وروستي:

د حسين رضي الله عنه له شهادت څخه درسونه

ليکنه: مفتي عبدالحق حقاني

بسم الله الرحمن الرحیم

الحمد لله وکفی والصلاة والسلام علی محمدن المصطفی و بعد!

قال الله تبارک وتعالی: وَلَا تَحْسَبَنَّ الَّذِيْنَ قُتِلُوْا فِيْ سَبِيْلِ اللّٰهِ اَمْوَاتًا ۭ بَلْ اَحْيَاۗءٌ عِنْدَ رَبِّھِمْ يُرْزَقُوْنَ  (ال عمران: ۱۶۹).

ژباړه: او هغه کسان چې د الله په لاره کې وژل شوي دي مړه مه ګڼئ بلکې (هغوی) د خپل پالونکي په وړاندې ژوندي دي، روزي ورکول کيږي.

څرنګه چې د محرم میاشت ده او دا د اسلامي تاریخ لومړنۍ میاشت ده، په دې میاشت کې زموږ په هيواد کې بېلابېل چوکونه په تورو ټوکرونو پوښل کيږي، د تعزیې او ماتم مجلسونه جوړيږي او سبيلونه لګول کيږي چې پکې خوراک او څښاک ويشل کيږي او د دغو ټولو کړنو لپاره بنسټ او بنیاد د حسین رضي الله عنه د شهادت کيسه ګڼل کيږي، حال دا چې دغه کړه وړه هغه نه دي چې د حسین رضي الله عنه د قربانۍ او شهادت هدف او موخه وي بلکې که هغو موخو او اهدافو ته ځير شو چې له امله يې حسين رضي الله خپل ځان، مال او کورنۍ قربان کړه؛ نو دغه ټول کړه وړه به راته عبث او خرافات ښکاره شي.

اړينه ده چې لومړی د حسین رضي الله عنه د شهادت لنډه کيسه بیان کړو او بیا هغه اهداف او موخې بیان کړو چې له امله يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم لمسي دومره ستره قرباني ورکړه او په پای کې به د هغو درسونه او سبقونو يادونه وکړو چې په دې کيسه کې دي:

د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات وروسته د مسلمانانو ترمنځ فتنې را څرګندې شوې، ځينې ټبرونه له اسلامه واوښتل او ځينې نورو بیا د اسلام له ځينو احکاماتو څخه نټه وکړه خو ابوبکر صديق رضي الله عنه په خورا زيرکتوب، قوت فکر، ځانګړي حکمت او پوهې له دغو ټولو فتنو سره مبارزه وکړه او مسلمانانو ته يې هغه ستر يووالی چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کې و، را وګرځاوه، ورپسې د عمر رضي الله عنه د خلافت زمانه د اسلام د خپرېدو، فتوحاتو او په هر ډګر کې د مسلمانانو د پرمختګ دور و بیا د عثمان رضي الله عنه د خلافت دوره وه چې پکې د مسلمانانو يووالی، عزت، پت خوندي او مسلمانانو په سوله، ثبات او امن کې ژوند کاوه، خو د نوموړي له شهادت وروسته د فتنو دروازه پرانيستل شوه، د مسلمانانو ترمنځ تورې وچلېدلې، وينې تویې شوې او مسلمانان سره ووېشل شول.

تر دې چې د خلافت واګې معاويه رضي الله عنه ته ورسېدې د هغه د خلافت په وخت کې د خلافت هغه خوند او مزه نه وه چې د خلفاء راشيدینو په دور کې وه، معاويه رضي الله عنه ته مشوره ورکړل شوه چې د فتنې زمانه ده هسې نه چې له تا وروسته د خلافت په سر د مسلمانانو ترمنځ تورې وچليږي او وينه وبهيږي، نوموړی په همدې فکر کې وچې له کوفې څخه څلويښت کسيزه پلاوی په خپله راغی يا چا را واستاوه او معاويه رضي الله عنه ته يې وويل: له تا وروسته ستا زوی ” يزيد” د خلافت وړ تن دی، دغه خبره معاويه رضي الله عنه له خپلو مشیرانو سره شريکه کړه خو چا يې په حق کې او چا يې پرخلاف مشوره ورکړه؛ چې په پايله کې يزيد د معاويه رضي الله عنه خليفه او ځای ناستی وټاکل شو.

د حجاز د خلکو سترګې پر حسین رضی الله عنه وې خو هغوی د مشرانو صحابه وو لکه عبد الله بن عباس، عبد الله بن زبیر د پرېکړې په انتظار وو.

په عراق او شام کې له یزید سره د بيعت ترسره کېدو خبره مشهوره شوه چې ورسره ځينې هغو مسلمانانو هم له یزيد سره بیعت وکړ چې زړه نازړه ول.

