وروستي:

علمي چاپېريال/څېړنيز بحث (۳، وروستۍ برخه)

رتيب او را ټولونه: مفتي نورالله عزام

سريزه

د دې لپاره چې په ښوونيز او روزنيز ډګر کې پرتو ستونزو ته ګټورې حل لارې وموندل شي، څو تنه علماء کرام او مسلکي پوهان د يو شمېر موضوعاتو په اړه په آنلاين ډول بحثونه کوي، موږ هڅه کوو چې دغه موضوعات له درنو وروڼو سره شريک کړو؛ څو يې ګټه عامه او نتيجه ورکوونکې شي.

د بحث ګډونوال په لاندې ډول دي:

مولوي عبدالسلام ضعيف ـ مشهور شخصيت او د افغان بنسټ مشر.
دکتور عبدالقاهر عابد- د اسلام اباد نړيوال اسلامي پوهنتون پخوانی او د کابل پوهنتون اوسنی استاد.
دکتور ابواحمد صالح- د اسلام آباد نړيوال اسلامي پوهنتون او جامعه قاسميې پخوانی استاد، قطر.
مفتي عبدالهادي حماد- تکړه ليکوال او د حماديه مدرسې مدير، کندهار.
دکتور حيات الله عتيد- د بشري ودې د پياوړتيا نړيوال منلی شوی ټرينر، کابل.
مفتي حبيب الله قاسمي- څېړونکی او د قاسميه مدرسې مهتمم، اکوړه خټک پېښور.
دکتور مبشر صافی ــ د افغان پوهنتون رئيس.
مفتي نورالله عزام- د افغان مدرسې مدير، کابل.
دکتور سراج الحق وهاج- څېړونکی او تکړه ليکوال، مدينه منوره.
مفتي عبدالرؤف فراهي- د افغان بنسټ د ښوونيزو چارو مدير، کابل
مفتي صديق الله ــ د دارالعلوم الخيرية نهاريه مدير. نيمروز.
مفتي ابوسعيد راشد- فقيه او د قاسميه مدرسې مشر مفتي، اکوړه خټک.
حامد افغان- مشهور ليکوال او څېړونکی، تبوک، سعودي عربستان.
مفتي عبدالحق حقاني- د افغان بنسټ د علمي څېړنو د څانګې مدير او د افغان مدرسې استاذ. کابل
مفتي محمد حسين سعيد- له دارالعلوم زاهدان او ديوبند څخه فارغ او د مدينې اسلامي پوهنتون زده کوونکی.
مولوي سيد احمد- د دارالعلوم تاج آباد مهتمم، پېښور.
مولوي صالح محمد عطشان- د جامعة الاسلامية الخضرية مهتمم، کندهار.
مولوي عبدالحق حماد- د افغان بنسټ د تاليف او ترجمې د څانګې مسؤل او د افغان مدرسې استاد، کابل.
مولوي عبدالمالک ــ د دارالعلوم کراچي تکړه استاذ.

يادونه: دا موضوع د پورتنيو علماوو د بحث غور چاڼ دی او د ډېرو اړخونو درلودلو له امله مو په څو برخو وېشلې ده، دا يې وروستۍ برخه ده چې تر تاسو مو در ورسوله الله تعالی دې د دې بحثونو نفع عامه او د هېواد د علمي پرمختګ سبب وګرځوي.

________________________________________

ټولنيز چاپېريال:

د علمي چاپېريال په وړاندې د علماوو او مدارسو مسؤليتونه

د دې لپاره چې علماء د ټولني په وړاندې خپل مسؤليت په ښه توګه سرته ورسوي بايد د لاندې ټکو د عملي کولو لپاره هڅي وکړي:

لومړی: د دې لپاره چې علماء خپل مسؤليت او رسالت ادا کړي بايد د ټولني په علمي کولو او ولس ته دين رسولو کې د هغوی لپاره دوامداره برنامې ولري. د دې لپاره ښه داده چې په جوماتو نو کې د حلقو په بڼه د سيرت درسونه، فقهې درسونه او يا نور ګټور درسونه پيل شي.

