وروستي:

د یوې نبوي دعا شرحه

حامد افغان 

یا الله بې شکه زه ستا بنده یم، ستا د بنده او مينځي زوی یم، تندی مې ستا په واک کې دی، زما په اړه ستا حکم نافذ او پلی ده، زما په اړه ستا پرېکړه عادلانه ده، ستا په هر خاص نوم چې په هغه دې ځان نومولی یا دې پخپل کتاب کې نازل کړی دی یا دې ستا مخلوق کې چاته ښوولي دی یا دې په علم غیب کې ځان ته غوره کړی دی ؛ په هغه سره ستا نه سوال کوم، چې قران زما د زړه پسرلی، د سینې رڼا د غمونو او دردونو لیري کوونکی وګرځوه. اللَّهُمَّ إِنِّي عَبْدُكَ، ابْنُ عَبْدِكَ، ابْنُ أَمَتِكَ، نَاصِيَتِي بِيَدِكَ، مَاضٍ فِيَّ حُكْمُكَ، عَدْلٌ فِيَّ قَضَاؤُكَ، أَسْأَلُكَ بِكُلِّ اسْمٍ هُوَ لَكَ سَمَّيْتَ بِهِ نَفْسَكَ، أَوْ أَنْزَلْتَهُ فِي كِتَابِكَ، أَوْ عَلَّمْتَهُ أَحَدًا مِنْ خَلْقِكَ، أَوِ اسْتَأْثَرْتَ بِهِ فِي عِلْمِ الْغَيْبِ عِنْدَكَ، أَنْ تَجْعَلَ الْقُرْآنَ رَبِيعَ قَلْبِي، وَنُورَ صَدْرِي، وَجَلَاءَ حُزْنِي، وَذَهَابَ هَمِّي. اخرجه  أحمد، 6/ 247، برقم 3712، ورقم 4318، والحاكم، 1/509، والطبراني في المعجم الكبير، 9/ 13، والبزار، 5/ 363، وابن أبي شيبة، 10/ 253، وحسنه الحافظ ابن حجر في تخريج الأذكار.

شرحه او تفصیل:

د دې نبوي دعا الفاظ او جملې یوه یوه رااخلم او تشریح کوم یې، الناصية: د سر مخکينی برخه یعني تندی، ماضٍ: یعني نافذ او پلی، الهمُّ: هغه غم چې راتلونکي وخت کې د انسان په زړه راځي، الحزن: د الهم خلاف هغه غم چې تیر وخت کې په انسان تیر شوی وي.  مفتاح دار السعادة، 1/ 376.

 دا جمله: (اللَّهم إني عبدك ابن عبدك ابن أمتك) یعني یا الله بې شکه زه ستا بنده یم، ستا د بنده او مينځي زوی یم، دا د الله د بندګي اعتراف ده یعني زه او زما مور او پلار او ټول د الله بندګان او مخلوق یو، د هغه ملکیت او غلامان یو، هغه مو کارونه برابروي او هغه ته هر وخت او هره ګړۍ احتياج یو، په دې جمله کې خورا زیاته عاجزي، خشوع او کامله بندګي ښوول شوې ده، ځکه یواځي په دې خبره بسنه نه ده شوې چې: زه ستا بنده یم، بلکي: ابن عبدک و ابن امتک، هم ورسره زیات شوي دي، څو په تذلل او عاجزي کې تاکید او پختن راشي.  العلم الهيب في شرح الكلم والطيب، ص 343. که د دې نبوي دعا د الفاظو او جملو دقت او ژوروالي او په هغو کې  لویو مفاهیمو او سترو مطالبو ته ځیر شو پوه به شو چې ماثوره او نبوي دعاوي ولې مهمي او ضروري دي.

