وروستي:

نامتو مسلمان فاتحين/ د هرات او بلخ فاتح احنف بن قيس رحمه الله(2)

ليکنه : مفتي حبيب الله قاسمي

د اسلام د تاريخي پېښو څېړونکی او د ديني علومو مدرس

 [۵]حضرت عمررضی الله عنه احنف رح بشپړ کال څاري

 کله چې حضرت عمر رضی الله عنه ته نوی خلافت وسپارل شولکه دمخه يې کېسه تيره شوه چې حضرت احنف رحمه الله له بصرې څخه   دلس کسيز پلاوی سره راغی اودحضرت عمر رضی الله عنه په مخکې  ښکلی وينا وکړه چې له ويناڅخه يې حضرت عمر رضی الله عنه اغېزمن اواندېښمن شو ځکه نوموړی به دټولنې له هغو ځيرک ځوانانو اومشرانو اوخوږې ژبې له خاوندانو څخه په زړه کې زياته اندېښنه لرله اوفرمايل به يې : ((وإ ذ ا فَسَدُوْا کَانَ ذَکَاؤُهُم وَبَالاً عَلَی النَّاسِ )) کله چې دځيرکودماغ خاوندان فاسد شي نوبيايي پوهه د ټولنې له پاره دګتې پرځای سراسر زيان او ناسور وي.  کله چې حضرت عمر  رضی الله عنه ته  ددې تميمي ځوان له مخکنۍ وينا څخه يې ورته پياوړتيا، ځيرکتيا  اوخدايي صلاحيتونه څرک معلوم شو له همدې امله حضرت عمر رضی الله عنه سره داتلوسه اوليوالتيا پيداشوه  ،چې ددې ځوان پالنه پخپله وکړي اودغه راز يې له نورو صحابه وو رضی الله عنهم څخه هم د استوګنې په موده کې تربيه او ديني زده کړې هم ترلاسه کړي . اوله ځان سره يې يوکال په مدينه منوره کې ايسار کړل.

حضرت احنف په خپله داسې کېسه کوي : زه حضرت عمر رضی الله عه ته ورغلم اوهغه ځان سره يوکال وساتلم اوسهار اوبيګاه مې ليدو ته راته له يوه کال وروسته يې راته وويل : ته پوهه شوې چې يوکال مې دڅه له پاره اېسار کړې وې ؟ ماستا ازموينه اخېستله پرمادې خبرې ښې ولګيدلې اوظاهري بڼه دې راته ښه وبرېښدله غوښتل مې د باطن په اړه دې هم يوڅه ځان خبر کړم ، اوس مې باور راغی چې باطن  دې له ظاهري خبرو اوبڼې  يوشان دی اوداکار مې ځکه وکړ چې موږ پيغمبرصلی الله عليه ددې امت په اړه له هوښيار منافق څخه ويرولي يو[1] . ای ا حنفه ! شکر وباسه چې له هغې ډلې څخه نه يي. اوبيايي رخصت کړم .

  [۶] : له حضرت عمر رضی الله عنه سره د حضرت احنف رح دوهم ځل ارزښناکه ليدا

 حضرت احنف په دوهم ځل دحضرت عمر رضی الله عنه ليدو ته ورغی اويوه ښکلي مشوره ورکړه چې هغې مشوره داسلام تاريخ کې يونوی باب پرانېست اوهغه داسې چې  :

((هرمزان)) دايراني لښکر نامتو ،تجربه کار او تکړه قوماندان و، نوموړی دنورو جنګي قوماندانوپه پرتله دخپلې امپراطوري دټينګښت له پاره ډيرې هڅې کولې اوپه خورا ستر مورال دمسلمانانوپه وړاندې جنګيده اودجګړې په ډګر کې مسلمانانو لومې جوړولې اوپه درغلي کولو کې يې زيات شهرت ګټلی و .

داسلامي لښکر برياوو نوموړي زياتره وخته سولې کولو ته اړ کړی و ؛خوکله به يې چې بريا وليده نوسمدلاسه به يې خپله ژمنه ماته کړه اوپه جګړه به يې لاس پورې کړ .

