په اخلاقو کې د نړۍ د مشهورو فيلسوفانو دا نظريه په قوي دلائلو رد کړل شوې چې وايي: انسان چې په کوم فطرت پيدا شي هغه نه بدلېږي، خير وي او که شر، په دې او ځينو نورو موضوعاتو ګټور بحث شوی دی.

پنځم باب: د دعوت په لار کې د داعي ناروغۍ او درملنه يې

مپه دې باب کې د داعي د هغو ناروغيو او نيمګړتياوو په اړه بحث شوی چې پرې د اخته کېدلو په صورت کې د نوموړي روحانيت مجروح کېږي او له سمي لارې يې پښې ښويېږي.

دغه ناروغۍ په لاندې توګه جدول شوي: ريا او ځان ښودنه، منافقت او دوه مخي، ځان ته غره کېدل، کبر اوغرور، کينه او بدبيني، بخل او له مال سره مينه.

دغه عنوانونه هر يو په جلا توګه ښه څېړل شوي او د ضرورت په اندازې تفصيل پکې شوی دی.

ښاغلی عطشان د دغو ناروغيو په اړه يوه په زړه پورې تبصره کوي او وايي: يو داعي ته که له دغو ناروغيو يوه ناروغي ور پېښه شي او ژر يې درملنه ونه کړي، پر داسې تن ډېره وېره ده چې له ټينګېدلو وروسته به يې پښې وښويېږي او يا به آن د اسلام او اصلاح له لارې به هم واوړي که څه هم دی به فکر کوي چې په سمه لار روان دی.

په دې باب کې د هرې ناروغۍ د هر اړخيزې څېړنې ترڅنګ د هغې درملنه هم په ګوته شوې او د يو ماهر طبيب په څېر يې د تشخيص تر څنګ له هغې څخه د خلاصون لارې چارې هم په ګوته شوي دي.

شپږم باب: داعي څنګه خلکو ته محبوب کېږي؟

په شپږم او وروستي باب کې هغه لارې چارې يادي شوي چې که يو داعي يې خپلې کړي د خلکو په زړونو کې ورسره مينه پيدا کېږي، دا باب په درې فصلونو وېشل شوی دی:

په لومړي فصل کې هغه خويونه ذکر شوي چې له داعي سره لازم دي څو خلکو ته محبوب شي.

په دوهم فصل کې هغه بد خويونه ذکر شوي چې داعي بايد ځان ترې وژغوري څو خلکو ته محبوب شي

او په دريم فصل کې داعي ته بېلابېل وصيتونه شوي دي چې په عملي کولو سره يې نوموړی خلکو ته محبوب کېږي.

ښاغلي عطشان هغه نېک خويونه چې د انسان د محبوب کېدلو لپاره ضروري دي په لاندې توګه ترتيب کړي دي:

د الله لپاره مينه کول.

تېرېدنه او درګزر

صله رحمي

سلام خپرول

سرښندنه او قرباني

خوش مزاجي او مسکا

دغه راز هغه بد خويونه چې د انسان محبوبيت له منځه وړي په لاندې ډول ياد شوي:

غصه

کبر او لويي

مسخرې او نور خلک سپکول

په پای کې د خلکو په زړونو کې د مينې پيدا کولو لپاره څو ګټور نصيحتونه راوړل شوي چې ځينې يې په لاندې ډول دي:

که غواړې چې خلک درسره مينه وکړي، ښه اورېدونکی شه او درته غږېدونکی وهڅوه او پرې يې ږده چې خبرې درته وکړي.

په ورينه ټنډه د مېلمه درناوی او پالنه کوه.

تل له الله نه غواړه چې د خلکو په زړونو کې ستا مينه پيدا کړي؛ ځکه چې د انسانانو زړونه د الله تعالی په ولکه کې دي هرې خواته يې چې وغواړي اړوي يې.

پر ژمنو وفادار اوسه

خلکو ته هديې او ډالۍ وړاندې کوه.   او داسې نور…

زموږ په هېواد کې د کار خلک په ژوند نه استقبالېږي؛ خو زه باور لرم چې د ښاغلي عطشان دغه ډالۍ به د اسلامي نړۍ د ډېرو داعيانو په اخلاقي روزنه کې د هغوی ډېره مرسته وکړي، دا اثر به -ان شاء الله- د نوموړي له خوا په علمي ‌او اصلاحي ډګر کې يوه ګټوره او ارزښتناکه زياتونه او د نوموړي لپاره جاريه صدقه وي.

الله تعالی دې د محترم عطشان صاحب په عمر او قلم برکت کړي چې زموږ بې سرپرسته ولس په مورنۍ ژبه په نورو ګټورو اثارو هم ونازوي.

وصلی الله تعالی علی خير خلقه محمد وعلی آله وصحبه اجمعين

عبدالحق حماد

افغان مدرسه، کابل

جمعه، د ربيع الاول ۴ مه ۱۴۳۷هـ

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*