وروستي:

حج به څنګه کوې؟

مفتي عبد الحق حقاني

الحمد لله جل وعلی والصلاة والسلام علی محمد المصطفی وبعد:

په دې ګڼه کې درته د حج تمتع طريقه در ښيو، څرنګه چې زموږ هيوادوال حج تمتع کوي او په تمتع حج کې لومړی د عمرې احرام تړل کيږي، بيا د ذو الحجې پر اتمه د حج لپاره احرام تړل کيږي؛ نو موږ لومړی د عمرې طريقه او ورپسې د حج طريقه په تفصلي توګه بیانوو:

عمره

د احرام غسل او د احرام ټوکرونه اغوستل

عمره کوونکی به له خپل ميقات څخه احرام تړي له احرام وړاندې که ښځه ورسره وي او له کوروالي څخه کوم خنډ نه وي نو ښځې سره دې کوروالی  هم وکړي،سنت دې واخلي او بيا دې  دپاکوالي په موخه غسل وکړي دتخرګ او سپوخ ويښتان دې وخريي که غسل شوني نه و اودس دې وکړي که اودس شوني نه وي، تييم دې نه کوي  دغه غسل يوازې دپاکي په موخه ترسره کيږي نو ځکه ماشوم، حيض يا نفاس کې ښځه به يې هم ترسره کوي له غسل وروسته دې ګنډل شوي کالي وباسي او داحرام دوه ټوکرونه چې يو دې د لنګ او بل د څادر په څېر واغوندې،که دوه ټوکرونه نه وي يو هم بسنه کوي دغه راز که سپين ټوکرونه نه وي دبل رنګ ټوکرونه هم کارولی شي خو سپين غوره دي.

عطر کارول

د ټوکرونو له اغوستلو وروسته په بدن او احرامونو عطر وکاروئ او که عطر نه وي، هيڅ پروا نه لرې، نارينه دې داسې عطر وکاروي چې بوي يې وي او رنګ ونه لري او ښځينه دې داسې عطر کاروي چې رنګ يې وي خو بوي ونه لري خو پام مو وي چې په احرامونو داسې عطرکاروئ چې جسم (ذات) ونه لري.

د احرام دوه رکعاته لمونځ

له دې وروسته پټ سر، له اضطباع پرته  دوه رکعاته نفل لمونځ وکړئ په دې شرط چې مکروه وخت نه وي،په لومړي رکعات کې دالکافرون سورت  او په دويم رکعات کې داخلاص سورت تلاوت کړئ له لمانځه وروسته سر لوڅ او له زړه داحرام نيت وکړئ او په ژبه دا توري ووايئ:

اللهم اني اريد العمرة فيسرها لي وتقبلها مني.

 د ښځې احرام

ښځه به خپل ګنډل شوي کالي نه باسي بلکې هغه به په خپلو کاليو کې وي ځکه چې دښځې احرام په مخ کې وي يعني څادر به يې په مخ نه لګوي او اسانه لاره يې دا ده چې داسې خولۍ ( لکه انګريزي خولۍ) دې واغوندي چې راوتلی چج ولري او دخولي په چج دې خپله چادري (برقعه) راوځړوي.

له نيت وروسته درې ځله په لوړ غږ تلبيه ووايئ: لبيک اللهم لبيک، لبيک لاشريک لک لبيک، ان الحمد والنعمة لک والملک لاشريک لک.

 البته ښځه به يې په ټيټ غږ وايي، يو ځلي تلبيه ويل واجب او درې ځله ويل يې مستحب دي اوس تاسو احرام وتړه او محرم شوی.

 اوس نو داحرام له ټولو ممنوعاتو ځان ژغورئ او تلبيه زياته وايئ په ځانګړې ډول سهار او ماښام ،د ليدنې کتنې او د مخه خه په وخت، دناستې او ولاړې او ملاستې،ختلواو کوزېدلو په وخت کې او له هر لمانځه وروسته.

د احرام تړلو په اړه يوه ګټوره مشوره

غوره ده له پرواز نه مخکې داحرام غسل په خپل کور کې وکړئ او د احرام ټوکرونه واغوندئ او داحرام نيت او تلبيه مه وايئ يوازې داحرام په ټوکرونه يو تن نه محرم کيږي کله چې الوتکه (طياره) کې سپاره شئ او الوتکه پرواز وکړي نو داحرام نيت او تلبيه ووايئ اوس تاسو محرم شوي او داحرام له ممنوعاتو څخه ځان ساتئ.

دا مشوره ځکه اړينه ده که تاسو له خپل کور څخه احرام وتړئ او داحرام نيت او تلبيه هم ووايئ نو تاسو محرم شوی او د احرام له ټولو ممنوعاتو څخه به ځان ساتئ او خداي مه کړه که پرواز مو زيات وځنډيږي نو په تکليف به شئ او دا به درته ګرانه وي چې د احرام له ټولو ممنوعاتو ځانونه وساتئ او که ترسره کوئ يې، دم به درباندې واجبېږي.

