وروستي:

نبوي سيرت – حج ته راغليو مېلمنو ته بلنې

ليکنه: مولوي عبدالحق حماد

دبني عامر اوبني محارب حاجيانو ته بلنه :

عبدالله بن کعب بن مالک رضي الله عنه  وايي:  رسول الله صلی الله عليه وسلم  د اسلام په لومړيو ورځوکې تر درې کلونو پورې په پټه خلک اسلام ته را بلل، په څلورم کال يې  په ډاگه بلنه اعلان کړه او هر څوک به يې په ښکاره اسلام ته را بلل، دا کار په مکه کې تر لسو کلونو پورې روان و او په دې لړکې به  رسول الله صلی الله عليه وسلم  هغو خلکو ته چې بيت الله ته به د حج له پاره له نورو سيمو را تلل هم بلنه ورکوله او د مکې په هغو واټونو کې چې حاجيان به وسيدل، گرځيدلو او له هغوى نه به يې مرسته غوښته ترڅو دالله  پاک پيغام تر خلکو ورسوي؛ خو په دې ترڅ کې به هيچا د  رسول الله صلی الله عليه وسلم  مرسته نه کوله او همداسې به په مخ روان و او د هرې قبيلې د استوگنځايونو پوښتنه به يې کوله او بيا به ورغى د اسلام بلنه به يې ورکړه ، هغه صلی الله عليه وسلم  په تلو-تلو کې د طائف بنو عامر بن صعصعه قبيلې ته ورسيد او هغوى يې اسلام ته را وبلل، بنو عامر په ځواب کې  رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته هغه تکليفونه ورسول چې بيا هيچا دومره نه و ځورولى، په بيرته ستنيدو يې  رسول الله صلی الله عليه وسلم  په کاڼو وويشت او زخمي زخمي يې کړ، په بيرته راستنېدو بنو محارب ته ورغى په دې هيله که هلته الله  پا ک يو مسلمان پيدا کړي، لومړى يې يو بوډا ته -چې عمر يې له سلو کلو اوښتى و- اسلام وړاندې کړ او بيا يې د ځان دساتنې له پاره مرسته ترې وغوښته ترڅو د الله  پاک دين خلکو ته ورسوي، خو بوډا هم مرسته ونه کړه او ورته ويې ويل: ستا قوم تا له مونږ نه ښه پيژني ! ويل په الله  قسم دى چې کوم حاجي تا له ځان سره خپلې سيمې ته بوځي هغه به ډير بد بخته وي، ځه له مخه مې ليرې شه! ابو لهب هلته ولاړ و او دمحاربي بوډا خبرې يې چې واوريدې ورغى ورته ويې ويل: که ټولو حاجيانو ستا په ډول سخت ځواب ورکولاى ده به پخوا لا خپل دين پريښى و، هغه ورته وويل: دا خو ستا وراره دى او ته به ترې خبر يې کيداى شي دا ليونى وي! زمونږ په سيمه کې يو دمگرى د ليونيانو ډيره ښه درملنه کوي! ابولهب  چپ شو او هيڅ يې ورته ونه ويل خو چې  رسول الله صلی الله عليه وسلم  به هرچاته د اسلام خبره کوله ابو لهب به له ليرې نه ور نارې کړل: دروغ وايي!دا سړى بې لارې دى!([1])

دبني عبس حاجيانوته بلنه :

