وروستي:

نامتو مسلمان فاتحين/ د هرات او بلخ فاتح احنف بن قيس رحمه الله(3)

ليکنه : مفتي حبيب الله قاسمي

د اسلام د تاريخي پېښو څېړونکی او د ديني علومو مدرس

 [۶] :افغانستان ته دحضرت احنف رح  راتګ

الله پاک پرخرسان ـ اوسني افغانستان ـ باندې دهدايت ستر نعمت لورلی و ، حضرت عمر رضی الله عنه دحضرت احنف رحمه مشوره خوښه کړه . اونوموړي ته په خراسان کې دغزا او نويوفتوحاتو دکولو اجازه ورکړه اودلښکر د مشري توغ يې هم نوموړي ته وروتړاه .

حضرت عمر رضي الله عنه يې مشوره خوښه کړه اوپه ۲۲هـ کال کې يې نوموړي ته همده ته د يزدګر دله منځه ونده وسپارله ، هغه و چې نوموړی د يزدګر په تعقيب پسې دحضرت عمر رضي الله عنه په لارښوونه راغی، هرات اوبلخ يې فتح کړل کندز اوتالقان يې هم فتحه کړل اوپه جنوب کې يې په  ۲۴هـ  تر ارغنداب پورې سيمې هم فتح کړې. چې فتوحاتويادونه يې په تفصيل سره بيانوو .

 [۷]حضرت احنف بن قيس رحمه الله فتوحات

امام ابن کثير رح په ((البدايه والنهايه))[1] او علامه ابن الجوزي په خپل تاريخ ((المنتظم)) دحضرت احنف رح دفتوحاتو داستان او کېسې په تفصيل سره راخېستي چې دلته موږ هم له همدې دواړو تاريخونو څخه دحضرت احنف رح د فتوحاتو تفصيلي يادونه د ګرانو لوستونکو مخ ته ږدو .

 [۸]حضرت احنف رح په خراسان کې

د بصري والي حضرت ابن عامر[2]رضی الله عنه ترڅارنې لاندې حضرت احنف رح ترڅلور زره کسيزه لښکر سره  خراسان ته د يزدګر د نيولو په لټون پسې روان شو، حضرت احنف رح چې  د خراسان بريدونو ته ورسيده لومړی  هرات يې ونيو اوهلته يې صحار بن فلان العبدي، خپل ځای ناستی وټاکه . بيا ((مروه الشاهجان)) ته روان شو چې هلته يزدګر پټ و ، دوه نامتو قوماندانان هريو:(( مطرف بن عبد الله)) نيسابور ته  او((حارث بن حسان )) يې سرخس ته واستاول اوحضرت احنف رح په خپله ((مروه شاهجان)) ته وخوځيده ، کله چې  ښار ته نژدې شو يزدګر خبر شو نوله هغه ښاره يې ګډه ((مروه رود)) ته بار کړه  اوحضرت احنف رح ((مروه شاهجان)) ښار له فتحې وروسته بلخ ته دتګ له پاره تياری کاوه. دغه مهال يزدګر د ترکانو واکمن  ((خاقان)) او دغه راز د((چين)) او ((صغد)) واکمنو ته ليکونه واستول اومرسته يې ورڅخه غوښتله .

 [۹]حضرت احنف  په بلخ کې

احنف رح له دې وروسته ((مروه رود)) ته په يزدګر پسې روان شو او په ((مروه شاهجان)) کې يې خپل ځای ناستی  حارثة بن النعمان پرېښود اودغه مهال احنف رح ته له کوفې نور مجاهدين  هم راورسيدل ، کله چې يزدګر دمسلمانانودلښکر له راتګ نه خبر شو نو له ((مروه رود)) څخه بلخ ته ولاړ ، اوپه بلخ کې اسلامي لښکر له ده سره خونړۍ جکړه وکړه اوماتي يې وخوړه اوله هغه ځای په تېښته بريالی شو  اوامو درياب څخه پورې ووت اودخراسان پاچا له حضرت احنف رح سره دروغې تړون وکړ اوپه دهمدې تړون په رڼاکې حضرت احنف رحمه الله په هرلوی ښار کې خپل والي وټاکه . دغه مهال حضرت احنف رح له بلخ څخه بيرته ((مروه رود)) ته ستون شو اود دغو فتوحاتو په اړه يې حضرت عمر رضی الله عنه ته زيری ورکړ او د فتوحاتو تفصيل يې په ليک کې ورته واستاوه .