يادونه

دا ټول هغه وخت چې دالوتکې پرواز مو دجدې هوايي ميدان ته وي اوکه پرواز مو دمدينې منورې هوايي ميدان ته وي نو احرام به نه تړئ پرته له احرام څخه به مدينې ته ځئ او مدينې نه چې کله مکې ته ځئ نو ابيار علي (د ميقات نوم دی) څخه به ميقات تړئ.

په هوايي ميدان کې

له پرواز څخه څو ساعته مخکې دهوايي ميدان د انتظار صالون ته ځان ورسوئ هلته چې څومره وخت درسره وي په ذکر او فکر کې يې تېر کړئ بې ګټو خبرو او بد رد ويلو څخه ځانونه په کلکه وژغورئ ځکه چې د يو ستر عبادت پيل له بدو او ناروا کارونه څخه شرعا او عقلا ښه کار نه دي.

الوتکې ته ختل

الوتکې (طيارې) ته په ختلو کې يا طيارې ته د سامان په لېږلو کې يو بل سره شخړې او جنګونه مه کوئ ځکه چې الوتکه دټولو سپرليو له ختلو نه مخکې او دهغو د سامان خوندي کولو نه مخکې پرواز نه کوي.

د الوتکې له پرواز نه مخکې

کله چې الوتکه (طياره) پرواز وکړي نو دسفر لاندېنۍ دعاوې ولولئ:

بسم الله، الحمد لله، سبحان الذي سخر لنا هذا وما کنا له مقرنين، وانا الي ربنا لمنقلبون، الحمدلله، الحمدلله، الحمدلله، الله اکبر، الله اکبر، الله اکبر، سبحانک الله اني ظلمت نفسي فاغفر لي، فانه لا يغفر الذنوب الا انت.

الوتکه (طياره) کې

کله چې طياره يو څه مزل وکړي نو داحرام نيت او تلبيه ووايئ او هغه څوک دې په الوتکه (طياره) کې احرام وتړي چې په کور کې يې نه وي تړلی دغه راز دحج او عمرې لارښوود هم در سره واخلئ او دلارې په اوږدو کې يې مطالعه کوئ.

څلورو نه تر پنځوو ساعتونو کې الوتکه جدې ته رسېږي دجدې په هوايي ميدان کې د الوتکې له ناستې وروسته کله چې درته د الوتکې (طيارې) کارکوونکي د کوزېدو اجازه درکړي نو په ډير سکون او اطمينان سره له طيارې کوز شئ په کوزېدلو کې يو بل ته ټېلې يا ديکې مه ورکوئ او مه هم له خپل نوبت نه مخکې د کوزېدلو هڅه کوئ.

د جدې هوايي ميدان

د جدې هوايي ميدان کې د پاسپورټ کړنې تقريبا شپږ ساعتونو څخه دولس ساعته وخت نيسي چې ترې وروسته معلم صاحب دجدې څخه مکې ته د بس موټر انتظام کوي کله نا کله په هوايي ميدان کې يوه يا دوه ورځې تېرې شي پام مو وي چې په دغه موده کې چاته بد رد يا چا سره شخړه ونه کړئ بلکې په دغه موده کې تلبيه او ذکر کوئ او له صبر او زغم څخه کار اخلئ الله Y به درته دصبر ثواب درکوي.

د حرم حدود

له جدې څخه مسجدحرام پورې ټول واټن اتيا(۸۰) کيلو متره دی او له جدې څخه دحرم تر پولو(حدودو) اوه پنځوس (۵۷) کيلو متره واټن دی، دحرم له پولو(حدودو) څخه دوه کيلو متره مخکې يوه پوسته ده چې هم دلته د نامسلمانانو سرک بېلېږي چې پرې يې ليکلي دي لغير المسلمين (دنامسلمانانو لپاره) له دغه ځای څخه نژدې دوه کيلومتره وړاندې دحرم پولې پيلېږي  همدلته دحرم دپولو په نښه کولو په موخه دسرک دواړو غاړو ته  محراب ډوله ستنې جوړې شوي دي او يوه لوحه هم ځړول شوې ده چې پرې ليکل شوي دي بداية حدود الحرم (دحرم دپولو (حدودو)پيل).

حرم ته ننوتل

کله چې دحرم پولو ته ورسېږي نو دا دعا ولولئ:

 اللهم هذا حرمک وامنک فحرمني علي النار وامني من عذابک يوم تبعث عبادک واجعلني من اوليائک واهل طاعتک.

له دې نه وروسته کومه ځانګړې کړنه نشته چې ترسره يې کړئ بس په لاره تلبيه زياته وايئ او داحرام مستحبات په پام کې نيسئ.

په عماره کې

بس به مو هغې عمارې ته رسوي چې تاسو ته ځانګړې شوې ده هلته به معلم صاحب درته په خونه کې يو کټ په ګوته کړي او په همدې خونه کې به خپل سامان خوندي کړئ په مکه کې دا ستا استوګن ځای دی.

سامان خوندي کول

له سامان خوندي کولو نه وروسته کله چې معلم صاحب سره له خپلې عمارې دمسجد حرام په لور روان شئ نو لومړی به خپلې عمارې ته په ځير وګورئ او په ځينو نښو به يې وپېژنئ او بيا په لارې کې سترې سترې نښې تر سترګو کوئ څو خپله عماره ورکه نه کړئ.

