وروستي:

  یووالی او اسلامي ورورګلوي

 ليکوال: حامد افغان

نن سبا اختلاف د مسلمان امت ستره ستونزه ګرځیدلې ده په ځانګړې توګه فکري او مذهبي مخالفتونه اوج ته رسيدلي دي آن تر دې پوري چې د یوه امت خلک په ګڼ شمیر ډلو ویشل شوي دي هره ډله یې ځان په حقه او نور ناحقه بولي، هره ډله ځان “فرقه ناجیه ” او نور ګمراه او بېلاري بولي، دا مخالفتونه دومره سخت شوي او زیات شوي دي چې د دې ډلو ډېری وګړو د مسلمانانو له ګډ دښمن (اهل کفر) نه مخ اړولی ده او پخپلو کې سره لاس او ګریوان دي، په همدې غوبل کې مسلمانانو خپل مادي او فکري ځواک پخپلو کې یوه بل ته متوجه کړی ده او په داسي حالاتو کې دوی دا ګیلې او فریادونه هم لا کوي چې ولي مسلمانان تل مغلوب او ماتې خوړلي دي او کفار غالب او برلاسې دي.

اختلاف په انساني ټولنه کې لازمي او ضروري ده او د نظرونو اختلاف د انسانانو په طبعيت کې اغږل شوی ده ځکه بې له دې انسان په هیڅ برخه کې پرمخیون نه شي کولی،لکه پوهان وايي چې اختلاف نظر او نیوکه د یوه رغنده بحث پیل دی، اوس دې ته راځو چې اختلاف د رسول الله صلي الله علیه وسلم په شتون کې د صحابه کرامو په منځ کې هم و وروسته هم د صحابه کرامو په منځ کې په مختلفو زمانو او پېښو کې اختلافات رامنځته شوي دي خو نظري او فقهي اختلاف د هغوی اسلامي ورورګلوي او میني ته هیڅ تاوان نه دی رسولی داراز د تابعینو او د مختلفو مذاهبو د پیروانو په منځ کې هم اختلافاتو شتون لاره خو د هغوی تر منځ اختلاف هم د هغوی اسلامي ورورګلوي نه وه متضرره کړې.

اوس ولې اختلاف زموږ یو بدن په ډېرو ټوټو ویشلی دی؟ اوس ولې نسبة کم فقهي او فکري اختلافات د دې لامل ګرځي چې د امت او مسلمانانو د یووالي دروند مسؤلیت ته خلک شا کوي او خپل کم اختلافات پالي ؟ اوس ولې اختلافاتو دا امت له ټولو قومونو شاته کړی؟ او ولې هرځای د دښمن ښکار او دښمن ته سرټیټی پاتې شوی دی؟ په راتلونکو کرښو کې دې پوښتنو ته ځوابونه لټوو.

د اتفاق او یووالي وجوب

زموږ د موجوده پیر لویه ستونزه داده چې د یووالي او مسلمانانو د خپل منځي اتحاد مهمې فریضې او وجیبې ته هیچا پوره اهمیت نه دی ورکړی، الا ماشاء الله، خپل فقهي او فکري کم او آن د استحباب په صورت کې اختلافات مو پاللی او غځولي دي خو د امت او مسلمانانو د یووالي او اتحاد اهمیت او لزوم ته مو توجه نه ده کړې بناء دلته لومړی د اتحاد او یووالي په اهمیت خبره کوم.

اختلاف په دقیق ډول په دری ډوله ویشو : اختلاف، جدل، شقاق،د دوو کسانو له یوه بل سره د دلیل پر اساس په قول، عمل او حالت کې مغایرة ته ‘اختلاف ‘ یا ‘خلاف ‘ وایي. که د دوو مخالفو ترمنځ مخالفت زیات شي او هر یو کوښښ کوي خپل نظر قوي ثابت کړي او په مقابل لوري خپل نظر ومني دېته مجادله او جدل وایي. که مجادله له خپله حده واوړي او مقابل لوري د حق په کیسه کې نه وي بلکي په یوه بل د غالب کیدلو کوښښ کوي دېته ‘شقاق ‘ ویل کیږي. “ادب الاختلاف لـ طه جابر العلواني “.