[۱۰]حضرت عمر رضی الله عنه ته داحضرت احنف رح له لورې  د فتوحاتو زيری

حضرت احنف رح د خپلو فتوحاتو خبر د ليک له لارې حضرت عمر رضی الله عنه ته واستاوه ،  حضرت عمر رضی الله عنه د مسلمانانو پر سوبو او برياووزيات خوښ شو  او دليک په ځواب کې حضرت احنف ته يې داسې لارښوونه وليکله : (( له امودريابه مه پورې وځه اوس کوشش وکړه هغه ولايتونه ښه وساتې چې تازه دې فتحه کړي دي )).

 [۱۱]دخراسان په اړه دحضرت عمر رضی الله عنه اندېښنې  

دغه مهال حضرت عمر رضی الله عنه وويل : ((کاشکې زموږ او خراسان ترمنځ داور ستر درياب(بحر من نار.) وای  !! دغه مهال حضرت علي رضی الله عنه ترې وپوښتل :

ولي داسې هيله کوې ای اميرالمومنينه !

حضرت عمر رضی الله عنه : ځکه ددهغه وطن خلکو له موږ سره خپله ژمنه دری ځله ماته کړه اوپه دريم ځل به پرموږ باندې بريالی شي .

حضرت علي رضی الله عنه: پروا نه کوي که ژمنه ماتوي نودوی به يې ماتوي اودهغې پړه خو پرمسلمانانو نه ورځي .

 [۱۲] ((په مروه ردو)) کې د يزدګر او اسلامي خونړۍ جګړه 

 ديزدګر ليک ته که څه هم دچين اوصغد واکمنو کومه پاملرنه  ونه کړه ؛خودخاقان پاچا يې مرسته وکړه او دترکانود لښکر په مرسته بېرته دبلخ دنيولو له پاره له آمو درياب څخه پورې ووت اوبلخ يې بيرته ونيو اودحضرت احنف رح ټاکلی وليان بيرته ((مروه رود)) ته ستانه شول اوبيا  يزدګر له ستر لښکر سره ((مروه رود)) ته ولاړ .او((مروه رود)) يې په دې موخه کلابند کړ چې هغه سترې پآنګې ترې وباسي چې يزدګر هلته خښه کړې وه . اوله پانګې ترلاسه کولو وروسته بيرته دبلخ پرلوري روان شو او خاقان ورته په بلخ کې انتظار و  اودغه مهال مسلمانان دحضرت احنف رح له وينا سره سم ديزدګر لښکر تعقيب نه کړ .

د مروه رود دکلابندي پرمهال به ترکانو د ورځې پرمسلمان غلچکي بريدونه کول اودشپې به ورک شول او حضرت احنف رح لښکر يې زياته پرېښانه کړی وو او په دې نه پوهيدل چې دوی دشپې چيرته پټيږي يوه شپه حضرت احنف رح ددوی ځای ته ورغی اودری تنه سپاره ترينه ووژل چې په دې سره ترکان له جنګ لاس واخېست اوبيرته خپل وطن ته ستانه شول .

  [۱۳] د يزدګر وروستۍ ماتې ا و وروستی برخليک

 مسلمانانوزياتې ولجې له ترکانوترلاسه کړې اوددغې فتوحاتو زيري حضرت احنف رح مدينې منورې ته واستاوه په ليک په رسيدو حضرت عمر رضی الله عنه په نبوي جومات کې مسلمانانو ته دتل له پاره د فارس دامپراطوري دماتېدا زيری ورکړ .

اوبياچې کله يزدګر له خاقان سره روانيده خپل قام يې له تګه ايساراواه خويزدګر پرتګ اصرار کاوه اوغوښتل يې چې پانګې له ځان سره يوسي اوپه همدې ورسره دخپل قام شخړه شوه اوله جګړې وروسته يزدګر له کم شميرکسانوسره  فرغانې ته ولاړ اوديزدګر لښکريان ټول حضرت احنف رح ته تسليم شول او دامن تړون يې ورسره وکړ .اوزياتې خزانې يې حضرت احنف رح ته وسپارلې  .