 مسجد حرام او طواف

مسجد حرام ته چې ورسېږئ که اودس مو نه وي اودس وکړئ بيا مسجدحرام ته دننوتلو په وخت خپله ښي پښه دننه او دا دعا ولولئ:

بسم الله والصلاة علی رسول الله، رب اغفر لي ذنوبي وافتح لي ابواب رحمتک.

په مسجد حرام کې د اعتکاف نيت وکړئ او پام مو وي چې په ګڼه ګوڼه کې چا ته تکليف ونه رسوئ ځکه چې مسلمان ورور ته تکليف رسول حرام دي.

دالله کور (کعبې) باندې لومړی نظر

کله چې لومړی کعبه ترسترګو کړئ نو درې ځله الله اکبر، لا اله الا الله ووايئ بيا لاسونه پورته او په اخلاص سره له الله Y څخه دعاوې وغواړئ ځکه چې دا د دعا د ژرقبليدو وخت دی.

دطواف تياري

له دعا نه وروسته به تحية المسجد نفل لمونځ نه کوئ ځکه چې دمسجدحرام تحية المسجد طواف دی نو دطواف تياري به کوئ که اودس مو نه وي اودس به کوئ ځکه چې پرته له اوداسه طواف کولو باندې دم واجبېږي او که له طواف وروسته د حج دسعي اراده مو وي نو اضطباع هم وکړی يعنې د احرام ټوکر د ښي بغل له لاندې وباسئ او په کيڼې اوږې يې واچوئ داسې چې ښي اوږه مو لوڅه وي.

يادونه: اضطباع يوازې نارينوو لپاره ده ښځې به اضطباع نه کوي.

دطواف نيت

اوس نو حجر اسود ته مخامخ داسې ودرېږئ چې بشپړه حجر اسود مو ښي لوري ته پاتې شي او له لاسونو پورته کولو پرته دطواف نيت په زړه کې وکړئ او په ژبه به داسې نيت کوئ:

اللهم اني اريد طواف بيتک الحرام سبعة اشواط فيسره لي وتقبله مني.

ژباړه: ای الله! زه ستا دکور اووه دوره طواف کول غواړم، راته يې اسانه او را نه يې قبول کړې.

 استلام

اوس که شونې وه او چاته تکليف هم نه رسېدای نو دحجر اسود استلام وکړئ داسې چې دواړه ارغوي په حجر اسود داسې کېږدئ لکه په سجده کې چې يې ږدئ او د دواړو لاسونو تر منځ حجر اسود ښکل کړئ که ښکلول يې شونې نه وي نو لاسونه يا کومه لخته (چوکه) په حجر اسود ولګوئ او هغه ښکل کړئ که دا هم شونې نه وي نو دغوږونو په برابري دواړه لاسونه حجر اسود ته داسې مخامخ ونيسئ چې دلاسونه منځنۍ برخه حجر اسود ته مخامخ وي او شاتنۍ برخه يې ستاسو لورته وي او بيا خپل لاسونه ښکل کړئ او دا دعا ولولئ:

بسم الله والله اکبر، اشهد ان لا اله الا الله وحده لاشريک له، واشهد ان محمدا عبده ورسوله.

تلبيه ودرول

دطواف لومړي دور پيل کولو نه مخکې به تلبيه ودروئ په طواف کې او له طواف وروسته تر بلې عمرې يا دحج احرام تړلو پورې تلبيه مه وايئ.

طواف پيلول

استلام يا داستلام اشارې نه وروسته ښي لور ته تاو شئ او دکعبې د دروازې په لور طواف داسې پيل کړئ چې په طواف کې مو اوږه دکعبې خوا ته وي پام مو وي چې په طواف کې داستلام له وخت پرته سينه يا شا کعبې ته ګرځول روا نه دي.

د طواف دورونه

دطواف ټول اووه دوره دي چې هر دور يې له حجر اسود څخه پيل کيږي او په حجر اسود پاي ته رسېږي.

رمل

که له طواف وروسته دحج سعي کوئ نو رمل کوئ يعني د طواف په لومړيو دريوو دورونو کې لوړ لوړ قدمونه پورته کوئ او پهلوانانو غوندې اوږې خوځوئ.

يادونه

که له طواف وروسته مو دسعي اراده نه وي نو په طواف کې اضطباع او رمل مه کوئ.

يادونه

ښځه به نه رمل کوي او نه هم اضطباع.

مهمې لارښوونې

۱-که داستلام له کبله کوم بل مسلمان ورور ته تکليف رسيدی نو استلام پرېږدئ او يوازې داستلام په اشاره بسنه وکړئ ځکه چې استلام سنت او مسلمانانو ته تکليف يا اذيت رسول حرام دي او په سنتو دعمل کولو لپاره حرام ترسره کول شرعا روا نه دي.

