وروستي:

له سياسته بېل ادب به څنګه ادب وي؟

استاد عبدالمالک همت

لكه چي پوهيږو په څه له پاسه څوارلس سوه كاله دمخه مهالونو كي د جاهليت دوره وه. هره  خوا
د كفر، ظلم، بې عدالتۍ، ناپوهۍ، بغاوت، ناامنۍ، جنګ  جګړو او د  خوا رانو پر مال، سر او ناموس تېري روان وه. د مځکي د عمران او ودانۍ په هکله او د ادب، فرهنګ او تمدن د غوړېدو په اړه هیڅ پام نه کېدی. اکثر وګړي به په غرونو، دښتونو او ځنګلونو کي د سمڅو(غارونو) به شان کورونو یا کوډلو کي اوسېدل. او په ادبي اورشو كي د دې ټولنيزو ټيټتیاوو اوانحرافونو زېږېدلى انحرافي ادب؛ يعني د  جنسي اړيكو، شرابو، ساز او سرود، لهو لعب، د پاچهانو او غټانو د مدحو، يو پر بل باندي د هجوي او بدويلو او په شتو او نسب د وياړ او په ډېرو ساده خبرو د بوختېدو ادب دود وو.

د دې باطلو د له منځه وړلو او د دې خاوريني کرې د ودانولو او د ډول ډول علومو او فنونو او پرمختګونو د رامنځ ته کولو او د مځکي پر مخ د يوه سپېڅلي انساني نظام د قایمولو په موخه لوى څښتن جل جلاله حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د خپل استازي او د د ې ناوړتیاوو او كفر او طغيان د محو كوونكي په توګه د قرآن سره را واستاوه. د حق او باطل جګړه پيل سوه. انسانان پر دوو ډلو ووېشل سول. څوك د حق پلويان سول، څوك د باطلو. ورسره جوخت ادب، فرهنګ او تمدن هم پر دوو برخو ووېشل سو، چا د باطلو پلوي پيل كړه، چا د حق او حقيقت پلو كلك ونيو. پاى حق بريالى سو او د باطلو ټغر ټول سو. په مدينه منوره كي د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په مشري اسلامي حكومت، لومړنی اسلامي اساسي قانون او اسلامي سياست رامنځته سو. ورسره سم قرآني فرمانونه يو په بل پسې صادر سول او بالاخره په بشري ټولنه كي يو ډول بنسټيز بدلون راغى. طبعاً دې بدلونونو فرهنګ او ادب ته له جاهليت څخه اسلاميت ته لوري وركړ. فرهنګيان او اديبان له دې ستر بدلون او دې اسلامي سياست  څخه په شعر او نثر سره په ملاتړ بوخت سول، چي په پايله كي يې اسلامي وياړلى هڅوب (فرهنګ) رامنځته سو. دې هڅوب او ادب له قرآني نصوصو او نبوي احاديثو څخه الهام اخيست او څه چي د اسلامي سياست پر بنسټ طرح كېدل اسلامي فرهنګ او ادب به په خپل سهم بشري ټولني ته په ادبي پېرايو وړاندي كول او رسول. په دې توګه د اسلامي سياست او ادب تر منځ يو ډول نه شلېدونكى ارتباط ټینګ سو. هو ، كه  څوك د اسلامي ادب سوابقو ته لږ څه ځير سي تر صدرِ اسلام په راوروستو مهالونو كي په اسلام كي د منحرفو ځواكونو د انحرافي سياستونو په پايله كي څه ناڅه انحرافي ادب ( د جنسي اړيكو، شرابو، هجوي، لهو لعب، د واكمنو د ستاينو ادب ) هم رامنځته سو. دغه راز كېداى سي اسلامي ادب پر ټولنيز ادب، اخلاقي ادب، رسمي ادب، ملتزم ادب  او داسي نورو هم ووېشل سي. خو هر څه چي سوي ادب له سياسته نه دى بېل سوى. كه په دې هكله  خبري كوو نو به داسي وي چي د ادب په يوه بې پايه سمندر به ورګډيږو او مثنوي به هرو مرو اويا منه كاغذ  جوړيږي. زه فكر كوم چي هر څوك مني چي د ټولو اسلامي هيوادونو ادبيات د مبارزو او مقاومتونو او ډول ډول سياسي، اجتماعي مسايلو څخه ډك دي او هيڅوك انكار نه ځني كوي. نو چي انكار نه وي په دې اړه نورو دلايلو ته هم اړتيا نه ليدل كيږي. خبره په سياست كي ده. سياست يعني څه ؟ كوم سياست؟ څله د  خلكو له سياسته كركه كيږي او سياست ښه دى كه بد ؟

