وروستي:

نامتو مسلمان فاتحين/ د هرات او بلخ فاتح احنف بن قيس رحمه الله(1

لړۍ : نامتو مسلمان فاتحين [۲]

ليکنه : مفتي حبيب الله قاسمي

د اسلام د تاريخي پېښو څېړونکی او د ديني علومو مدرس

د هرات او بلخ فاتح اونامتوتابعي حضرت احنف بن قيس  رحمه الله  

زوکړه : 3 ق هـ -مړينه : 71 –هـ 691 م]

يادونه : په تېره ګڼه کې مو د کابل فاتح او نامتوصحابي حضرت عبدالرحمن بن سمره رضی الله پېژندنه ولوستله ، اوس غواړو د هرات او بلخ  فاتح او نامتوتابعي حضرت احنف بن قيس رحمه الله پېژندنه درته وړاندې کړو ، دغه نامتوتابعي د حضرت عمر رضی الله دخلافت په نېکمرغه او سپيڅلې دوره کې د اسلام بلنه زموږ هېواد تر جنوبي سيمو پورې د لومړی ځل له پاره  را ورسوله . ده وروسته هم په خراسان کې زياتره فتوحات د نامتو صحابي او د بصري  د والي حضرت عبدالله بن عامر  رضی الله عنه ترڅارنې لاندې ترسره کړل اوپه خراسان کې يوڅه وخت دهغه ځای ناستی  هم پاتی شوی دی ، ډير ځيرک او د سياسې تدبير خاوند و.

[۱] حضرت احنف بن قيس رحمه الله داسلام په تاريخ کې څه ډول وځليده ؟  

د حضرت عمر رضی الله عنه د خلافت لومړۍ شپې ورځې وې ، د بنو تميم  قبيلې زړه ور اواوتجربه لرونکي ځوان غازيان د عرب جزيزې د ((احساء)) او((نجد)) ترمنځ پرتو سيمو څخه ډلې ډلې  په ښکليو اوځغاستونکو آسانو سپاره روان وو ، تيرې او پړکيدونکې  تورې يې پر اوږو ځوړندوې  دوی غوښتل په ((بصره)) کې د فارس له لښکر سره د عتبة بن غزوان رضی الله عنه ترمشري لاندې جنګيدونکي اسلامي لښکر سره يوځای شي ، په همدې ځوانانو کې يوهم زموږ حضرت احنف رح هم  و.

جګړه لاهم روانه وه دغه ځوانان  له اسلامي لښکر سره يوځای شول ، يوه ورځ دجګړې  نامتوقوماندان حضرت عتبه بن غزوان رضی الله عنه ته دحضرت عمر رضی الله عنه يوتازه فرمان راغی چې متن يې داسې و : ((ماته د خپل لښکر لس تکړه ، هوښيار او د ښه زړه خاوندان مجاهدين را واستاوه چې زه ترې د جنګ د لومړيو ليکو حال واخلم او له ماسره چې کومې ښې مشورې دي هغه هم له دوی سره شريکې کړم))

حضرت عتبه رضی الله عنه له لارښوونې سره سم لس تنه تکړه او ځيرک مجاهدين په نښه کړل او بيايې مدينې منورې ته د حضرت عمر رضی الله عنه د لېدنې له پاره واستاول ، په دې لسو مجاهدينو کې يو هم حضرت احنف رحمه الله هم  و .

دغه پلاوی چې حضرت عمررضی الله عنه ته ورغی ، هغه يې تود هرکلی وکړ او له خواسره کښنېول ،بيايي له دوی څحه د خپلو او دغه راز د ولس د اړتياوو په اړه پوښتنې وکړې ، ټول پلاوي په يوه خوله داخبره ورته وکړه چې : د ولس په  اړتياوو خو تاسو ښه پوهيږئ ځکه مسوليت يې  تاسو ته  درپه غاړه دی ؛ خو موږ به درته خپلې اړتياوې وړاندې کړو، بيا هريوه  په خپل وارخپلې اړتياوې وښودلې .

