وروستي:

د علماوو احترام (3)

حامد افغان

جابر بن عبدالله رضي الله عنه وایي: رسول الله صلي الله علیه وسلم به د احد په غزا کې وژل شوې مړې دوه دوه کسان په یوه قبرکې خښول، کله به یې چې په لحد کې کېښودل پوښتنه به یې وکړه: د کوم یوه ډېر قران یاد و؟ چا به که کوم یوه ته اشاره وکړه هغه به یې په لحد کې مخکې کېښود. وعن جابر رضي الله عنه أن النبي صلى الله عليه وسلم كان يجمع بين الرجلين من قتلى أحد يعني في القبر ، ثم يقول : أيهما أكثر أخذاً للقرآن ؟ فإذا أشير له إلى أحدهما قدمه في اللحد . رواه البخاري .
د علماو تعظيم، احترام او د هغوی درڼښت کول په شرعي لحاظ دومره مهم دی چې د اهل سنة والجماعة د عقیدې کتابونو په متونو کې یې هم ذکر شوی دی، په داسې حال کې چې په دې کتابونو کې د مهمو او اساسي عقیدوي مسائلو يادونه کیږي، او په دې کتابونو کې په ټولیزه توګه د اهل سنة والجماعة د اتفاقي موضوعاتو یادونه کیږي، لکه امام ابو جعفر الطحاوي رحمه الله پخپل مشهور کتاب “العقيدة الطحاویة” کې وایي: وعلماء السلف من السابقين ومن بعدهم من التابعين أهل الخير والأثر وأهل الفقه والنظر لا يذكرون إلا بالجميل، ومن ذكرهم بسوء فهو على غير السبيل ” . ” متن العقيدة الطحاوية ” (ص 58). ژباړه: او د سلفو مخکیني او وروستي علماء، تابعین، د خیر او نظر خاوندان او فقهاء باید خامخا په ښه خوله یاد کړل شي، او څوک یې چې بد یادوي هغوی د اهل سنة له لاري کاوه روان دي.
أبو سنان الأسدي رحمه الله وایي : کله چې طالب العلم زده کړه نه کوي یا مخکي د کومي دیني مسئلې له زده کړي د علماو په خلاف خبري کوي او په هغو بد رد وایي؛ دا کس هیڅکله نشي بریالی کیدلی. ترتيب المدارك وتقريب المسالك .(1/372). زموږ د مختلفو فکري مکتبونو او دیني کړیو طالب العلمانو هم دا محبوبه بوختيا ده چې د مخالف لوري د علماو او مشایخو پرخلاف وچ او لانده بادوي او په خپلو کې د یوه بل پر خلاف زهرجن تبلیغات کوي، د تجربې او مشاهدې خبره دا ډول خلک اکثره ناکام او بیلاري شوي دي او له مقدسي علمي بوختیا کاږه شوي او په نورو ناسمو او چټي لارو تللي دي. الله المستعان.

څوک چې د علماو پر خلاف خبري کوي د هغه د سوء خاتمې ویره ده، دلته په مستنده توګه د یوه مشهور عالم د خاتمې د بد حالت کیسه رااخلم، قاضي أبو عبد الله محمد بن عبد الله بن أبى بكر الزبيدي (پیدا: 710هـ) مشهور عالم تیر شوی دی، د یمن له مشهورو فقهاوو یې علم او فقه ترلاسه کړې وه، د “التنبیه” په نوم متن باندې یې تقریبا په شل ټوکه کې شرحه لیکلې، درس او دارالافتاء یې وه او په یمن کې یې زیات شهرت لاره، او په کال: ( 791 هـ ) کې وفات شوی دی، حافظ ابن حجر رحمه الله وایي: جمال المصري راته ویل: زه د هغه د وفات په مهال هلته وم، ما هغه د وفات په وخت کې پخپله وليدی چې ژبه یې راوتلې وه او.مخ یې تک تور و، نو اړوند خلکو یې ویل چې له دې حالت سره ځکه مخامخ شو چې ده به د إمام النووي رحمه الله تعالى په خلاف سختي بدې او سپکي خبرې کولې. الدرر الكامنة في أعيان المائة الثامنة .(5/234)
امام ابن القیم رحمه الله وایي: د شریعت له قواعدو او حکمت نه معلوميږي چې د چا نېکۍ زیاتي شي، او لوی دیني کارونه ترسره کړي په اسلام او مسلمانانو د هغه اغیز زیات او ښکاره وي نو د داسې کس له پاره د نورو په نسبت خامخا خصوصیتونه شته دی بای خامخا ځانکړی تشخص ولري او هغه به د درنښت او احترام وړ وي، ځکه ګناه پلیتي ده او کله چې اوبه دوو جرو یا بیلرونو ته ورسیږي نو پلیتي یې نشي مردارولی، خو کمي اوبه په کمه پلیتي سره هم مرداریږي. ” مفتاح دار السعادة ” (1/176)

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*