      موږ پورته څرګنده كړه چي اسلامي سياست د اسلامي اوښتون له هماغه پيله رامنځته سوى دى او له اسلامي سياست څخه هيڅوك كركه نه كوي خو چي په رشتيا اسلامي سياست وي. ما خو چي په اسلامي كتابونو كي د سياست په اړه څه لوستي د هغه په هكله مي ښه تعريفونه تر سترګوسوي دي. په دې لړ كي لاندي تعريفونو ته ستاسي پام رااړوم:

  • لسان العرب د عربي لغاتو ډېر معتبر او نامتو كتاب دى. په دې كتاب كي د سياست تعريف داسي كوي : ”د ځينو ربړو د اوارۍ او د وګړو د چارو د سمون لپاره ملا تړلو او كلك درېدلو ته سياست وايي كوم چي د يوه سمونوال او لارښوونكي كار باله سي. نو هغه څوك چي د ولس له مصلحينو او مخورو څخه وي، سياستوال ورته ويل كيږي. سياستوال هغه چاته هم وايي چي پر خلكو باندي واك چلوي“. وګورئ په دغه كتاب كي د”سوس“ ماده.
  • د عربي لغاتو په يوه بل نامتو كتاب المنجد كي د سياست تعريف داسي كوي: ”په ولسي چارو بوختيا او د هغو سمون او تدبير ته سياست وايي. دغه راز د ولس مشرۍ او واكمنۍ ته هم سياست ويل كيږي. بله معنا يې ده : په اوس او راتلونكې كي د خلكو د ژغورني لپاره لارښوونه او د هغو د امورو سمون. بله معنا يې ده: د دولت د كورنيو او بهرنيو چارو د ادارې هنر . همداراز د مدني سياست معنا ده : د عدالت او انصاف له مخي د هيواد او هيواد والو د چارو سمون او د هغو لپاره تدبيرونه سنجول. د سياسي حقوقو معنا ده : هر هيواد وال ته د هيوادنيو چارو په اداره كي د ګډون د حق وركول “( المنجد د سوس ماده)
  • علامه ابن خلدون رحمة الله علیه د سياست په هكله داسي فرمايي: ”له سياست او حكومت څخه د لوى څښتن د مخلوق پالنه او د چارو سمون رامنځته كيږي او حكومت د لوى څښتن د قانون د پلي كولو لپاره د خلافت غوندي دى. البته لكه چي له شريعت څخه جوتيږي پر بنده ګانو باندي د لوى څښتن د احكامو مدار د هغو په خير، مصلحت او ښېګڼه كي دى. خو د انسانانو لخوا د جوړو سوو قوانينو مدار پر جهالت او شيطنت باندي دى “. وګورئ د ابن خلدون د مقدمې د اردو ژباړي ۳۷۳مخ.
  • ابن قيم جوزيه رحمة الله علیه د ابوالوفاء بن عقيل له خولې وايي : ” سياست تر څو چي د شريعت سره مخالف نه وي داسي كار دى چي له هغه څخه په ګټه اخيستنه وګړي هر څه زيات خير او ښېګڼي ته نژدې كيږي او هر څه زيات له ناوړو چارو او ورانيو څخه ليري كيږي“ ( د ډاكټر يوسف قرضاوي فقه سياسي ۱۵۵مخ د الطريق الحكمية في السياسة الشرعية د ۱۳ـ۱۵مخونو په حواله).
  • پخپله ابن قيم فرمايي: ” هغه سياست چي د عدالت له مخي وي د شريعت سره هيڅ مخالفت نه لري، بلكي په بشپړه توګه د هغه سره جوړ دى او د شريعت يوه برخه ګڼل كيږي. په بله وينا سياست د شريعت پر اساس د عدالت پلي كولو ته وايي“ ( نوموړى ماخذ).