حضرت احنف رح د ټولو په پای کې  خپلې خبرې ځکه وکړې چې تر ټولو کشر و ، نوموړي  په خبروکې د الله پاک له ستاينې او لورينې بيانولو وروسته وويل :

((ای اميرالمومينيه ! مصر ته چې د مسلمان کوم لښکر ولاړ هغوی  ته بخملي صحراوې ، شنې اوښايسته ځمکې ورسېدلې او د فرعون د نګې مانۍ يې لاس ته ورغلې  .دغه راز هغه مسلمانان چې شام ته ولاړل هغوی ته هم د رومي  امپراطورۍ دنګۍ ماڼۍ په لاس ورغلې او اوس پکې په ډيره خوښۍ شپې ورځې سبا کوې . دغه څير هغو مجاهدينو چې د ايران او فارس لور ته مخه  وکړه هغوی هم  ستر دريابونه ، شنه باغونه په برخه شول اودامهال د فارس د واکمنو له دنګو ماڼيو خوندونه اخلي.   خو دايواځې زموږ قام دی چې  دبصرې وچه ، ښوره اوشکلنه دښته يې په برخه رسېدلې ده چې  نه شين بوټي اونه هم اوبه لري ، تل سپيره وي ،يوه لورته  يې د ترخو مالګينو اوبو سمندر بهيږي اوبل لورته يې وچه اوسپيره شګلنه دښته پرته ده .

ډيرقدرمن اميرالمومنين ! ستاسو درانه خدمت ته په ډير درنښت دايو وړانديز کووچې :  زموږ د قام د خلکو غم وخوره ، دهغوی ژوند سينګار کړه  داسې چې : تاسو د بصرې والي ته لارښوونه وکړئ چې  زموږقام ته د خوږو اوبو يوه لويه وياله (نهر) وباسي څو زموږ خلک له خوږو اوبو ګته واخلي ، او د دوی ژوي اوکښتونه ترې خړوبه شي ، چې په دې سره به د هغوی اقتصادي حالت ښه شي او بې وزلي به يې هم له منځه ولاړه شي اودهرڅه پريماني به شي او د خوراکي توکو بيې به را  ولويږي اوترټولو ستره ګټه به يې  داشي چې دوی به د الله پاک په لاره کې جهادکولو له مخکې نور هم ښه چمتو شي  ))

ددې ځوان خبرې حضرت عمر رضی الله عنه ډيرې ښې ولګيدلې او خوند يې ورکړه اوځوان ته يي وويل : داڅومره ښکلي اوګتورې خبرې دې وکړې ؟ په خدای قسم ته خو دخپل قام مشر  ښکارې .

له دې وروسته اميرالمومين پلاوي ته ډالۍ ورکړې اوکله يې چې احنف رح ډالۍ وړاندې کړه نوموړي په درنښت سره اميرالمومين ته يووړانديز  داسې وکړ :

(( ای اميرالمومنينه ! موږ ستره بيديا او وچه دښته يواځې ددې له پاره نه پل کوله  چې يوازې ډالۍ ترلاسه کړو ، ځکه زه ورسره ډيره  ليواليتا نه لرم ؛بلکې له موږ سره يواځې د خپل قام د ناوړه حالت اندېښنه ده، که چيرته زموږ د قام ستونزه اواره کړئ  ؛ نوهغه زموږ ستره موخه ده او موږ ته ترټولو ستره او ارزښناکه ډالۍ ده.))

ددې خبرو په اورېدو داميرالمومنين رح نور هم ددې ځوان ځيرکتيا ته زيات په تعجب کې شو اوبيايي وويل : ((ددې ځوان خبرې د ټولې بصرې  د مشرتوب استازيتوب کوي او په نوموړي کې د مشرتوب نښې ښکاري )).

