وروستي:

کیسه او عبرت

حامد افغان

د تعمیراتو انحنیر ډېر کلونه په یوه کمپنۍ کې کار کاوه، په عمر چې پوخ شو نیت یې وکړ نور کار پرېږدي او خپلي کورنۍ ته ځان خلاص کړي، د کمپنۍ مشر ورته وویل: سمه ده په یوه شرط به له کاره رخصتي درکوم او هغه دا چې موږ ته یو ښه کور جوړ کړه کله چې هغه سرته ورسوې تا ته احازه ده، انجنیر صاحب له مجبوري په نه زړه خبره ورسره ومنله او په کور یې پیل وکړ، په بیړه او بې اتیاتي یې د کور کار روان کړ څو ژر له کاره ځان خلاص کړي، د بیړي او ځان خلاصولو کار خو تش تپل یې، په کم وخت کې یې کور سرته ورساوه او د کمپنۍ مشر ته یې کیلیاني وسپارلې، د کمپنۍ مشر ورته موسکی شو او زیاته یې کړه: له کمپنۍ سره ستا د اوږده کار او خدمت په بدل کې دا کور تا ته په تحفه کې در کوو، انجنیر صاحب ټکر وخوړ او هک حیران پاته شو او پخپله بیړه او بیخونده کار سخت پښیمانه شو، چې پخپل لاس یې د ځان له پاره د ټول عمر کور څومره بې کاره جوړ کړ.
بلاتشبیه دا کیسه د مسلمان هغه عبادت ته ورته ده چې بې له توجه یې په بیړه سره کوي، زموږ عبادت په اخیر کې زموږ خپله پانګه ده الله جل جلاله زموږ عبادت ته هیڅ اړتیا نه لري، هغه زموږ له هرشي بې پروا دی، زموږ ډېری خلک په ځانکړې توګه د اسلام د ستر رکن لمانځه په اړه بې پروایي کوي او په بیړه ځان ورنه خلاصوي، لمانځه ته د توجه له پاره د نبوي حدیث دا جمله هم کافي ده چې یوه صحابي ته یې د هغه د لنډ نصیحت غوښتلو په ځواب کې وفرمایله: کله چې لمانځه ته ولاړ شې داسې یې کوه لکه دا چې دي د ژوند اخیري لمونځ وي. إذا قمت في صلاتك فصل صلاة مودع. احمد وابن ماجه.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*