  دا جمله (ناصيتي بيدك) یعني زما تندی د الله په واک کې ده، هغه  چې څه ډول تصرف په کې کوي خوښه یې ده، د هغه د تصرف تعقیب نه شي کیدی چې څه یې خوښه وي هغه کوي، دا جمله: (ماض فيَّ حكمك) د الله حکم دوه ډوله دی: یو دیني او شرعي حکم دویم کوني او تقدیري حکم، د بنده که خوښه وي یا یې خوښه نه وي د الله دا دواړه حکمونه په هغه نافذ کیدلی شي که څه هم بنده د شرعي او دیني  حکمونو  مخالفت کولی شي او د کوني او تقدیري یې نشي کولی، خو د دې مخالفت سزا به ویني.  فقه الأدعية، 4/ 192.

  دا جمله: (عدلٌ فيَّ قضاؤك) یعني د بنده په اړه د الله قضاوت عادلانه ده، دا د بنده له خوا د الله پر عدالت اقرار ده، د بنده د روغتیا او ناروغي، فقر او غنا خوند او درد، مرګ او ژوند سزا او عذاب په اړه د الله ټولي پرېکړي عادلانه دي او په هیڅ صورت ظلم او زیاتی په کې نشته. قرانکریم وایي: ﴿وَمَا رَبُّكَ بِظَلَّامٍ لِلْعَبِيدِ﴾سورة فصلت، الآية: 46. یعني ستا رب په بندګانو ظلم نه کوي. العلم الهيب في شرح الكلم الطيب، ص 343.

 تر دې ځایه په دعا کې عاجزي او تذلل ښکاره شو او ښه په اتمه او اکمله وجه، طبعاً د دنیا له خلکو که موږ  بې له عوضه د یو شي غوښتنه کوو لومړی خپل عذرونه او اړتیا بیانوو او دا بیان مو عاجزانه او په داسې توګه وي چې هغه د ترحم او شفقت وړ وي، او که یو څوک په غرور او آمرانه لهجه له چانه سوال کوي نه یې شي ترلاسه کولی، نو له هغه عظیم او ستر ذات نه چې ځمکي یې غوړولې او آسمانونه یې درولي دي؛ د سوال کولو په مهال باید کامله او اتمه عاجزي او تذلل ښکاره کړل شي، او هغه کریم او مهربانه ذات ته د عاجزي له ښکاره کولو وروسته سوال کول بې اجابته او قبلیدا نه پاته کیږي.  العلم الهيب، ص 343، په یو څه بدلون سره.

  دا جمله: (أسألك بكل اسم هو لك) یعني ستا هر نوم د سوال له پاره وسیله ګرځوم، او د سوال په وخت د الله نوم وسیله کول تر ټولو غوره او ښه وسیله ده، لکه قرانکریم وایي: ﴿وَلِلَّهِ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَى فَادْعُوهُ بِهَا﴾. سورة الأعراف، الآية: 180. یعني د الله خپل ځانګړي نومونه دي د هغو په ذریعه له هغه نه سوال کوئ. په دې جمله کې د الله د نومونو په اړه ویل شوي: هو لک، یعني هغه نومونه چې تا د ځان له پاره ځانګړي کړي دي، دا جمله تفصیل ته اړتیا لري، یعني الله چې کوم نومونه ځان ته خاص کړي دي هغه به څنګه معلوموو؟ دا تفصیل په لاندې جملو کې بیان شوی دی.

  هغه تفصیل داسې چې (سمَّيت به نفسك) یعني په هغه سره ستا له کمال او جلال سره مناسب  تا ځان نومولی وي، او یا دې (أو أنزلته في كتابك) پخپل کوم کتاب کې نازل کړی وي، په هغو سره مليانو او مومنانو ستا نه سوالونه مړي وي، او یا دې پخپلو مخلوقاتو کې چا ته ښوولي وي: (أو علمته أحداً من خلقك) لکه انبیاو او ملایکو ته او محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم. او یا هغه نومونه چې په علم غیب کې دې ځان ته غوره کړې دي او هیڅ مخلوق ته نه دې ښودل شوي: (أو استأثرت به في علم الغيب عندك).