  • امام غزالي رحمة الله علیه سياست له هغو څلورو بنسټونو څخه ګڼي چي بې له هغو د نړۍ قيام ناشونى دى. هغه ليكي : ”د ټولو مسلكونو غوره او ډېر شريف يې همدغه څلور بنسټونه دي چي عبارت دي له كرني، صنعت، ودانيزو چارو او سياست څخه او په دې ټولو كي بيا سياست ډېر شريف او غوره مسلك او هنر دى كوم چي موخه يې د وګړو يووالى، سمون او د ژوندانه د وسايلو پر برابرولو باندي د هغو يو له بله مرستي ته بلنه ده. له دې امله هغه څوك چي د سياست په چارو بوختيږي بايد د وړتيا او بشپړتيا  څښتن وي. ځكه سياست د  خلكو د  چارو سمون او د د نيا او آخرت د ژغورني لار ښوونه باله سي چي دا په لومړي سر كي د انبياوو عليهم السلام او ورپسې د خلفاوو، پاچهانو او واكمنانو او د دوى تر څنګ دعلماوو او واعظانو كار دى“  . وګورئ احياء العلوم الدين ۱/ ۲۱مخ.
  • د اعلٰيحضرت احمدشاه بابا رحمة الله علیه هممهالي او مرېټي وهلو ته د هغه وربلونكى شاه ولي الله محدث دهلوي رحمة الله علیه فرمايي: ”سياست هغه حكمت دى چي د يوه هيواد د وګړو تر منځ د ټولنيزو اړيكو له څرنګوالي څخه بحث كوي“ ( حجة الله البالغه ۱/ ۸۵مخ).
  • علامه محمد احمد جاد المولى ليكي : ”د ټولو اخلاقپوهانو په اند سياست عبارت دى له دې څخه چي د وضع سوو قوانينو او رامنځته سوو ټولنو لخوا چي د حاكم او محكوم په منځ كي كومي اړيكي رامنځته سوي دي، د هغو سره سم د ټولني چارو ته سمون وركړه سي“ (الخُلُق الكامل ۱/ ۲۱مخ).
  • يو اسمهالى عالم عبدالله بن عمر الدميجي د الامامة العظمٰى په نامه په خپله هغه رساله كي چي د سعودي له ام القرٰى پوهنتون څخه يې د ماسټرۍ سند پر اخيستى دى سياست داسي تعريفوي: ”سياست په دنيوي چارو كي په دين يا د لوى څښتن په احكامو سره د امامت او مشرتابه موخه ده، يا په بل عبارت د شريعت د احكامو سره سم د ژوندانه د ټولو چارو اداره او تدبير ته سياست وايي“ (الامامة العظمٰٰى ۹۳مخ).
  • د حنفي فقهي نامتو عالم امام ابن نجيم رحمة الله علیه وايي: ”سياست دوه ډوله دى: يو عادلانه سياست دى چي د هغه په واسطه له ظالم او فاجر څخه حق تر لاسه كيږي. چي دا شرعي كار دى، البته ځيني په دې سياست پوهيږي او ځيني نه په پوهيږي. خو بايد وويل سي چي ډېرو عالمانو د دې شرعي سياست په هكله بېل بېل كتابونه ليكلي دي.  بل ظالمانه سياست دى چي دغسي سياست د شريعت لخوا حرام بلل سوى دى“. بحر الرائق ۵/ ۱۱۸مخ.

      له پورتنيو كرښو څخه څرګنده او جوته سوه چي سياست د لوى څښتن د احكامو سره سم د ربړو د اوارۍ لپاره ملا تړل او كلك درېدل، په وګړنيزو اوولسي چارو بوختيا، د عدالت او انصاف له مخي د هيواد او هيواد والو د چارو سمون او د هغو لپاره تدبيرونه سنجول، د خلكو د يووالي او له بخولو څخه د هغو د ژغورني لپاره لارښوونه، د هيوادنيو چارو په اداره كي هيواد والو ته  د ګډون د حق وركول، د هغو د ژوندانه د وسايلو پر برابرولو باندي د هغو يو له بله مرستي ته بلنه باله سي، نه د لوى څښتن د احكامو او اسلامي او ولسي فرهنګ په تر پښو لاندي كولو سره د لوېديځوالو او ختيځوالو په ګوډاګيتوب كي او د  هغو په ګټه د  خلكو تېرايستنه، چلول او  د عراق، سوريې، افغانستان او ډېرو نورو خلكوغوندي د هغو د يووالى او د ژوندانه د ګردو شئوناتو ګډوډول او بربادول.