دويم: علماء بايد د ځوانانو لپاره ځانګړي برنامې ولري، په هره سېمه کې د داسې ځوانانو يو کلک ټيم ولري چې تل هر ډول قرباني ته تيار وي، او کله کله په منظم شکل د جمعې په شپه د مدرسې شاګردان د استاذانو په سرپرستي کې د ګروپونو په شکل د کلي جوماتونو ته ولېږدول شي، هلته پنځه وخته لمونځونو کې له خلکو سره په دعوتي او ديني مسائلو کې ناستې او تقريرونه ولري ترڅو شاګردان د ټولني له ستونزو خبر شي او د ولس له مزاج سره بلد شي او ټولنه علمي کړي.

دريم:  هغه علماء چې د درس سره سره امامت هم کوي بايد د ولس اصلي ستونزو او هغو مسائلو کې ډېره پاملرنه وکړي چې ولس ورته په عملي ژوند کې ډېره اړتيا لري، لکه: د طلاق، ظهار ، ميراث، او معاملاتو اړوند مسائل ځکه په دغو مسائلو کې اکثره خلک اخته خو په حکمونو يې نه دي خبر او دغه مسائل اکثره پټ پاتي دي.

څلورم:  هره مدرسه بايد وخت ناوخته د عوامو لپاره لنډي دورې ولري، بالخصوص په روژه کې چې دا د تفسير مياشت ده د تفسير دورې شروع کړي او دا پروګرامونه بايد يوزاې په نارينو پورې منحصر نه وي بلکې اناثو ته يې هم وړاندې کړي.  په دې دورو کې دې عوامو ته وخت ناوخته د سيرت او صحابه وو د ژوند کېسې کيږي تر څو د نبي عليه السلام له سيرت او صحابه وو له ژوند څخه خبر شي او هغه د خپلې لارې مشال وګرځوي او دا کېسې داسې مثال لري لکه سړی چې خپل باغ ته وخت نا وخته اوبه ورکوي ځکه په دې سره ايمانونه تازه کيږي او ايماني جزبه همېشه ورسره ځوان او تانده ساتل کيږي.

پنځم: د مدرسې سره نږدې جوماتونو امامانو ته بايد وويل شي چې سهار او ماښام دوی ته په جوماتونو کې پروګرامونه جوړ کړي، که يو حديث هم وويل شي نو په مياشت کې دېرش حديٍثونه کيږي. او يا اسانه او عام فهمه ترجمه وکړي دا ډېر تاثير لري او د عامو نظرونه ورسره اصلاح کيږي او دغه شيان بايد د مدارسو له خوا تنظيم شي.

شپږم: علماء بايد په مسائلو کې نوي مثالونه بيان کړي او يوازې په هغو شيانو اکتفا ونه کړي چې زموږ پخوانيو اسلافو بيان کړي دي، مثلا  سبزي جات دي، جوار دي غنم دې نو علماء بايد د دغو شيانو د راکړي ورکړي په اړه خلکو ته مسائل بيان کړي.  په دې پروګرامونو کې بايد داسې حکومونه بيان شي چې د معاملاتو سره اړه ولري او داسې اجناس ورته بيان شي چې هغه اوس وخت کې موجود وي، زموږ د فقهي کتابونو ځيني داسې اجناس هم ذکر کړي چې اوس يې ډېر خلک نه پېژني.

د ټولنيز چاپېريال مهم عناصر

د انسان د شخصي چلند څخه نېولې، بيا د ټولني او حکومت  تر تشکیل پوري، علمي فهم او علمي تربیت ته علمي چاپېریال ويل کیږی؛ چي د  دې څخه پنځه عناصر مراد کیدای شي:

فردي چلند، کورنېز چلند، ښوونېز چلند، ټولنېز چلند او رسمي یا اداري چلند.

پر ښوونيز او کورنيز چلند پوره بحث وشو، اوس غواړو پر درې نورو اړخونو يې هم رڼا واچو:

فردي چلند:

فرد (شخص) بايد خپل ژوند او مقام ته په کتو سره ځينو داسې پوښتنو ته ځوابونه ولټوي چې د ده له ټولنيز علمي ژوند سره تړاو لري تر څو د علمي چاپېريال د یو فعاله عنصر په حيث د علمي چاپېریال په جوړښت کي ونډه ولری. د بېلګې په ډول دا ځواب کړي چې مروجه تعلیمي کچه يې څومره ده او باید په کومه اندازه زده کړي وکړي ؟  د زده کړي څخه يې هدف څه دی ؟ ( آیا د تعلیم څخه هدف پوهه ده، یا تعليم د معاش له پاره یوه  وسېله ده او ياهم نور…). ولي د دیني یا ساینسي علومو زده کړه کوي؟ آیا د عصري علومو تر څنګ د دیني علومو په اړه هم  معلومات لري ؟ آیا په ټولنه کي مؤثر دی  او که متاثر ؟ څه بايد وکړي چي مؤثر شي ؟.  آیا دی خپل مکلفیتونه او مسؤلیتونه پېژني؟ هر فرد یوه ځانګړتیا لري آیا ده  دا ځانګرتیا درک کړې او په کار يې اچولې ده ؟   دی د نورو خلکو د فعاليت باعث ګرځي او که په دې انتظار دی، چي نور څوک باعث شی چي دی فعال کړي… انسان کولی شي په فردي چلند کې دا او دېته ورته لسوګونه نورو پوښتنو ته ځواب ولټوي او د ټولني له علمي بنسټونو سره ځان عيار کړي.

ټولنیز چلند

لکه څرنګه چي کورنیز چلند د انسان تشخص کوي همدا راز ټولنه د کورنیو تشخص کوي؛ په حقیقت کي ټولنه په انسانانو دومره تاثیر لري څومره چې يې مور او پلار په او لاد او پاچايان په خپل رعیت لري. رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي (كُلُّ مَوْلُودٍ يُولَدُ عَلَى الْفِطْرَةِ فَأَبَوَاهُ يُهَوِّدَانِهِ ، أَوْ يُنَصِّرَانِهِ ، أَوْ يُمَجِّسَانِهِ….)صحیح البخاری؛ کتاب الوحی؛ جزء:۲؛ ص:۱۲۵ المکتبه الشامله

په دې حدیث شریف کې د ( فآبواه ) له کلمې نه مراد مور او پلار دی ؛ خو ټولنه د قوم مشران او يا هم پاچايان د ټولني د روحاني پلرونو په توګه هم ترې مراد کېدای شي؛ نو هر انسان د خپل سرچینې څخه تموېلیږي که هغه ښه وي نو انسان تقويه او تشويق کیږی؛ البته که سرچینه بده وي انسان بیا ضعیف او تهدید کیږی؛ په بل ځای کې عرب داسې مقوله هم وای چي : (الناس علی دین ملوکهم ) یعنی خلک د خپل بادشاه په دین (فکره) وي.

ټولنه له خپلو ټولو افرادو رامنځ ته کيږي خو په جوړونه او سمونه کې يې محدود شمېر کسان رول لري، لکه علماء، قومي مشران، شتمن خلک او د ځوانانو هغه ټولی چې د ټولنې لپاره قرباني ورکولو ته چمتو وي، نو که په دوی ټولو او يا ځينو باندې يې ایجابي کار وشي ټولنه کې نېک تغیر راتلی شي.

که چېرته انسان خپله په یو د ذکر شوي موقفونو کې وي نو کېدای شي چې نور افراد هم ځان سره مل کړي او په نېک بدلون کې لا چټکتیا راولي، په ځانګړې توکه علماء او سرمايه داره خلک.

د ټولنې په روزنه کې چې کوم کار امام عالم کولی شي شونې ده بل څوک يې ونه کړی شي، دی کولی شي د لاندې کړنو په رڼا کې ټولنه د نېکي لورې ته سوق کړي:

۱-  د کلي له مشرانو سره د امام غوره تعامل او نېکي اړيکي.

۲- د اولادونو په تعليم او تربيه کې د امام اجتماعي تعامل، داسې چې په جومات کې ورته درسې حلقې جوړي کړي.

۳- له هر لمانځه وروسته د امام تعامل چې يو حديث او لنډه شرحه يې وکړي.

۴- د جمعې په تقرير کې د امام تعامل چې د جمعې خطابت ته خاص اهميت ورکړي او ژوندۍ موضوع وټاکي.

۵-  پر ځوانانو کار وکړي او په کلي کې د ځوانانو يو داسې ټولی تيار کړي چې تل د خپل استاذ دفاع وکړي او د ټولني لپاره هرې قرباني ته چمتو وي.

۶- د جومات امام باید خپلو مقتدیانو کې زیاتوالی راولی لکه دکاندار چي خپلو مشتریانو کې زیاتوالی راولي.
دغه اشخاص بايد د خلکو له ظرفيتونو او وسائلو څخه کار واخلي چي د مصلحي ټولني لپاره کار وشي تر څو په نتیجه کي یو علمي چاپېرال رامنځ ته شي.

