وروستي:

علمي چاپېريال/څېړنيز بحث [دويمه برخه]

ترتيب او را ټولونه: مفتي نورالله عزام

سريزه

د دې لپاره چې په ښوونيز او روزنيز ډګر کې پرتو ستونزو ته ګټورې حل لارې وموندل شي، څو تنه علماء کرام او مسلکي پوهان د يو شمېر موضوعاتو په اړه په آنلاين ډول بحثونه کوي، موږ هڅه کوو چې دغه موضوعات له درنو وروڼو سره شريک کړو؛ څو يې ګټه عامه او نتيجه ورکوونکې شي.

د بحث ګډونوال په لاندې ډول دي:

مولوي عبدالسلام ضعيف ـ مشهور شخصيت او د افغان بنسټ مشر.

دکتور عبدالقاهر عابد- د اسلام اباد نړيوال اسلامي پوهنتون پخوانی او د کابل پوهنتون اوسنی استاد.

دکتور ابواحمد صالح- د اسلام آباد نړيوال اسلامي پوهنتون او جامعه قاسميې پخوانی استاد، قطر.

مفتي عبدالهادي حماد- تکړه ليکوال او د حماديه مدرسې مدير، کندهار.

دکتور حيات الله عتيد- د بشري ودې د پياوړتيا نړيوال منلی شوی ټرينر، کابل.

مفتي حبيب الله قاسمي- څېړونکی او د قاسميه مدرسې مهتمم، اکوړه خټک پېښور.

دکتور مبشر صافی ــ د افغان پوهنتون رئيس.

مفتي نورالله عزام- د افغان مدرسې مدير، کابل.

دکتور سراج الحق وهاج- څېړونکی او تکړه ليکوال، مدينه منوره.

مفتي عبدالرؤف فراهي- د افغان بنسټ د ښوونيزو چارو مدير، کابل

مفتي صديق الله ــ د دارالعلوم الخيرية نهاريه مدير. نيمروز.

مفتي ابوسعيد راشد- فقيه او د قاسميه مدرسې مشر مفتي، اکوړه خټک.

حامد افغان- مشهور ليکوال او څېړونکی، تبوک، سعودي عربستان.

مفتي عبدالحق حقاني- د افغان بنسټ د علمي څېړنو د څانګې مدير او د افغان مدرسې استاذ. کابل

مفتي محمد حسين سعيد- له دارالعلوم زاهدان او ديوبند څخه فارغ او د مدينې اسلامي پوهنتون زده کوونکی.

مولوي سيد احمد- د دارالعلوم تاج آباد مهتمم، پېښور.

مولوي صالح محمد عطشان- د جامعة الاسلامية الخضرية مهتمم، کندهار.

مولوي عبدالحق حماد- د افغان بنسټ د تاليف او ترجمې د څانګې مسؤل او د افغان مدرسې استاد، کابل.

مولوي عبدالمالک ــ د دارالعلوم کراچي تکړه استاذ.

يادونه: دا موضوع د پورتنيو علماوو د بحث غور چاڼ دی او د ډېرو اړخونو درلودلو له امله مو په څو برخو وېشلې ده، دا يې دويمه برخه ده او نورې برخې به يې که خدای کول په نژدې راتلونکي کې تر تاسو در ورسوو.


په تېر پسې…

کورنی چاپېریال

د اولاد او شاګرد په روزنه کې کورنی چاپېريال خورا مهم او زيات ارزښت لري، شاګرد سره په تعليمي پروسه کې د کورنۍ همکاري او اهتمام د شاګرد په تعليمي وده کې ډېر اثر لري، د ښې او علمي کورنۍ د روزنې لپاره بايد لاندې ټکي په عمل کې پلي شي او يا يې د عملي کولو هڅي وشي:

لومړی: د نېکي او علمي کورنۍ د جوړښت له پاره،د ښځینه طبقې روزنه ډېره اړینه ده، ځکه چي د اولاد په پوهه او روزنه کي مور تقریبا ۷۰ سلنه او پلار ۳۰ سلنه ونډه لري ؛ البته دا د ۱۱ او۱۲ کلونو په عمرکي وروسته بیا د عمر په لوړېدو سره د پلار ونډه زیاتیږی، مور د کورنۍ د روزنې لومړنۍ استاذه ده ځکه نو بايد لومړی د هغې سهي روزنه وشي. مور د کورنۍ د ډاډ او سکون سرچينه ده  خو کله چي جهل ورسره مل شو او یا د بل چا د لاس آله وګرځیده، نو د کور د تباهی سبب هم کیدای شی.