معاويه رضي الله عنه ته د يزيد د کړو وړو په اړه معلومات نه و او يا هغه فسق او فجورو ته د پلار له مړينې وروسته مخه کړې وه، بهر حال د هجرت په  ۶۰ کال معاويه رضی الله عنه له دنيا څخه سترګې پټې کړې او یزيد خليفه شو، یزید ټولو واليانو ته پيغام واستاوه چې د ده د خلافت په اړه له خلکو بيعت واخلي، د مدينې والي وليد بن عقبه و، نوموړي ته هم دغه ليک راغی خو مشران صحابه چې په مدينه کې استوګن وو له دې خبرې سره موافق نه وو او هغوی ټول له مدينې څخه مکې ته کډه شول.

له کوفې څخه حسین رضي الله عنه ته ليکونه

هاخوا له کوفې څخه حسين رضي الله عنه ته څه لپاسه دوه نیم سوه ليکونه واستول شول چې پکې له نوموړي څخه غوښتنه شوې وه چې کوفې ته راشي او د کوفې ټول اوسېدونکي ورسره بیعت کوي او په ځان او مال يې مرستې ته چمتو دي؛ حسين رضي الله عنه د خبرې د کره والي او پخلي په موخه خپل د تره زوی مسلم بن عقيل رضی الله عنه کوفې ته واستاوه.

مسلم بن عقيل په کوفه کې

مسلم بن عقيل کوفې ته له رسېدو وروسته د مختار بن عبيد په کور کې دېره شو، له خلکو سره يې ليدل او د حسين رضي الله عنه لپاره يې له خلکو بيعت اخيسته، نژدې اتلس زره مسلمانانو د ده پرلاس له حسین رضي الله عنه سره بيعت وکړ، او نوموړي دا وانګېرله چې د کوفې ټول استوګن له حسین رضی الله عنه سره دي او حسین رضی الله عنه که کوفې ته راشي؛ ټول عراقيان به ورسره بيعت وکړي؛ نو نوموړي حسین رضی الله عنه ته ليک واستاوه او په ترڅ کې يې د کوفې له حالاتو خبر کړ.

دغه مهال د کوفې والي نعمان بن بشير رضی الله عنه و، نوموړي دا حالات کتل او يوازې د خلکو په رټلو يې بسنه وکړه، نور يې څه و نه ويل، خو په کوفه کې مسلم بن یزید حضرمي او عماره بن وليد بن عقبه یزيد ته خبر ورکړ چې د کوفې والي د مسلم بن عقيل د کړووړو پرخلاف يا په لوی لاس څه نه وايي او يا هم کمزوری دی څه ویلی نه شي.

عبید الله بن زياد د کوفې د والي په توګه

له ليک ترلاسه کولو وروسته سملاسي يزيد نعمان بن بشير رضی الله عنه له دندې ګوښه کړ او پرځای يې عبید الله بن زياد د کوفې والي وټاکه او نوموړی د شپې مهال له بصرې څخه کوفې ته د والي په توګه راغی، د کوفې استوګن د حسين رضی الله عنه د راتګ په انتظار وو چې کله ابن زياد کفې ته را ننوت؛ نو خلکو دا فکر کاوه چې حسین رضي الله عنه له خپلو ملګرو سره راغی او په دې تورو يې: مرحبا  بک يابن رسول الله، تود هرکلی وکړ تردې چې ابن زياد د ولایت ودانۍ ته ننووت.

ابن زیاد د کوفې ټول حالت په خپله وڅاره، سهار يې خطبه ورکړه او خلک يې د یزيد بيعت ته راوبلل او له هرډول مخالفته او د مسلم بن عقيل له دوستي څخه يې ووېرول او د مسلم بن عقيل په ډله کې يې د درز اچولو هڅې پيل کړې.

مسلم بن عقيل د هاني بن عروه په کور کې

مسلم بن عقيل خپل استوګنځی بدل کړ او د مختار له کور څخه د هاني بن عروه کور ته راغی، په همدې کور کې له نوموړي سره د کوفې نژدې ټول شيعه مشران وو چې عبید الله بن زياد د محمد بن اشعث تر مشرۍ لاندې پوځ ور واستاوه، د هاني کور يې محاصره کړ او ټول مشران يې له ځان سره بنديان یووړل.

مسلم بن عقيل چې خبر شو خپل پلويان يې راټول کړ چې په پیل کې څلور زره وو او بيا زياتېدل تردې چې لارې کوڅې او جوماتونه ترې ډک شول او د ولایت ودانۍ يې محاصره کړه، والي عبید الله بن زياد چې کله شور واورېده؛ نو هغه بندي شيعه مشران يې د ودانۍ بام ته واستول څو خپل پلويان د مسلم بن عقيل له ملګرتيا څخه لیري کړي او د ولايت د ودانۍ محاصره ماته شي.

