وروستي:

اسلامي کانفرانس د اسلامي نړۍ د مسايلو له پاره ټيلويزيوني کانال پرانيزي

د نړۍ د ۵۷ اسلامي هېوادنو ټولنه (او ايي سي) د يوه ټيلويزيوني کانال دپرانستلو په هڅه کې دی.

ددې ټولنې مشر جنرل اياد بن امين مدني وايي چې دا تيلويزيوني کانال به د نړۍ د بېلابېلواسلامي هېوادونو د مسايلو،ستونزو او پرمختګونو او د اسلامي تعليماتو د خپراوي په اړه خپرونې کوي.

د سعودي عربستان په جده ښار کې د اسلامي کانفرانس په يوه جوړه شوې غونډه کې جنرل اياد بن امين مدني وويل چې د ټيلويزيوني کانال له جوړېدو يې بل هدف دادی چې د مسلمانانو ترمنځ د اسلامي عنعناتو خپلول او له اسلامي مقدساتو څخه د دفاع فکر ورکړل شي.

ښاغلي اياد وويل چې په تيلويزيوني کانال کې به د نورو پروګرامونو تر څنګ د اسلامي نړۍ تازه خبرونه،څيړنيز راپورونه او په تازه موضوعاتو د ګردي ميزونو بحثونه خپريږي.

د او ايي سي د اړيکو مسؤل دوکتور ماها مصطفی عقيل وويل چې د ټيلويزيوني کانال له پاره يې په لومړنيو اقداماتو لاس پورې کړی چې له مخې يې د تيلويزيون قانوني کول او له دولت څخه د فعاليت جواز اخيستل او له غير رسمي ادارو څخه د مالي مرستو راجلبول شامل دي.

عقيل وويل که د پلان له مخې ټولې چارې بريالۍ په مخ لاړې شي نو له يوه څخه تر دوو کلونو کې به د ټيلويزيون د خپرونو چارې د او ايي سي په دريو رسمي ژبو عربي،انګليسي، او فرانسوي ژبو د سپوږمکۍ او انټرنېټ له لارې پيل شي.

نوموړي وويل چې که څه هم دا ټيلويزيون به د نورو نړيوالو ټيلويزيونونو د خپرونو په څېر ۲۴ ساعته خپرونې ونه لري خو د فلسطين په ګډون به د ټولې اسلامۍ نړۍ په پېښو خپرونې او بحثونه ولري.

اسلامي کانفرانس په ۱۹۶۹ زيږديز کال د ستمبر په ۲۵ نېټه د مراکش په پلازمينه رباط کې وروسته له هغې رامنځته شو چې د همدې کال د اګست په ۲۱ مه نېټه يهوديانو په اقصی جومات بريد وکړ.

د اسلامي کانفرانس مرکزي دفتر د سعودي عربستان په جده ښار کې دی او اوسنی مشر يې اياد بن امين مدنی دی چې د ۲۰۱۴ زيږديز کال د جنورۍ د مياشتې په ۳۱ مه نېټه د اسلامي کانفرانس د مشر په توګه وټاکل شو د اسلامي کانفرانس له جوړېدو راهيسې ښاغلی اياد ددغه کانفرانس يوولسم مشر دی.

له ده نه مخکې د ددې کانفرانس مشر ډاکټر اکمل الدين احسان اوغلو و چې له ۲۰۰۴ څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې مشر و.

د اسلامي کانفرانس د مشرانو غونډه هر درې کاله وروسته کيږي او د بهرنيو چارو د وزيرانو غونډه هر کال ترسره کيږي تر څو په خپلو تګلارو او پاليسو خبرې وکړي.

د حالاتو څارونکي وايي چې اسلامي کانفراس که څه هم له ډېر پخوا راهيسې رامنځته شوي او د ناټو د هېوادونو په نسبت يې د غړو هېوادونو شمېر زيات دی خو هغه څه چې د اسلامي نړۍ ترې تمه ده دوی تر اوسه نه دي ترسره کړي.

د شننونکو په اند اسلامي نړۍ ته ورپېښ چيلنجونه او ننګونې هغه څه دي چې په زياتو اسلامي هېوادونو کې يې د مسلمانانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی خو په دې برخه کې اسلامي کانفرانس هيڅ کوم د پام وړ اقدام نه دی کړی.