د امت یووالی او اتحاد په اسلامي شریعت کې خورا لوی اصل دی امت باید د الله په دین او قرانکریم منګولې خښي ولري او له تفرقه او اختلاف نه ځان وژغوري، الله جل جلاله په قرانکریم کې په دې اصل زیات ټینګار کړی دی او اهل کتابو چې خپل یووالی خوندي نه و ساتلی د هغو یې سخته غندنه کړې ده، داراز په حدیثو کې هم د مسلمانانو په یووالي خورا یات ټینګار شوی دی او د تفرقې او اختلاف یې سخته غندنه کړې ده. شریعت د مسلمانانو یووالي ته دومره اهمیت ورکړی ده چې ګڼ شمیر عبادات یې په اجتماعي شکل لازمي کړي دي د بيلګي په توګه لمونځ یې په جومات کې په جمعه سره ډېر ضروري بللی دی او یواځي کول یې ناروا او ناسم بللي دي آن تر دې پوري چې که ځیني امیران یې آخيري او مکروه وخت ته رسوي هم باید لمونځ ورسره تاخیر کړل شي.

داراز روژه د رمضان د میاشتې په لیدلو سره یوځای په ټولو مسلمانانو ګډه فرض شوې ده بیا په یوه ځای تراويح، د قرانکریم اوریدل او د شوال په لومړي سهار په یوه ځای لمونځ کول ټول د مسلمانانو د یووالي او اتحاد د خوندي ساتلو الهي نغوتې او اشارې دي . زکات چې د اسلام خورا مهم او ستر رکن دی له هغه نه موخه دا ده چې باید د مسلمانانو شتمن او غریبان اړیکه سره ولري، شتمن باید د غریبانو لوږې او بېوزلي احساس کړي او د خپلې شتمني معلومه برخه هغوی ته ورکړي. او حج هم په معلوم وخت او معلوم ځای کې د دې له پاره لازمي شوی دی چې د زمانې په اوږدو کې هر کال باید مسلمانان سره یو ځای او دا ستر عبادت په یوه ځای سر ته ورسوي، د مسلمانانو د دې سترې غونډي لویه موخه همدا ده چې د نړۍ د مختلفو سیمو مسلمانان د یوه بل په حال خبر شي او د اسلامي ورورګلوي او یووالي غوښتنه هم دا ده چې د نړۍ د هرې برخې مسلمانان د نورو په درد او غم ځانونه خبر کړي او هر کال د مسلمانانو د اتفاق او اتحاد تازه کولو او د مسلمانانو د ستونزو لرې کولو له پاره په معلومو سپیڅلیو ځایونو کې الله ته دعا او زاري وکړي.

داراز شریعت ګڼ شمیر کارونه د دې لامله حرام ګرځولي دي چې هغه د مسلمانانو اتفاق او اتحاد ته ضرر رسوي لکه دوکه او غش، دروغ، مکيمنتري، په چا پوري پوزخند، د چا نخرې کول، یو څوک د یوه شی په اخیستلو بوخت یي بل یې ورنه واخلي، یو څوک له یو چا سره په دوستي کولو بوخت یي بل ورمخته شي ورنه ویې کړي، ښار ته له راتلونکو تجارو د ښار د نرخ په ناخبري کې سودا کول او داسې نور. دا کارونه ځکه ګناه ګرځیدلي دي چې د مسلمانې ټولنې د وګړیو ترمنځ خوابدي، خپګان او سره لیري کیدل رامنځته نه شي او دا ټول د مسلمان امت د یووالي او اتحاد د ټینګ ساتلو مقدمات دي.

داراز (الولاء والبراء) یعني له مسلمانانو سره اړیکې او ورورګلوي او له کفارو بېزاري او ځان نیول؛ په اسلامي شریعت کې ستر او مهم اصل دی د دې هدف دا دی چې مسلمانان پخپلو کې یو موټی، یو صف او سره تړلې ټولنه واوسي، پخپلو کې مینه او خواخوږي ولري، د یوه بل درد او غم خپل وبولي او په دې توګه د امت یووالی او اتفاق خوندچي ولري. نن چې په مسلمانانو کې یووالی کمزوری او اختلافات زیات دي لوی سبب یې د دې عباداتو موخې خبرول دي او د دې ګناهونو پروا نه لرل دي. داراز د هغو قراني او نبوي حکمونو او لارښوونو په اړه غفلت او بې پروایي ده چې د مسلمانانو د یووالي او اتحاد په باره کې راغلي دي، دلته په دې اړه څو ایتونه او حدیثونه را اخلم.