      ښه، د علامه ابن نجيم رحمة الله علیه پر خبره څه تم كيږو. لكه چي پوهيږو د  حضرت نوح علیه السلام له وختو څخه د اسلام او كفر ( د حق او باطل) تر منځ جګړه او دښمني روانه ده. د تاريخ په اوږدو كي چي به مادي پالو او ځينو نورو عناصرو  خپلي ګټي په دين (اسلام، عدل او د لوى څښتن د احكامو په رڼا) كي نه ليدلې، نو به يې له اسلام څخه انحراف وكړ او زياتره به يې پر بې وزلو وګړو ظلم، تېريو او نارواوو او د خداى له حقه سرغړوني، شر، فساد، فحشاوو او ډېرو نورو بدو چارو ته مخه كړه. بالاخره كله چي به لوى څښتن جل جلاله لازمه وګڼل نو به يې د دغو عناصرو سمي لاري ته د بېرته را اړولو لپاره پېغمبر ور واستاوه. تر ټولو دمخه به بېوزلو، تر ظلم لاندي، صادقو او پوهو وګړو د هغه پلوى وكړ او د هغه دعوت به يې ومانه. كومو مادي پالو او طاغوتي ځواكونو چي به د پېغمبر د دعوت په منلو كي خپلي ګټي په خطر كي ليدلې نو د  هغه پر ضد به يې له سرټمبه ګۍ كار اخيست او ډول ډول تورونه به يې پر لګول او زوراوه به يې. چي پاى به د حق او باطل ترمنځ شخړي په ډول ډول جګړو واوښتې او په نتيجه كي به يې دوه ډوله سياست رامنځته سو . يو د پېغمبرانو اسلامي سياست او د بل د كافرانو شيطاني سياست. د  حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د مبعوث كېدو پرمهال هم دغسي چاري رامنځته سوې. دغه مهال لوى څښتن حضرت محمد صلی الله علیه وسلم پر كفر او جهالت باندي د تل لپاره او په بشپړه توګه بريالى كړ، د باطلو ټغر ورټول سو او د اسلام مقدس دين او اسلامي سياست د اسلام له ستر پېغمبر او د هغه له اصحابو او راشده خلفاوورضی الله عنهم څخه مسلمانانو ته په ميراث پاته سو. چي څه له پاسه  څوارلس سوه كاله د اسلام خليفه ګانو، او واكمنانو، عالمانو او مصلحينو هغه د عمل په ډګر كي پلى كړى دى. چي له دې په زرګونو سياستوالو څخه دوې نامتو څېرې سلطان صلاح الدين ايوبي رحمة الله علیه او حضرت سيد جمال الدين افغاني رحمة الله علیه دي.