نوموړو خپلو کليوال، پلويانو، حليفانو د مسلم بن عقيل له ملګرتيا څخه ليرې کړل او له راغونډ شويو ټولو خلکو څخه يوازې ۳۰ کسان  له مسلم بن عقيل سره پاتې شول چې هغوی هم ترې يو په بل پسې ولاړل او مسلم بن عقيل يوازې پاتې شو.

نوموړی د کوفې په کڅو کې يوازې ګرځېدی چې سختې تندې د يوې بوډۍ “طوعه” کور ته راووست، له نوموړې يې د اوبو غوښتنه وکړه او د اوبو تر څښلو وروسته په دروازه کې ناست و، بوډۍ ورته وويل: اوبه دې وڅښلې نور نو خپل کورته زه. نوموړي وويل: زه دلته نه کور لرم او نه هم کلی او کليوال.

له دې سره بوډۍ ورته په خپل کور کې پناه ورکړه، هلته د کوفې والي عبید الله بن زياد خلک را وغوښتل او ورته يې وويل: هغه څه چې مسلم بن عقيل وکړل، تاسې وليدل، نور نو موږ له هغه چا څخه بري او بېزاره يو چې په کور کې يې ساتلی وي او د پوليسو مشر حصین بن نمیر ته يې دنده وسپارله چې د ښار دروازې وتړي او کور په کور تلاشي پيل کړي.

د بوډۍ ښځې زوی چې کله دا خبره واورېده؛ ووېرېده او د محمد بن اشعث زوی ته يې خبر ورکړ، هغه خپل پلار ته وويل او بیا عبید الله بن يزید اويا کسيزه ډلګۍ د مسلم بن عقيل د بندي کولو په موخه را واستوله چې مشري يې محمد بن اشعث او عمرو بن حریث کوله.

مسلم بن عقيل ورسره په يوازې ځان مقابله وکړه او د هغوی هر جنګي تکتيک يې شنډ کړ، په پای کې نوموړی زخمي شو او محمد بن اشعث ورته وويل چې زه امان درکوم.

مسلم بن عقيل بندي شو

له دې سره مسلم بن عقيل بندي شو له بنديتوب څخه مخکې ترې وسله واخيستل شوه او نوموړی پوه شو چې د محمد بن اشعث امان څه ګټه نه ور رسوي.

محمد بن اشعث مسلم بن عقيل د والي ماڼۍ ته ورساوه او ورته يې وويل چې ما امان ورکړی دی، والي پرې په غوسه شو او ورته يې وويل چې ما خو درته د نيولو امر کړی و له دې سره محمد ابن اشعث غلی شو او والي د مسلم بن عقيل د وژنې امر وکړ او نوموړی په شهادت ورسول شو او هاني بن عروه چې مسلم بن عقيل يې په کور کې اوسېدی په دار وزړول شو.

د مسلم بن عقيل وصیت

له شهادت نه مخکې نوموړي عمر بن سعد ته وويل چې زما او ستا خپلوي ده او د هغې خپلوي پرمټ زما دوه وصيتونه پوره کړه، لومړی دا چې په کوفه کې ما له فلانکي څخه اووه سوه درهمه پور کړي دي، هغه ادا کړه او دويم دا چې حسین رضي الله عنه ته يو تن واستاوه څو کوفې ته را نشي.

د حسین رضي الله عنه کوفې ته راتګ

حسین رضی الله عنه ته د کوفې د خلکو څه لپاسه دوه نیم سوه ليکونه، بېلابېل وفدونه راغلي وو او بیا د مسلم بن عقيل رضی الله عنه ليک هم ورته راغلی و چې په کې د اتلس زرو کسانو د بيعت خبره وه، له دې سره نوموړي کوفې ته د تګ هوډ وکړ خو له عبد الله بن زبیر رضی الله عنه پرته نورو مشرانو صحابه وو ورته د ورتګ مشوره ور نه کړه او ورته يې وويل چې د عراقیانو او کوفيانو په ژمنو باور مه کوه، همداسې ژمنې يې ستا له پلار سره کړې وې، له دې سره يې هغه شهيد کړ او ستا ورو حسن هم همدوی شهيد کړ، خو نوموړی له خپلې ارادې لاس په سر نشو.

حسین رضی الله عنه ته د عبد الله بن عباس رضي الله عنه مشوره

کله چې دا خبره خپره شوه چې حسین رضی الله عنه کوفې ته ځي، عبد الله بن عباس رضي الله عنه ورته راغی او ورته يې وويل: د الله لپاره له خپلې ارادې لاس په سر شه، د کوفې خلک په داسې حال کې تا غواړي چې امیر او والي لري، له والي اغېزمن او متاثره دي، دغه راز خپل حکومت ته ماليه ورکوي؛ نو هغوی يوازې تا جنګ ته غواړي او زه وېرېږم چې ټګي به درسره وکړي او يوازې به دې پرېږدي.

په ځواب کې حسین رضي الله عنه وويل: ښه، استخاره کوم او الله ته دعا کوم.