يزدګر بيا دحضرت عمر رضی الله عنه دخلافت په زمانه کې هم ژوندی و اودحضرت عثمان رضی الله عنه دخلافت په زمانه کې بيرته  داوسني ايران قم ته راغی خوخپل قام بياوواژه . اومسلمانان يې له غمه دتل له پاره بې غمه شول .[3]

 [۱۵]حضرت احنف رح دخراسان دوالي په توګه

نامتوسيرت پوهه ابن اسحاق وايي : دخراسان والي حضرت ابن عامر رضی الله عنه  له نيساپور څخه دعمرې احرام وتاړه اوپه خراسان کې يې خپل ځای ناستی حضرت احنف رح وټاکه دحضرت ابن عامر رضی الله عنه له تګ وروسته دخراسان خلکو سر پورته کړ اوپه مروه کې سخته خونړۍ جګړه شوه خو حضرت احنف رح بياهم ماتې ورکړه.

حضرت ابن عامر رضی الله عنه له عمرې  راستون شو نودغه مهال حضرت احنف بيرته حضرت عثمان رضي الله عنه ته ورستون شو.

 [۱۷]حضرت احنف بن قيس رحمه الله مړينه

ابن سعد وايي چې : حضرت احنف دحديثو ډير کم روايتونه  لري او په بصره کې اوسېده ، دژوند په پای کې د عراق د امير حضرت مصعب بن زبير رحمه الله دغورځنګ پلوي و واوديوه پلاوی په مشري کوفې ته ورغی و واو دهمدې سفر پرمهال پرکال په ۷۲هـ کې په کوفه کې ومړ . حضرت مصعب رحمه الله  يې په مرګ زيات خپه و اود ډير خپګان له امله له څادره پرته يې جنازه راوتلی سره له دې چې تردې دمخه نوموړی هېڅکله  بې څادره دباندې راوتلی نه و. يوعالم روايت کا: پرحضرت احنف رح چې خاورې واړول شوې  نو قبر يې موږ ته دومره پراخ څرګند شو  څومره مو سترګو کار کاوه .

[۱۸]حضرت احنف بن قيس رحمه الله غوره:

دحضرت احنف رح ويناوې دکاڼې کرښې ګڼل کيدلې اوهره وينا يې د متل بڼه لرله ، تردې چې دعربي ادب امام جاحظ يې غوره ويناوې له لقمان حکيم څخه هم پياوړي بولی ،دنوموړي دويناوو همدې ارزښت ته په پام سره عربو مورخينو اودعربي ادب نامتو امامانو يې ويناوې په خپلوکتابونوکې خوندي کړي دی [4]دلته د لوستونکو له پاره دنوموړي يوڅه ويناوې را آخلو :

لومړی وينا :

زه دری خويونه لرم چې يوازې يې ستاسو دګټې له پاره درته بيانوم:

۱ـ زه ددوه کسانو منځ ته دهغوی له بلنې پرته هېڅکله نه يم ورغلی .

۲ـ اوهېڅ وخت دواکمنو دروازو دريدلی نه يم

۳ـ اونه هم واکمنوته دتمې په خاطر ښکته پورته شوی يم.

دوهمه وينا :

دروند سړی هېڅکله درغلی نه کوي او هوښيار سړی هېڅ وخت درواغ نه وايي او مسلمان غيبت نه کوي .

دريمه وينا :

ټول عمر مې ناستو خلکو ته هغه څوک په ښه خوله ياد کړي چې له مجلسه به يې خدای په اماني واخېستله.

څلورمه وينا :

زه هغه سړي ته حيران يم چې دمتيازو له ځای پيدا دی او بيا هم

غرور اولويي کوي .

پنځمه وينا :

پرخپلو ناپوهانوپاملرنه اولورينه وکړئ که نه داسې ناوړه کار به ترسره کړي چې تاسو به ور پورې سپک يادشئ اوله ستونزسره به مو لاس وګرايون کړي[5].

