وروستي:

د امريكا په تاريخ كې تر ټولو لوى توپان

د امريكا د لويې وچې هېوادونه په خپل تاريخ كې د تر ټولو لوى او ويروونكي توپان سره مخ دي.

د امريكا د لويې وچې هېوادونه په خپل تاريخ كې د تر ټولو لوى او ويروونكي توپان سره د مجادلې لپاره تيارى نيسي. دا توپان چې د پاسيفيك د بحر له لورې د امريكا لويې وچې ته روان دى سرعت يې په ساعت كې ۳۸۰ كيلومتره دى. د توپان له امله په بحر كې د څپو لوړوالى ۱۱ مترو ته رسېدلى دى.

د پاتريشيا په نامه دا توپان د مكسيكو ځينو ساحلي سيمو ته رسېدلى دى خو سرعت يې په ساعت كې تر ۱۵۵ كيلومترو پورې ټيټ شوى دى.
د مكسيكو چارواكو د هېواد په يو زيات شمېر سيمو كې بېړنى حالت اعلان كړى دى او د خلكو نه يې غوښتي دي چې له خپلو كورونو و نه وځي.

كه څه هم تر اوسه پورې د پاتريشيا توپان په ټوليزه توګه وچې ته نه دې رسېدلى خو تمه كيږي چې په راتلونكو څو ورځو كې به لومړى مكسيكو او بيا وروسته د امريكا متحدو ايالتونو، كاناډا او نورو هېوادونو ته هم ورسيږي.
د پاتريشيا توپان د د شديدې سيلۍ، بوړبوړكۍ او جكړ ترڅنګ د ږلۍ او باران د ورښت سبب هم كيږي. ددې په پايله كې به سېلاوونه د خلكو كورونه هم يوسي.
د مكسيكو چارواكي اندېښنه لري چې دا توپان به د هېواد ساحلي سيمې ټولې ويجاړې كړي.

د ملګرو ملتونو د ميتورولوژۍ د ادارې د معلوماتو په اساس د پاتريشيا توپان د ځمكې د شمالي نيم كرې په تاريخ كې تر ټولو لوى توپان دى.
دا توپان په فليپين كې د هايان د توپان نه چې څه موده وړاندې يې د ۶۳۰۰ تنو ژوند واخيست هم خطرناك دى.

سرچينه: TRT

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*