وروستي:

په بورما کې د حکومت لخوا د مسلمانانو د قتل په اړه غوڅ دلایل

داسې کره اسناد او شواهد موندل شوي‌ دي‌ چې په بورما کې د روهینګا مسلمانانو قتل عامونه د حکومت په لارښونه شوي‌ دي

په بورما کې  د داسې  او اسناد او شواهد  موندل شوي‌ دي‌ چې  پکې  ښکاره ویل شوي‌ چې د روهینګا د مسلمانانو قتل عام کې  حکومت  لاس لري.

د الجزیرې  د خبر له مخې  د ییل پوهنتون  د حقوقو د پوهنځي‌ په چوکاټ کې  فعالیت کوونکي‌ د لونشتاین څیړنیز کلینیک  د ۸ میاشتو څیړونو په ترڅ کې  داسې  کره  اسناد او شواهد ترلاسه کړي‌ دي‌ چې  پکې  په ښکاره  توګه  ویل شوي دي‌ چې   روهینګا د مسلمانانو قتل عام د حکومت په سلا مشوره  شوی  دی .

په خبر کې راغلي‌ دي‌ چې  د لونشتاین  څیړنیز کلینیک ته  دا اسناد او شواهد  د ځواکمنو حقونو په نامه  د بشري‌ حقونو او څیړنیز سازمان لخوا په اختیار کې  ورکړل شوي‌ دي. د لونشتاین  څیړنیز کلینیک لخوا د اسناد او شواهدو د څیړولو او ارزولو نه وروسته  ویل شوي‌ دي‌ چې  دې  کره اسنادو  او شواهدو  او پدې اسناد کې  د روهینګا د مسلمانانو په اړه  د بورما د سیاستوالو څرګندونو  او  ترسره شوو ظلمونو ته  په کتو سره  داسې  امکان  نشته  چې  څوک  ووایي‌ چې  دا قتل عامونه  د حکومت  لخوا  ندي‌ ترسره شوي .

د ( قتل عام یادښتونه  ) په نامه  په جوړ شوي‌ مستند کې  په ښکاره  توګه  څرګند شوي‌ دي‌ چې  د بورما سیاستوالو او حکومت  د خپلو سیاسي‌ ګټو او بقاء په خاطر د روهینګا د مسلمانانو پر خلاف  د نفرت نه ډکې  او پارونکې  څرګندونې کړي‌  او په ټولنه کې د هغوې پر خلاف د نفرت پارولو هڅه کړې  او د بودیستو افراطي‌ ډلو نه يي  مالي‌ ملاتړ کړی دی .

د بله پلوه  د لندن  د پوهنتون یو تن استاد  او دولتونو لخوا د ترسره کیدونکو جرایمو د څیړونو د نړئ‌والې ادارې  مشر پروفیسور پاني‌ ګرین  ویلی‌ دي‌ چې د بورما  ولسمشر تین سین د حکومت د ګټو په خاطر د روهینګا د مسلمانانو پر خلاف  د نفرت  نه ډکو څرګندونو سره  تل  د مسلمانانو د تجرید کولو، هغوې ته  د دویم او دریم  صنف  معامله کولو، د هغوې د نفوس  د کمولو  هڅه کړې  ده .هغه ویلي‌ دي‌ چې په بورما کې  په ۲۰۱۲ کلونو کې  رامنځته شوې  پیښې  پلان شوي  پیښې  وې.

د بله پلوه  د بورما لپاره د ملګروملتونو ځانګړي‌ استازي‌ په ۲۰۱۲ کال کې  په نوموړي هیواد کې  د ترسره شوو عام وژنو په خاطر  د ولسمشر تین سین  او کورنیو چارو  او کډوالو د چارو د وزیرانو  پر خلاف  د عام وژنو له امله  د څیړونو د پیلولو غوښتنه کړې وه.

د ویلو ده چې په ۲۰۱۲ کال کې  د بودیستانو او مسلمانانو ترمنځه په نښتو کې  په سلګونو او په زرګونو تنه  وژل شوي‌ وو او  ۱۴۰ زره تنه د روهینګا  مسلمانانو د خپلو کورونو پریښودو ته  اړ شوي‌ وو.