وروستي:

نبوي سيرت – نورو قومونو ته د اسلام بلنه

عبدالحق حماد

له لس کاله پرلپسې بلنې او هڅو وروسته په مکه کې يو شمېر خلک مسلمانان  شول او د نورو د مسلمانېدو هيلې  کمې وې؛ نو رسول الله  صلی الله عليه وسلم   نورو قومونو او قبيلو ته مخه کړه او هغه خلک يې اسلام ته رابلل چې له بېلابېلو سيمو څخه به مکې ته د حج يا نورو اړتياوو لپاره راتلل، د هر قوم خلکو ته به جلا جلا ورتلی غوښتنه به يې ترې کوله چې د الله يووالي ومني او مرسته يې وکړي، او همدا رنگه په هغه وخت کې د عربو په بېلا بېلو سيمو کې يو لړ مېلې جوړېدې رسول الله  صلی الله عليه وسلم  به هر ې مېلې ته ورتلی او خلکو ته به يې د اسلام بلنه ورکوله چې په هغو کې د عکاظ نومي ځای مېلې چې د عربو يوه علمي او ملي نښه وه او په نوموړي ځای کې د (مخبته ) او ( ذوالحجاز ) مېلوته رسول الله  صلی الله عليه وسلم  ورغی اودعربو  يو شمېر قبيلوته يې د اسلام بلنه ورکړه

محمد  صلی الله عليه وسلم  به چې هرې قبيلې ته داسلامي بلنې په موخه ورتلی ابولهب به هم ورپسې و او د محمد صلی الله عليه وسلم  د وينا پرمهال به يې دا چېغې وهلې چې دا له دين نه اوښتی دروغجن دی په يمامه نومي ځای کې بنوحنيفه مېشتې قبيلې ته يې چې کله داسلام بلنه ورکړه هغوی ډېر ناسم ځواب ورکړ دا هغه قبيله وه چې مسيلمه بن کذاب يې مشر و او نوموړي وروسته بيا د دروغو د نبوت دعوه هم وکړه .

د بنو ذهل بن شيبان قبيلې ته د ابوبکر  رضي الله عنه  په ملتيا ولاړ ابوبکر  رضي الله عنه  مفروق نومي دقبيلې مشر ته وويل : چې وروره ! دا هغه نبي دی چې تا به يې په اړه خبرې کولې مفروق محمد  صلی الله عليه وسلم  ته وکتل او ورته يې وويل قريشي وروره تاسو څه بلنه کوئ رسول الله  صلی الله عليه وسلم  د قرانکريم يو آيت ولوست چې د الله وحدانيت او مور او پلار سره د ښېگڼې امر او د اولاد وژنې او بدوکارو څخه د ډډې کولو حکم و پکې هلته شته مفروق ،مثنی او هانی بن قبضه مشرانويې وينا وستايله او وې ويل چې له پخوا څخه په يو دين را روان يو نو پرېښودل يې اسانه نه دي او له بلې خوا موږ د کسری تر اغېز لاندې یو او د هغوی سره مو دا تړون کړی چې د بل چا تر اغېز لاندې به نه راځو محمد  صلی الله عليه وسلم  هم د هغوی له رښتيا ويلو څخه مننه وکړه او وې ويل چې الله  جل جلاله  به د خپل دين مرسته په خپله کوي

بنوعامرقبيلې ته ورغی د نوموړې قبيلې يو تن چې فراس نومېدی د محمد  صلی الله عليه وسلم  د وينا اورېدلو وروسته وويل چې که دا کس زما شو نو ټول عرب به زه تر خپل واک لاندې راولم بيا يې محمد  صلی الله عليه وسلم  ته وويل چې موږ که ستا ملگرتيا وکړو او ته په خپل دوښمن کاميابه شې نو له تا وروسته به مشرتوب موږ ته راکړل شي او که نه ؟ رسول الله  صلی الله عليه وسلم  ورته وويل چې دا دالله  جل جلاله  کارونه دي  نوموړي کس وويل چې سينې به موږ په عربو غلبېل کړو او مشرتوب به دبل چا په لاس وي زموږ موخه نه تر سره کيږي

سره له دې چې مشرکانو به هڅه کوله  د محمدصلی الله عليه وسلم مخه ونيسي او خلک  يې خبر وانه وري   خو محمد  صلی الله عليه وسلم به مخ په وړاندې روان و او هر چاته يې د الله پيغام وړاندې کاوه، په دې لړ کې د غفار قبيلې ابوذرغفاري، د مدينې سويدبن صامت او اياس بن معاذ، د دوس قبيلې مشر طفيل بن عمرو او د ازد قبيلې ضماد  رضي الله عنهم   مسلمانان شول او له همدې ځايه د مدينې خلکو کې د اسلام وړانگې خپرې شوې.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*