وروستي:

د علماو احترام (2)

حامد افغان

د لوړ حدیث په اړه یو څه نور تفصیل ته هم اړتیا ده، دا مبارک حدیث امام البخاري پخپل صحیح کې روایت کړی دی او د یوه نسبة اوږده حدیث د پیل جمله ده، عن أبي هريرة رضي الله عنه قال : قال رسول الله – صلى الله عليه وسلم – : إن الله قال ( من عادى لي وليا فقد آذنته بالحرب. رواه البخاري .یعني څوک چې زما له ولي سره دښمني کوي هغه زه هلاکوم،

په حدیث کې له “ولي” نه مراد دوست او ملګری دی، او حافظ بن حجر رحمه الله یې داسې تعریف کړی دی: العالم بالله ، المواظب على طاعته ، المخلص في عبادته. یعني د الله د دین عالم، هر وخت د الله پیروي کوونکی او د هغه په عبادت کې مخلص؛ د الله ولي بلل کیږي. آذنته بالحرب، یعني هغه ته د جګړې خبر ورکوو یا هغه ته جګړه اعلانوو، دا جمله ما په (زه یې هلاکوم) سره وژباړله ځکه جګړه کې غالبا یو لوری هلاکت سره مخامخ کیږي، دلته جګړه له الله سره ده، نو له الله سره جګړه کوونکی به خامخا هلاکت سره مخامخ کیږي.

د حدیث درجه

د حدیثو د علم پوهان وایي: دا حدیث د علماو په ستاینه او د الله له لوري د اولیاو او علماو د ملاتړ په اړه خورا مهم او غوره حدیث دی، امام الشوکاني رحمه الله وایي: په دې حدیث کې خورا مهمي او د ګټي خبري راغلې دي، څوک چې په دې حدیث ځان پوه کړي او غور په کې وکړي نو په پوره توګه به د دې حدیث لوړ شان ورته روښانه شي. لکه مخکي موږ وویل زموږ راخیستې جمله د حدیث یوه برخه ده او مراد ټول حدیث دی.

د مختلفو ګناهونو په اړه قران کریم او نبوي حدیثو کې الهي عذاب د وعيد په توګه د جهنم، اور او دې ورته عذاب یادونه کیږي، خو د الهي وعيد په دې اوږده باب کې دوه ځایه یا دوو ګناهونو کې له الله سره د جګړې خبره شوې ده، یعني د وعيد پو توګه د هلاکت خبره شوې ده او هغه له الله سره د جګړې په سخت او ویروونکي تعبیر سره، هغه دوه ځایونه یو همدا له علماو سره د دښمني ګناه او دویمه د سود او ربا ګناه په اړه. لکه قرانکریم کې یې تفصيلات بیان سوي دي، په دومره توپیر چې دلته الله وایي: زما له خوا د جګړې اعلان دی، او سود خورو ته الله وایي: تاسو زما سره جګړه اعلان کړئ. العباد بالله تعالی.

د الله وليان څوک دي؟

د الله د ولي ښه تعریف پخپله قرانکریم کړی دی، قرانکریم وایي: أَلَآ إِنَّ أَوْلِيَآءَ اللَّهِ لَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ. الَّذِينَ ءَامَنُوا وَكَانُوا يَتَّقُونَ. [سُوۡرَةُ یُونس : 63/62] واورئ! څوك چي د الله دوستان دي، پر هغو كومه وېره او کړاو نشته؛ هغوى چي ايمان یې راوړيدى او د پرهېزګارۍ کړنلاره یې غوره کړېده. یعني څوک چې رښتيني ایمان او تقوا ولري هغه د الله ولي دی، نو د حقیقي ولایت دوه رکنه دي ایمان او تقوا، بناء هر متقي مومن د الله ولي دی، مطلب دا شو چې د ولایت مقام د هیچا تر واک او کنتروله لاندي نه دی، نه د کومي مخصوصي ډلي اجاره داري ده او نه د ځانګړيو کړیو په مخصوصو کړنلارو او بېلو القابو سره ترلاسه کیدلی شي.

دا هم باید روښانه کړو چې متقي مومن کیدل هم تشه د خولې خبره نه ده او نه په بې علمه او بې عمله ادعا سره سړی متقي مومن او د الله ولي کیدلی شي، رښتيني او متقي مومن هغه دی چې د الله په دین ځان پوه کړي د الله مخلصانه اطاعت او د رسول الله د سنتو بې ریا او مخلصانه پیروي وکړي، لکه امام الشوکاني رحمه الله چې وایي: د کره او شرعي ولایت پیژندلو معیار د الله د کتاب او نبوي سنتو علم او په هغو دوامداره او مخلصانه عمل ده، په دې دواړو ټينګي منکولي لګول او هیڅکله نه ورنه کږېدل رښتيني ولایت ده، او له دې پرته نوري لاري د کاروباري خلکو دي، د هغوی دعوې پوچي او دروغ دي.

د الله د ولیانو او علماو د دښمني حرمت

د الله د ولیانو او علماو مینه، احترام او له هغوی سره ښې اړیکي واجب او لازمي دي او دښمني او مخالفت یې ناروا او حرامه ده، لکه لوړ حدیث کې د دوی دښمني له الله سره جګړه وبلل شوه، او الله د خپلو مومنانو دفاع کوي، بنده د الله د مقابلې توان نه لري لکه قرانکریم چې وایي: إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللَّهُ وَرَسُولُهُۥ وَالَّذِينَ ءَامَنُوا الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلٰوةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكٰوةَ وَهُمْ رٰكِعُونَ. وَمَن يَتَوَلَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُۥ وَالَّذِينَ ءَامَنُوا فَإِنَّ حِزْبَ اللَّهِ هُمُ الْغٰلِبُونَ. [سُوۡرَةُ المَائدة :56/ 55] . یعني ستاسي ملګري خو په حقيقت کښي یوازي الله، او د الله پېغمبر او هغه مؤمنان دي چي لمونځونه قائموي، زكات وركوي او د الله په وړاندي سرټيټوونكي دي. او څوك چي الله، او د هغه پېغمبر او مؤمنان خپل ملګري نيسي؛ هغه ته دي څرګنده وي، چي همدا د الله ډله غالبېدونكې ده.