۲-که داحرام په حالت کې طواف کوئ نو حجر اسود، رکن يماني او ملتزم باندې لاسونه مه لګوئ ځکه چې په دغو دريو ځايونو عطر لګول کيږي هسې نه چې دم در باندې واوړي.

رکن يماني

د طواف په دوران کې کله چې رکن يماني ته ورسېږئ نو که بل مسلمان ته له تکليف رسولو پرته شونې وه چې رکن يماني په دواړو لاسونو يا په ښي لاس لمس کړئ نو لمس يې کړئ او که نه ترې سيدا تېرېږئ اشاره ورته کول يا يې ښکلول روا نه دي.

درکن يماني او حجر اسود تر منځ دعا

درکن يماني او حجر اسود تر منځ دا دعا لولئ:

اللهم ربنا اتنا في الدنيا حسنة وفي الاخرة حسنة وقنا عذاب النار.

استلام يا اشاره

دطواف له هر دور وروسته که شونې وه دحجر اسود استلام يا ورته اشاره وکړئ څرنګه چې مو د طواف په پيل کې کړې وه دغه راز به ستاسو دطواف اووه دورونه له اتوو استلامونو يا داستلام له اشارو سره بشپړ شي.

دطواف پاي او په مقام ابراهيم کې دوه رکعاته لمونځ

اتم استلام يا داستلام په اشارې سره طواف بشپړ شو اوس نو مقام ابراهيم ته ولاړ شئ، که مکروه وخت نه وي ترې شاته د طواف دوه رکعاته واجب لمونځ ادا کړئ په لومړي رکعات کې يې دالکافرون سورت او په دويم رکعات کې داخلاص سورت تلاوت کول سنت دي نور سورتونه هم تلاوتولی شئ، که مقام ابراهيم کې ګڼه ګوڼه زياته وي نو مقام ابراهيم ته نژدې په مطاف کې يې ادا کړئ او که نه دمسجد حرام په هره برخه کې يې ادا کولای شئ.

 ملتزم ته تلل

دطواف له دوو رکعاتونو له ادا کولو وروسته که ګڼه ګوڼه نه وه، ملتزم ته ولاړ شئ او ملتزم سره ځان ولګوئ او دعاوې وکړئ دا هم يو له هغو ځايونو څخه دی چې دعا په کې ژر قبلېږي.

د زمزم اوبه څښل

ملتزم کې له دعاوو وروسته زمزم اوبو ته راشئ او که شونې وي په ناسته، که نه په ولاړه دزمزم اوبه وڅښئ او په پيل کې يې بسم الله او دا دعا ولولئ: اللهم اني اسئلک علما نافعا، ورزقا واسعا، وشفاء من کل داء.

دزمزم اوبه په دريو ساوو وڅښئ او ځان پرې ښه موړ کړئ.

استلام

دسعي کولو لپاره  له زمزم اوبو څښلو وروسته دحجر اسود هماغه شان استلام وکړئ څرنګه چې مو دطواف په پيل کې کړی و، دا مو نهم استلام شو او بيا د مسجد حرام له دروازې باب الصفا څخه صفا ته ورشئ، مسجد حرام څخه د وتلو پر مهال چپه پښه دمخه کړئ او دا دعا ولولئ: بسم الله، واالصلاة والسلام علي رسول الله, اللهم اغفر لي ذنوبي، وافتح لي ابواب فضلک.([1])

صفا

صفا ته له رسېدلو وروسته دا دعا ولولئ:

 ابداء بما بداء الله به، ان الصفا والمروة من شعائر الله،لا اله الا الله وحده لاشريک له، له الملک وله الحمد وهو علي کل شئ قدير، لا اله الا الله وحده، انجز وعده، ونصر عبده، وهزم الاحزاب وحده.

د سعي نيت

صفا ته چې ورسېږئ که شونې وي داسې ځای ودرېږئ چې کعبه مو ترسترګو شي خو که دمسجد حرام د ستنو له امله کعبه ونه وينئ پروا نه لري، قبلې ته مخ کړئ، او په زړه کې  دسعي نيت وکړئ او په ژبه هم داسې نيت کولای شئ:

اللهم اني اريد السعي بين الصفا والمروة فيسره لي وتقبله مني.

ژباړه: اې الله زه دصفا او مروه تر منځ سعي کول غواړم راته يې اسانه او راڅخه يې قبوله کړې.

بيا ددواړه لاسونه تر اوږو پورته کړئ څرنګه چې په دعا کې پورته کيږي، تکبير،تهليل او درې ځلي حمد ووايئ او بيا دعاوې وکړئ.

صفا څخه دسعي پيل

له دعا وروسته له صفا څخه د مروه په لور په عادي مزل سعي پيل کړئ کله چې شنو راډونو(ميلين اخضرين) ته ورسېږئ تر منځ يې منډې ووهئ او مزل مو چټک کړئ او شنو راډونو څخه له وتلو وروسته بېرته خپل عادي مزل وکړئ او دسعي په اوږدو کې لاندېنۍ دعا لولئ: اللهم اغفر وارحم، وانت الاعز الاکرم.

که دا دعا مو ياده نه وي بله دعا هم لوستلی شئ او په پټه خوله  سعي کول هم پروا نه لري.