رسمي یا اداري چلند:

رسمي یا اداري چلند څخه منظور هغه ژوند دی چې د کور او محلې څخه انسان بهر شي او د نا اشنا خلکو سره مخ شي یا ورسره معرفي وي خو تر رسمي وخت پورې، یعني په دفاترو، مکاتبو، مدارسو او موسیساتو حتی تر حکومت پورې. هر شخص چي په کوم رسمي ماحول کي پاتي کېږي، باید څو اړخېزه مسائل په نظر کي ونيسي ، تر څو د ده چاپېريال علمي پاتی شی :

– د خپل رسمي ملګرو سره د ښو اخلاقو چلند کول، که لوړ روتبه وي، که هم منصب وي او يا هم ټيټ رتبه وي.

– خپل رسمي چاپېريال کي اسلامي روحیه پیدا کول، بالخصوص هغو ملګرو کې چې د ده سره په خونه کي یوځای وي. مثلا، د تلاوت عادت جوړول، د ذکر او فکر او جماعت لمانځ اهتمام او داسې نور…

– په رسمي چلند کې د علمي چاپېریال په جوړښت کي په داسې ډول ځان مسؤل ګڼل ، لکه څنګه چي د رسمي مسؤليتونو له پاره ځان مسؤل ګڼل کيږي.

– هغه ناوړه عادات چې یو علمي چاپېريال يې په بازاري چاپېريال تبدیل کړي، له منځه وړل او د هغه پر ځای سالم چلند تطبیق ول . د مثال په ډول : په اکثره دفاترو کې تلويزون یا راډیو وي، چي هندي او انګریزي فلمونه، سریالونه او یا ساز او سرود کتل او اورېدل کیږی. په نتیجه کې کارونه ټکني یا د مراجعینو سره غیر مسؤلانه برخورد منځ ته راځي.

– له بده مرغه ! زمونږ په مجالسو کې اوله موضوع بې علمه سیاست دی، چي اغېز يې ، تعصب ( ژبه نیز، سمتیز، …) غیبت، ناوړه القاب او الفاظ استعمالول، د وخت ضیاع، عصباني کېدل او داسې نور…  دي.

د علمي چاپېريال د جوړښت له پاره پرمامورینو انفرادي ډول کار کول، دوی کار ته متوجه کول، د لهو لعب کارو څخه یې ژغورل، بې معنی مجلس ترک کول، د مراجعینو مسائل حل کولو لپاره ګړندۍ هڅی پیلول او یو له بل سره په دې کې همکاري کول.

– کارمندانو ته دا احساس ورکول، چي د دوی رسمي وخت اخيستل شوی او په بدل کې پیسې اخلي، نو دا به جفا وي چې په رسمي وخت کې یا د کار څخه ځان وباسي او یا په بل کار بوخت وي.

 په ټولنه کې علمي مراکز جوړول:

علمي مراکز او ټولنه سره ګډه متبادله علاقه لري، علمي مراکز د ټولنې د خدمت لپاره عناصر وړاندې او بالمقابل ټولنه د دغو علمي مراکزو سره کومک کوي چې داسې عناصر وروزي چې د ټولنې پکار راشي، څومره چې دغه متبادله علاقه قوي ثابته او استواره وي، هومره د علمي مراکزو چاپېريال قوي وي.

په ټولنه کې بايد ټولې هغه اړتياوې چې يو متعلم ورته اړتيا  موجودې وي، لکه: کتابتون، روغتون، خوراک څښاک، دکان، کمپيوټر، انټرنټ، د ساعت تېري ځایونه  او نور…

په ښوونځيو باندې نګران جهات (وزارت وغيره) بايد د ټولنې حاجتونو ته په کتلو سره هغوی ته هدایات ورکړي؛ چې مونږ د مثال په طور دومره او د دې تخصص عناصرو ته اړتيا لرو، دومره قاضيانو ته اړتيا لرو، يا دومره ډاکټرانو ته اړتيا لرو، يا دومره امامانو ته اړتيا لرو، يا دومره د شرعياتو پوهنځي استاذانو ته اړتيا لرو، او يا… تر څو فارغ ته له فراغت څخه وروسته په خپل مسلک کې د کار او ابتکار چانس وي، او مجبوره نشې چې له خپل تخصص پرته بل کار ته لاس واچوي، او يا بې کاره پاتې شي.