د اتفاق د وجوب په اړه څو ایتونه

1) قرانکریم وایي: واعتصموا بحبل الله جميعاً ولا تفرقوا واذكروا نعمة الله عليكم إذ كنتم أعداءً فألّف بين قلوبكم فأصبحتم بنعمته إخواناً. [آل عمران:102]، یعني او تاسو ټول د الله په دین او په هغه په رایوځای کیدلو او اجتماع باندي منګولې خښې کړئ، تفرقه او اختلاف مه کوئ په تاسو د الله نعمت دریاد کړئ چې کله تاسو سره دښمنان وئ نو ستاسو په زړونو کې یې مینه پیدا کړه او د هغه په نعمت سره تاسو وروڼه وګرځیدلی. عبدالله بن مسعود رضي الله عنه وایي په ایت کې له (حبل الله) نه مراد د مسلمانانو ډله او جماعت ده، د دې ایت په اړه د نورو سلفو علماو له ویناوو هم معلوميږي چې له (حبل الله) نه مراد د مسلمانانو ډله او جماعت ده. تفسير ابن جرير الطبري (4/30-31)، طبعة: البابي الحلبي، سنة: 1388هـ. تفسير القرطبي (4/159).

باید ووایم چې دلته له اجتماع نه مراد په هرشي راجمعه کیدل نه دي مراد بلکي شرعا له اجتماع نه مراد په حق او دین جمعه کیدل مراد دي، داراز د حق په کلمه یوځای کیدل او پخپلو کې مینه او تړون مراد ده لکه امام ابن جریر الطبري رحمه الله په دې اړه وایي: وتمسّكوا بدين الله الذي أمركم به، وعهده الذي عَهِدَهُ إليكم في كتابه إليكم من: الألفة، والاجتماع على كلمة الحق، والتسليم لأمر الله “. تفسير ابن جرير (4/30).

2) داراز قرانکریم وایي: إنما المؤمنون إخوة. [الحجرات:10]، یعني بېشکه مومنان پخپلو کې سره وروڼه دي، لکه د یوه مور او پلار زیږولیو انسانانو ترمنځ ځکه مینه او محبت وي چې وینه او ګټې یې سره شریکې وي داراز د مسلمانانو تر مانځه هم د نیا اوداخرت ګټې او ګڼ شمیر منافع سره شریک دي. د دې ایت پر اساس په اسلام کې “اسلامي ورورګلوي ” لوی او محترم اصل دیاصل او له برکته یې تر ننه پوري په مسلمانانو کې یو څه اغیز او اثر لا شته.

3) بل ځای قرانکریم وایي: شرع لكم من الدين ما وصّى به نوحاً والذي أوحينا إليك وما وصينا به إبراهيم وموسى وعيسى أن أقيموا الدين ولا تتفرقوا فيه}[الشورى:13]. یعني تاسو ته هغه دین شریعت او ژوندلاره ګرځول شوی دی چې نوح ته یې وصیت شوی و او هغه چې تاته مو د وحي له لارې رسولی دی، او ابراهیم او موسی او عیسی ته مو ورکړی و چې دین قائم کړئ او تفرقه او اختلاف مه په کې کوئ.

امام السعدي رحمه الله د { وَلا تَتَفَرَّقُوا فِيهِ } په تفسیر کې لیکي: یعني دین په اصولو او فروعو کې اتفاق وکړئ او کوښښ وکړئ چې د مسائلو په سر اختلاف در کې را نشي او ډلې ډلې ونه ګرځئ چې بیا د یوه بل دښمني ته ملاوې وتړئ . تفسیر السعدي. ابن کثیر رحمه الله لیکي: الله ټولو انبیاو علیهم السلام ته د اتفاق او یووالي وصیت کړی دی او له افتراق او اختلاف نه یې منعه کړي دي . وصّى الله تعالى جميع الأنبياء -عليهم الصلاة والسلام- بالائتلاف والجماعة، ونهاهم عن الافتراق والاختلاف “. تفسير ابن كثير (4/109). که څه هم په دې اړه نور ډېر ایتونه راغلي دي خو موږ په دې دریو ایتونو بسنه کوو.