دمسلمانانولښکر چې کله د((تستر)) ښار کلابند کړ ؛نو((هرمزان)) يوې خوندي کلا ته پناه يو وړه اومسلمانانو يې چې دنيولو هڅه وکړه نوهغوی ته يې په لوړ آواز وويل : ((له ماسره سل غېشي دي ؛ نوکه هرڅوک ماته د را نژدې کېدو هڅه وکړي زه به يې پردې غېشو ولم او تاسو خبر ياست چې زما نښه نه خطا کيږي ، زه به په اسانه ستاسو لاس ته  در نه شم اوکه درځم نوپه تاسو کې به مې سل کسان وژلی وي )).

مجاهدينو ورته وې ويل : ته څه غواړې .

هرمزان : زه يواځې ستاسو دخليفه عمربن خطاب په لارښوونو عمل  کوم اوهغه چې له ماسره کوم چلند کول غواړي نوزه ورته چمتو يم

مجاهدين : ستاسو وړندايز مو ومانه .

ددې خبرې په اوريدو ((هرمزان)) خپله له غشو ډک ترکش وغورځاوه اوپه ټيټه غړۍ له کلا څخه راښکته شو . مجاهدينو هغه ونيو اودڅو زړه ورو مجاهدينو ترڅارنې لاندې يې مدينې منورې ته واستول شو . چې مشري يې دپيغمبرصلی الله عليه وسلم دخادم حضرت انس بن مالک رضی الله عنه اوحضرت احنف رح کوله .

دمجاهدينودغه پلاوي  له ځان سره اميرالمومين ته دبريا (فتحې زيری اودغه راز دولجې (غنيمت) پنځمه برخه يې هم دبيت المال له پاره واخېستله .

مجاهدين چې مدينې منورې ته نژدې شول نو هرمزان يې په خپله بڼه جوړ کړ ، هغه ارزښناک وريښمين کالي ورواغوستل چې د زرو ګل کاري ورباندې شوې وه ، اوپه سر يې تاج هم ورکېښودچې قيمتي لالونه پکې لګيدلی و اودزرو باوګان يې هم دهغه مهال له عادت سره سم ورپه لاس کړل چې پر قيمتی ډبرې پکې لګيدلي وې.

دوی چې دوی دمدينې ښار ته ننوتل نوليدو ته کمکيان اومشران راټول شول اوټولو دبندي جامو ته ډيرحيران وو . دوی لومړی ((هرمزان)) دحضرت عمر رضی الله کورته ورساوه خوحضرت عمررضی الله عنه پرکور نه و اوله پوښتنې وروسته معلومه شوه چې نبوي جومات ته تللی دی . دوی چې جومات ته ورغلل هلته هم نوموړی نه و اوڅومره چې وخت ووت هغومره دخلګوګڼه زياتيدله ، دغه مهال يوڅوتنوکمکيانو ورته وويل : حضرت عمر رضی الله عنه دنبوي جومات ښۍ څنډې ته دونې لاندې ويده دی اوخپل څادر يې سر ته اېښی دی . دوی هرمزان دجومات ښی لورته روان کړ وې ليدل چې دمسلمانانوخليفه ويده دوی په ډيره آرامي سره يې ترڅنګ کېښناستل.

((هرمزان)) په عربي نه پوهيده نوځکه ګومان هم نه کاوه چې دغه ويده سړی به اميرالمومنين وي ، خودومره يې اوريدلی و چې د مسلمانانو خليفه ډير ساده ژوند لري اودنياوی سينګار يې نه خوښيږي . خوله دې سره يې دومره ګومان هم نه کاوه چې هغه سړی چې دروم اوفارس امپراطورۍ له خاورې سره برابرې کړې هغه دې د جومات په څنډه کې له کوم ساتندوی پرته په سپيرو خاوروکې داسې بې غمه ويده وي .

((هرمزان)) ګومان وکړه چې مسلمانان غلي ناست دي کيدای شي د لمانځه تياری به کوي او دخپل خليفه راتګ ته به انتظار باسي ، دغه مهال حضرت احنف رح خلکوته اشاره کوله چې شور ونه کړي څو داميرالمومين خوب خراب نه شي ځکه نوموړي له حضرت عمررضی الله عنه سره يوکال تير کړی و نوموړي ته معلومه وه چې دشپې زيارته برخه کې حضرت عمررضی الله عنه وېښه تيروي داسې چې يادجومات په محراب  اوياهم کور کې په لمانځه ولاړ وي او دشپې زياتره برخه دياهم الله پاک پرعبادت روڼه تيروي اوياهم دخپل ولس دحال اخېستو له پاره دمدينې په کوڅوکې ګرځي. خلکوته چې دحضرت احنف دچوپ کيدو اشارې زياتې شوې ؛ نو دغه مهال ((هرمزان)) پوه شو اوله حضرت مغيره بن شعبه رضی الله عنه څخه  يې په فارسي پوښتنه وکړه چې :

هرمزان : داويده سړی څوک دی؟

مغيره بن شعبه : دا امير المومنين حضرت عمر بن خطاب دی .

