وروستي:

دا به نو وروستۍ جګړه وي!

له بهرنيو سرچينو څخه د عبدالمالک همت ژباړه

د نولسمي پېړۍ په وروستيو کي په اروپا کي سیاسي او سيمه ییز حالت په ډېره چټکۍ سره بدلېدی، د جرمني صنعتي پرمختګ هغه د اروپا يو سترځواک جوړ کړی وو. د جرمني له ويري د اروپا بل سترځواک برتانیه د سيمي د بېلو بېلو ځواکونو ملګرې سوه او د راتلونکو کلونو لپاره يې وار له مخي لا تدبیرونه سنجول پیل کړل.

په دې توګه د بېلو بېلو ځواکونو ترمنځ د نوو منطقوي اتحادونو جوړېدل پیل سول. برتانيې لومړی د جاپان سره په ۱۹۰۲ع.کال اتحاد وکړ. تر دې وروسته په ۱۹۰۴ع.کال د برتانيې او فرانسې ترمنځ هم يوه معاهده لاسلیک سوه، چي که څه هم دا يو بنسټيز اتحاد نه وو، خو د نژدې اړيکو د ټینګښت او د یوبل مرستي ته د وردانګلو لپاره د زښت زیات اهميت درلودونکې وه. د دغسي دوستۍ يوه بله معاهده د برتانيې، فرانسې او روس ترمنځ په ۱۹۰۷ع.کال د (The Triple Entente)  په نامه لاسلیک سوه، چي له امله يې اروپا پر دوو ګروپونو ووېشل سوه. د دې وېش يو پلو جرمني، اتريش، هنګري(مجارستان)، سربیا او ايټالیه وه او په بل طرف کي يې د روس، فرانسې او برتانیې هیوادونه  ولاړ ول.

په بنسټيزه توګه دا د لومړۍ نړۍ والي جګړې لپاره چمتو والی وو، چي کېدای سوه هر وخت يې اور بل سي. لومړۍ نړۍ واله جګړه د شلمي پېړۍ لومړۍ لویه نړۍ واله شخړه هم بلل کېدای سي، خو اساساً دا تر يوې نړۍ والي شخړي زیاته د شلمي پېړۍ لومړۍ لویه نړۍ واله دسيسه وه، چي که څه هم د ۱۹۱۴ع.کال په اګست کي  د اتریش د یوه پاچازوی(شهزاده) فرانز فرډینانډ د وژلو له امله پیل سوه، خو د دغي جګړې بنسټ پر دوو ګروپونو باندي د اروپا د وېشلو په بڼه د نولسمي پېړۍ په پای کي ايښوول سوی وو. د لومړۍ نړۍ والي جګړې په بهير کي د اتحادي ځواکونو(برتانیې، فرانسې، سربیا او روس، جاپان، ايټالیې، يونان، پرتګال، رومانيې او امریکې) مقابله د محوري ځواکونو(جرمني، اتريش، هنګري او بلغاریې) سره وه. د وېري او ځواک په نشه کي د نړۍ زیات هيوادونه هم د دغي جګړې برخه وګرځېدل، خو د جګړې لومړنی جوش او خروښ هغه مهال سوکه سو چي جګړې د يوې ډېري ګران بيي او د خندقونو دهولناک جنګ بڼه غوره کړه. ځکه چي په لوېديز محاذ کي د خندقونو او کلابنديو لړۍ تر ۴۷۵ ميلو پوري غځېدلې وه.

په لومړۍ لويه جګړه کي روس د خپلو اتحادیانو د مرستي لپاره د بالکان له سیمي او روم له سمندرګي څخه په تېرېدو سره وړاندي تي. خو څنګه چي د عثماني سلطنت پر سيمو او پولو(سرحدونو) باندي د روس له خوا تېري ترسره کېدل، نو عثماني سلطنت اړ سو چي دې جګړې ته ورودانګي او پرېکړه يې وکړه چي د خپلو سيمو د ژغورني لپاره د محوري ځواکونو ملګرتيا غوره کړي. د لومړۍ نړۍ والي جګړې پرمهال په ختیز محاذ کي د سيمي د ډېري پراختیا له امله د ډېرو خندقونو سره جګړه ممکنه نه سوه، خو بيا هم د دغي جګړې شدت د لوېدیز محاذ سره يوشان وو. دا څنګه چي جګړه نه، بلکي يوه دسيسه وه، ځکه نو داجګړه(دسيسه) ورورو د اروپا له نورو سيمو څخه را ټوله سوه او د عثماني سلطنت په سيمو کي محدوده پاته سوه. په لوېدیز محاذ کي په بنسټيزه توګه لومړۍ نړۍ واله جګړه د ۱۹۱۸ع.کال د نومبر پر ۱۱مه د سهار پر يوولسو بجو پای ته ورسېده. له جګړې څخه د جرمني تر وتلو وروسته د محوري ځواکونو ملګري هم د ماتي سره مخامخ سول او د جګړې د اساسي مقصد په پام کي نيولو سره اتحادي ځواکونه د عثماني سلطنت په را پرځولو کي بريالي سول. دې حالت پر اسلامي نړۍ باندي ډېر ناوړه اغېز وښند. څنګه چي عثماني سلطنت د جرمني ملګری وو ، ځکه نو د دغي جګړې ډېر لوی تاوان پر عثماني دولت باندي راغی.

