وروستي:

نبوي سيرت – مدينې ته د هجرت پيلامه

عبدالحق حماد

وروسته له هغه چې په عقبه کې د مدينې مسلمانانو سره دويم بيعت وشو او رسول الله  صلی الله عليه وسلم   وتوانېد چې د مکې مسلمانانو لپاره يو خوندي ځای ومومي، هغوی ته يې د مدينې په لور د هجرت کولو عامه اجازه ورکړه.

په دغه وخت کې د هجرت معنا او موخه يوازې تر يو بريده د ځان خوندي کول ، خلاصول او د  ټولو څرگندو دنيوي گټو تر پښو لاندې کول  واو د هرډول مالي او ځاني تکليفونو او کړاونو سره مخ کېدل او پرځان منل و ځکه هجرت کوونکی پدې ښه پوهېدی چې سر يې په باوري توگه خوندي نه دی ډېره شونې وه چې د لارې په اوږدو کې يو ځای نه يو ځای ووژل شي خو بيا هم مسلمانانو د هجرت لړۍ پيل کړه

د دويم تړون نه يو کال وړاندې چې کله ابوسلمه د هجرت اراده وکړه خپله ښځه او زوی يې هم دځان سره واخيستل خو خسرگنۍ يې ښځه پرې نه ښوده چې لرې وطن ته ولاړه شي او بېرته يې ستنه کړه او د ابوسلمه د زوی په سر  ددواړو قبيلو تر منځ شخړه را غله يوې قبيلې ماشوم يوې خواته او بلې بلې خواته کشکولوهغه وچې د ماشوم لاس وختی او په پای کې د ابوسلمه کورنۍ واخيستی او ابو سلمه يوازې هجرت ته اړ شو

ښځه به يې هر سهار ابطح نومي ځای ته وتله او ترماښامه به يې هلته ژړل پوره يوکال يې همداسې په بد حال کې تېر کړ په پايله کې  يې دخپلوانو له ډلې نه يو تن زړه ورباندې وسو او نورو ته يې وويل چې نوموړې ښځه نوره پرېږدي چې د خپل زوی او مېړه سره يو ځای واوسي هغوی اجازه ورکړه نوموړې خپل زوی د مېړه له پلرگنۍ نه واخيست او د مدينې په لور يوازې روانه شوه خاوشا پنځه سوه کيلومتره لار يې ووهله چې تنعيم نومي ځای ته ورسېده هلته عثمان بن طلحة بن ابي طلحه وليده د پوښتنې گروېژنې وروسته ورسره روان شو او قباء نومي ځای ته يې ورسوله ، مېړه ته يې ورسپارله او په خپله بېرته مکې ته روان شو

له دې رورسته صهيب  رضي الله عنه  د هجرت اراده وکړه د مکې خلک چې کله د هغه له ارادې څخه خبرشول نو يې ورته وويل چې ته خو ډېر مسکين او کم وسی وې دلته شتمن شوې اوس غواړې چې په مکه کې گټلې شتمني بلې خواته يوسې دا نه شي کېدلای خو نوموړي ورته وويل چې که زه ټول خپل مال اوشتمني تاسو ته پرېږدم بيا مې پرېږدئ هغوی وويل هو نوموړي هر څه پرېښودل او يوازې د مکې په لور وخوځېد کله چې رسول الله  صلی الله عليه وسلم  لدې پېښې خبر شو نو دوه ځلې يې وويل صهيب گټه گړې ده