هرمزان وارخطا لهجه وويل : همد اعمر بن خطاب دی ؟ نو ساتندويان يې نشته !!! داخو پيغمبر بايد وبلل شوی وای .

مغيره رضی الله عنه : داسړی دپيغمبرانوپه پله روان دی اوپه حضرت  محمد صلی الله عليه وسلم باندې دنبوت لړۍ پای ته ورسېدله له هغه وروسته بل پيغمبر نه راځي.

خلک شېبه په شېبه زياتېدل اودخلکوشور هم ورسره زيات شو چې له امله يې حضرت عمررضی الله عنه هم له خوب راوېښ شو، دخلکوګڼې ته حيران و بيايي په  ايرانۍ جنرال سترګې  ولګيدلې چې قيمتي پاج يې په سر اوپه لاسونوکې يې دسرو زور داسې باوګان وو چې ستړګې يې له ځان سره وړلې اوپه دې سره نور هم حيران شو اوهغه ته يې په ځير سره وکتل اوبيايي ويل :

داهرمزان نه دی ؟

احنف بن قيس : هو ! دا هرمزان دی .

دايراني جنرال پرتن يې دورېښمو اوسروز سينګار وليده نومخ يې ترېنه واړاوه  اوبيايي وفرمايل :

اعوذبالله من النار .. واستعين به علی الدنياء  الحمدلله الذي اذل ه‍ذا واشياعه للاسلام

دالله پاک دربار ته ددوزخ له عذابه پناه غواړ م اوپه دنياوي چاروکې دالله پاک مرسته غواړم . دالله پاک ستاينه چې هرمزان يې رسوا اواسلام په وړاندې مات کړ .

ای مسلمانانو په اسلام منګولې ولګوئ !اودخپل نبي توښه مه هيروئ ، ګورئ ! دنيا مو تېر نه باسي ،هغه ډيره تېراېستونکې ده .

کله چې اميرالمومنين خبرې پای ته ورسولې ؛نوبيا حضرت احنف ورته د مسلمانانو د بريا زيری ورکړ او په دې غزا کې چې الله پاک کومه ولجه اوغنيمت په لاس ورکړی د هغه يادونه يې وکړه اوبيايي وويل :

اميرالمومنين ! هرمزان موږ ته ځان په خپله وسپاره اوتاسو يې يادولئ چې ماته کومه لارښوونه وکړي هغه به په دواړو سترګو منم او په دې لړکې تاسو ورسره په خپله ورسره خبرې وکړئ .

حضرت عمر رضی الله وفرمايل : څو پورې يې چې  پر تن دغه دکبر او غرور دغه جامه وي زه ورسره خبرو ته تيار نه يم ، ماته  د غرور جامې خوند نه راکوي .

له دې لارښوونې سره دنوموړي تاج اوورېښمو جامې ترې لېرې کړل شوې اوله لاسونو يې باوه ګان هم وه اېسته شول اوبياساده جامې ور واغوستل شوې .

بياحضرت عمر د((هرمزان)) لورته اشاره وکړه او وې فرمايل : هرمزانه ! ته څومره درغلي کوونکي (چل باز) سړی يې ، ته ووايه  خپله ژمنه دې څوځله ماته کړه؟  اوس دې  د خپلې ژمنې ماتولو پايله  وليده ؟

هرمزان : موږ اوتاسو دواړه  د جاهليت په زمانه کې سره يوډول وو هغه مهال الله پاک نه له تاسو اونه هم له موږ سره وو ؛خوکله چې تاسو اسلام ومانه ؛نوالله پاک له تاسو مرسته وکړه او پرموږ ځواکمن شوئ .

عمررضی الله عنه : موږ چې پرتاسو ځواکمن شولو رښتياهم د اسلام له برکته دا کار ترسره شو او دغه راز يوبل راز هم پکې و او هغه داچې په لومړی سر کې ستاسو ترمنځ يووالی شتون لاره اوموږ سره بيلابيل اوترمنځ مو بيلتون وو .

