مسکو کې د اروپا تر ټولو ستر مسجد پرانستل شو
حماد – الجزيره
(افغان بنسټ، چارشنبه، د عرفې ورځ ۱۴۳۶) نن د روسيې په پلازمېنه مسکو کې هغه ستر مسجد پرانستل شو چې ويل کېږي په اروپا کې به تر ټولو ستر مسجد وي.
دغه مسجد نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د يو شمېر اسلامي هېوادونو ولسمشرانو پکې ګډون کړی و د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين له خوا پرانستل شو، په دغو مراسمو کې د قزاقستان او قرغزستان له ولسمشرانو سربېره د ترکيې لومړي وزير رجب طيب اردوګان او د فلسطين مشر محمود عباس ګډون کړی و.
دغه مسجد چې له نن نه څه باندې سل کاله وړاندې (۱۹۰۴ ميلادي کال) د يو مسلمان سوداګر صالح اورزين له لورې په څلور زره متره مربع ځمکه کې جوړ شوی و، په دې وروستيو کې يې د ډېرو ورښتونو له امله دېوالونه زاړه او وداني يې له کاره لوېدلې وه، له همدې امله نژدې لس کاله وړاندې د ځايي اوسېدونکو مسلمانانو له لورې يې زړه وداني ړنګه او په نوي بڼه يې د بيا رغونې چارې پيل شوې
چې دا دی نن د عرفې د ورځې سره سم يې کار بشپړ او د پنځه وخته لمونځونو لپاره جوګه شو.
پر دغه مسجد چې د شوروي اتحاد په زمانه کې په ټول مسکو کې يوازنی مسجد و چې لمونځونه پکې کېدل، ۱۷۰ ميليونه امريکايي ډالر لګښت شوی چې څه باندې يو ميليون ډالر يې د روسيې د اتحاديې غړي سليمان کريموف له لورې ورکړل شوي دي او پاتې لګښت يې د عامو مسلمانانو له لورې ورکړل شوی دی.
له اوسنۍ پراختيا سره د نوموړي مسجد مسافت له څلور زره څخه ۱۹ زره متره مربع ته ورسېد چې په يو وخت پکې لس زره مسلمانان لمونځ ادا کوي، دغه مسجد شپږ پوړونه لري چې د نارينه او ښځينه وو لپاره د لمانځه جلا ځايونو برسېره د کانفرنسونو او نندارتونو څو تالارونه هم لري.
د دغه مسجد د ډېزاين او نقش کارۍ چارې د ترکي او فلسطيني انجنرانو له لورې تر سره شوي او اسلامي ثقافت ته پکې ځانګړې پاملرنه شوې ده.