حسین رضي الله عنه ته دعبد الله بن عباس رضي الله عنه بیا ورتګ

عبد الله بن عباس رضي الله عنه بیا حسین رضي الله عنه ته ولاړ او ورته يې وويل چې زه صبر نشم کولای چې ته ولاړ شې، په مکه کې پاتې شه، که د کوفيانو لیک درشي، ورته ووايه چې لومړی مو خپل امیران او واليان وشړئ بیا به زه درشم، يا یمن ته ولاړ شه او له هغه ځایه د حق لپاره کار وکړه ځکه چې یمن کې ستا د پلار پيروان زیات دي او دغه راز پراخه سيمه او سخت غرونه او کلاوې لري او که په خپله اراده ټينګ ولاړ يې نو بیا يوازې ولاړ شه، کورنۍ له ځان سره مه بيایه، خو حسین رضی الله عنه ورته وويل چې زه پوهيږم ته لوروونکی، نصیحت کوونکی يې خو زړه مې نه غواړي چې له خپلې ارادې را وګرځم.

د حسین رضي الله عنه د تره د زوی عبد الله بن جعفر لیک

عبد الله بن جعفر رضی الله عنه ورته له مدينې څخه ليک واستاوه چې زما د ليک ترلاسه کولو سره د کوفې له سفر څخه را وګرځه او په همدې موخه ورته عبد الله بن جعفر او یحیی بن سعید راغلل، دغه راز عبد الله بن جعفر رضی الله عنه د مدينې د والي لخوا هم يو ليک ور واستاوه چې له خپلې ارادې لاس په سر شي خو نوموړي کلکه اراده کړې وه.

حسین رضي الله عنه د ديني اړتيا په موخه خپل سفر ته لومړيتوب ورکړ او د هغو ټولو ننګونو او ستونزد د ګاللو عزم يې وکړ چې په دې لاره کې يې شتون درلود څو مسلمانان د یزید له مصيبت څخه خلاص شي او هغه د خلافت نظام بیا راستون شي چې د خلفاء راشیدونو په زمانه کې و.

حسین رضی الله عنه په صفاح نومې سيمه کې

کله چې صفاح نومي سيمې ته ورسېدی، فرزدق نومي شاعر سره يې وليدل چې له کوفې څخه را روان و، ورته يې وويل چې د کوفې د خلکو حالت څنګه و؟ هغه ځواب ورکړ چې زړونه يې له تاسره دي خو تورې يې ستا پرخلاف دي.

حسین رضی الله عنه په حاجر نومي سیمه کې

کله چې حسین رضی الله عنه حاجر نومي سيمې ته ورسېد؛ نو قیس بن مسربد ته يې ليک ورکړ چې کوفيانو ته يې یوسي په ترڅ کې يې له هغوی څخه د هغه څه غوښتنه کړې وه چې له امله يې ده ته کوفې ته د راتګ بلنه ورکړې وه.

خو ابن زياد ته معلومه شوې وه چې حسین رضی الله عنه را روان دی او نوموړي حصین بن نمیر ته دنده ورکړې وه ه چې ښار ته هر راتلونکی تن تلاشي او وڅارل شي، قیس بن مسربد د حصین بن نمیر کسانو ونيوه او ابن زياد ته يې راووست، ابن زياد قيس ته وويل چې دمانۍ سر ته وخيژي او حسین رضي الله عنه ته ښکنځلې وکړي؛ نو موړی چې وخوت دالله ثنا ستاينه يې بیان کړه، بيا يې وويل: حسین د علي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لور فاطمې زوی چې له هغه غوره تن د ځمکې پرمخ نشته حاجر نومي سيمې ته را رسېدلی دی زه ده هغه استازی يم او تاسې يې هرکلی وکړئ.

ابن زیاد د نوموړي جرات ته حیران شو او له ماڼۍ څخه يې د غورځولو امر وکړ او دی هم په شهادت ورسول شو.

حسین رضی الله عنه په ثعلبيه نومي سیمه کې

کله چې حسین رضی الله عنه ثعلبیه نومي سيمې ته را ورسېد؛ نو ورته د مسلم بن عقيل رضی الله عنه او قیس بن مسربد د شهادت خبر راورسېد؛ ملګرو يې ورته وويل: له همدې ځایه ستون شه، هغه خلک چې تاته يې ليکونه در استولي دي، هغه ستا مخالف شوي او قوي امکان لري چې همدا خلک به له تاسره مقابله وکړي.

له دې سره حسین رضی الله عنه غوښتل چې ستون شي خو د عقيل کورنۍ او خپلوانو وويل: موږ د مسلم بن عقيل بدله اخلو يا هغه غوندې خپل ځانونه قربانوو، له دې سره حسین رضی الله عنه وويل چې له هغه وروسته په ژوند کې خير نشته.

