وروستي:

اختر مو مبارک شه!

اللَّهُ أَكْبَرُ اللَّهُ أَكْبَرُ لَا إلَهَ إلَّا اللَّهُ وَاَللَّهُ أَكْبَرُ اللَّهُ أَكْبَرُ وَلِلَّهِ الْحَمْدُ

د راتلونکي نیکمرغه لوی اختر د را رسېدو له امله د افغان بنسټ، افغان مدرسې، افغان ښوونځي،  او افغان پوهنتون مشرتابه، اداري هیئتونه او کارکوونکي د افغانستان مسلمان ولس، له اسلامي مقدساتو څخه دفاع کوونکو او ټول اسلامي امت ته  د نیکمرغه لوی اختر د رارسیدو په مناسبت مبارکي وايي .
الله تعالی  دي  په دې مبارکو شپو ورځو کې د مسلمانانو  ټولې قربانۍ، صدقات، عبادات  او د حج مناسک قبول  وګرځوي.

الله جل جلاله دې راتلونکی اختر د افغان ولس د هوساينې، امن او سوکالۍ لامل وگرځوي او لوی څښتن تعالی دې په داسې حالت کې بیا بیا راولي، چې کړېدلی ولس مو په امن او سوکاله وي او د روان ناورین  څخه په خیر او امان ژغورل شوی وي. امین.

ملا عبدالسلام ضعیف

د افغان بنسټ رئیس