      د اسلام په تاريخ كي د ظالمانه سياست ډېري كرغېړني څېري هم رامنځته سوي دي. دغو تورو څېرو د اسلامي سياست پر لمن ډېر تور ټپلي ايښي دي چي د اسلام دښمنان هم د اسلام پر ضد بده ګټه ځني اخلي. خو حقيقت دادي چي د ظالمانو د ظالمانه واك او سياست حساب له اسلام څخه بېخي بېل دى. پوهو، غيرتمنو او رشتيانيو مسلمانانو نه داچي خلك د دغسي ظالمانو د غيرعادلانه سياستونوپه وړاندي شرعي اسلامي سياست چلولو ته هڅولي دي، بلكي هغوى يې د ظالمانو په وړاندي مبارزې، مقاومت او جګړې ته هم چمتو كړي او خپله يې هم د سياست او مبارزې ډګر ته وردانګلي دي. ډېره ښه بېلګه يې د يزيد او يزيديانو په وړاندي د حضرت امام حسين رضي الله عنه سياسي كارنامې او بالاخره د حق په لار كي شهادت دى. كه څوك د اسلام وياړلي تاريخ ته وګوري دې ته ورته ډېري بېلګې به ومومي. د منصور دوانيقي په وړاندي د حضرت امام ابوحنيفه رحمة الله علیه شرعي سياست او ټينګار او د منصور پر ضد په كوفه كي د امام صاحب لخوا د خلكو راپاڅول او پاى د هغه شهادت ډېر په زړه پوري داستان لري، خو افسوس چي دلته يې په راوړلو خبره اوږديږي. زموږ ډېر خلك داسي فكر كوي چي دا د مذهبونو امامان او نامتو ديني عالمان يوازي مذهبي وګړي او ملايان وه. مګر خبره داسي نه ده. چا چي د دغو خلكو ژوند ليكونه لوستي وي هغو ته څرګنده سوې چي په دوى كي ډېر ستر سياسي مبارزين او مفكرين تېر سوي دي. په دې هكله زه ستاسي پام د اسلام د څلورو مذهبونو څخه د يوه امام حضرت امام مالك رحمة الله علیه سياسي جرئت او بصيرت ته را اړوم : لكه چي څرګنده ده د عبد الله بن عباس رضي الله عنهما او علي بن ابي طالب رضي الله عنه اولادو په ګډه د امويانو ( مروانيانو) پر ضد فعاليت كاوه خو تر بري وروسته عباسيانو واك قبضه كړ او د حضرت علي اولاد چي ځانونه يې د واك اصلي وارثان بلل له واكه بې برخي سول. له دې امله د دوى ترمنځ شخړي رامنځته سوې. په ۱۴۵ س.كال كله چي د عباسي دورې دوهم خليفه ابوجعفر المنصور دوانيقي د خلافت پرګدۍ كښېنستى داسي آوازه سوه چي د امام حسن بن علي له پښته څخه محمد بن عبد الله ( النفس الزكيه ) رحمة الله علیه د مخالفت رپۍ ( بيرغ ) پورته كوي. له دې امله منصور د محمد وروڼه او ځيني نور بني حسن بنديان كړل. كله چي دا خبره النفس الزكيه ته ورسېده هغه د خپلو وګړو سره مدينې ته ننووت او خپل ځان يې د ۱۴۵ س.كال د خداى تعالى (رجب) په مياشت كي خليفه اعلان كړ، د مدينې والي رباح بن عثمان يې بندي كړ او په دې ډول يې مدينه ونيول. د مدينې د خلكو چي له منصور څخه پراهل بيتو باندي د ظلمونو له امله بد راغلي وه، د نفس زكيه د امامت په هكله له امام مالك رحمة الله علیه څخه فتوا وغوښته چي : موږ خو د مخه د منصور سره بيعت كړى وو اوس موږ څنګه وكړو؟ هغه په جواب كي ورته وويل :” تاسي په ناخوښي او جبر بيعت كړى وو او پر ناخوښه او مجبوره يمين نسته“. له دې امله  خلكو د النفس الزكيه ټينګ ملاتړ وكړ او د هغه په پلوي سرښندني ته چمتو سول. د دې سره سم په مكه او نورو ځايونو كي هم خلكو د هغه ملاتړ وكړ. ( زموږ د نبي مېنه ۲۹۷مخ ).

      د يادولو وړ ده چي د دغسي ظالمو واكمنو په وړاندي د منحرف ادب تر څنګ متعهدو اديبانو خپلي دندي په ښه توګه تر سره كړي دي او د  خطبو، رسالو، مقالو، مقامو،  خاطرو، مناظرو، شعرونو او داسي نوروپه بڼو يې د حق اظهار او د بې وزلو ملاتړ په پراخه پيمانه كړى دى. په دې هكله زيات بحث دلته نه سي كېداى. كه دې سمندر ته بېړۍ ورخوشي كړو له خپلي آري موخي به مو ليري بوزي.