شپږمه وينا :

يو حضرت احنف رح ته وويل : پلانی سړی دې بد يادوی ، ده ورته وويل : شيطاني د ښه سړی کار نه دی .[6]

اومه وينا :  انصاف اشنايي ژغوري اوله خپلوانوسره ښېګڼه او لورينه مينه زياتوي.

اتمه وينا :

سړي يتوب دادچی:  خپل  راز وساتئ او بل ته زيان ونه  رسوئ. [7]

نهمه وينا :

بدنيتی (حاسد) سړی به  آرامه ورځ ونه ويني . درواغجن  سړي  ټيکه (ټيکاو)نه لري،دوه مخه سړی ژمن (وفادار) نه وي ،له بخيل سړي څخه په چل هم روپۍ نه اېستل کيږي ، اوبدخويه سړی به بريا په سترګو هم ونه ويني .[8]

لسمه وينا :

حضرت  احنف رح به په سپين ګيرتوب کې روژه نېوله چاورته وويل : اوس سپين ګيری يې روژه مه نېسه بيادې کمزوری کوي : ده ورته ويل : زه يوه اوږده سفر پرې چمتو والی نېسم .

يولسمه وينا  :

څلوېښت کاله وشول چې دايوه سترګه مې وتلي خوترواسه مې چاته ګيله (شکايت) نه دی کړی .

دولسمه وينا :

سينه مې پراخه نه ده ؛ خو له زغمه کار اخلم.

ديارلسمه وينا :

چاترې وپوښتل : دقام مشري دې په څه حکمت وساتله ؟  ده وويل : پرهغه څه به مې کار نه لاره چې ورسره کار  به  مې نه و .

 څورالسمه وينا :

څوک چې دخلکو په هغو کارونو ګوټې وهي چې خلک پرې خپه کيږي نوخلک به له ځان پکې خبرې کوي .

پنځملسمه وينا :

له وږي سره له مړښت دمخه مشوره مه کوئ اودغه راز له تږي سره له څښاک دمخه اوله بندي سره ترخلاصون دمخه  او له تنګلاسي سره له پراخي دمخه  او له هيلمن سره

دهيلو تربشپړيدو دمخه مشوره مه کوه  . [9]

له شک پرته دحضرت احنف رحمه الله دخواريو له برکته زموږ د هېواد په شمال کې دلومړي ځل له پاره داسلام بلنه خپره شوه اوپه دې فتوحاتو دبصري دوالي اودخراسان دفاتح   حضرت عامر رضی الله عنه ستر لاس و ، له همدې امله به له دې وروسته به دنوموړي پېژندنه تاسو ګرانو لوستونکوته وړاندې کړو .


 [1] البدايه والنهايه : ۷/۱۰۱

[2]  عبدالله بن عامر دفارس اوخراسان فاتح ګڼل کيږي ، اودحضرت عثمان رضی الله دترور زوی کيږي ،اوحضرت علی رضی الله عنه به يې زياته ستاينه کوله. دنوموړي پيژندنه به که خدای کول له دې وروسته تاسو ته وليکو .

[3]المتنظم : دابن الجوزي : ۲/ ۲۳۶

[4] علامه زرکلي رح دخپل کتاب الاعلام دلومړي ټوک د ۲۷۷ مخ په لمن ليک کې کاږي : داحنف رح ويناوې اوګټورې خبرې د تاريخ او ادب په کتابونوکې خورې وري دي ،کاشکې څوک يې راټولي کړي ،عبد العزيز بن يحيى الجلودي داحنف کېسې او پېښې راټولې کړي دي ، مايې هم  ژوند پېښې او ويناوې راټولې کړي دي او په  زړه کې مې دي چې که خدای  توفيق راکړ ؛ نو يوښه کتاب به ترې جوړوم .

[5] وفيات الاعيان دابن خلکان :۲/ ۵۰۵

[6] دابن عساکر  د د مشق  تاريخ : ۲۴/ ۳۳۷

[7] دامام ذهبي سير اعلام النبلاء : 4 / 93

[8] دامام ذهبي تاريخ الاسلام : 2/ 779

[9] المفصل فی تاريخ الغرب : ۱/ ۲۴۰۷

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*