عبدالله بن وابصه رحمه الله  د خپل نيکه له خولې وايي: مونږ په “منی” کې له “جمره اولى” سره ناست وو  رسول الله صلی الله عليه وسلم  راغى او د سپرلۍ شاته يې زيدبن حارثهرضي الله عنه  هم ناست و، راښکته شو او مونږ يې د اسلام منلوته وهڅولو؛ خو مونږ يې خبره ونه منله او والله دا موښه ونه کړل ځکه چې مونږ ته په حج کې له وړاندې نه چا دهغه صلی الله عليه وسلم  د بلنې په هکله خبر راکړى و زمونږ په ملگرو کې ميسره بن مسروق هم ناست و هغه وويل: په الله  قسم دا خو ډيره ښه خبره ده! که مونږ دا سړى له ځان سره بوځو او خبره يې ومنو دا به ډيره غوره وي، زما باوردى چې دا سړى به هرو مرو برلاسى کيږي او ټولې نړۍ ته به يې پيغام رسيږي، ملگرو ورته وويل: پريږده! ولې داسې خبرې را تپې چې موږ يې زغم نه لرو؟  رسول الله صلی الله عليه وسلم  چې دميسره خبرې واوريدې هيله يې پيدا شوه؛ نو نورې خبرې يې هم ورته وکړې چې که الله  يې مسلمان کړي، ميسره د  رسول الله صلی الله عليه وسلم  خبرې ډير په غور واوريدې؛ نو په ځواب کې يې ورته وويل: ستا خبرې ډيرې پر ځاى او له ښکلا ډکې دي؛ خو زما قوم چې زما ملاتړ ونه کړي بيانو له دښمنه څه گيله ده؟  رسول الله صلی الله عليه وسلم  بيرته روان شو، دى وايي: موږدحج له مراسمو بيرته راروان وو په لار کې ميسره بن مسروق وويل: راځئ “فدک” کلي ته ورشو هلته يهود پراته دي له هغوى نه به ددې سړي په هکله پوښتنه وکړو مونږ ويل سمه ده! فدک ته چې ورغلو او له يهودو نه مو پوښتنه وکړه هغوى خپل يوکتاب را واخيست چې داسې پکې ليکل شوي و: د اخيرې زمانې پيغمبر به نالوستى عرب وي، په اوښ به سپريږي، په ډير کم خوراک به گزاره کوي، درميانه قد به يې وي، ويښته به يې نه ډير اوار او نه به ډير تاو-تاو وي ، په سترگو کې به يې يوه توره ليکه وي او رنگ به يې سوروالي ته مائل سپين وي، يهوديانو وويل: دغه سړى چې تاسو يې خپل دين ته را بللي ياست وگورئ! که همدا نښي يې لرلې بيا نو ريښتونى پيغمبردى او دين يې ومنئ؛ خو مونږ به يې د بد نيتۍ له امله مخالفت کوو  اوزموږاوهغه ترمنځ به ډير جنگونه وشي، ټول عرب به يا دده ملاتړکوي او يا به ورسره جنگيږي خو تاسو يې هم ملاتړ وکړئ! ميسره چې د يهودو خبري واوريدې ويل: گورئ اوس خو خبره نوره هم سپينه شوه! ملگرو ورته وويل: راځه بيا به راتلونکى کال په حج کې ورسره گورو، دوى چې بيرته خپلې سيمې ته ستانه شول د هغه ځاى سردارانو پرې نه ښودل چې د  رسول الله صلی الله عليه وسلم  لاره خپله کړي بيا هغه وخت راغى چې  رسول الله صلی الله عليه وسلم  د هجرت په لسم كال د وروستي حج (حجة الوداع) له پاره مکې مکرمې ته د گڼ شمير صحابه وو سره راغى او ميسره بن مسروق هم په مکه کې و  رسول الله صلی الله عليه وسلم  چې وليد ويې پيژانده، هغه عرض وکړ: يارسول الله! له هغې ورځې نه چې مې په منا کې په اوښه سپور وليدې زما هيله وه چې ستا ملگرتيا وکړم خو څه چې وشول هغه شوي دي او دابه د الله  پاک خوښه وه چې زه وروسته مسلمان شم يارسول الله! هلته چې له ما سره کوم ملگري را غلي ول ډيرى يې اوس مړه دي؛ نو له هغو سره به څه چلندکيږي؟  رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته وفرمايل: څوک چې له اسلام نه پرته په بل دين مړه دي هغه به په دوزخ کې وي، ميسرهرضي الله عنه  وويل: شکر دى چې زه الله  پاک وژغورلم، راوي وايي: ميسره يوکلک مسلمان شو او ابوبکرصديقرضي الله عنه  به يې ډير درناوى کاوه ([2]).

د”کنده” قبيلې حاجيانوته بلنه :

ابن رومان، عبدالله بن ابي بکر او ځينې نور صحابه کرام رضي الله عنهم  وايي:  رسول الله صلی الله عليه وسلم  اسلام ته د بلنې په لړ کې د مکې په “عکاظ” بازار کې د “کنده” قبيلې استوگنځاى ته ورغى، داخلک تر هرچا ډيرنرم مزاجه او مينه ناک وو،  رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورسره کښيناست او اسلام يې ورته وړاندې کړ چې : يو الله ومنئ او نور خدايان پريږدئ، اولکه څنگه چې خپل ځانونه ساتئ همداسې زما ساتنه وکړئ…؛ نوکه زه پخپله موخه کې بريالى شوم تاسو به بيا پوره اختيار من ياست! ډيرى خلکو په ځواب کې وويل: داډيره ښه خبره ده؛ خو مونږ هغه څه چې نيکونو مو کول نه پريږدو، يو کم عمره هلک وويل: اى خلکو! د دې سړي خبره ومنئ که نه بيا به يې نور خلک له ځان سره بوځي، ويل ما له اهل کتابو څخه اوريدلي دي چې ډېرژر به په مکه کې يو پيغمبر را پيدا کيږي، يو ړانده نارې کړل : چپ شئ زما خبره واورئ! دا سړى خپلې کورنۍ شړلى دى او که تاسو پنا ورکړئ د ټولو عربو بدي به پر غاړه واخلئ، نه نه ! دا کار و نه کړئ!

 رسول الله صلی الله عليه وسلم  ډيرغمجن روان شو، دا خلک چې کله بيرته ستانه شول خپل قوم ته يې ټول حالات بيان کړل؛ نو يو يهودي ورته وويل: تاسو يوه ډيره ښه موکه له لاسه ورکړه! که تاسو د دې سړي خبره منلې واى؛ نو د ټولو عربو مشري به ستاسو وه، ويل: زمونږ په کتاب کې د دې سړي په هکله ويل شوي چې دا دانښې به لري، يهودي به چې هره نښه يادوله دوى به ورته ويل: هو! همداسې سړى و!