په کورنۍ کې مهم شخصيت پلار او مور وي، که چېرې پلار او مور تعليم يافته وي؛ نو هغوی به د خپل شاګرد بچي حاجتونه ښه درک کولی شي، له هغوی سره به کومک کولی شي، که چېرې پلار تعليم يافته نه وي؛ نو تشويقېدلی شي چې د ديني مدرسو او علماوو سره د ارتباط او يا د سواد کورسونو له لارې لوستل او ليکل زده کړي، او د پوهې په اهميت وپوهول شي، همدارنګه مور، چې د مور ولۍ مخکې هغه يوه ښځه ده، او لکه څنګه چې سړی د تعليم حق لري، ښځه يې هم لري، نو بايد د مېرمنو تعليم ته هم ځانګړې پاملرنه وشي، په کوم کور کې چې مور خور لور تعليم يافته وي؛ نو د هغه کور په ماشومانو هم کلک مثبت اغېز شيندي.

د متعلمو اناثو نه شتون په کور کې په ذکورو ډېر منفي اثر شيندي، له همدې امله د علمي چاپېريال د رامنځته کولو لپاره د اناثو تعليم ډېر ضرور دی، ستونزې ضرور لري، خو ستونزې هيڅکله بايد مانع نشي؛ بلکې د ستونزو په ختمولو کې په ګډه همکارۍ کار وشي.

دويم:     مېرمنو ته بايد د اسلامي تعليماتو تر لاسه کولو لپاره ښه چاپېريال چمتو شي، مدرسې ورته جوړې شي، او په هغو کې د دوی له اړتيا سره سم ديني علوم رائج کړل شي ، او د هغو مېرمنو فضائل او حالات ورته بيان شي چې په ديني روزنه کې ضرب المثل دي ، لکه: اسماء بنت ابي بکر، صفية بنت عبدالمطلب، سکينه بنت ازور او … او…

نن زموږ په ټولنه کې د نجونو مدرسې د ګوتو په شمېر دي، او کوم تعليمونه چې ورته چارواکو چمتو کړي  په هغو کې د دوی د اخلاقي او ديني روزني مضامين د نېشت برابر دي، په نصابونو کې يې هغه مضامين درس کيږي چې مېرمنو ته تر اړتيا زيات دي، مېرمن چې د ټولني بنسټ دی بايد اخلاقي روزنې ته يې تر هرڅه لومړی توب ور کړل شي، په مدرسو او ښوونځيو کې ورته داسې چاپېريال جوړ شي چې دوی په ديني روحيه و روزي.

زموږ  د هېواد په ښونځيو کې اوس نجونو ته پردۍ ژبه، پردی ثقافت او قانون ور ښودل کيږي، او په دې نه وي خبره چې اولاد څنګه روزل کيږي، کورنی ژوند څنګه پرمخ بېول کيږي، د ماشوم په اخلاقي روزنه  نه پوهيږي، او نه هم د کورني ژوند اصول ورته معلوم وي، او يا يوازې پر تقليدي او رواجي کړنو بسنه کوي.

که مور اصلاح شي نو زوی به يې په کامله معنی نر وي، که تاسو د سترو خلکو تاريخ وګورئ د هغوی د ژوند راز دا دی چې همدا عظمت، غوره اخلاق او بنيادي روزنه  يې مېندو ور کړې وي.

مور د ټولني بنسټ دی، مور د نړۍ استاذه ده، مور که په يوه لاس ځانګو ځنګوي په بل لاس نړۍ ځنګوي، د مور پر ځنګنو ډېر نبيان او پوهان روزل شوي، مور د رازونو خزانه ده، د دې لپاره چې موږ کورنۍ اصلاح کړو لومړی بايد مور اصلاح کړو چې د کورنۍ روح او اساس دی.

درېيم:    مور او پلار بايد کوښښ وکړي د اولاد لپاره ځان په ديني شعائرو، سپېڅلتيا او شرعي احکامو کې يوه غوره نمونه وګرځوي، د اولاد تر مخ دې لمانځه ته ډېره پاملرنه کوي، د نبيانو کيسې او د نېکانو خلکو ښه خويونه دې ورته بيانوي ترڅو يې په زړونو کې د نبيانو، صحابه وو او نېکانو خلکو مينه ځای ونيسي او خپل مور او پلار او نېکان خلک د ځان لپاره د ژوند غوره نمونه وګرځوي.