انګرېزانو عربان د ترکانو په خلاف جګړې ته وهڅول او په دې توګه په عثماني سلطنت کي د مسلمانانو ترمنځ قومي جګړې پیل سوې. په دې جګړو کي زياتي سيمي د ترکو د واکمن له لاسه ووتلې او په پای کي يې د مسلمانانو د يووالي او وحدت لويه نخښه عثماني خلافت هم له منځه ولاړ. دغه نړۍ واله جګړه خو ۹۶ کاله دمخه د ۱۹۱۹ع.کال د جون پر ۲۸ مه د دواړو خواوو ترمنځ تر معاهدې وروسته ودرېده، اما د هغې اغېزي په نړۍ والو، سياسي، اقتصادي او ټولنيزو ساحو کي تر راتلونکو څو لسيزو پوري رواني وې.

لومړۍ نړۍ والي جګړې د ظلم او ځناورتوب پېښي او کيسې ډېري کړې او د زغم او حوصلې جذبې يې خورا ډېري راکمي کړې. له اتحادي او محوري ځواکونو څخه په دغه پیل سوې جګړه کي کرار کرار د نړۍ ډېر نور ولسونه هم د هغې برخه سوه او په دې توګه ټوله دنیا د دغي جګړې په اور کي وسوځېده. دغه لويه جګړه د دې نړۍ په نوي تاريخ کي تر ټولو زیاته پوپناکوونکې جګړه وه، په کومه کي چي د لومړي ځل لپاره نوې ټکنالوژي وکارول سوه. د لومړي ځل لپاره نړۍ د کيمياوي او زهرجنو ګازو استعمال وليد. دا لومړنی جنګ وو چي پر سمندر سربېره له  فضا څخه هم بريدونه پکښي کېدل. په دغه لويه جګړه کي د دواړو خواوو څه له پاسه شل ملیونه پوځيان او عام وګړي له منځه ولاړل او شاوخوا شل ملیونه افراد د تل لپاره معلول او معيوب سول.

درنو لوستونکو! دادی همدا اوس يوځل بیا د لومړۍ لويي جګړې وحشت او ځناورتوب تر سترګو کيږي. هغه نړۍ وال جنګ چي لامل او محرک يې مازي د يوه پاچا زوی وژنه وه او دغه وژنه يې پلمه کړه له يوه پلوه تر شلو مليونو زیات وګړي د مرګ کومي ته ورټېل وهل سول او له بله پلوه يې له جګړې څخه ډډه کوونکی عثماني سلطنت هم په چګړه ورګډ کړ او ټوته ټوته يې کړ.

په لومړۍ نړۍ واله جګړه کي هم روس د ترکيې پر پولو تېری وکړ او ترکیه يې په جګړه کی داخلېدو ته اړه کړه او دا دی اوس بیا د لومړۍ نړۍ والي جګړې غوندي د ترکيې پر فضايي حریم باندي تېری کوونکي مازي د يوې روسۍ الوتکي د را غورځولو پېښه پلمه کوي نه داچي یوازي د درېیمي نړۍ والي جګړې خبري کيږي، بلکي د اسلامي نړۍ پر خپلو پښو ولاړ ځواک (ترکيې) د بیا راپرځولو او ماتولو بحثونه روان دي.

دا حقیقت دی چي سل کاله دمخه د اروپا ناروغه وګړي، یعني ترکیې ګرد سره د جګړې کولو وړتیا نه درلوده. دغه لامل وو چي نه ترکيې د اتحادیانو د دسيسو مقابله وکړای سول او نه يې خپلي سيمي وژغورلای سوې. خو روس ته ښايي نه وي معلومه چي اوس ترکيه د اروپا هماغه ناروغ وګړی نه دی، بلکي که څه هم اټومي ځواک نه دی، خو ترکيه د خپلو پاليسيو او اقتصادي پیاوړتیا له امله د اسلامي نړۍ مخکښ او ځواکمن هيواد دی. موږ په دې باور لرو چي اوس مازي د يوې پېښي په پلمه درېیمه نړۍ واله جګړه نه سي نښلېدلای، خو که خدای مکړه داسي وسوه نو دا به وروستۍ جګړه وي.

پای.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*