يادونه: د شنو نښو تر منځ دمنډې وهلو حکم يوازې نارينه وو لره دی ښځې به دشنو نښو ترمنځ هم عادي مزل کوي.

مروه 

کله چې مروه ته ورسېږئ نو دسعي يو دور مو بشپړ شو او په مروه دغه دعا چې په صفا مو لوستلې وه  ولولئ:

ابداء بما بداء الله به، ان الصفا والمروة من شعائر الله،لا اله الا الله وحده لاشريک له، له الملک وله الحمد وهو علي کل شيئ قدير، لا اله الا الله وحده، انجز وعده، ونصر عبده، وهزم الاحزاب وحده.

بيا قبلې ته مخامخ داسې په دعا ودرېږئ څرنګه چې په صفا درېدلي واست او تکبير،تسبيح، تهليل او تحميد نه وروسته دعاوې وکړئ او بيا مروه څخه د صفا په لور دسعي دويم دور پيل کړئ بيا د شنو نښو تر منځ منډې ووهئ او صفا ته په رسېدو مو دسعي دويم دور بشپړ شو دغه راز اووه دورونه بشپړ کړئ چې  له صفا څخه پيل کيږي او په مروه پاي ته رسېږي او په هر دور کې په صفا او مروه قبلې ته مخامخ په دعا درېږئ او د شنو نښو تر منځ په دور کې منډې وهئ.

 دسعي پای

کله چې په اووم دور کې مروه ته را ورسېږئ نو سعي مو بشپړه شوه، که مکروه وخت نه وي؛ نو حرم ته ولاړ شئ او دوه رکعاته نفل لمونځ ادا کړئ.

حلق  يا قصر

له لمانځه وروسته دقبلې په لور کښېنئ او دسر وېښتان وخرېیئ یا یې کم کړئ، خو خرېیل یې غوره دي، فکر مو وي چې دسر خرېیل له ښي خوا پیلول غوره دي، له دې سره مو عمره بشپړه شوه. ([2])

يادونه

 ښځه به دسر وېښتان نه خرېیي، بلکې دګوتې دبند په اندازه به یې  دسر له هرې غاړې کموي.([3])

مسئله: دمکې اوسېدونکي يا هغه کسان چې دمکې داوسېدونکو په حکم کې دي دعمرې احرام  دحل له هر ځاي څخه تړلی شي خو له ترټولو غوره تنعيم او ترې وروسته  جعرانه ده.

مسئله: زياتې عمرې کول مکروه نه بلکې مستحب دي.

مسئله:افاقي که دعمرې په نيت مکې ته لاړ شي نو له خپل ميقات څخه به دعمرې احرام تړي.

د حج طريقه

له عمرې وروسته  په مکه کې د استوګنې پر مهال د ذو الحجې تر اتمه نفلي طوافونه، لمونځونه، تلاوتونه، نفلي عمرې او داسې نور عبادتونه کوئ.

د ذوالحجې اتمه/  د حج لومړۍ ورځ

۱. د حج او احرام چمتووالی

د ذوالحجې له اتمې ورځې څخه په مخکې شپه کې منی ته دتللو چمتووالی ونیسئ، وېښتان مو جوړ کړئ، برېتونه کم، او نوکان مو پرې کړئ، دغه راز د تخرګونو او له نامه لاندې وېښتان هم لرې کړئ .

۲. احرام، نيت او تلبيه

تمتع حج کوونکی دې د ذوالحجې په اتمه غسل یا اودس وکړي ورپسې دې احرام وتړي، غوره ده چې احرام له مسجد حرام څخه وتړي، او په مسجد حرام کې په پټ سر دوه  رکعاته لمونځ ترسره کړي، په دې شرط چې مکروه وخت نه وي، له لمانځه وروسته دې سر لوڅ کړي، او په زړه کې دې دحج نیت وکړي، او په ژبه دې داسې ووایي : اللَّهُمَّ إنِّي أُرِيدُ الْحَجَّ فَيَسِّرْهُ لي وَتَقَبَّلْهُ مِنِّي .

ورپسې درې ځله تلبیه ووایئ او دعاوې  وکړئ، اوس محرم شوئ او داحرام له ممنوعاتو څخه ځان ساتئ .

یادونه : افراد او قران حج کوونکي په احرام کې وي، نو ځکه هغوی به بیا احرام نه تړي .

یادونه : له احرام تړلو وروسته به ښځې دوه رکعاته لمونځ په خپلې عمارې کې کوي .

۳. منی ته تلل

احرام مو وتړل شو، اوس د څلور ورځو اړین خوراکي او نور توکي له ځان سره واخلئ او د منی په لور روان شئ .

منی ته د تګ لپاره د بسونو بند وبست هم وي؛ خو د ګڼې ګوڼې له امله بسونه زیات وخت نیسي او په بسونو کې به ناست ناست تنګ شئ، نو که عذر نه لرئ، پلي منی ته ولاړ شئ، دمنی او مکې تر منځ د اوو کیلو مترو واټن دی، منی ته پر لاره تلبیه وایئ .