په همدې لړ کې يوه ورځ عمر بن الخطاب ،عياش بن ابي ربيعه او هشام بن العاصي بن وائل يوځای سره وټاکی تر څو د مدينې په لور هجرت وکړي سهار عمر او عياش راغلل او هشام ورڅخه وگرځول شو کله چې عمر او عياش له مکې څخه روان شول او قباء نومي ځای ته ورسېدل ابوجهل او ورورويې حارث چې د عياش دمور له خوا وروڼه کېدل راغلل او عياش ته يې وويل چې مور دې لوړه کړې تر څو تا ونه ويني نه به سر ږمنځوی او نه به سيورې ته کښېني عمر  رضي الله عنه  ورته وويل : چې کله دې مور له سپږو په تنگ شي سر به ږمنځ کړي او چې گرمي يې وشي نو سورې ته به کښېني هغوی غواړي چې هسې تا را وگرځوي خو د عياش زړه په خپله مور وسوځېد او مکې ته يې د را گرځېدواراده وکړه

عمر  رضي الله عنه  ورته وويل : اوس چې خا مخا ځې نو زما اوښه ډېره ارامه او چټکه ده مه ورڅخه کوزېږه که دې د خلکو له لوري کوم شکمن کار تر سترگو شو نو را تښته کله چې عياش  رضي الله عنه د ابوجهل او حارث سره د مکې په لور روان شوپه لاره کې ابوجهل ورته وويل : زما اوښه ډېره مسته ده  زه به هم ستا سره سپورشم عياش ورسره ومنله خو چې څنگه داوښې نه را کوز شو په همدې وخت کې ابوجهل او حارث په عياش حمله وکړه هغه يې ټينگ وتړی او مکې ته يې يووړ خلکو ته يې وويل چې هر څوک دې خپلو کم عقلانو سره داسې چلند وکړي لکه موږ چې ورسره وگړی

لنډه دا چې مسلمانانو په دې لار کې هر ډول کړاونه زغمل خو دهجرت  لار يې پرې نه ښوده آن تردې چې له محمد  صلی الله عليه وسلم  ، ابوبکر ، علي  رضي الله عنهما او هغو مسلمانانو پرته چې مشرکينو په زور را گرځولي ووپه مکه کې  مسلمان پاتې نه شو اود حبشې مهاجر چې خبر شول هغوی هم د مدينې په لور را خوځېدل ابوبکر او علي  رضي الله عنهما د محمد  صلی الله عليه وسلم  په حکم په مکه کې تر يو وخته پاتې ووچې ابوبکر  رضي الله عنه  وروسته درسول الله  صلی الله عليه وسلم  سره يو ځای هجرت وکړ اوعلي  رضي الله عنه  بيا له هغوی څخه درې ورځې وروسته هجرت وکړ .

د مشرکانو وروستۍ دسيسه

کله چې د مکې مشرکانو وليدل رسول الله  صلی الله عليه وسلم   وسلم په مدينه کې ملاتړ پيدا کړ، ملگريو يې په مدينه کې د آرام ساه واخيسته اواولادونه او يو څه  اندازه مالونه يې هم اوس او خزرج قبيلوته يووړل نو د مکې د مشرکانو په زړونو کې سخت غم او خواشيني را وپارېده او وېره ورسره پيدا شوه چې رسول الله  صلی الله عليه وسلم   مدينې ته ولاړ نه شي. چې دا به بيا  د هغوی لپاره ډېر گران پرېوزي ځکه له يوې خوا د محمد  صلی الله عليه وسلم  اغېزناکه لارښوونه او لوړه مرتبه او د هغه د ملگرو صبر او حوصله ښه ورمعلومه وه له بلې خوا داوس او خزرج له ځواک څخه هم ښه خبروو او د نومړيو قبيلو د مشرانو دهوښیارۍ او وړتيا په هکله يې هم بشپړه معلومات درلودل او مدينه هم داسې ځای ده چې په يوه لويه تجارتي لار له یمن نه تر شام پورې پرته وه نو دغه ټولو خطروته په کتو سره قريش د دې په لټه کې شول چې د رسول الله  صلی الله عليه وسلم  په لاس رامنځ ته شوې خطره له منځه يوسي .