يهودي ورته وويل: بله نښه يې داده چې په مکه کې به زيږدي اوبيا به يثرب (مدينې) ته هجرت کوي، په دې خبره دوى ټولو پريکړه وکړه چې راتلونکى کال به بيا حج ته ځو او له هغه صلی الله عليه وسلم  سره به هرو مرو وينو؛ خو راتلونکى کال چې د حج شپې را لنډې شوې د قوم يو سردار دوى پرې نه ښودل چې حج ته ولاړشي، هغه يهودي چې دوى ته يې د  رسول الله صلی الله عليه وسلم  نښې نښانې ويلې وې څو ورځې وروسته وفات شو او ملگرو يې ويل چې نوموړي د مرگ پروخت  رسول الله صلی الله عليه وسلم  ياداوه او د اسلام کلمه يې ويله ([3]). رضي الله عنه

دبنو کعب، بنو عبدالله اوبني حنيفه حاجيانوته بلنې :

عبد الرحمن عامري رحمه الله  دخپل قوم څو تنو له خولې وايي: مونږ دحج په موخه د مکې په عکاظ بازار کې دېره وو چې  رسول الله صلی الله عليه وسلم  راغى له موږ نه يې پوښتنه وکړه چې تاسو څوک ياست؟ مونږ ورته وويل: مونږ د بنو عامر بن صعصعه قبيلې خلک يو، ويل: د کومې کورنۍ برخه يئ؟ مونږ وويل: د بنو کعب بن ربيعه له کورنۍ څخه يو، ويل: ځواک او واک مو څومره دى؟ مونږ ويل: هيڅوک نشي کولاى په سيمه کې زمونږ له اجازې پرته يو شي ته لاس ور وړي،  رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل: که زه درسره لاړ شم نو تاسو به زما ساتنه وکړئ؟ زه د الله جل جلاله  استازى يم  دې ته يې راليږلى يم چې خلکو ته د هغه پيغام ورسوم او زه تاسو هيڅ يو کار ته نه اړباسم، زموږخلکو ورته وويل: ته د قريشو له کومې کورنۍ څخه يې؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته وويل: زه دعبدالمطلب له کورنۍ څخه يم، هغوى وويل: د عبد مناف کورنۍ ستا په هکله څه فکر لري؟  رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته وويل: هغوى تر ټولو وړاندې انکار رانه وکړ او زه يې له ځانه ليرې کړم، خلکو ورته وويل: سمه ده! مونږ دې هر ډول ساتنه کوو او ته خپل کار پر مخ بيايه؛ خو په ايمان راوړلو کې به درته درواغجن شو،  رسول الله صلی الله عليه وسلم  له اوښې راښکته شو او ورسره کښېناست، دم گړۍ ته بيحره بن فراس قشيري راغى  رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته يې چې وکتل ويل: داسړى څوک دى؟ خلکو ورته وويل: دا د قريشو محمد د عبدالله زوى دى، ويل: ستاسو له ده سره څه اړه ده؟ خلکو ورته وويل: دى وايي زه د الله  پاک استازى يم ما ځان سره خپلې سيمې ته بوځئ او زما مرسته وکړئ ترڅو زه د الله  پاک پيغام خلکو ته ورسوم، بيحره ورته وويل: نو تاسو څه ځواب ورکړ؟ خلکو ورته وويل: مونږ يې هرکلى وکړ او د هرډول مرستې ژمنه مو ورکړه، بيحره وويل: تاسو ډېر بد کړي، په دې کار به تاسو د ټولو  عربو بدي پر غاړه واخلئ او ټول خلک به اړيکې درسره پرې کړي، د ده قوم دى ښه پيژني که دى په سمه واى هغوى به ولې ترې په شا کيدل؟ دا د خپل قوم (نعوذبالله) يو بې عقل سړى دى هغوى را شړلى  او تاسو يې له ځان سره بيايئ؟ دا مو ډيره ناسمه پريکړه ده! بيايې  رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته مخ کړ ويل: ځه خپل قوم ته ورشه! په الله  قسم که ددې خلکو خاطر نه واى ما به ستانه سر پرې کړى و!  رسول الله صلی الله عليه وسلم  پاڅيد په اوښه سپور شو ، پليت بيحره ورغى او د  رسول الله صلی الله عليه وسلم  اوښه يې په تشي کې په لرگې ووهله، او ښه وتريده او  رسول الله صلی الله عليه وسلم  ترې لاندې را پرېوت، په دغه ځاى کې يوه مسلمانه مېرمن ضباعه بنت عامر رضي الله عنها  -چې د خپلو تربرونو ليدو ته راغلې وه- ولاړه وه هغې چې دا حالت وليد ډېره بې تابه شوه او چيغې يې کړې: اى د عامر اولادې! په تاسو کې څوک شته چې د خپل پلار ځاى ونيسي؟ نن د الله  له پيغمبر سره داسې بدچلند کيږي او په تاسو کې يوهم داسې نشته چې د هغه مرسته وکړي! په دې خبره دهغې درې د تره زامن راپاڅيدل  بيحره يې له گريوانه ونيو، له بلې خوا دوه نورځوانان راپاڅيدل د بيحره ننگه يې وکړه، درې ځوانانو بيحره له دواړو ملگرو سره يوځاى را څملول په سينو ورکښېناستل او ښه يې وډبول،  رسول الله صلی الله عليه وسلم  چې دا حالت وليد دعا يې وکړه: اى خدايه ! دغو درې ځوانانو ته برکت ورکړې او هغه درې په لعنت اخته کړې! راوي وايي: دغه درې ځوانان الله  پاک د اسلام په رڼا وځلول او بيا يې د شهادت لوړې درجې ورکړې او بيحره سره له دواړو ملگرو د ذلت او رسوايي په مرگ مړه شول، درې تنه چې د  رسول الله صلی الله عليه وسلم  ملاتړ يې کړى و يو يې غطريف بن سهل، بل غطفان بن سهل او درېم عروه بن عبدالله نوميدل او هغه دوه چې د بيحره ملاتړ يې کړى و يويې حزن بن عبدالله او دوهم يې معاويه بن عباده نوميده ([4]).