۴. منی کې شپه

په  منی کې د عرفې شپه  تېرول سنت ده، نو ځکه دا شپه په منی کې تېره کړئ .

۵. منی کې پنځه لمونځونه

په منی کې پنځه لمونځونه  (دماسپښین، مازدیګر، ماښام،ماخوستن، او دعرفې ورځې دسهار لمونځونه ) اداکول سنت دي .

د ذو الحجې نهمه / د حج دويمه ورځ

۱. منی څخه عرفات ته تلل

د ذوالحجې په نهمه (دعرفې په ورځ) دسهار له لمانځه  وروسته کله چې دلمر وړانګې په ځمکه خورې شي؛ نو د “ضب” له لارې  عرفات ته مزل پیل کړئ، په لاره تلبیه لولئ او په عرفات کې کله چې جبل رحمت ووینئ تکبیر، تهلیل، استغفار او دعاوې وکړئ .

۲. عرفات کې د  درېدلو طريقه

که شونې وي “مسجد نمره” سره نژدې واوسئ خوراک او څښاک نه وروسته او له زوال نه مخکې غسل یا اودس وکړئ، بیا که شونې وه مسجد نمرې ته ننوځئ، د امام خطبې په غور واورئ او د ماسپښین او مازديګر لمونځونه یو ځای دماسپښین په وخت کې ادا کړئ؛ خو پام مو وي چې یوځای لمونځونو ادا کولو لپاره څه شرطونه دي، هغه له پامه مه غورځوئ.

که له شرطونو څخه یو شرط هم پلی نشي، بیا به  هر لمونځ په خپل وخت کې له اذان او اقامت سره ادا کوئ.

۳. په عرفات کې درېدل

له لمونځونو ادا کولو سمدستي وروسته  عرفات کې د اوسېدلو خپل ځای ته ولاړ شئ، که شونې وي رحمت غره سره نژدې ودرېږئ او دجبل رحمت سر ته مه خېژئ .

په عرفات کې د قبلې په لور درېدل مستحب دي، خو کښېناستی او څملاستی هم شئ .

۴. د عرفات دورځې کړنې

په عرفات کې د درېدلو پر مهال دعاوې کوئ او دمه په دمه د دعاوو په منځ کې تلبیه وایئ، خپلو ګناهونو څخه  توبه وکاږئ او  الله Y څخه دګناهونو بخښنه وغواړئ، پام مو وي چې په دعاوو کې لومړی خپل ځان بیا مور او پلار او بیا نور ټول مسلمانان یادوئ، دغه راز د دې کتاب لیکونکی هم په خپلو دعاوو کې مه هېروئ .

که څه هم دعرفې په ورځ حاجیان روژه نیولی شي؛ خو غوره دا ده چې روژه ونه نیسي او نه هم زیات خوراک او څښاک وکړي، هسې نه چې پازاب شي .

۵. عرفات څخه دمزدلفې په لور

کله چې لمر ولوېږي،  تلبیې ویلو سره  امام سره یا یوازې له عرفات څخه دمزدلفې په لور روان شئ، که پر لاره  د خلکو ګڼه ګوڼه نه وي، نو یوڅه چټګ مزل کوئ او که ګڼه ګوڼه وي، بیا کرار ځئ، خو پام مو وي چې له لمر لوېدلو  مخکې عرفات څخه په وتلو دم واجبیږي .

۶. مزدلفه کې

کله چې مزدلفې ته ورسېږئ، لومړی غسل یا اودس وکړئ او مسجد مشعر حرام ته نژدې د عمومي لارې ښي خوا ته اوسېدل غوره دي، که دلته ځای نه وي، بیا مسجد مشعر حرام  ته نژدې هرځای اوسېدلی شئ؛ خو پام مو وي چې د محسر په ناو (وادي) کې اوسېدل روا نه دي .

۷. د ماښام او ماخوستن لمونځونه

مزدلفې ته له رسېدلو وروسته دماښام او ماخوستن لمونځونه له یوه اذان او اقامت سره یو ځای دماخوستن په وخت کې په جمعه ادا کړئ، عرفات کې یا پر لاره دواړه لمونځونه ادا کول روا نه دي .

که مزدلفې ته دماښام په وخت کې ورسېدئ، نو د ماښام لمونځ کول روا نه دی څو دماخوستن لمونځ وخت نه وي داخل شوی .

۸. د مزدلفې شپه

مزدلفه کې د ماښام او ماخوستن له لمونځونو اداکولو  وروسته، که شونې وي ټوله شپه په ذکر، تلبیه، حمد و ثنا، تلاوت، دعاوو او نورو عباداتو تېره کړئ .

د ذوالحجې لسمه / دحج درېمه ورځ

۱. په مزدلفه کې د سهار لمونځ

کله چې دسهار وخت داخل شي، نو په تیاره (غلس) کې دسهار لمونځ امام سره یا یوازې  اداکړئ.

۲.مزدلفه کې درېدل

له لمانځه وروسته مسجدمشعر حرام ته نژدې دقبلې په لور ودرېږئ، تلبیه ووایئ، تسبیح او دالله جل جلاله ستاینه اوثنا بیان کړئ او بیا لاسونه پورته دعاوې کوئ.