څلورم:   مور او پلار دې اولاد له خپلو سترګو نه  پناه کوي، او په هر مناسب وخت کې دې اولادونو ته ديني روحيه او اسلامي شعور ورکوي، دوی ته دې د اسلام عظمت، د دين ګټي او اسرار ، د  نېکانو او اتلانو کيسې بيانوي، ځان سره دې جومات او ديني مجلسونو ته بيا يې، د الله تعالی وېره او له هرې پېښې عبرت اخيستلو ماده دې د دوی په زړونو کې ور اچوي او ځيني سورتونه او حديثونه دې ورباندې يادکړي.

پنځم:     مور او پلار دې خپلو اولادونو لپاره په کور کې ځيني کتابونه ساتي، ځکه په دې سره د ماشومانو زړونو کې د مطالعې ليوالتيا پيدا کيږي او له علم سره مينه يې زړونو کې ځای نيسې. که ماشوم کوم کتاب بې ځايه کړي او يا د لوستلو چل نه ورځي له هغو دې نه منع کوي او نه دې تهديدوي. د ماشومانو لپاره تر ټولو غوره د اسلامي کيسو کتابونه دي، ځکه چې دا يې زړه کې اسلام سره مينه زياتوي او په دې هکله د صحابه وو، تابعينو او علماوو کيسې ډېرې ګټوري دي.

هر کور بايد د اسلامي کتابونو لپاره يو کتابتون ولري که څه هم  ډېر کوچنی وي، په کور کې شته  دوا خانه کې چې د بدن درملنې لپاره دارو درمل ساتل ضروري دي همداسې د عقلونو د اصلاح لپاره کتابتون کې کتابونه ساتل هم ضروري دی.

شپږم:   د کور د چاپېريال څخه بايد د لهو او لعب اسباب لري کړل شي،  یا يې استعمال د ضرورت تر برېده کم کړل شي لکه تلويزون، انټرنیټ، ليپ ټاپ،عصری مبایل او داسې نور…

او د هغو پر ځای د کور غړي د قرآن کریم تلاوت او د کتابونو له مطالعې سره اشنا کړل شي.

اووم:      په خپلوانو او ګاونډیانو کې له هغه چا سره اړیکي ټینګول، چي کورنیز برخورد يې  دینی او علمي وي، د دې بر عکس د هغه چا څخه ډډه کول چي د دیني او علمي برخورد څخه لري وي.

اتم:         اولادونه په مدرسه او يا داسې  ښونځي او پوهنتون کي داخلول، چي د عصری علومو تر څنګ په دیني علومو او تربيې هم سمبال وي. لکه هغه تعليمي ادارې چې د ځينو اشخاصو له خوا د ديني تعليم او يو درد له مخې جوړي شوي دي.

نهم:        مېرمن او اولاد په علمي او تربیتی مواردو  کي تشويقول، د تحفو ورکولو په شکل یا د محفل دایرولو په شکل، چي هم ختم، هم خیرات په کې وي او هم دوی تقدیر شی.

لسم:       د مدرسو او ښوونځيو کوم شاګردان چې کورونو ته ځي باید داستاذانو له خوا د ورځنیو درسونو مراجعه، او داستاذ له خوا دکورنۍ دندې حل کولو دنده ور کړل شي، شاګرد باید تشویق شي چې که ممکن وي په کورکې ځان ته بېله دمطالعې خونه ترتیب کړي، او دخپلې ځانګړې مکتبې په توګه ورڅخه استفاده کوي، که څه هم دوه درې کتابونه او یا خپل درسي کتابونه پکې وي، چې هلته یې ایښې وي، دمکتبې په نوم ځانګړې خونه دشاګرد په علمي رشد کې خورا زیات اغېز لري، او پکې دلویو علماوو خویونه او اداب غښتلي کیږي. ځکه پراګنده او بې نظمه مطالعه دبې رغبتې تر څنګ علمي تنده هم نه ماتوي.

نور بيا…

د دې بحث د لومړنۍ برخې د کتلو لپاره همدا کرښه کليک کړئ

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*