وروستي:

د علماو احترام (4)

حامد افغان

د علماو غوښې زهرجنې دي

حافظ ابو القاسم ابن عساکر رحمه الله وایي: د علماو غوښې زهرجنې دي ، څوک چې د علماو سپکاوی کوي د هغو په شرمولو اوبې پردې کولو کې د الله جل جلاله عادت معلوم دی، او څوک چې د علماو عیبونه بیانوي خدای به یې له مرګ مخکې د زړه په مرګ مبتلا کړي ، “إن لحوم العلماء مسمومة وعادة الله في هتك أستار منتقصيهم معلومة وان من اطلق لسانه ، في العلماء بالثلب ابتلاه الله تعالي قبل موته ، بموت القلب (التبیان في اداب حملة القران للنووي مخونه ۲۲ – ۲۳ ) .

نن سبا ډېر د کږو سیاستونو ښکار شوي ځوانان د ملت د خواخوږي په پلمه په علماو کې سپکې او له شرمه ډکې خبرې دومره په اساني سره کوي چې انسان ورته ګوته په غاښ پاته شي، دوی دا کار په حقیقت کې یا د خپلو ګټو په نیت کوي او یا دا خلک د ډېرو چالاکو سیاستوالو په لومو کې ګیر شوې وي او د هغوی د فکر او اند نقالي او نخرې کوي، کنه د اسلام په لاره کې د خدمت او مسلمانانو ته د دین رسولو لویه دنده ترننه پورې له علما و پرته بل څوک پرمخبېولی شي . او دا نن چې د اسلام د خدمت په ګڼو برخو کې کوم خلک په کارونو بوخت دي ډېری یې علماء او پوهان دي .

له دې خبرې هیڅ انکار نه شې کیدلی چې په علماو کې بیلارې او ناسم خلک (علماء سوء) هم شته او دین ته یې ښه پوره تاوان هم رسولی دی او لا یې هم رسوي، خو د دې بیلارې علماو مخنیوی او د دوی غلط کارونه په ګوته کول او خلک یې په بیلارې پوهولو کار هم همدا د حق د لارې علماء کوي او د هغو د ناسمو کړنو مقابله هم دوی کوي .

اوس چې ځیني خلکو ته د علماو د هغه درنښت او ستر مقام یادونه وکړې چې اسلامي شریعت ورته معلوم کړی ده ، دوی وایي زموږ مطلب بیلارې ملایان دي ، دا خبره د هغوی ځکه سمه نه ده چې هغوی ټول عمر د عالم په غندنه او عیبونو کې تیر کړی ده او د عالم صفت او ستاینه یې یوه ورځ هم په خوله نه ده راوړې ، نو که ته د بیلارې عالم د غندنې اختیار لرې باید د ښو علماو ستاینه هم یوه ورځ وکړې او د هغوی ستاینه ، په شریعت کې یې مقام او د هغوی احترام هم یوه ورځ باید چاته بیان کړې ، او دا کار تا هیڅکله نه ده کړی او نه یې توقع درنه کیږي نو معلومه شوه چې شف شف دي څه معنی لري، ښکار ه خبره ده چې دا ډول چلند له په نوم عالم سره دښمني ده او دا کار د ایمان او دین له پاره ډېر خطرناک او بدې پایلې لرونکی ده .

د امام ابن عساکر دا مشهوره خبره چې وایي: إن لحوم العلماء مسمومة ، یعني د علماو غوښې زهرجنې دي ، مطلب یې دا ده چې غیبت په قراني نص سره د غوښو خوړلو په معنا ده او د عالم غیبت ډېر خطرناک ده او د عالم غیبت چې څوک کوي ګواکې د هغه غوښې خوري او د عالمانو غوښې زهرجنې دي که څوک یې وخوري الله پاک یې شرموي او رسوا کوي او ډېره شونې ده چې په دنیا کې له داسې ستونزو او مصیبت سره مخامخ شي چې هغه به د دنیا او دین دواړو له پاره لو ی تاوان وي .

د رښتیني عالم غندنه او د هغه عیبونه بیانول په غیر مستقیمه توګه العیاذ بالله د دین تنقیص او عیب بیانول دي ځکه د دین په اړه ټول معلومات خلک له عالمانو نه ترلاسه کوي اوس که د عالم عیبونه بیان کړل شي خلک به فکر کوي چې د دین حامل او د دین سرخیل داسې له عیبونو ډک وي نو طبعا دا ستونزه په دین کې ده العیاذبالله .

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*