 له دې تفصیل نه معلومولی شو چې د الله د ښایسته نومونه شمیر معلوم او محدود نه دی، او بله دا چې د الله تعالی نومونه په دری ډوله دي، یو ډول هغه چې ځان ته یې ایښي دي، او چا ته یې چې خوښه شوې ده هغوی ته یې ښکاره مړي دي، لکه انبیاو، ملایکو او نورو ته، خو پخپل کوم کتاب کې یې نه دې بیان کړي. او دویم ډول نومونه دي چې پخپل کتاب کې یې بیان کړي دي او هغه یې بندګانو ته هم معلوم شوي دي، او دریم ډول هغه دي چې په علم الغیب کې یې ځان ته غوره کړي دي او هیچا ته یې هم نه دې ښوولي.  نو دې دعا کې د الله د نومونو دا دريواړه ډولونه یاد شوي او وسیله ګرځول شوي دي.  فقه الأدعية والأذكار، 4/ 192.

 له پوره عاجزي، تذلل او د الله د نومونو له وسیله ګرځولو وروسته د مطلوب خواست او غوښتنه پیل شوه او هغه په دې جمله سره:  (أن تجعل القرآن ربيع قلبي) یعني قران زما د زړه پسرلی وګرځوه، یعني د زړه خوشالي یې وګرځوه، د کال نور دری موسمونه یاد نه کړل شول بلکي پسرلی یاد کړل شو ځکه په پسرلي کې طبعاً انسان خوشاله، سوکاله  او ارام وي، غمونه او اندیښنې نه وي او انسان بیدار او نشیط وي.  العلم الهيب، ص 344. نو د دې جملې مطلب دا شو چې یا الله په قران سره مې زړه خوشاله وګرځوه، او کله چې زړه د قران په تلاوت سره خوشاله کیږي نو بیا په قران کې له تدبر سوه هم مینه پیدا کیږي او په پایله کې یې د قران علم ترلاسه کولو ته هم لاره اسانه کيږي.  تحفة الذاكرين، ص 297.

 دا جمله: (ونور صدري)، یعني چې  په زړه کې مې د الله د معرفت رڼا وځلوي، او وکولی شم حق او باطل سره بېل کړم. او (وجلاء حزني، وذهاب همّي)، یعني چې غمونه او کړاوونه مې لیري کړي، او قران دا کار کوي ځکه قران کې شفا ده. لکه قرانکریم وایي: وَنُنَزِّلُ مِنَ الْقُرْءَانِ مَا هُوَ شِفَآءٌ وَرَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِينَ ۙ وَلَا يَزِيدُ الظّٰلِمِينَ إِلَّا خَسَارًا . [سُوۡرَةُ بنیٓ اسرآئیل/الإسرَاء : 82]. موږ ددغه قُرآن د نازلولو په لړ کښي هغه څه نازلوو چي د منونكو لپاره شفا او رحمت دى، خو د ظالمانو لپاره له زيان څخه پرته بل څه نه زياتوي. او بل ځای وایي:  قُلْ هُوَ لِلَّذِينَ ءَامَنُوا هُدًى وَشِفَآءٌ ۖ [سُوۡرَةُ حٰمٓ السجدة/فُصّلَت : 44]. یعني دوى ته ووايه: “دغه قُرآن د ايمان راوړونكو لپاره هدايت او شفا ده.

 یادونه: اوس مو چې د سپېڅلي پیغمبر صلی الله علیه وسلم د دې لویې او له معنا ډکي دعا په مطلب ځان پوه کړ باید په ظاهري لحاظ دا مختصره دعا یاد کړو او بیا یې هر وخت معنا ته په پوره توجه سره په مخلصانه توګه له څښتن نه کوو. موږ ځیني دعاوې یاد کړې وي په مطلب یې نه پوهیږي او بیا یې الفاظ تکراروو ، دا ډول د دعا تکرار هیڅ ګټه نه لري، هره دعا چې کوو باید خامخا یې په مطلب او تفصیل پوه یو.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*