عمر رضی الله عنه له دې وروسته په ډيره توروه ټنډه وفرمايل : هرمزانه !  څوځلې دې له موږ سره ژمنه ماته کړه اودخپلې بي وفايي له پاره څه ځواب لرې ؟

هزمزان : زه وېريږم  چې تاسو مې مې وژنئ .

عمر رضی الله عنه : داسې خبره نه ده ،اوس ته خوندې يې ترهغه چې موږ ته رښتيا خبره ونه کړې .

ددې خبرې په اوريدو که څه هرمزان ډاډه شو.

هرمزان : زه تږی يم ،ماته اوبه راکړئ . .

عمر رضی الله عنه : اوبه ورکړئ.

اوبه ورته په يوه خيرنه پياله کې راوړل شوې، پيالي ته يې په ډير ځير سره وکتل اوبيايي وويل : که زه له تندې وه هم مرم ؛خو په داسې پياله کې اوبه نه شم څښلای .

عمر رضی الله عنه : په پاکه پياله کې اوبه ورکړئ .

کله چې لوښه ورته راوړل شو نولاسونو په رږديدو پيل وکړ .

عمر رضی الله عنه  : څه درباندې وشول ؟

هرمزان : وېرېږم چې اوبه مې له ستونې ښکته شوې نه وي او زه به ووژل شم .

عمررضی الله عنه : ترهغه دې نه وژنو څو دې اوبه څښلې نه وي .

له دې سره سره بياهم د نوموړي له لاسه هغه پياله ولويده او اوبه ټولې په ځمکه تويه شوې .

عمر رضی الله عنه : نورې اوبه ورته راوړئ چې مرګ اوتنده يې سره يوځای نه شي .

هرمزان : اوبو ته مې اړتيا نشته زه دخپل سر خير  غواړم دخدای له پاره مه مې وژنئ .

عمر رضی الله عنه : زه خودې ژوندی نه پريږدم ، ستاسزا يواځې وژل  (قتل) دی .

هرمزان : ماته ستاسو ملګرو ماته پناه را کړې.

عمر رضی الله عنه : ته درواغ وايي .

انس بن مالک رضی الله عنه : هو ! امير المومنين ! دی رښتيا وايي ده ته پناه ورکړل شوی دی .

عمر رضی الله عنه : ای انسه ! داڅومره دافسوس خبره ده ، زه ستاسو دورو قاتل براء بن مالک څرنګه پريږدم ؟ دغه ظالم د نامتو صحابي مجزاة بن ثور رضی الله عنه قاتل هم دی .

انس رضی الله عنه : تاسو ده ته ويلی و چې څوپورې دې حال ويلي نه وي ، او اوبه څښلي نه وي هېڅ به درته نه ويل کيږي .

احنف بن قيس رضی الله عنه هم دحضرت انس رضی الله عنه د خبرو پخلی وکړ . ناستو خلکو هم ددې خبرې پخلی وکړ.

عمر رضی الله عنه په ډير غصه هرمزان ته وکتل : له ماسره دې درغلي کړيده په خدای قسم دی زه دهېڅ مسلمان په هکله ددرغلي نه شم زغملای.

ددې خبرو په اوريدو هرمزان داسلام په مبارک دين مشرف شو او حضرت عمردنوموړي دډاډ له پاره ورته دوه زره درهم تنخوا وټاکله.

[۷] : دحضرت احنف رح يوې مشورې داسلامي تاريخ کې نوې باب پرانېست

پلاوی چې د ((هرمزان)) دسپارلوله دندې خلاص شول ،حضرت عمر رضی الله عنه غوښتل چې له دوی سره ديوې سترې ستونزې په اړه مشوره وکړي اوهغه داچې : دحضرت عمر رضی الله عنه په زمانه کې په عراق اودفارس په سيمو کې  د مسلمانانوپرخلاف زيات پاڅونونه اوبغاوتونه کېدل چې حضرت عمر رضی الله عنه ورته زيات اندېښمن و، حضرت عمر رضی الله عنه غوښتل چې ددې اوښتونو او ستونزو اصلی لامل ومومي ، حضرت عمر رضی الله عنه دپلاوي غړی د همدې سترې اوارزښناکې مشورې په موخه ځانګړې ناسته وکړه اوحضرت عمر رضی الله عنه له دوی څخه لومړنی پوښته داوه :

عمر رضی الله عنه : ايا مسلمانان په فتحه شويو سيموکې له ذميانوسره ناوړه چلند اوکه څرنګه ؟  اوپرهغوی ظلم کوي ؟

پلاوی : موږ دالله پاک په نامه لوړه کوو چې موږ ته هېڅ داسې ځای  معلوم نه ده چې مسلمانانودې پرهغوی کوم تيری کړی وي ، اويادې ژمنه ماته کړې وي ، اويادې له هغوی سره په کوم تړون کې درغلي کړي وي .