د عقبې له دويم تړون نه خاوشا دوې مياشتې وروسته د پنجشنبې په سهار د نبوت په څوارلسم کال د صفر مياشتې په شپږويشتمه نېټه چې ۶۲۲ميلادي کال دسپتمبر مياشتې له ۱۲مې نېټې سره سمون خوري د قريشو پارلمان په دارالندوه  نومي ځای کې يوه لويه غونډه وکړه چې د قريشوټولواستازو پکې برخه درلوده تر څو د اسلامي بلنې مخه ونيسي او ستر لارښود له منځه يوسي او په دې غونډه کې د قريشولاندې بيان شويو مشرانو د استازو په توگه برخه واخيستله

۱- ابوجهل بن هشام د بنو مخزوم له قبيلې څخه .

۲- جبير بن مطعم ،طعيمه بن عدي او حارث بن عامر د بنو نوفل بن مناف له قبيلې څخه .

۳- دربيعه زامن شيبه اوعتبه اوسفيان بن حرب له بنوعبدشمس بن عبدمناف له قبيلې څخه.

۴- نضر بن حارث چې يو ځلې يې پر رسول الله  صلی الله عليه وسلم د اوښې  پريوال هم وراچولی ود بنوعبدالدار له قبيلې څخه .

۵- ابوبختری بن هشام ،زمعه بن اسوداوحکيم بن حزام دبنواسد بن العزی له قبيلې څخه .

۶- د حجاج زامن نبيه او منبه د بنوسهم له قبيلې څخه .

۷- اميه بن خلف د بنو جمع له قبيلې څخه .

نوموړي مشران او استازي ټول د ژمنې سره سم په دارالندوه کې سره راټول شول او شيطان هم ديو مخورمشر په څېره کې را څرگند شو يوه ارزښتناکه چپنه يې اغوستې وه هغوی وويل دا مشر څوک دی ؟ نوموړي ورته وويل : زه د نجد قبيلې يو مشر يم ستاسې له غونډې خبر شوم نوراغلم تر څو ستاسو خبرې واورم او کېدای شي کومه ښه مشوره در کړم هغوی وويل ډېره ښه راځه .

کله چې خبرې پيل شوې هر چا خپله طرحه وړاندې کوله ابواسود وويل : راځئ محمد  صلی الله عليه وسلم  له خپل وطن څخه وشړو خو نجدي سپین ږيري لدې وېرې نه چې محمد  صلی الله عليه وسلم  د غوره خويونو څښتن او ښه وينا کوونکی او لارښود دی که بلې خواته ولاړ شي نو کېدای شي د هغه ځای خلک يې پيروي وکړي او بيا پر تاسو په زور هر څه ومني

ابوالبختري وويل : راځئ د وسپنې په پنجرو کې يې بند کړو تر څو د پخوانيو شاعرانو زهير او نابغه په څېر مړ شي خو نجدي سپين ږيري دا مشوره هم ځکه ونه منله چې کېدای شي محمد  صلی الله عليه وسلم  له بند نه هم خپلو ملگروته اسلامي لارښوونې وکړلای شي او يا يې ملگري په زور د خلاصولو هڅه وکړي او په پايله کې بيا پرتاسو برلاسی شي

له دې وروسته ابو جهل وويل : د هرې قبيلې څخه دې يو غښتلی تکړه او د لوړ نسب څښتن ځوان غوره کړل شي او دا ټول دې په يو ځل پر محمد  صلی الله عليه وسلم  مرگونې حمله وکړي او له منځه يې دې يوسي نوعبدمناف قبيله به د دې توان ونه لري چې د ټولو قبيلو سره جگړه وکړي په پايله کې به هغه د وينو پور اخيستو ته اړه شي او د وينو پور به يې په ټولو قبيلو سره وويشو نجدي مشر چې په اصل کې شيطان و دا مشوره ډېره خوښه کړه او بيا د پارلمان ټولو غړيو په يوه خوله دا وړانديز ومنلو او د زر تر سره کولو امر يې وکړ او غونډه پای ته ورسېده .

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*