امام زهري همداسې حديث په دې ټکو کې راوړي:  رسول الله صلی الله عليه وسلم   بنو عامر قبيلې ته د اسلام بلنه ورکړه او د مرستې غوښتنه يې ترې وکړه، بيحره بن فراس نومې يو سړي خلكوته وويل: د دې قريشي زلمي له لارې د ټولو عربو واکمني لاس ته راتلاى شي او بيايې  رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته وويل: که مونږ ستا ملاتړ وکړو او په راتلونکي کې ته برلاسى شې؛ نوبيا پاچايې مونږ ته راکوي او که نه؟  رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته وويل: دا خو د الله  پاک خوښه ده چې هر څوک غوره کوي، بيحره وويل: ښه! د عربو دښمني به مونږ پر غاړه اخلو او بيا به واکمني د نورو وي؟ مونږ تاته هيڅ اړتيا نه لرو! په دې خبره ټول د  رسول الله صلی الله عليه وسلم  له مرستې لاس په سر شول، دوى چې له حج نه بيرته خپلې سيمې ته ستانه شول هلته يې د قوم يو سپين ږيري ته -چې حج ته د تللو ځواک يې نه لاره- ټوله کيسه وکړه چې داسې يو قريشي زلمی و او مونږ ته يې د اسلام بلنه راکړه او ويل يې چې زه د الله  پاک پيغمبر يم زما مرسته وکړئ او له ځان سره مې بوځئ؛ خو مونږ يې خبره و نه منله، سپين ږيري سرته لاس ونيو ويل: اى بنو عامرو! څنگه د دې اشتباه مخنيوى کيداى شي؟ تاسو خو يوه ښه موکه له لاسه ورکړه! زما دې په هغه ذات قسم وي چې د فلاني روح يې په ولکه کې دى! ترننه پورې يوه اسماعيلي هم په دروغو د نبوت دعوه نه ده کړي، هغه چې هرڅه ويلي رښتيا دي؛ خو کاشکي تاسو فکر لرلاى!! ([5]).

امام زهري په يو بل روايت کې وايي:  رسول الله صلی الله عليه وسلم  د کنده قبيلې ديرې ته ورغى او د هغوى د يومشر “مليح” په گډون يې ټولو ته د اسلام بلنه ورکړه او د مرستې غوښتنه يې ترې وکړه خو ټولو انکار وکړ ([6])

محمد بن عبدالرحمن بن حصين رضي الله عنه  وايي:  رسول الله صلی الله عليه وسلم  دبنو عبدالله ديرې ته ورغى  د اسلام بلنې ترڅنگ يې مرسته ترې وغوښته او ورته ويې ويل: گورئ! ستاسو د پلار څومره ښه نوم دى نو تاسو هم دالله لار خپله کړئ! خو هغوى د  رسول الله صلی الله عليه وسلم  خبره ونه منله او انکار يې وکړ.

عبدالله بن کعب بن مالک رضي الله عنه  وايي:  رسول الله صلی الله عليه وسلم  د بنو حنيفه ديرې ته ورغى اود اسلام بلنه يې ورکړه؛ خو دې خلکو چې د  رسول الله صلی الله عليه وسلم  د خبرو کوم ځواب ورکړدومره بد ځواب بيا په عربو کې هيچا نه و ورکړى ([7]).

بنوبکر بن وائل ته بلنه :

حضرت عباس رضي الله عنه  وايي: د اسلام لومړۍ ورځي وې ډير خلک د مکې ښار ته د سودا گرۍ له پاره راغلي وو،  رسول الله صلی الله عليه وسلم  راته وويل: کاکا! داچې ستا ورور (ابولهب) د بلنې په لاره کې ماته خنډونه جوړوي؛ نو زه سبا د بيلابيلو قومونو ديرو ته ورځم گوندي څوک مسلمانان شي ته هم راسره لاړ شه! ماويل: سمه ده! چې سهار شو  رسول الله صلی الله عليه وسلم  لومړى د کنده قبيلې ديرې ته ورغى او پوښتنه يې ترې وکړه چې تاسو د کومې سيمې اوسيدونکي ياست؟ هغوى وويل: مونږ د يمن اوسيدونکي يو،  رسول الله صلی الله عليه وسلم  ويل: په قوم څوک ياست؟ هغوى ويل: بنوکنده،  رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته وويل: د کومې کورنۍ؟ هغوى ويل: د بنو عمرو بن معاويه د کورنۍ مربوط يو،  رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته وويل: يوه ښه خبره درته ونه کړم؟ ويل: کومه خبره؟  رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته وفرمايل: ټول د يو الله  خدايي ومنئ، لمونځ کوئ او د الله   پاک ټولې لارښوونې پلي کړئ! عبدالله بن اجلح  رحمه الله  د خپلومشرانو له خولې وايي: خلکو ورته وويل: که په راتلونکي کې ته برلاسى شې؛ نو له ځانه وروسته به پاچايي مونږ ته راکوې که نه؟  رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته وويل: دا خو د الله  پاک خوښه چې چاته پاچايي ورکوي، هغوى وويل: بيا نو مونږ تاته هيڅ اړتيا نه لرو!