۳. مزدلفې څخه د منی په لور

کله چې لمر ختلو ته د دوو رکعتونو په اندازه وخت پاتې شي، نو مزدلفې څخه دمنی په لور روان شئ، په لاره کې “وادي محسر” څخه په منډه تېر شئ، دغه راز مزدلفې نه اویا ګیټۍ د جمراتو وېشتلو په موخه ټولې کړئ،  او ځان سره یې واخلئ، دلارې په اوږدو کې یا له بل ځای څخه یې هم اخېستلی شئ .

۴. جمره عقبه (لوی څلی) وېشتل

له لمر ختلو وروسته په منی کې دجمراتو پل ته ولاړ شئ، لومړۍ او منځنۍ جمره پرېږدئ او جمره کبری (عقبه یا لوی څلي)  نه  درې ګزه لرې داسې ودرېږئ چې منی مو ښي خوا ته او کعبه مو چپې خوا ته وي، ګیټۍ  په ښي لاس داسې وولئ چې دجمراتو حوض کې ولوېږي او له هرې ګیټۍ سره دا دعا ولولئ : بِسْمِ اللَّهِ، وَاَللَّهُ أَكْبَر،ُ رَغْمًا لِلشَّيْطَانِ وَحِزْبِهِ، ورضی للرحمن، اللَّهُمَّ اجْعَلْ حَجِّي مَبْرُورًا، وَسَعْيِي مَشْكُورًا، وَذَنْبِي مَغْفُورًا.

 د ذوالحجې د لسمې  ورځې د رمي وخت

 دذو الحجې دلسمې ورځې له سهار سپېدو څخه د ذوالحجې دیولسمې ورځې له سهار سپېدو نه مخکې پورې دی؛ خو لمر ختلو نه  تر زواله پورې یې سنت وخت دی،  له زوال څخه تر لمر لوېدو پورې یې مباح ،  او  له  لمر لوېدو څخه دیولسمې ورځې تر سهار سپېدو پورې يې مکروه وخت دی.

یادونه : د ګڼه ګوڼې له امله ښځو، ناروغانو یا کمزورو خلکو ته دشپې مهال رمي کول مکروه نه دي .

۵. قرباني

له رمي څخه وروسته په منی کې مجزرې ته ولاړ شئ او که په حلاله پوهېږئ په خپل لاس څاروی حلال کړئ او که په حلاله نه پوهیږئ، دبل چا په لاس یې حلال کړئ او که تاسو یې خوا ته ودرېږئ،بیا دقرباني یو څه غوښه ځان سره واخلئ؛ ځکه چې دخپلې قرباني غوښه خوړل مستحب ده او پاتې نوره  صدقه کړئ .

يادونه : له قرباني وروسته دقبلې په لور کښېنئ او دسر وېښتان وخرېیئ یا یې کم کړئ؛ خو خرېیل یې غوره دي، فکر مو وي چې دسر خرېیل له ښي خوا پیلول غوره دي .

يادونه : ښځه به دسر وېښتان نه خرېیي،  بلکې دګوتې دبند له  اندازې څخه یو څه زیات به یې  دسر له هرې غاړې کموي .

سنت اخېستل

 له وېښتانو خرېیلو یا کمولو څخه وروسته سنت اخېستلی شئ (برېتونه، دتخرګ، سپوخ وېښتان خرېیلی او نوکان پرېکولی شئ) .

دسر له خرېیلو یا کمولو وروسته  سنت  اخېستلی شئ، خو پام مو وي چې له سر خرېیلو یا کمولو نه مخکې په سنت اخیستلو دم واجبیږي .

له ښځې پرته هر څه حلال شول

دسر وېښتانو له خریلو یا کمولو  وروسته له ښځې  پرته  هغه ټول څه درته حلال شول چې د احرام له کبله حرام شوي وو.

۶. طواف زيارت

له وېښتانو خرېیلو یا کمولو وروسته مکې ته ولاړ شئ او فرضي طواف (طواف زیارت، افاضه،رکن) ترسره کړئ، که  مو طواف قدوم سره سعي نه وي کړې او د احرام ټوکرونه مو هم نه وي لرې کړي؛ نو په طواف کې اضطباع او رمل دواړه وکړئ او که ګنډلي کالي مو اغوستي وي، بیا یوازې رمل وکړئ، اضطباع شونې نه ده او که طواف قدوم نه وروسته مو سعي کړې وي، بیا به له طواف وروسته سعي  نه کوئ؛ نو ځکه به په طواف کې اضطباع او رمل نه کوئ .

د طواف زيارت وخت

دطواف زیارت وخت د ذوالحجې دلسمې ورځې له سهار سپېدو څخه پيل کیږي او د ذوالحجې د دولسمې ورځې تر لمر لوېدو پورې دوام کوي، خو دذوالحجې په لسمه ورځ یې ترسره کول غوره دي .