      اوس به راسو د اسلام په وړاندي د كفارو او طاغوتيانو بيا سر را پورته كولو ته. پر كفر او جهالت باندي د اسلام تر بري څو پېړۍ وروسته يهودو او صليبي عېسويانو د اسلام او مسلمانانو په وړاندي يو ځل بيا هماغه كفري او شيطاني سياست او ډول ډول ظالمانه جګړې او توطئې پيل او پر لار واچولې.  چي په صليبي جګړو نومول سوي دي. د  هلال او صليب دغه جګړې ډېر اوږد تاريخ لري چي لړۍ يې تر همدې اوسه او ان دادى زموږ تر اسلامي هيواده راغځېدلې ده، خو له بده مرغه په دې هكله د پوهانو لخوا د ډېرو كتابونو ليكلو سره سره بيا هم زموږ ډېر خلك په دې باب سم او بشپړ معلومات نه لري. د دې جګړو سره د اسلامي  ثقافت او ادب په تاريخ كي يو ډول ځانګړى ادب رامنځته سو. چي د ډول ډول رسالو، مقالو ، كتابو، مقامو، يادښتونو، ژوند ليكونو، يون ليكونو او شعرونو او نور په ترڅ كي د اسلام د جګړه ييزو معركو، سترو سوبو، اتلانو، مشرانو او كلاوو او د جګړو د حالاتو يادوني پكښي سوي دي.

      د هلال او صليب د دې جګړو په يوه بل پړاو كي كمونيزم د لوېديز د كرغېړن ماهيت او ظلم او لوټمار په پايله كي د يوه ستر ځواك په توګه رامنځته سو، چي تر ډېره مهاله يې امريكايان او لوېديزيان سخت مصروف وساتل. څنګه چي پاى د كمونيزم د دغه وېروونكي ښامار سر افغانانو  ور وكوټى او د لوېديځ مادي پال، طاغوتي ځواكونه او نور يې له شره په امان سول نو څنګه چي يې د هوسايۍ ساواخيسته بيا يې دادي د اسلام په وړاندي هماغه طاغوتي صليبي جګړې په خورا زور او زوږ پر لار اچولي دي.

      دلته  بايد يادونه وكړو څنګه  چي د مسلمانو ظالمو واكمنو ظالمانه سياست او د  ختيځ او لوېديځ كفري او شيطاني سياستونو او د هغو د ناځوانو او خاينو ګوډاګيانو ډول ډول نادودو د نړۍ په هر كنج او ګوښه كي خلك تر پزي راوستل، نو په پايله كي يې د خلكو له دغو سياستونو څخه بد راغله او د دغو كرغېړنو څېرو په وړاندي يې په زړونو كي کرکي، قهر او غوسې څپڅپاندي سوې. خو له بده مرغه شيطاني ځواكونو له دې كركي څخه ناوړه ګټه اوچته كړه، دوى او ګوډاګيان يې ځيني له حقايقو څخه ناخبره عناصر د د وى د ناپوهۍ له امله  استعمالوي او په دې توګه په شعوري او غير شعوري توګه لګيا دي د  خپلو كرغېړنو كړنو او سياستونو په تمسك اسلامي شرعي سياست بدناموي او د  خلكو په سترګو كي يې د  خپلو شيطاني سياستونو غوندي ايسوي. په دې توګه چي څوك د دغو مادي پالو طاغوتي، صليبي ځواكونو او د هغو د ګوډاګيانو پر ضد د دوى د دې بې خرتو جرمونو او ناكردو له امله څه وايي دوى يې سياست ګڼي او په بشړ وقاحت او شيطنت سره د حق او باطلو په ګډوډولو سره د اسلام، وطن او بېوزلو وګړو د  خواخوږو پلويانو او مبارزينو د هلو ځلو مخه ډب كوي. تاسي فكر وكړئ زموږ د هيواد په دغسي زړه دردوونكو حالاتو كي چي زموږ پوه، اديب او ليكوال پټه خوله سي او ووايي چي زه سياست نه كوم، سياست بدكار دى او نور لا هم ځني راګرځوي او د بې وزلو په پلوي او د هيواد له دې ناوړه بحران څخه د ژغورني لپاره د حق وينا او اسلامي سياست پرېږدي دابه څونه ناوړه عنصر، بې كاره لوښى او بې ضميره موجود وي. آيا دا د دې معنا نه لري چي دى په دې توګه د تېرى كوونكو، سراښو، مادي پالو، صليبي بهرنيو ځواكونو په خواكي درېدلى دى؟ په تېره  چي بيا په دې پرمختللو كفري هيوادونو د پرمختللو هوايي او مځكنيو نظامي ځواكونو د بمباريو او بريدونو په دوړو او لوګيو كي د خال او خط او شراب او كباب شعرونه وايي او د  چا خبره په غم كي مستانه ګرځي.