کلبي په خپل روايت کې وايي: بنوکنده  رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته په ځواب کې وويل: ته غواړې مونږ خپل خدايان پريږدو او د ټولو عربو د ښمني پر غاړه  واخلو؟ مونږ تاته هيڅ اړتيا نه لرو ځه ورشه داخبرې خپل قوم ته کوه!  رسول الله صلی الله عليه وسلم  ترې روان شو او بکر بن وائل قبيلې ته ورغى پوښتنه يې ترې وکړه چې تاسو څوک ياست؟ هغوى وويل: بنوبکر،  رسول الله صلی الله عليه وسلم  ويل: د کومې پښې؟ هغوى ويل: بنو قيس بن ثعلبه،  رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته وويل: شمير مو څومره دى؟ وېل: له شگو ډيريو،  رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته وويل: ځواک مو څومره دى؟ وېل: ځواک مو د هيڅ برابر دى ځکه چې فارسيان زمونږ گاونډيان دى هغوى پر مونږ بريدونه کوي او مونږ يې مقابله نشو کولاى، نه د هغو په وړاندې چاته پنا ورکولاى شو،  رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته وويل: درې دېرش ځله سبحان الله، درې ديرش ځله الحمدلله، او څلور دېرش ځله الله اکبر د الله له پاره لولئ که خداى کول تاسو به پر هغوى برلاسي شئ! هغوى وويل: ته څوک يې؟  رسول الله صلی الله عليه وسلم  ويل: زه د الله  رسول يم، راوي وايي: ابو لهب په  رسول الله صلی الله عليه وسلم  پسې و او خلکو ته به يې همدا ويل چې: د ده خبره مه منئ،  رسول الله صلی الله عليه وسلم  چې د بنو بکر له مجلسه پاڅيد ابولهب ورغى هغوى پوښتنه ترې وکړه چې دا سړى څوک دى؟ ده ورته وويل: دا زمونږ د قوم د سر سړى دى؛ خو تاسو د ده د څه په هکله پوښتنه کوئ؟ هغوى ورته وويل: دى وايي زه د الله  پاک پيغمبر يم او تاسو ته د الله  پيغام رسوم، ابو لهب ورته وويل: گورئ پام کوئ! دا ليونى دى او په ليونتوب کې گډې وډې خبرې کوي، هغوى وويل: رښتيا هم ليونى دى! دا اوس يې د فارسيانو په هکله څه ويل؟!! ([8]).

په “منی” کې راغليو مېلمنو ته بلنه:

ربيعه بن عباده رضي الله عنه  وايي: زه هلک وم له پلار سره حج ته تللى وم، مونږ په منا کې وو چې  رسول الله صلی الله عليه وسلم  راغى او خلکو ته يې وويل: اى د فلاني قوم خلکو! زه الله  پاک تاسو ته استازى راليږلى يم او زما پيغام دادى چې ټول يواځې د يو الله عبادت کوئ او نور خدايان پرېږدئ او زما پيغمبري ومنئ او مرسته مې وکړئ ترڅو زه د الله پيغام تر نورو خلکو ورسوم! ما چې وکتل د شا له خوا يوکوږ سترگى ښکلى سړى -چې دوه کوڅۍ يې وې او عدني جامې يې په تن وې- را روان دى او خلکو ته همدا وايي: اى خلکو! دا سړى غواړي تاسو د “لات” او “عزا” عبادت پريږدئ اود بني مالک بن اقيش لاس نيوى پريږدئ او کومې نوې خبرې چې ده راوړي هغه پلي کړئ! گورئ پام کوئ چې خبره يې ونه منئ، او نه غوږ ورته ونيسئ! ربيعه رضي الله عنه  وايي: ما مې له پلاره پوښتنه وکړه چې دا سړى څوک دى چې ورپسې دى او دوړانديني سړي خبره ردوي؟ راته يې وويل: دا يي کاکا دى عبدالعزا ابو لهب نوميږي ([9]).

مدرک هم په همداسې يو روايت کې د ربيعه رضي الله عنه  له خولې وايي: په منا کې ډېر خلک راټول وو، مامې له پلاره پوښتنه وکړه چې دا خلک ولې را ټول دي؟ ويل: (نعوذبالله) يو بي دينه سړي راغلى، زه چې ورغلم گورم  رسول الله صلی الله عليه وسلم  خلکو ته وينا کوي چې : لااله الا الله وواياست نو کامياب به شئ! ([10])

حارث بن حارث غامدي رضي الله عنه  بيا وايي: زه په منا کې له خپل پلار سره ناست وم چې ومې کتل يوځاى ډير خلک سره راټول دي؛ نو له پلاره مې پوښتنه وکړه چې دا څه خبره ده ؟ ويل: يو بې لارې سړى راغلى خلک ورته را ټول دي، ما چې سر ور پورته کړ گورم  رسول الله صلی الله عليه وسلم  ولاړ دى او د الله  پاک دوحدانيت خبرې کوي؛ خو خلک ترې انکار کوي ([11]).

حسان بن ثابت رضي الله عنه  وايي: زه حج ته تللى وم هلته مې  رسول الله صلی الله عليه وسلم  وليد چې خلک د اسلام منلو ته رابولي؛ خو په ځواب کې به خلکو  رسول الله صلی الله عليه وسلم  او ملگرو ته يې ډير تکليفونه رسول، حضرت عمررضي الله عنه  (چې لا مسلمان شوى نه و) د بنو عمرو قبيلې يوه مينځه -چې مسلمانه شوې وه- ډيره وځوروله او بيا راغى يوه بله مېرمن زنبيره رضي الله عنها  يې هم ډيره وکړوله ([12]).