داد حضرت احنف رح له حضرت عمر رضی الله عنه سره لومړنی ليدنه کتنه وه .کله چې مجلس پای ته ورسېده ؛ نود پلاوي ټول غړي  خپلو سپارليو لورته روان شول ، غوښتل يې چې شپه دخپلو سپارليو ترڅنګ تېره کړي او سبا  روان شي ، له دې وروسته حضرت عمر رضی الله د دوی بارونوته هم له نظره تير کړل ، يوه پنډ يې وليده چې دقيمتي جامې پيڅه ترې را وتلې وه پوښته يې وکړه : دا جامې د چا دي ؟

احنف : اميرالمومينين ! زما دي .

عمر رضی الله عنه : په څو دې پيرلې دي ؟

احنف رح : په اته درهمه .

عمر رضی الله عنه : (( يوه جوړه دې بس نه وه ؟ کاشکې ددې بلې جامې روپۍ دې دبل مسلمان په اړتيا کې نه شوای لګولای ؟ . تاسو پرپوښاک دومره لګښت کوئ څومره ته مو چې اړتيآ وې . او اضافي پانګه په داسې څه ولګوئ چې هغه ته موډيره اړتيا وي ؛ نو په دې کار سره به مو تل خوښي په برخه شي او ټولينز ژوند به مو ښيرازه شي )).

ددې لارښوونه پرمهال حضرت احنف ښکته کتل و اودا ګټورې خبرې په ډير پام سره واوريدلې . له دې ورسته حضرت عمر رضی الله عنه دغه پلاوي رخصت کړ اويواځې حضرت احنف رحمه الله له پلاوی راجلا کړ اوبشپړ يو کال يې له ځان سره وساته . ددې پوښتنې ځواب به وروسته خبرې وکړو چې ولې يې نوموړي له پلاوي راجلا کړ ؟ اوس به لومړی  داحنف رح پيژندنه وړاندې کړو .

[2]د حضرت احنف رحمه الله پېژندنه

حضرت احنف m لوی او نامتو تابعي و ، دپيغمبرصلی الله عليه وسلم د نبوت په زمانه کې يې که څه هم ايمان راوړی و ؛خو د پيغمبر صلی الله عليه وسلم دلېدنې اوصحبت نېمکرغي يې نه وه په برخه شوې ، له هجرت نه دری کاله دمخه په نجد کې  زيږيدلی و ،خپل نوم يې ضحاک(خندان)  او ياهم صخر (سترکاڼی) و ، د نوموړي کنيه ((ابوالبحر)) و،  د قيس زوی او د معاويه لمسی او د حصين کړوسی و . په قام تميمي عرب  و .

عرب داسې چاته ((احنف )) وايي چې پښې يې مور زاده کږې کيڼې وې او څرنګه چې د نوموړي پښې هم کږې وې ؛ نو په احنف سره يې شهرت وموند ،په څېره کې يې که څه هم زيات عيبونه وو ، غاښونه يې سر تير او بير و و ، سر يې  وړکی و او  زنه يې کږه وه .  کوسه (څوکړ) هم و [1]؛  خو له دې ټولو بدني نيمګړيتاوو سره سره الله پاک نوموړي ته زياته پوهه ، پسته او خوږه ژبه ورکړې وه  او د ښکلی فصاحت خاوند و. [2]

[۳]د حضرت احنف رح ځانګړنې :

الف : زغم او درنښت :

حضرت احنف رح  زړور،  زيارکښ ،هوښيار ،ځېرک اوعابد  انسان و ، څلوېښت کاله يې په ډيره هوښياري د خپل قام مشري وکړه ، له همدې امله به نامتو عالم حضرت حسن بصري رحمه الله د نوموړي په اړه ويل : دقام په مشرانوکې مې داحنف غوندې ښه  او غوره سړی تراوسه نه دی ليدلی )). دغه راز دروند او سنګين انسان و او په ډيره درنښت سره به يې  د خپل قام اوخلکو سره چلند کاوه ، يوه نامتو عالم خالد بن صفوان به ويل : عزت او درناوی په احنف پسې ترشا منډې وهي )) .