حسین رضی الله عنه په زیاله نومي سیمه کې

په زياله کې حسین رضی الله ته خبر را ورسېد چې د ده رضاعي ورور عبد الله بن لقیط هم په شهادت رسول شوی دی؛ نو خپلو ملګرو ته يې وويل: د کوفې خلکو موږ ته دوکه راکړه او زموږ پیروان له موږ څخه اوښتي دي؛ څوک چې  ستنېدل غواړي، ستون دې شي زه د چا مسؤليت پرغاړه نشم اخيستی.

د ماسپښين مهال حر بن یزيد له زر کسيزه لښکر سره د حسین رضي الله عنه د قافلې مخې ته راغی، ورته ويل شوي و چې تر هغه حسین رضي الله عنه پرې نه ږدي څو يې د کوفې حاکم ابن زياد ته و نه رسوي، دغه لښکر په دوی پسې شو خو جنګ يې ورسره و نه کړ تردې چې حر بن يزيد حسین رضی الله عنه ته وويل چې لاره بدله کړي او له مدينې او کوفې پرته بلې خوا ته لاړ شي او په دې اړه به زه ابن زیاد ته خط واستوم.

حسین رضی الله عنه په کربلا کې

حسین رضی الله عنه کوفې ته تللې لاره پرېښوده او په بلې لاره روان شو چې مخکې لاړ پوښتنه يې وکړه چې دا کومه سيمه ده، وویل شول: کربلا، ويې ويل: هذا موضع کرب وبلاء، ژباړه: دا د سختۍ او ازمائښت ځای دی، او بيا يې ملګرو ته وويل چې اوبه زېرمه کړي.

عمر بن سعد له څلور زره کسيزه لښکر سره

ابن زیاد عمر بن سعد مجبوره کړ چې د حسین رضی الله عنه مقابلې ته ولاړ شي کله چې راغی ترې پوښتنه يې وکړه چې ولې راغلی يې؟ هغه وويل چې زه د کوفې خلکو غوښتی وم، خو که د هغوی رای بدله شوي وي؛ نو زه چمتو يم چې بېرته ولاړ شم.

د دغې خبرې په اورېدو عمر بن سعد خوشاله شو او فکر يې وکړ چې دا ستر مصيبت يې له سره پرېووت او سملاسي يې په اړه ابن زیاد ته ليک واستاوه، هغه ځواب ورکړ: حسین رضی الله عنه يوازې د یزید بیعت ته مجبور کړئ، سيمه پرې تنګه او اوبه پرې بندې کړئ هغوی همداسې وکړل خو د حسین رضی الله عنه ملګرو په زوره له فراته شل ژيه اوبه راوړې.

د حسین رضی الله عنه او عمر بن سعد خبرې

له دې سره حسین رضی الله عنه عمر بن سعد ته وويل چې نن شپه به خبرې کوو، هغه بلنه و منله، په خبرو کې حسین رضی الله عنه وويل چې ماته د دريو خبرو څخه د يوې اختیار راکړئ:

۱: پرې مې ږدئ له کوم ځايه چې راغلی يم، بېرته هلته ستون شم.

۲: یزید ته ځم او ورسره په خپله خبرې کوم.

۳: لاره راکړئ چې د دار الاسلام له سرحداتو څخه یو سرحد ته ولاړ شم او هماغه خلکو غوندې ژوند تېر کړم.

عمر بن سعد په دې اړه ابن زیاد ته ليک واستاوه، هغه وويل: عمر بن سعد داسې تن دی چې هم ستونزه حلوي او هم د خپل قوم عافيت غواړي، خو شمر ذي الجوشن وويل: که حسین ته مهلت ورکړل شي، هغه به ځواک ترلاسه کړي او بیا به ستا مقابلې ته راشي چې هغه مهال به يې د مقابلې وس نه لرې، او دا ماته د عمر بن سعد چل ول ښکاري ځکه چې اورېدلي مې دي هغوی په شپه کې له يوه او بل سره خبرې کوي.

ابن زياد د نوموړي مشوره خوښه کړه او عمر بن سعد ته يې ليک د همده په لاس واستاوه چې پکې يې ليکلي وه:

ما د دې لپاره نه يې استولی چې له جنګه ځان وساتې یا د هغوی سپارښتنه راته وکړې، که حسین رضی الله عنه غواړي چې ماته راشي؛ نو ما ته يې روغ رمټ راوله، کنه جنګ ورسره وکړه، ويې وژنه، مثله يې کړه او جسد يې د اسانو ترپښو لاندې واچاوه، که داسې وکړې، انعام به درکړو، کنه له خپلې دندې ګوښه شه او چارې شمر ته وسپاره.

