وروستي:

د احمد شاه بابا مېنې افغان ښوونځي کې د کلنيو نتائجو غونډه وشوه

د افغان بنسټ اړوند د احمدشاه بابا مېنې څانګې افغان ښوونځي د کلنیو نتایجو په موخه د ښوونځي په انګړ کې یوه پرتمینه غونډه جوړه شوه .

په غونډه کې د افغان بنسټ مسؤولینو، د پوهنتون استاذانو، لیکلوالانو او فرهنګیانو، د افغان بنسټ د سرپرست مولوی فضل محمد فیضان سربېره د ښوونېزو چارو مدیر عبدالروف فراهي، د افغان ښوونځي استاذانو په سلګونو زده کوونکو او د هغوی اولیاوو برخه اخیستې وه .

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه.

2 3

په پیل کې د ښوونځي مدیر عبدالکبیر رسولي خپله پرانستونکی وینا واوروله او د غونډې ګډونوالو ته یې د هرکلي او ښه راغلاست ترڅنګ د زده کوونکو په زحمت او کوښښ ټینګار وکړ او د زحمت ویستونکو شاګردانو هڅې یې وستایلې او د غونډې د پایلو او نتایجو په اړه یې زیاته کړه چې هرڅوک به د خپلو کوښښونو او خوارۍ نتیجه وګوري او د پایلو په اعلان کې به د افغان ښوونځي عمومي اول نمره هم تاسې ته در وپیژندل شي .

ورپسې د افغان بنسټ سرپرست پخپله عالمانه وینا کې د وخت په ارزښت رڼا واچوله او هغه کسان یې تاواني وګڼل چې له وخت څخه پوره ګټه نشي پورته کولی موږ باید نه ستړي کیدونکي هڅې وکړو ترڅو د خپل هېواد او ولس لپاره د خدمت جوګه شو.

غونډې ته د دانش خپرندویې ټولنې د تخنیکي چارو مسؤل سپین سهار پخپلو خبرو کې د افغان بنسټ له مسؤولینو او مشرتابه څخه مننه وکړه چې د ځوان نسل د ښې روزنې په موخه يې اغیزمن پروګرامونه په لار اچولي ښاغلی سهار د خپلو خبرو په پای کې د افغان ښوونځي د کتابتون لپاره د ۱۵۰ ټوکه کتابونو د ورکړې اعلان هم وکړ .

ورپسې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاذ دوکتور خواجه محمد عصامي خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې علم په هر مسلمان نارینه او ښځينه باندې فرض دی په کائناتو کې فکر کول او د اللهY څخه ډار د مسلمان اصلي هدفونه دي نوموړي هم پخپل وار د افغان بنسټ د مسؤولینو له دغه نیک اقدام څخه مننه وکړه او د دوی دغه اخلاصمندانه هڅې یې وستایلې .

1

رحمت الله راشدي د غونډې بل ویناوال ؤ چې د افغان ښوونځي اداره یې وستایله او زیاته یې کړه چې دا اداره له نورو ادارو سره توپیر لري او هغه دا چې د فتنو په دې دور کې په اسلامي عقیده روزنه د دوی نیک قدم او د یوې روښانه راتلونکي لپاره اغېزمنه لار ده په داسې حال کې چې د نړۍ ستر استکباري او استخباراتي سازمانونه زموږ د ځوان نسل په بې لارې کولو بوخت دی زه د افغان بنسټ د چارواکو دغه اقدام د ستایلو وړ بولم او په دې لار کې ورته د لا بریاو په هیله یم .

ورپسې د زده کوونکو د اولیاوو په استازیتوب ښاغلی عبدالرشید ایوبي خبرې وکړې او وې ویل په اوسنیو حساسو او پیچلو شرایطو کې د افغان بنسټ له مؤسیس ښاغلي مولوي عبدالسلام ضعیف ددغه ګټورو او روزنېزو خدمتونو ستاینه کوم او په شاګردانو یې غږ وکړ چې خپل وخت عبس تېر نه کړئ او په ریښتنې توګه د افغانستان د ځوریدلي ولس د خوبونو تعبیر وګرځي .

د ښوونېزو چارو مدیر د غونډې وروستی ویناوال ؤ چې د تعلیم او تربیې په ارزښت یې حاضرینو ته توضیحات وړاندې کړل او زیاته یې کړه داسې تعلیم او تربیه چې دنیا او اخیرت دواړه پرې جوړ شي موږ داسې ځوان او تربیه شوی نسل ته ضرورت لرو چې په روحاني او معنوي توګه روزل شوی وي ترڅو په راتلونکي کې د ګران او محبوب هېواد افغانستان او خپل دردیدلی ولس د زخمونو لپاره د مرهم په توګه تمام شي .

غونډه د مولوي احمد یار په دعائيه کلماتو سره پای ته ورسېده !

سلطان محمود سالمزی، افغان غږ راډیو – کابل