راځئ لږ څه هم د لوى څښتن سبحانه كلام ته ځير سو:

زموږ د هيواد او د نړۍ د مسلمانانو او بې وزلو وګړو د همدغسي بد حالت په شرايطو كي چي يو اديب او د ضمير خاوند لاندي آيتونه ولولي نو څه بايد وكړي؟

﴿كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ ﴾ [آل عمران:۱۱۰]

ژباړه: (اى د محمد امته!) اوس تاسي(په امتونو کي) هغه ډېر ښه امت (غوره او د خلکو ګټوره ډله) ياست چي د خلکو د ګټي (لارښووني او اصلاح) لپاره منځ ته راوړل سوي ياست. تاسي د نېکيو(کومي چي شریعت دلالت پرکوي او عقل يې ښې ګڼي) تلقين (امر) کوئ او له بديو څخه(کومي چي شریعت منع ځني کړې ده او عقل يې بدي ګڼي) خلک راګرځوئ او پر الله باندي(ټينګ) ايمان لرئ.(چي ستاسي عمل يې تاييدوي).

﴿ادْعُ إِلَى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُمْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ﴾ [النحل:۱۲۵]

ژباړه: (ای پيغمبره! ته او ستا پيرو مسلمانان) خلك (د هغو د حال، فهم، او انقیاد او غاړي ايښووني د تقاضاسره سم د خپل خداى لارى(د اسلام دين) ته په حكمت او غوره نصيحت وبولئ او په غوره توګه (پر نصیحتونو او ترغیب او ترهیب مشتملي) خبري ورسره وكړئ او په هغه طریقه چي (د قول، فکر او تهذیب له مخي) ډېره غوره وي مباحثه او مجادله ورسره وکړئ.

﴿لُعِنَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ بَنِي إِسْرَائِيلَ عَلَى لِسَانِ دَاوُودَ وَعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ ذَلِكَ بِمَا عَصَوْا وَكَانُوا يَعْتَدُونَ (78) كَانُوا لَا يَتَنَاهَوْنَ عَنْ مُنْكَرٍ فَعَلُوهُ لَبِئْسَ مَا كَانُوا يَفْعَلُونَ (79) تَرَى كَثِيرًا مِنْهُمْ يَتَوَلَّوْنَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَبِئْسَ مَا قَدَّمَتْ لَهُمْ أَنْفُسُهُمْ أَنْ سَخِطَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ وَفِي الْعَذَابِ هُمْ خَالِدُونَ (80)﴾[المائده:۷۸ـ۸۰]

ژباړه: (لوى څښتن خبر ورکوي چي 🙂 د بني اسرائيلو کوم خلک چي کافران سول، پر هغو باندي د داود او د مريمي د زوى عيسى په خوله (په زبور کي چي پر داود عليه السلام نازل سوى وو او په انجيل کي چي پر عيسى عليه السلام نازل سوى وو) لعنت وويل سو. دا لعنت له دې امله وو چي دوى (پرله پسې د لوى څښتن له فرمانه) سرغړونه کول او (په ظلم، تباهي او نافرماني کي) له حده تېرېدل.(د لوى څښتن پر حرماتو يې تېرى کاوه).

دوى چي کومه بدي ترسره کوله، (په ښکاره به يې کول او په خوشاله به وه او) له هغې څخه يې يو بل نه منع کول.(يو بل ته يې نصيحت نه کاوه) حقيقت دادى چي د دوى دغه کړندود ډېر بد وو. (ځکه چي يوې ډلي به منکرات ترسره کول او بلي ډلي به خوله پټه نيولې وه. په دې توګه ټول مجرمان سول او د خداى له رحمت څخه د ليري کېدو وړ وګرځېدل).