با: پوهه اوځيرکي :

حضرت احنف رح دغه راز په زغم لرلو ،ښو پريکړو او ځيرکتيا کې متل و. د نوموړي ځيرکتيا ته په پام سره حضرت عمر رضی الله عنه  د خپل خلافت پرمهال  د  عراق والي او نامتو صحابي حضرت ابوموسی اشعري رضی الله عنه ته د يوه ځانګړي  فرمان له لارې وليکل : ((احنف تل در غواړه ، مشوره ورسره کوه ، اوپه مشوره يې عمل هم کوه ))

ج: ساده ژوند :

حضرت احنف رح ساده ژوند لاره ، يوه سړي ته ناورين ورپېښ غوښتل يې چې له دې ناورين څخه ځان خلاص کړي ، چا ورته  د احنف رح ادرس ورکړ ، دغه سړی په ډيره بېړه په حضرت احنف رح پسې روان شو او په داسې حال کې يې پر کور  وموند چې  وزه  يې لوشله  او د لسو روپو ارزان بيه کميس يې په تن و ، بدن يې ډنګر او پېښې يې کږ وې ،دغه سړي  د خپل بيړني حالت فرياد ورته وکړ و، څرنګه چې احنف رح له داسې پېښوسره بلد و ؛ نو د هغه سړي خبره  يې  په ډير سړه سينه واورېده  او له دې پرته يې چې په رنګ کې يې کوم  بدلون راشي او يا هم  د وارخطايي  نښې ورباندې ښکاره شي هغه سړي ته يې ډاډ ورکړ او بيايي  روژه ماتی ورکړ .[3]

د: قومی نفوذ او  زړه وړتيا :

حضرت احنف رح په خپل قام زيات منلی و ، داچې دغه نامتو تابعي د((جمل)) په پېښه کې په کور ناست و؛ خو د ((صفين)) په پېښه کې د حضرت علي رضی الله عنه ترڅنګ ولاړ و دنوموړي له شهادت وروسته په همدې ملتيا کولو باندې حضرت معاوية رضی الله عنه يوه ورځ په خپل دربار کې  ملامت کړ .  ده په ځواب ډيرې سختې زوړې خبرې  ورته وکړې چې داټولې خبرې يې حضرت معاويه رضی الله عنه په سړه سينه واوريدلې ، وروسته ،چا له حضرت معاويه رضی الله عنه نه ددې چوپتيا په اړه پوښتنه وکړه ،حضرت معاويه رضی الله عنه په ځواب کې لومړی سوړ اسويلې ويوست اوبيايي وويل : دا داسې سړی دی چې کله خپه شي نوپه خپګان يې د قام يولک خلک له دې پرته خپه کيږي چې د غصې په سبب پوهه شي .[4]

يوه ورځ حضرت عمر رضی الله عنه په خپله وينا کې دنوموړي د قام شکايت وکړ ،حضرت احنف سمدلاسه ودرېده اوپه ويناکې يي وويل : ای اميرالمومين !

تاټول بني تميم بد ياد کړل ،سره له دې چې په دوی کې ښه او خلک دواړه شته ؛نوحضرت عمر رضی الله عنه ورته وويل : ته رښتيا وايي . له ده وروسته يوبل سړي غوښتل چې خبرې وکړي او له حضرت عمر رضی الله عنه نه يې اجازه وغوښته ،په ځواب کې حضرت عمر رضی الله عنه وويل : ستاسو مشر داسې ښکلې خبرې وکړې چې نورو خبروته  اړتيا نشته .

ج: عبادت او د آخرت وېره :

وايي چې احنف رح به په ډير مينه لمونځ کاوه اوپه ځانګړي ډول به يې دشپې زيات عبادت کاوه. د آخرت د ورځې له حسابه زيات ويريده ، له همدې امله به يې  کله ناکله د ډيوې اورته ګوته ونېوله او د دوزخ اور به يې ور ياداوه او له ځان سره به يې ويل : په فلاني ورځ دې هغه فلاني کار ولې وکړ ؟ او چا درباندې وکړ؟  .

