وروستي:

په چکي ژبه د شیطاني آیات د ژباړل کیدو په اړه د سعودي عربستان سخت غبرګون

سعودي عربستان په چکي ژبه د « ایات شیطاني » په نامه د کتاب د ژباړولو کیدو په اړه سخت غبرګون څرګند کړ.

د سعودي عربستان دولت په چکي ژبه د دې کتاب د ژباړل کیدو په اړه د سخت غبرګون په ترڅ کې تیره ورځ د چک جمهوریت سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.
د رویټرز د خبر له مخې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په چکي ژبه د « ایات شیطاني » کتاب د ژباړل کیدو په اړه سخت غبرګون څرګند کړ او د چک د سفیر نه يي هر څه ژر د نوموړي کتاب د خپریدو د مخنیوي غوښتنه وکړه.
د یادولو وړ ده چې « ایات شیطاني » په نامه کتاب ۲۷ کاله د مخه د سلمان رشدي لخوا ولیکل شو چې په اسلامي نړۍ کې سخت غبرګونونه وپارول. پدې کتاب کې مسلمانانو او د اسلام مبارک دین ته سپکاوی شوی دی .
همداشان د سلمان رشدي دا شیطاني کتاب د لومړي ځل لپاره په ۱۹۸۸ کال کې په انګلستان کې خپور شو چې د مسلمانانو سخت غبرګونونه يي وپارول.
د کتاب د خپریدو نه یو کال وروسته د ایران مذهبي مشر آیت الله خمیني د سلمان رشدي د وژلو فتوا صادراه کړه.
سلمان رشدي د خمیني لخوا د هغه د وژلو د فتوا د صادریدو نه وروسته ۹ کله د کلکو امنیتي تدابیر لاندې ژوند وکړ.
د ویلو ده چې د سلمان رشدي دا شیطاني کتاب د یو تن جاپاني لخوا په جاپاني ژبه د ژباړل کیدو نه وروسته ژباړن په ۱۹۹۱ کال کې ووژل شو.
همداشان یو زیات شمیر هغه کسان چې ددې کتاب په ژباړه او نشر کې مسقیم رول درلود د سختو غبرګونو نه وروسته د بریدونو لاندې راغلل.
ویل کیږي تر اوسه پورې نه هم د چک جمهوریت او نه هم په چکي ژبه د دې کتاب چاپدونکي مطبعې کوم عکس العمل ندی ښودلی . د بله پلوه د کتاب ژباړل د امنیتي تدابیر په خاطر خپل نوم ندی افشا کړی .

سرچينه: TRT