دبنوشيبان حاجيانوته بلنه :

حضرت علي بن ابى طالب رضي الله عنه  وايي: الله  پاک  رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته امر وکړ چې د عربو له نورو قومونو څخه مرسته وغواړه! نو  رسول الله صلی الله عليه وسلم  زه او ابوبکرصديقرضي الله عنه  له ځان سره کړو او مناته ولاړو، ابوبکرصديقرضي الله عنه  عربي قومونه ښه پيژندل؛ نو لومړى به ده له خلکو پوښتنه کوله، يو مجلس ته ورغلو چې ډېردرانه خلک پکې ناست وو، ابوبکرصديق رضي الله عنه  لومړى سلام وکړ او بيا يې پوښتنه ترې وکړه چې تاسو څوک ياست ؟ هغوى وويل: مونږ د بنو شيبان بن ثعلبه د قوم خلک يو، ابوبکرصديقرضي الله عنه   رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته مخ کړ ويل: زمامور او پلاردې ترتا قربان وي يارسول الله! دا ډېر درانه او عزتمن خلک دي، په دوى کې څلور تنه، مفروق بن عمرو، هاني بن قبيصه، مثنى بن حارثه او نعمان بن شريک د قوم مشران وو،  ابوبکرصديقرضي الله عنه  مفروق بن عمرو ته -چې په خواکې يې ناست و او په خبره ښه پوهيده- وويل: ستاسو شمير څومره دى؟ مفروق وويل: څه باندې زرتنه اوزرتنه د شمير له پلوه شکست نه خوري، ابوبکرصديق رضي الله عنه  ورته وويل: ځان ساتنه مو څنگه ده؟ هغه وويل: مونږ خپله هڅه کوو نور نو د قسمت خبره ده، ويل: په جگړه کې څنگه ياست؟ مفروق وويل: مونږ په جنگ کې ډېر کلک او قهرجن يو او ښه اسونه له اولاد نه غوره گڼو اووسله له پۍ ورکونکو څارويو ښه بولو نور نو برياليتوب د الله  په لاس کې دى، گومان کوم تاسو قريشيان ياست؟ ابوبکرصديق رضي الله عنه  ورته وويل: هو! که مو اوريدلي وي چې د قريشو يو تن د الله  جل جلاله  د استازيتوب خبرې کوي هغه سړى دادى، مفروق وويل: هو! همداسې څه خبرې مو اوريدلي دي او بيا يې  رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته مخ کړ ويل: قريشي وروره! ته خلک کومو شيانو ته رابولي؟ ابوبکرصديقرضي الله عنه  ودريد سيورى يې جوړ کړ  رسول الله صلی الله عليه وسلم  ور وړاندې شوخبرې يې پيل کړې او ويې ويل: زه غواړم تاسو د يو الله  عبادت پيل کړئ او زما رسالت ومنئ او مرسته راسره وکړئ ترڅو خلکو ته د الله  پاک پيغام ورسوم او دا ځکه چې قريش د الله د دين په وړاندي د يو بل مرسته کوي او د الله  رسول ته دروغجن وايي او په بې لاريو سر دي، په داسې حال کې چې الله جل جلاله  هر وخت له هر چا څخه بي پروا دى او يواځې هغه د ستاينې وړ دى، مفروق وويل: ستا په دين کې نور څه دي،  رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته دا اياتونه ولوستل :

قُلْ تَعَالَوْاْ أَتْلُ مَا حَرَّمَ رَبُّكُمْ عَلَيْكُمْ أَلاَّ تُشْرِكُواْ بِهِ شَيْئًا وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا وَلاَ تَقْتُلُواْ أَوْلاَدَكُم مِّنْ إمْلاَقٍ نَّحْنُ نَرْزُقُكُمْ وَإِيَّاهُمْ وَلاَ تَقْرَبُواْ الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ وَلاَ تَقْتُلُواْ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللّهُ إِلاَّ بِالْحَقِّ ذَلِكُمْ وَصَّاكُمْ بِهِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ . وَلاَ تَقْرَبُواْ مَالَ الْيَتِيمِ إِلاَّ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ حَتَّى يَبْلُغَ أَشُدَّهُ وَأَوْفُواْ الْكَيْلَ وَالْمِيزَانَ بِالْقِسْطِ لاَ نُكَلِّفُ نَفْسًا إِلاَّ وُسْعَهَا وَإِذَا قُلْتُمْ فَاعْدِلُواْ وَلَوْ كَانَ ذَا قُرْبَى وَبِعَهْدِ اللّهِ أَوْفُواْ ذَلِكُمْ وَصَّاكُم بِهِ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ .  وَأَنَّ هَـذَا صِرَاطِي مُسْتَقِيمًا فَاتَّبِعُوهُ وَلاَ تَتَّبِعُواْ السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمْ عَن سَبِيلِهِ ذَلِكُمْ وَصَّاكُم بِهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ  (الانعام١٥١-١٥٣)