د طواف دوه رکعته واجب لمونځ

له طواف کولو  وروسته دمقام ابراهیم شاته که شونې وي او که نه دمسجد حرام په هره برخه کې دوه رکعته واجب لمونځ وکړئ اوبیا که سعي کوئ،  نو د حجر اسود  استلام وکړئ او له باب الصفا څخه صفا ته ورشئ او سعي وکړئ .

او که له طواف قدوم  وروسته مو سعي کړې وي، نو بیا له طواف زیارت وروسته سعي مه کوئ؛ بلکې د طواف له لمانځه او د زمزم اوبو له څښلو وروسته منی ته ولاړ شئ .

ښځه هم حلاله شوه

له سر خرېیلو یا کمولو وروسته له ښځې پرته د احرام ټول  ممنوعات حلال شوي وو؛ خو له طواف زیارت وروسته  درته ښځه هم حلاله شوه .

د ذوالحجې يوولسمه / د حج څلورمه ورځ

۱. د تشريق شپې په منی کې

دتشریق د ورځو شپې په منی کې تېرول سنت دي .

۲. ذوالحجې ديوولسمې ورځې رمي

سبا د ذوالحجې د یولسمې ورځې له  زوال وروسته د درې  واړو جمراتو رمي وکړئ، لومړی وړه جمره وولئ،  ورپسې ودرېږئ  او دعا وکړئ، بیا منځنۍ جمره وولئ او ورپسې دعا وکړئ ، او په پای کې وروستنۍ جمره وولئ او له دريمې جمرې  وروسته  مه درېږئ او مه دعا کوئ،  له رمي وروسته بېرته منی کې خپلې خیمې ته ستانه شئ او شپه  هلته تېره کړئ .

د ذوالحجې دولسمه / دحج پنځمه ورځ

۱. دذوالحجې ددولسمې ورځې رمي

سبا دذوالحجې په دولسمه ورځ له  زوال  وروسته هم درې واړه جمرات په هماغه ترتیب وولئ په کوم ترتیب چې مو پرون ویشتې وې .

۲. مکې ته تګ

د دولسمې ورځې له رمي  وروسته کولای شئ  مکې ته ولاړ شئ، خو غوره دا ده چې شپه په منی کې تېره  او له زوال  وروسته د دیارلسمې ورځې رمي وکړئ او بیا مکې ته ولاړ شئ.

حج بشپړ شو

حج مو بشپړ شو او نور چې څومره وخت  په مکه کې اوسئ، دغه وخت فرصت  وګڼئ، نفلي طوافونه او عمرې کوئ خو پام مو وي چې عمره به دذوالحجې له دیارلسم تاریخ  وروسته کوئ.

دذوالحجې ديارلسمه/د حج شپږمه ورځ

۱. د ديارلسمې ورځې رمي

که د دولسمې ورځې له رمي  وروسته مو مکې ته دتللو تکل وي، نو پام مو وي چې له لمر لوېدو  مخکې مخکې له منی څخه ووځئ، او که لمر ولوېږي،  بیا له منی څخه ددیارلسمې ورځې له رمي نه مخکې وتل مکروه دي، که څه هم په دې صورت کې درباندې ددیارلسمې ورځې رمي نه واجبیږي؛ خوکه د دیارلسمې ورځې د سهار سپېدو پورې په منی کې تم شوئ،  بیا درباندې د دیارلسمې ورځې رمي واجب ده او په هماغه طریقه به رمي وکړئ په کومه طریقه چې مو مخکې دوه  ورځې رمي کړې وه .

یادونه : که د دیارلسمې ورځې له سهار سپېدو  وروسته،  له رمي پرته له منی څخه ووځئ،  دم  درباندې  واجبیږي .

د ديارلسمې ورځې د رمي وخت

د دیارلسمې ورځې درمي وخت  دهمدې ورځې له سهار سپېدو څخه  تر لمرلوېدو پورې دی .

له زوال  وروسته  تر لمر لوېدو پورې یې سنت  وخت دی .

له سهار سپېدو  وروسته او زوال نه مخکې وختونه  یې مکروه دي .

یادونه : د دیارلسمې ورځې له لمر لوېدو  وروسته د رمي وخت پای ته رسېږي چې وروسته ترې نه رمي روا ده او نه هم درمي قضاء، له دې وروسته یوازې دم واجبيږي .

طواف وداع

کله مو چې مکې څخه د تلو اراده  وي نو طواف وداع  وکړئ، فکر مو وي چې طواف وداع واجب دی او که پرته له طواف وداع څخه مو مکه پرېښودله نو له میقات څخه له وتلو مخکې درباندې واجب ده چې بېرته وګرځئ او طواف وداع وکړئ او که له میقات څخه ووتئ بیا اختیار لرئ، که ګرځئ او که دم ورکوئ، خو دم ورکول غوره دي .

حج مو بشپړ شو، الله جل جلاله دې په خپل دربار کې قبول کړي!


[1] . مسند احمد، حدیث شمیره ۲۶۴۱۶ او معلم الحجاج ۲۱۲.

[2] .  معلم الحجاج ۱۹۰ .

[3] .  الفتاوی التاتارخانیه ۲/ ۲۲۰.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*