په ښاريو کې د علمي مراکزو شتون د مراکزو په علمي چاپيريال باندې مثبته اغېزه لري، څومره چې په ښارونو کې علمي مراکز ډېر وي هغومره به به ښارونه علمي محيط خپلوي او دا کار سخت نه دی، له ستونزو ډار نه دی پکار، د ستونزو حل لپاره هلې ځلې پکار دي، تر څو هر څه خپل طبيعي حالت کې روان شي.

دغه راز علمي مراکز بايد د تجارتي مؤسساتو سره په اړيکه کې وي، سرپرستان يې را وغواړي، خپل کارونه او لاسته راوړنې د هغوی مخې ته کېږدي، خپل خدمات هغوی ته عرض کړي، له خدماتو مو موخه هغه فارغين چې کولی شي له فراغت وروسته په دغو مؤسساتو کې وظيفوي رول ولري، همدارنګه دغه تجاران د دې ټولنې د يو ځواک لرونکي شخصيت په توګه خپلو ديني ټولنيزو او انساني وجايبو ته متوجه کړي، تر څو په ښوونځيو او علمي مراکزو کې د علمي چاپېريال رامنځته کولو کې کومک وکړي.

د علمي چاپېريال په وړاندې خنډونه:

لومړی خنډ:

د مدرسې د چارواکو له خوا مصارف مناسب نه کارول کېدل، زموږ زياتره مدارس د متبرعينو مسلمانانو په مرسته روانې دي، که همدا مرستې پرمناسبو ځايونو مصرف شي، نو مدرسه به ښه انتاج ولري، او کاميابه اداره هغه وخت متحققه کېږي چې څلور عناصر پکې په کامله معنی موجود وي، ښه متوازن نصاب، تکړه استاذان، علمي چاپېريال او بېداره او اهل مديريت، د دې عناصرو په کامله معنی پلي کول مصارفو ته اړتيا لري نو څومره چې مناسب مصارف کيږي همدومره مدرسه ښه انتاج کوي.

دويم خنډ:

د معيارونو نه درلودل، موږ په ټولو ادارو کې عموما او په تعليمي ادارو کې خصوصا داسې معيارونه نه لرو چې اداره مو پرمختګ وکړي همدا لامل دی چې زموږ چاپېريال لا علمي شوی نه دی، ګورئ! که موږ د معاصرې اروپا معاصر تاريخ وګورو ، د ټولنو پرمختګ ته وګورو ، د دوی د کاميابي راز په دې کې دی چې دوی د تقرر او استخدام لپاره يو خاص معيار لري او دا معيار هغوی عملي کړی، دوی په انګريزي ژبه کې يوه مقوله لري: (right person at the right place on the right time) رايټ پرسن اټ د راټ پليس اون د رايت ټايم، يعني مسلکي سړی په خپل وخت کې پر ښه مسلک ګومارل او دا د اروپايانو ابتکار نه دی بلکې دا نظريه دوی له قران څخه اخيستې ده، الله تعالی موږ ته امر کړی چې تاسې امانتونه خپل اهل ته وسپارئ.
که موږ اهل خلک خپلو ادارو کې استخدام کړو نو هغوی د خپلو پروګرامونو لپاره ښه طرحي چمتو کولی شي او ښه زمينه سازي هم ورته کولی شي.

دريم خنډ: بل خنډ د اجتماعي فکر نشته والی او يا بې نظمې ده، کله چې يو تن د ادارې په رآس کې واقع وي او د شاګردانو، استاذانو او دسېمې خلکو او اوسېدونکو په وړاندې ځان مسؤل بولي او د هغوی فکر ورسره وي نو هلته خپله د کارونو لپاره پلانونه او طرحي عملي کيږي، کله چې يو سړی مدرسې ته ننوځي او هلته وګوري چې دلته يو سسټم حاکم دی او يو منظم نظام موجود دی، دا خپله چاپېريال علمي کوي، او هغه مدرسې چې د هغو په رآس کې داسې خلک وي چې هغوی سره اجتماعي فکر ډېر نه وي هغه مدارس پاتي وي، ټولني ته انتاج او ثمرات نشې وړاندې کولی.