ژباړه: ورته ووايه! راشئ هغه څه درته ولولم چې خپل رب مو درباندې حرام کړي دي، داچې هيڅ شى به نه ورسره شريکوئ، له مور پلار سره به ښيگڼه کوئ، د نيستۍ له امله به خپل اولاد نه وژنئ، تاسو او هغوى ته موږ روزي درکوو، بي حيا کارونه که ښکاره وي او که پټ، مه ورنږدې کيږئ. داسې کس مه وژنئ چې الله (يې وژل) حرام کړي وي پرته له حقه، په دې سره الله تاسو ته حکم کړى چې له عقله کار واخلئ. او (بل داچې) د يتيم مال ته مه ورنژدې کيږئ مگر په ښه طريقه. تر هغه چې خپلې ځوانۍ ته ورسيږي پوره کوئ پيمانه او تول په عدل سره، هيڅوک نه رانيسو مگر په خپل وس يې، او چې کله مو خبره کوله نو انصاف (ريښتنولي) کوئ که څه هم خپلوان وي، او د الله په لوزو وفا کوئ په همدې سره يې تاسو ته حکم کړى ښايي چې نصيحت ومنئ، او داچې زما نيغه سمه لار ده نو متابعت يي وکړئ او په نورو لارو پسې مه ځئ چې بيا به مو د هغه له لارې خواره واره کړي، په همدې يې تاسو ته حکم کړى چې ځان (له بې لاري) وساتئ.

مفروق وويل: قسم دى چې دا دانسان کلام نه دى! بيا يې وويل: اى وروره! ته لږ نور څه هم راته ووايه!  رسول الله صلی الله عليه وسلم  دا ايت ورته ولوست:

إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالإِحْسَانِ وَإِيتَاء ذِي الْقُرْبَى وَيَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ وَالْبَغْيِ يَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ [النحل ٩٠]

ژباړه: يقيناً الله د عدل، ښيگڼې او خپلوانو ته دورکړې امر کوي او له بې حيايې، بدۍ، اوتيري نه منع کوي هغه تاسو ته نصيحت کوي ترڅو درس واخلئ.

مفروق چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم  خبرې او د قرآنکريم اياتونه واورېدل نو ويې ويل: په الله  قسم! داخو ډيرې ښې خبرې دي او اى وروره! کوم خلک چې ستا مخالفت کوي او تاته دروغجن وايي هغوى پخپله دروغجن دي، بيا يې خپل ملگري “هاني بن قبيصه” ته مخ ور واړو ويل: دا هاني بن قبيصه زمونږ د ديني چارو مشر دى، هاني وويل: اى قريشي وروره! ما ستا خبرې واورېدې زه باور لرم چې ته په خپلو خبرو کې ريښتونى يې؛ خو دا زمونږ او ستاسو ترمنځ لومړنۍ ليدنه ده، مونږ به ستا په خبرو کې ښه فکر وکړو بيا به يې په هکله پرېکړه وکړو اوکه مونږ سمدلاسه خپل دين پرېږدو او ستا دين خپل کړو دابه ښه خبره نه وي ځکه چې د تلوار پرېکړه د ناپوهۍ او پايلې ته د نه فکر نښه وي، بله دا چې مونږ شاته يو لوى قوم پريښى او هره پرېکړه بايد د هغوى په مشوره ترسره کړو، بيا يې خپل بل ملگري ته مخ کړ ويل: دا مثنى بن حارثه زمونږ د جنگي چارو مشر دى، مثنى وويل: قريشي وروره! ما ستاخبرې واورېدې او ډيرې مې خوښې شوې زما ځواب هم هماغه دى کوم چې د هاني بن قبيصه ځواب و؛ خو زه يوه بله خبره زياتول غواړم هغه داچې مونږ ددوه ملکونو ترمنځ پراته يو يوې خواته مو وچه اود عربانو غرونه دي او بلې خواته د فارس ځمکه او د کسراسيندونه دي او په دې سيمه کې کسرا مونږ ته په دې شرط د اوسيدو اجازه راکړې ده چې د هغه په خلاف خوځښت به نه کوو او نه به يې مخالفينو ته ځاى ورکوو، او ته چې خلک کوم څه ته را بولې ښايي هغه هم د پاچاهانو خوښ نه وي او د عربو رواج خو دادى چې که څوک غلطي وکړي او بيا بخښنه وغواړي بخښي يې؛ خو فارسيان بيانه د چا بخښنه مني او نه عذرونه مني؛ نو مونږخوبه ستا مرسته وکړو او له ځان سره به دې بوځو؛ خو د فارس د خلکو ذمه واري پر غاړه نشو اخستلاى،  رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته وفرمايل: تا ډېره پاکه او ښه خبره وکړه؛ خو هغه څوک د الله دين ته دريدلاى شي چې د دېن هر ډول ساتنه کوي، بيا يې ابوبکرصديق رضي الله عنه  له لاسه ونيو او روان شو، حضرت عليرضي الله عنه  وايي: بيا اوس او خزرج قبيلو ته ورغلو هغوى ټولو له  رسول الله صلی الله عليه وسلم  سره بيعت وکړ او مسلمانان شول، دى وايي: اوس او خزرج ډېر ريښتوني او صبرناک خلک وو ([13])

علامه ابن کثير رحمه الله  په خپل روايت کې وايي:  رسول الله صلی الله عليه وسلم  چې مفروق بن عمرو او د هغه ملگرو ته اسلام وړاندې کړ او هغوى يې دغه وخت غوښتنه ونه منله؛ نو ورته ويې فرمايل: که تاسو ته الله  پاک پر فارسيانو برى درکړ او د هغوى لوڼې ستاسو ميرمنې يا مينځې شوې؛ نو بيا به  د الله  پاک ستاينه کوئ؟ د مفروق ملگري نعمان بن شريک په ځواب کې وويل: هو! مونږ به بيا د الله  پاک حمد او ثنا وايو،  رسول الله صلی الله عليه وسلم  دا اياتونه ولوستل:

يَاايهالنَّبِيُّ إِنَّا أَرْسَلْنَاكَ شَاهِدًا وَمُبَشِّرًا وَنَذِيرًا . وَدَاعِيًا إِلَى اللَّهِ بِإِذْنِهِ وَسِرَاجًا مُّنِيرًا  [الاحزاب ٤٥-٤٦]

ژباړه: اى نبي! يقيناً ته مو د شاهد، زيرى ورکونکي په توگه ليږلى يې، او د هغه په حکم سره د الله په لور بلونکى او روښانه چراغ (يې ).

بيايې ابوبکرصديق رضي الله عنه  له لاسه ونيو او را پاڅېد، حضرت عليرضي الله عنه  وايي: بيا يې ماته مخ کړ ويل: علي! د جهالت د زمانې د عربو د اخلاقو به څه وايې؟ دا څومره لوړ اخلاق دي! په دې اخلاقو کې يو د بل څومره درناوى دى! دى وايي: بيا اوس او خزرج ته ورغلو نو هغوى ټولو د  رسول الله صلی الله عليه وسلم  بلنې ته هرکلى ووايه او لاس نيوى يې وکړ، اوس او خزرج ډېر ريښتوني او صبرناک خلک وو، په دې لړ کې  رسول الله صلی الله عليه وسلم  د ابوبکرصديق رضي الله عنه  د معلوماتو په اړه -چې د عربي قومونو په اړه يې لرل- ډېر خوښ شو، څه موده وروسته يوه ورځ  رسول الله صلی الله عليه وسلم  راغى او صحابه وو ته يې وويل: دالله  پاک شکر ادا کړئ ! نن بنو ربيعه پر فارسيانو بريالي شول د هغوى پاچاهان يې مړه کړل او ټولې لښکرې يې له منځه يوړې او دا هرڅه الله  پاک زما له برکته ورکړل ([14]).

په دوهم روايت کې دي: چې کله د بنو ربيعه او فارسيانو ترمنځ “فرات” ته نږدې په “قراقرم” سيمه کې جگړه ونښته نو د بنو ربيعه جنگياليو د  رسول الله صلی الله عليه وسلم  نوم خپل شعار او نښه وگرځوله ځکه الله   جل جلاله  پاک بريمن کړل ، له دې جگړې وروسته بنو ربيعه ټول مسلمانان شول ([15]).


[1]  (اخرجه ابو نعيم في دلائل النبوة ١٠١ و في اسناده الواقدي).

[2]  (اخرجه ابو نعيم ١٠٢ ايضا من طريق الواقدي عن عبدالله بن وابصة العيسى عن ابيه و ذكره في البداية ٣/١٤٥ عن الواقدي باسناده مثله).

[3]  (اخرجه ابو نعيم في الدلائل ١٠٣ ايضا من طريق الواقدي حدثنى محمد بن عبدالله بن كثير بن الصلت).

[4]  (اخرجه ابو نعيم في دلائل النبوة ١٠٠ و اخرجه الحافظ سعيد ابن يحيى بن سعيد الاموى في مغازيه عن ابيه به كما في البداية ٣/١٤١).

[5]  (اخرجه اسحاق كذا في البداية ٣/١٣٩ و ذكره الحفاظ ابو نعيم ص ١٠٠ عن ابن اسحاق عن الزهرى من قوله صدرالناس رجعت بنو عامر الى شيخ لهم الى اخره).

[6]  (اخرجه ابن اسحاق).

[7]  (كذا في البداية ٣/١٣٩).

[8]  (كذا في البداية ٣/١٤٠).

[9]  (اخرجه ابن اسحاق كذا في البداية ٣/١٣٨ و اخرجه ايضاً عبدالله بن احمد و الطبراني عن ربيعة بمعناه قال الهيثمي ٣/٣٦ و فيه حسين بن عبدالله بن عبيدالله و هو ضعيف ووثقه ابن معين في رواية انتهى قلت و في رواية ابن اسحاق رجل لم يسم).

[10]  (اخرجه الطبراني قال الهيثمي ٦/٢١ رجاله ثقات).

[11]  (اخرجه البخاري في التاريخ و ابو ذرعه و البغوى و ابن ابى عاصم و الطبراني كذا في الاصابة ١/٢٧٥).

[12]  (اخرجه الواقدي كذا في الاصابه ٤/٣١٢).

[13]  (اخرجه ابو نعيم في الدلائل ٩٦).

[14]  (اخرجه في البداية ٣/١٤٢ رواه ابو نعيم والحاكم و البيهقي و السياق لابى نعيم وقال ابن كثير في البداية ٣/١٤٥ هذا حديث غريب جدا كتبناه لما فيه من دلائل النبوة و محاسن الاخلاق و مكارم الشيم و فصاحة العرب).

[15] وقال الحافظ ابن حجر في فتح البارى ٧/١٥٦ اخرجه الحاكم و ابو نعيم و البيهقي في الدلائل باسناد حسن  عن ابن عباس  رضي الله عنه  حدثنى على ابن ابي طالب  رضي الله عنه  فذكر شيئاً من هذالحديث

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*