شمر د محرم په نهمه ورسېدی او ليک يې عمر بن سعد ته ورکړ، عمر پوه شو چې د همده ټګي برګي ده، له دې سره شمر له لښکر سره مقابلې ته راغی د حسین رضی الله عنه ورور عباس ورغی او خبر يې حسین رضی الله عنه ته ورکړ، حسین رضی الله عنه دغه شپه مهلت وغوښت، شپه يې په دعا، استغفار او تهجدو تېره کړه.

سبا عمر بن سعد خپل لښکر په څلورو برخو ووېشه او له څلور غاړو پرې راچاپېر شول، حر بن يزيدله خپل ورور، زوی او مريي سره د حسین رضی الله عنه خواته راغلل او ويې ويل چې زما غفلت او بې پروايۍ خبره دې ځای ته را ورسوله؛ نو زما توبه يوازې دا ده چې ستا لخوا وجنګيږم څو شهید شم.

د حسین رضی الله عنه خطبه

حسین رضی الله عنه وروستۍ خطبه ورکړه او هغوی يې له جنګه ووېرول بیا د کوفې د هر مشر نوم يې واخيست چې تاسې ما ته لیکونه استولي وو خو هغوی ټولو له ليکونو انکار وکړ.

سخت جنګ

له دې وروسته زهیر بن القین رضی الله عنه هغوی د رسول الله صلی الله د لمسي د وينې له تويونې څخه ووېرول، بیا حر بن یزيد ولاړ او ورته يې وويل: ای بدمرغو! د هغه فرات اوبه چې سپیان او انسانان يې څښي، مسلمانان، مجوسیان او عیسايان يې څښي خو تاسې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په کورنۍ بندې کړي دي.

د جنګ پیل

کله چې خبرې اوږدې شوې بدمرغه شمر پر حر بن یزيد غشی وويشت او جنګ ونښت، بدمرغه شمر له څلورو خواوو د حسین رضی الله عنه پر ملګرو حمله وکړه، د جنګ په میدان کې حسین رضی الله عنه د ماسپښین لمونځ ترسره کړ تردې چې د حسین رضی الله عنه ټول ملګري په شهادت ورسول شول او يوازې حسین رضی الله عنه پاتې شو، هر تن له دې وېرېده چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په لمسي وار وکړي خو د کندې قبېلې بدمرغه مالک بن نسیر يې پرمخ وار وکړ او نوموړی يې زخمي کړ، له زخمي کېدو وروسته نوموړی ډېر تږی و او غوښتل يې چې له فراته اوبه وڅښي خو بدبخته حصین بن نمیر په غشي وويشت او اوبو ته يې پرې نه ښود.

له زخمي کېدو وروسته يې خپل زوی عبدالله په غېږ کې کښيناوه خو يوه بدبخته په غشي وويشت او هغه معصوم ماشوم يې شهید کړ، حسین رضی الله عنه يې وينه په ځمکه خوره کړه او دعا يې وکړه چې ای الله له دغو ظالمانو بدله واخله.

له دې وروسته شمر لس کسانو سره راغی او ورته يې وويل چې په يو وار پرې حمله وکړئ ځکه چې په يوازې توګه پرې چا وار نه کاوه او د ځمکې پرمخ ترټولو دغه غوره شخصيت يې په شهادت ورساوه، د نوموړي په جسم ۳۳ د غشو او ۳۴ د تورو زخمونه وو، انا لله وانا الیه راجعون.

يوازې په شهادت يې بسنه ونه کړه بلکې شمر خولي بن یزید ته امر وکړ چې سر يې پرې کړي خو هغه په رپېدو شو بیا سنان بن انس دغه کار وکړ، دغه راز د نوموړي جسد يې هم د اسانو تر پښو لاندې واچاوه او بیا بشر بن مالک او خولي بن یزید د حسین رضی الله عنه سر ابن زیاد ته او هغه بیا یزید ته واستاوه.

په دې جنګ کې د حسین رضی الله عنه دوه اويا ملګري شهيدان او د ابن زیاد د لښکر اته اتيا کسان ووژل شول.

د حسین رضی الله عنه شهادت لمانځل

موږ د شهيدانو امت يو چې هر وخت په هر ځای کې مو د اسلام لپاره د ځان او مال قرباني ورکړې ده او ورکوو يې، د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ژوند کې هم ګڼ شمېر صحابه شهيدان شول، د رسول الله صلی الله علیه وسلم تره حمزه رضی الله عنه خو په خورا بې رحمۍ او بې دردۍ شهيد کړل شو، ينه (جګر) يې خام وچوبل شو، مثله شو، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته د شهیدانو د سردار، لقب ورکړ خو رسول الله صلی الله علیه وسلم يې د شهادت ورځ ونه لمانځله او نه هم کومه ورځ يې د شهيدانو په نوم ونوموله، چې دا په ګوته کوي چې په رواجي توګه د شهیدانو د ورځې لمانځل په شريعت کې ځای نه لري.