ته به (اى پيغمبره) له دوى (دغو يهودو) څخه  زياتره داسي خلک وينې چي(دمسلمانانو په وړاندي)
د (بت پالونکو) کافرانو سره دوستي (ملاتړ او ملګرتيا) کوي. هغو چي(په دې کړنه سره) څه په خپل هکله ترخپلو ځانونو وړاندي (آخرت ته) لېږلي دي، ډېر بد دي! چي له هغو څخه د الله د ناخوښۍ (او پر هغو باندي د الله دغضب) لامل سوي دي. او هغوى به تل (د دوږخ) په عذاب کي اوسي.

له بني اسرائيلو څخه چي كومو خلكو د كفر لار غوره كړه پر هغو باندي د داود او عيسٰى ابن مريم په ژبه لعنت وويل سو، ځكه چي دوى سركښي سوي وه او له حده په تېري كولو يې لاس پوري كړى وو. هغو د بدو چارو له سرته رسولو څخه يو د بل منع كول پرې ايښي وه. دا ناسمه لار وه چي هغو غوره كړه. نن ته له هغو څخه زياتره داسي خلك وينې چي ( د مومنانو په مقابله كي) د كفارو ملاتړ او ملګرتيا كوي. بېشكه چي ډېر بد عاقبت دى چي د هغو نفسونو د هغو لپاره چمتو كړى دى. لوى څښتن پر هغو په غضب سوى دى او دوى په تل تر تله عذاب اخته كېدونكي دي.

﴿الَّذِينَ يُبَلِّغُونَ رِسَالَاتِ اللَّهِ وَيَخْشَوْنَهُ وَلَا يَخْشَوْنَ أَحَدًا إِلَّا اللَّهَ وَكَفَى بِاللَّهِ حَسِيبًا (39) ﴾[الاحزاب:۳۹]

ژباړه: ( دا د لوى څښتن كړنلار ده چي كوم كسان ) د لوى څښتن پيغامونه (خلكوته) رسوي له لوى څښتن  څخه بېريږي او له يوه لويه څښتنه پرته له بل هيچا څخه نه بېريږي.

او چي څوك د رسول صلی الله علیه وسلم دا ويناوي ولولي نو به د اوسنيو كرغېړنو شرايطو په ليدلو څه كيفيت ورته پيدا سي؟

      « له تا سي څخه چي څوك كومه ناوړه چاره وويني په زور او ځواك دې ليري كوي. كه يې دا نه سواى كولاى په ژبه دي بدلون وركوي او كه يې دا هم نه سوه كولاى په زړه كي دي بد ځني وړي، او د ا د ايمان ډېره ضعيفه درجه ده».

      همداراز فرمايي :

      « ډېر غوره جهاد د ظالم واكمن په وړاندي سپينه خبره او د حق ويل دي ».

      د خداى جل جلاله د دې او داسي ډېرو نورو فرمانونو او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم د دغو لارښوونو له امله دى چي روڼ اندي، بې له څښتنه له بل چا څخه نه بېرېدونكي مسلمانان او د ﴿لا الٰه الا ا لله﴾ رشتياني ويونكي په ټوله  څرګندتيا او په داسي لوړ آواز چي د طاغوتيانو د غوږونو د پردو تر څيرېدلو ورسيږي پرله پسې وايي او چيغي وهي چي نن د نړۍ خورو اهريمني او طاغوتي سراښو مادي پالو سرټمبه او خرمستو ځواكونو او د هغو د پلویانو په وړاندي بايد هر څه، په تېره د اسلام ، هيواد او بې وزلي انسان ننګه په اسلام، په اسلامي سياست، په اسلامي اخلاقو او غيرت او اسلامي ادبياتو وي. د دې تور ښامار سر نه په كمونيزم يا نېشنليزم كوټل كيږي، نه د سیکولرو په نيوکو او مخالفتونو او نه په نور څه. او که ادب له سیاسته بېل سي، نو هرومرو به يو بې خاصیته ادب وي والسلام.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*