م م : برما دي د مسلمانانو پر خلاف د روانو کرکو مخه ونيسي

میانمار (برما) دي د مسلمانانو په خلاف د روانو کرکو مخه ونيسي
د مسلمانانو په خلاف به توکميز توپیر ناوړي پایلي رامنځ ته کړي: ملګري ملتونه
نیویارک ۔ العربیہ ډاټ نیټ او نور
په برما کي پر مسلمان مېشتو سیمو باندي د بودايي ترهګرو او ځايي حکومت د ځناورانه ظلمونو لړۍ پرله پسې روانه ده. ملګرو ملتونو د میانمار د مسلمانانو سره د تر سره کېدونکي ظالمانه او توپیري چلند د ناوړو پایلو په اړه د خبرداري ورکولو په ترځ کي د برما د حکومت څخه وغوښتل چي د مسلمانانو او د هغو د حقوقو ساتل او خوندي کول دي یقیني کړي.
د العربیه ډاټ نیټ د خبر سره سم د ملګرو ملتونو دوو تنو لويو چارواکو په میانمار کي د یکشنبې په ورځ د نومبر پر اتمه د تر سره کېدونکو پارلماني ټاکنو په بهیر کي د مسلمان مېشتو سيمو د هر ډول ممکنه ساتلو او خونديتوب د ډاډ ورکولو غوښتنه کړې ده. د ملګرو ملتونو د چارواکو وينا ده: لکه څنګه چي په میانمار کي د انتخاباتو د چارو امنیت اړين دی، همدغسي هلته د روهنیګیايي مسلمانانو پر خلاف پر روانو کرکو او پاروونکو کړنو باندي هم باید په ټینګه بندیز ولګول سي.
د توکم پالني د مخنيوي لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي بان کي مون استازي اداما ډینګ او د منظمي مذهبي، سیاسي توکم پالني په خلاف د بوختي کمېټې مشر جنیفر ویلز په خپله ګده وينا کي ويلي دي چي په میانمار کي د مسلمانانو پر ضد پر توکميز توپیر باندي ولاړ ظالمانه چلند پرله پسې روان دی. د هغو وینا ده چي په میانمار کي د مسلمان لږکي پر ضد روان منظم توکم پالونکی مذهبي او نسلي توپیر د ۲۰۰۸ ع.کال د ترتيب سوی قانون د ۳۶۴مادې څخه څرګنده سرغړونه ده.
د ملګرو ملتونو د استازو ويناده چي موږ په پلاوو پلاو په دې اړه له خطرناکو پایلو څخه خبر ورکوو، ځکه له میانمار څخه په راتلونکو خبرونو کي ويل کيږي چي هلته د مسلمان لږکي پر خلاف د کرکي پاروني چاري يو وار بیا زور اخيستی دی. په تېره د میانمار د مذهبي ډلو او د بېلو بېلو سیاسي ګوندونو وسله والو کسانو د مسلمانانو پرخلاف د توکم پالني ناوړي چاري رواني ساتلي دي. په راتلونکو ورځو کي کېدای سي د مسلمانانو په خلاف په کرکو کي نور زیاتوب هم راسي.
د ملګروملتونو د نړۍ والي ادارې چارواکو خبرداری ورکړی دي چي په میانمار کي د مسلمانانو په خلاف رواني کرکي پاروونکی چاري کولای سي خپله د برما لپاره درانه عواقب رامنځ ته کړي. د مسلمانانو په خلاف روان نفرت پاروونکی مهم د تشدد لار اواروي. حکومت ته لازمه ده د نړۍ وال قانون سره سم د لږکيو د خونديتوب لپاره اغېزمن ګامونه اوچت کړي او د مسلمانانو په خلاف رواني کړني بندي کړي.
هغو څرګنده کړه چي اندېښنه لري چي په میانمار کي د راتلونکي یکشنبې د ورځي په ټاکنو کي د مسلمان لږکي په اړه د زیاتو تنګولو لپاره لار نوره هم اواره سي او د روهنيګیا د مسلمانانو حقوق ترپښو لاندي سي.
د ملګرو ملتونو دغو چارواکو وويل چي په روهنيګیا کي د مسلمان لږکی د حقونو ترپښو لاندي کېدل او پر هغو باندي ظلمونه نوي نه دي، بلکي له څو لسيزو څخه روان دي. د روهنيګیا حکومتونه د يوه منظم پلان له مخي د مسلمان اقلیت څخه د غچ اخيستلو لپاره له ډېرو سختو قوانينو څخه مرسته ترلاسه کوي. له بده مرغه په برما کي د ټولو طبقو د استازي حکومت د رامنځ ته کېدو پرځای د بودايي مذهب د سخت دریزو استازي ځواکونه واک ته رسېدلي دي او پر لږکیو، په تېره پر مسلمانانو باندي ځناورانه ظلمونه کوي.
ع،