د شهادت حقيقي لمانځل

البته شريعت د شهيدانو د شهادت حقيقي لمانځنه کوي چې له همدې امله شهيد ته سترې مرتبې ورکړل شوي دي، د شهيد په اړه په قران کې بېلابيل ايتونه راغلي دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم د شهادت د مرګ هيله کړې ده، وايي: لَوَدِدْتُ أَنْ أُقَاتِلَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَأُقْتَلَ ثُمَّ أُحْيَا ثُمَّ أُقْتَلَ ثُمَّ أُحْيَا ثُمَّ أُقْتَلَ ثُمَّ أُحْيَا ثُمَّ أُقْتَلَ.

ژباړه: خوښوم چې د الله په لاره کې وجنګېږم او ووژل شم بیا ژوندی کړی شم بیا ووژل شم بیا ژوندی کړی شم او ووژل شم بیا ژوندی کړی شم او ووژل شم.

او حقيقي لمانځنه دې ته وايي چې هغه څه ته ځير شو چې شهيد ورباندې خپله وينه ورکړې ده او د هغه لپاره هماغسې کوښښ وکړو څرنګه چې شهيدانو کړی و، نه دا چې ځانونه په چړو ووهو، تور کالي واغوندو، سبيلونه ولګوو، او د ماتم او تعزیې محفلونو او غونډې جوړې کړو.

که د حسین رضی الله عنه په شهادت فکر وکړو؛ نو د هغه د شهادت حقيقي لمانځنه دا ده چې د هغه څه لپاره موږ هلې ځلې، کوښښ او زيار وباسو چې له امله يې هغه خپل ځان، مال او کورنۍ قربان کړل، او هغه څه په لاندې ډول دي:

د حسین رضی الله عنه د شهادت موخې

۱: د اسلام رښتينۍ عدل او انصاف قائمول، څرنګه چې یزيد فاسق او بې لارې و، نو طبعي خبره ده چې کله مشر داسې تن وي، هغه ملت ته عدل او انصاف نه شي راوستلی؛ نو د دې لپاره چې د اسلام عدل او انصاف بېرته خلکو ته را وګرځي، قرباني ته اړتيا وه، هماغه و چې حسین رضی الله عنه قرباني ته چمتو شو، موږ هم د اسلام عدل او انصاف ته اړتيا لرو چې په سيوري کې يې ژوند وکړو؛ نو دا هم همداسې قربانۍ ته ضرورت لري؛ نو که موږ هم د حسین رضی الله عنه په څېر قرباني ورکړه، په رښتيا چې د حسین رضی الله عنه شهادت مو لمانځلی دی.

۲: د الله رب العزت د کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو تطبيق او تنفيذ، کله چې یزيد خليفه وټاکل شو حسین رضی الله عنه او نورو صحابه وو معاویه رضی الله عنه ته دا مشوره ورکړه چې خليفه دې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په طريقه وټاکل شي یعنې د مسلمانانو د حل او عقد څښتنان دې خليفه وټاکي يا دې د ابوبکر رضی الله عنه په څېر داسې يو تن وټاکل شي چې مسلمانان پرې يوه خوله شي او هغه تن د خليفتوب وړتيا ولري، او يا دې د خليفه ټاکنې واک د مسلمانانو يوې شورا ته ورکړل شي څرنګه چې عمر رضی الله عنه کړي و، بیا کله چې په دغه مشوره عمل و نه شو؛ نو حسین رضی الله عنه دغه ستره قرباني ورکړه، موږ ته هم پکار دي چې د قران د تنفيذ او د رسول الله صلی الله د سنتونو د تطبيق لپاره همدومره ستره قرباني ورکړو.

۳: اسلام کې مطلق ملوکیت او امريت ځای نه لري، خلافت نسلي مسئله نه ده چې له پلار څخه دې زوی ته او زوی څخه دې لمسي ته ځي که داسې وای نو له رسول الله صلی الله علیه وسلم وروسته به خليفه حسن رضی الله عنه و، ابوبکر به نه وه او له ابوبکر وروسته به عبد الله بن ابي بکر و، عمر رضی الله عنه به نه و، له عمر رضی الله عنه وروسته به عبد الله بن عمر و، عثمان رضی الله عنه به نه و، له همدې امله حسین رضی الله عنه جهاد پیل کړ او د حق خبره يې پورته کړه؛ نو څرنګه چې ملوکيت او امريت په اسلام کې ځای نه لري، دغه راز پر موږ تپل شوې ديموکراسي هم په اسلام کې ځای نه لري؛ نو څوک چې ديموکراسي سره په څنګ کې ولاړ وي او د حسین رضی الله عنه شهادت لمانځي، هغه يوازې ځان غولوي او دوه متضاد عملونه کوي، ورته پکار ده چې د حسین رضی الله عنه شهادت و نه لمانځي ځکه چې حسین رضی الله عنه له داسې نظامونو سره جهاد کړی او ته يې په څنګ کې ولاړ يې.