يوه شپه په ژمي کې معذور شوی و، نوله دې پرته چې دکور خلک په تکليف کړي داوبو په لټه پسې دباندې ووت کنګل يې مات کړ اوپه يخو اوبو يې غسل وکړ . اونوموړي به دغه دعاء زياته کوله : ای خدايه!  يواځې مې ته بښلای شي او که عذاب راکوي ؛ نو هم ستا خوښه ده ، ځکه زه يې وړ يم

 [۴]حضرت احنف رح ته دپيغمبر صلی الله عليه وسلم دعاء

دمخه يادونه وشوه چې حضرت احنف رح دپيغمبرصلی الله عليه وسلم د صحبت نيکمرغي نه وه په برخه شوې  ؛ خو دعايي ورته کړې وه  او هغه داسې چې :  حضرت احنف رح کېسه کوي: د حضرت عثمان رضی الله عنه د خلافت پرمهال  مې يوه ورځ طواف کاوه ، د بني ليث قبيلې يوسړی راغی  او راته  يې وويل: يوزيری درباندې ونه کړم ؟ ماورته وويل : ولې نه . هغه راته وويل : ستا به په زړه وې اوکه يه ؟ چې يو وخت ستاسو قام ته پيغمبرصلی الله عليه وسلم يو پلاوی (وفد) دراستولی  و ؟.

ما ويل: هو ! په زړه مې دي ،  مايې مرسته هم کړې وه اوهغوی مې خپل قام ته په درنښت سره ور وپېژندل ،دهغوی دخبرو پخلی مې هم ورته وکړ او قام ته مې داهم وويل : دوی  دښې خبرې بلنې درکوي او ګټورې خبرې کوي.

هغه سړي راته ويل : دغه پلاوي ستا سې د ښه چلند يادونه چې پيغمبرصلی الله عليه وسلم ته وکړه ؛ نوهغه صلی الله عليه وسلم درته داسې دعاء وکړه : ای خدايه ! احنف وبښې ! !  .

ماورته وويل : ماته تردې بل ښه د اميد څلی نشته  .[5]


 

[1] په مخ يې ږېره نه وه اوپه خپل قام دومره ګران وو چې ويل به يې : که ا حنف ته ګيره په شل زره درهمه هم پيداکيدلی ؛ نو موږ به ورته پيرلې وه . الاعلام زرکلي : ۱/ ۲۷۷. دالف با دبلوی لومړی ټوک : ۳۴۲مخ  په حواله .

[2] ددغه نامتو تابعي دپيژندې له پاره لاندې کتابونه کتلای شئ .

لومړی : ابن سعد طبقات 7: 93

دوهم :دحافظ ابن حجر رح تهذيب التهذيب 1: 191.

دريم : دامام ذهبي رح سير اعلام النبلاء : ۴ ټوک ۸۷- ۹۷مخونه .

څلورم : دامام ذهبي تاريخ الاسلام: 2/ 779

پنځم : صورمن حياة التابعين : ۴۶۸- ۴۸۳مخونه درافت الباشاليکنه .

شپږم :داستاد زرکلي  الاعلام : 1/ 276

اوم :دامام ابن اثير اسد الغابه: ۱/ ۳۴

اتم :دامام بخاري رح تاريخ کبير : 2 / 50.

نهم : دابن عبدالبر الاستيعاب ت 160،

لسم دامام ابن عساکر  تاريخ 8 / 210 .

يولسم دابن خلکان  وفيات الاعيان 2 / 499،.

[3] لاتحزن : ۳۷

[4]  الاعلام : ۱/ ۲۷۲.

[5]دغه کېسه امام احمد په خپل مسند کې 5 / 372اوامام بخاري په تاريخ کې اوحاکم المستدرك 3 / 614.کې راواړي ده .

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*