عمره رضی الله عنه : نوبيا داڅه سبب دی چې کله هم  د فارس خلکو ته موکه په لاس ورشي ؛ نو سمدلاسه بغاوت کوي اوخپله ژمنه ماتوي اوپرمسلمانانو بريد کوي  سره له دې چې ستاسو اوددی ترمنځ تړون هم شوی وي ؟

پلاوی ددې پوښتنې ځواب هڅه وکړه خو پرهغوی ځوابونه حضرت عمر رضی الله عنه قانع نه شو اوهغه ځوابونه يې زړه ته ونه لويدل ،دغه مهال حضرت احنف رحمه الله ډير ارزښناکه مشوره ورکړه اوداسې ويل : امير المومنين ! که چيرته اجازه وي زه به درته حقيقت ووايم .

عمر رضی الله عنه :مهرباني وکړئ . تاسو په دې اړه چې څه معلومات لرئ هغه وړاندې کړئ .

حضرت اخنف رحمه الله: تاسو موږ ته دايران پرخاوره باندې دبشپړې واکمنۍ څخه موږ ايسار کړي يو ، تاسو موږ ته لارښوونه کړيده چې موږ نيول شوې سيمې وساتو سره له دې چې دفارس پخواني ټولواک يزدګر ژوندی په سيمه ګرځي ، دمسلمانانو په وړاندې دامهال ترټولو ستر ګواښ هغه دفارس همدا پخواني واکمن ((يزدګر))  دی ، هغه غواړي چې له لاسه تللي سيمي بېرته ونيسي ؛نوهغه خلک چې له موږ سره يې تړون کړی وي کله هم چې له کومه لوري مرسته ترلاسه کړي  اوياهم چيرته چې دبريا څرک وويني ؛ او موکه ومومي ؛ نو خپله ژمنه ماتوي او ټول په يوه خوله زموږ په وړاندې دريږي  اوخلک بغاوت کولو ته همدی هڅوي  څوپورې چې ((يزدګر)) ژوندی وي ؛نو زموږ پر  خلاف به لومې جوړوي ؛ څوپورې چې د((يزدګر)) رېښې وچې اوله فارس اوخراسان څخه ونه خيژي ؛ نوموږ به تل له همداسې ګوښونکو سره مخ يو .

اميرالمومنين! په يوه هېواد کې دوه واکمن نه شي ځايدلای ، دا خبره د فطرت پرخلاف ده ، دا خبره ضروري دی چې يوپاچا به بل پاچا له هېواد شړي اويابه يې  ورک کوي ، که تاسو موږ ته په فارس کې بشپړ واک راکړئ او دغه راز د وړاندې تګ اجازه راکړئ  څو دايران پخواني پاچا يزدګر پاتي واکم ونړو چې ورسره به دايرانی ولس هيلي له خپل پخواني پاچا څخه وخيژي ؛ نودهغوی ځواک به مات اوزموږ لاره په پا که شي اوبيابه زموږ په وړاندې هېڅ راز خنډ نه وي اودهرډول فتنې مخه ونيول شي)) .

ددې خبرې له اوريدو وروسته حضرت عمر رض الله عنه دڅه وخت له پاره فکر يو وړ اوله اوږدې چوپتيا وروسته يې وويل : احنف  ددې ستونزې ښکلی اواری راويوست اونن ورځ په دې خبره په ښه توګه پوهه شوم چې زموږ په وړاندې ترټولو ستر ګواښ همدا دايران پخوانۍ واکمن دی )) .په همدې مشوره سره حضرت احنف رحمه الله داسلامي تاريخ يوباب پرانېست .


 [1] دغه حديث امام احمد په مسند 1 / 22 و 44 کې روايت کړی دی.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*