۴: د حق لپاره په هر حالت کې مبارزه کول، حسین رضی الله عنه په ډېر سخت حالت کې وه خو بیا هم باطل ته تسليم نه شو بلکې د حق لپاره يې مبارزه وکړه؛ نو زموږ هم دنده ده چې له باطل سره جهاد وکړو څو حق برلاسی شي.

د حسین رضی الله عنه د شهادت په کیسه کې شته درسونه

۱: طاغوتي قوتونو ته نه تسليمېدل او نه ترې مرعوبېدل، دحسین رضی الله عنه کيسه موږ ته دا درس راکوي چې د تل لپاره بايد باطل او طاغوتي قوتونو ته تسليم نه شو که څه هم باطل دبدبه ولري، ډېرې سيمې يې تر ولکې لاندې وي، پرمختللې ټيکنالوجي، پياوړی اقتصاد ولري، د يزيد تر ولکې لاندې، عراق، شام، مدينه او مکه وه، دغه راز زيات پوځ او جنګيالي يې درلودل، اقتصاد يې په لاس کې وه خو له دې سره سره حسين رضی الله عنه ورسره مبارزه وکړه او د دښمن له ځواک او واک څخه مرعوبه نه شو.

۲: ظالم ته الله جل جلاله مهلت ورکوي، ظالم دې په خپل ظلم او هغه څه چې الله ورکړي دي، نه غره کيږي بلکې الله جل جلاله ورته استدراجا مهلت ورکوي خو کله چې يې نيسي بیا يې ترې څوک نه شي خلاصولی، یزید ته هم الله مهلت ورکړ او د حسین رضی الله عنه له شهادت دوه کاله او اته میاشتې یا درې کاله او اته میاشتې وروسته يې الله جل جلاله د پاچايي تخت را نسکور کړ.

۳: ظالم ته الله جل جلاله د ظلم سزا په دنيا او اخرت دواړو کې ورکوي، ظلم داسې ګناه ده چې الله جل جلاله يې په دنيا کې هم سزا ورکوي د حسین رضی الله عنه قاتلانو ته الله جل جلاله په دنيا کې د خپل ظلم سزا ورکړه، د ځینو سترګې ړندې شوې، د چا خوله توره شوه او مړ شو، څوک په تېښته له تندې مړ شو، څوک ووژل شو او سپيانو وخوړ، دغه راز کله چې مختار د کوفې والي شو؛ نو هغه په کوفه کې د حسین رضی الله عنه ټول قاتلان معلوم کړل او په يوه ورځ يې دوه سوه اته څلويښت قاتلان ووژل.

۴: کېدای شي کله ناکله د حق ټول پلویان له منځه ولاړ شي، لکه څرنګه چې د حسین رضی الله عنه ټول ملګري له منځه ولاړل خو د دې معنا دا نه ده چې حق ماتې وخوړه بلکې د لنډې مودې لپاره باطل په خپله دبدبه حق پټولی شي خو د تل لپاره يې له منځه نشي وړی.

۵: د قربانيو پايله کله ناکله ځنډيږي، دا کيسه موږ ته د دې درس راکوي چې کله ناکله موږ قرباني ورکوو خو نتيجه يې نه وينو، د دې معنا دا نه ده چې زموږ قرباني نه ده قبوله شوې يا مو قرباني سمه نه ده، کېدای شي د قرباني پایله زموږ له مرګ وروسته څرګنده شي يا ترې زموږ راتلونکي نسلونه برخمن شي.

۶: په هر حالت کې باید الله ته ور وګرځو او له هغه مرسته وغواړو او پر هغه بروسه وکړو، کله چې حسین رضی الله عنه محاصره شو؛ نو یو شپه مهلت يې وغوښت او په کې الله ته وګرځېدی، بخښنه يې وغوښته، دعا يې وکړه او د الله عبادت يې وکړ.

۷: د لمانځه اهميت، دا کيسه موږ ته د لمانځه اهميت په ډاګه کوي، دجنګ ميدان دی، غشي اوريږي، تورې چليږي له دوه دريو ملګرو پرته د حسین رضی الله عنه ټول ملګري شهيدان شول خو کله چې د ماسپښين وخت راغی دی، حسین رضی الله عنه غږ کوي چې د لمانځه مهلت راکړئ او لمونځ کوي.

که موږ د حسین رضی الله عنه له کيسې څخه ترلاسه شوي درسونه واخلو او پرې عمل وکړو او هغو موخو او اهدافو ته کار وکړو چې له امله يې حسین رضی الله عنه دومره ستره قرباني ورکړې ده؛ نو ان شاء الله موږ به د حسین رضی الله عنه حقيقي شهادت لمانځلی وي.

الله جل جلاله دې موږ ټول په حقيقت پوه او د شهادت لمانځنې رښتينې لاره دې را وښيي

وما توفيقي الا بالله علیه توکلت والیه انیب

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*