څلورم خنډ:

بل خنډ دادی چې زموږ په مدارسو کې زموږ شاګردان او استاذان له وخت څخه مناسبه ګټه نه اخلي، که چېرې موږ د مدارسو د علمي چاپېريال په وړاندې خنډونه ګورو ، يو يې د وخت سره نا سم چلند دی، له بده مرغه د وخت لپاره مناسب پلان او جدول نه لرو،  يوازې نصابې درسونو په زده کړو باندې بوخت يو او نور د دنيا له حالاتو او عالمي قضاياوو اړوند ځانونه همداسې ناخبره ساتو، د دې حل دادی چې زموږ د مدارسو ادارې که څه هم په ډېره کمه اندازه وي داسې يو پرګرام د خپلې تعليمې ادارې لپاره طرح کړي چې د مدارسو استاذان د نصابې مصروفيتونو ترڅنګ د خپل ذوق او رغبت له پلوه په ګروپ بندي شکل باندې تقسيم کړي. مثلا: يو ګروپ استاذان په تخصصي مطالعه او څېړنه باندې بوخت وي، بل ګروپ استاذان د ټولنيزو مسائلو او هرډول قضاياوو او پېښو اړوند ځانونه با خبره ساتي او که هغه سياسي مسائل او که تجارتي مسائل او که ټولنيز مسائل او که نظامي مسائل دي چې د ټولني هر اړخ سره تړاو لري د هغې په اړه بايد ځانونه پوره باخبره وساتي او بيا د مسؤلو علماوو په توګه د هغو قضاياوو اړوند د اسلامي شريعت حکم او د اسلامي قانون نظريه ټولنې ته وړاندې کوي، که هغه په صوتي بڼه وي او که په ليکي بڼه وي.

پنځم خنډ:

بل خنډ دځينو علماوو د ټولني او جامعې له خويونو او مزاج سره نا بلدي ده، علماوو ته لومړی مهمه ده چې جامعه شناسي ته متوجه شي او د ټولني اجتماعي مسائل درک کړی شي، د ولس په درد ځان شريک کړي او د هغې لپاره حل لاره ولټوي.. لکه مفتي شفيع رحمه الله چې د خپلې ټولنې ټول مسائل په خپلو مقالاتو کې ليکلي دي.

د تجارانو لپاره بايد په بانکي او اقتصادي مسائلو کې برنامې ولري او د نويو مسائلو د تعامل او شرعي احکامو په اړه دوی ته مسائل بيان شي نو که زموږ استاذان د ټولني د هر درد دوا ځانونه وبولي نو شاګرد به يې همدا ډول فکر اخلي او ټولني ته به دردمن او با احساسه شخصيتونه وړاندې شي.

شپږم خنډ:

پنځم خنډ دادی چې موږ په مدارسو کې د ځان لپاره هدف نه ټاکو، که زموږ استاذ وي او که شاګرد چې په دې باوري وي چې هدف يوازې د دې نصاب تدريس او يا له دې نصاب څخه فراغت نه دی چې د حديثو په ويلو زه فارغ شم نه بلکې د دې مطلب دادی چې ته به نور له خيره د علم وروستې حد ته ځان رسوي او په دې بايد استاذ او شاګرد پوهي وي چې څومره علم حاصل کړو بيا هم نه پوهېږو کله چې دغه روحيه له يو شاګرد او يو استاذ سره و ي نو بيا د هغه رغبت او علمي نشاط همېشه دپاره ژوندی وي او د دې لپاره مناسبه طريقه داده چې سړی بايد ځان لپاره يو آيډيل شخص وټاکي چې په علماوو او علمي حلقو کې د هغه شخصيت مسلم وي نو دغسې يو فکر بايد شاګرد ځان سره وساتي او استاذ يې هم ورته تلقين کړي.

او د استاذ او شاګرد لپاره مهمه ده چې په ژوند کې يې يو هدف وي او ورته تلقين شي چې يو علمي شخصيت ته به ته ځان رسوي او ترڅو چې موږ علم سره په تړاو کې پاتي کيږو زموږ محيط خپله علمي کيږي.

او موږ بايد هڅه وکړو چې خود کفا شو او د مدارسو او ولس ترمنځ کلک تړاو رامنځ ته کړو، ځکه د مدارسو مسؤليت دادی چې د ټولني هرفرد ته د اسلامي شريعت ټول اصول وړاندې کړي او د هغوی ستونزو ته حل ولټوي.

پای

د دې بحث نورې برخې

لومړۍ برخه 

دويمه برخه

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*