د اتفاق د وجوب په اړه څو حدیثونه

د اتفاق او یووالي د لزوم او وجوب او له اختلاف او بېلوالي نه د منعي په اړه پریمانه نبوي حدیثونه راغلي دي په دې اړه حدیث د حدیثو په کتابونو کې بیخي ډېر دي او علماو یې په تشریح او تفصیل کې پوره معلومات وړاندي کړي دي، څو حدیثونه دلته له لنډې تشریح سره رااخلو.

1) ابوهريره رضي الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: الله تاسو ته دری شیان خوښ کړي دي: یو دا چې یواځي د هغه عبادت وکړئ او له هغه سره هیڅوک شریک نه کړئ، دویم دا چې ټول د الله په دین منګولې ولګوئ او اختلاف ونه کړئ، دریم دا چې الله چا ته ستاسو واک ورکړی وي د هغه خیرخواهي وکړئ. عن أبي هريرة رضي الله عنه، عن النبي صلى الله عليه وسلم، أنه قال: ” إن الله يرضى لكم ثلاثاُ: أن تعبدوه ولا تشركوا به شيئاً، وأن تعتصموا بحبل الله جميعاً ولا تفرقوا، وأن تُناصحوا من ولاّه الله أمركم “. رواه مسلم (12/10-بشرح النووي)، والإمام أحمد في المسند (1/8)، و (1/26).

امام النووي رحمه الله وایي : د رسول الله صلی الله علیه وسلم داخبره: (ولا تفرقوا)؛ د هغه له خوا امر دی چې خامخا د مسلمانانو له ډلې سره اوسئ او پخپلو کې مینه سره کوئ او تفرق او اختلاف مه کوئ او دا د اسلام مهم اصل او قاعده ده. شرح مسلم للنووي (12/11).

2) حذیفه بن الیمان رضي الله عنه وایي: خلکو به له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه د “خیر ” په اړه پوښتنې کولې او ما به د “شر ” په اړه پوښتنې ورنه کولې ځکه زه وېرېدم چې په شر اخته نه شم، هغه ته مې وویل: يارسول الله موږ په جاهلیت او شر کې و، الله دا خیر (اسلام او ایمان) راکړ، ایا له دې خیر وروسته به شر راځي؟ هغه وویل: هو، ما ورته وویل: له هغه شر وروسته به خیر وي؟ هغه وویل: هو، خو هغه به نګه خیر نه وي په هغه کې به فساد وي، ما ورته وویل: فساد

یې څه شی دی؟ ده وویل: داسې خلک به وي چې زما په لاره به تګ نه کوي په نورو لارو به روان وي، ښه عملونه به هم کوي او بد عملونه به هم کوي، ما ورته وویل: له هغه خیر وروسته به شر وي؟ ده راته وویل: هو، داسي خلک به وي چې د جهنم لور ته به بلونکي وي، که څوک یې خبره ومني جهنم ته به یې غورځوي، ما ورته وویل: يارسول الله د هغو خلکو حالت راته بیان کړه؟ ده وویل: هغوی به زموږ له قوم نه وي او زموږ په ژبه به خبرې کوي، ما ورته وویل: يارسول الله که دا خلک زما په ژوند کې راغلل نو زه به څه کوم ته لار راوښیه؟ هغه راته وویل: د مسلمانانو له ډلې او امام سره اوسه او له هغوی مه بیلیږه، ما ورته وویل: که هغه وخت نه د مسلمانانو ډله وه او نه یې امام و بیا به څه کوم؟ ده راته وویل: بیا له دې ټولو ډلو ځان ګوښه کړه، که څه هم د ونې په بیخ خوله لګوې او تر مرګه پوري له دوی لیرې او ګوښه اوسه.

عن حذيفة بن اليمان رضي الله عنه قال كان الناس يسألون رسول الله صلى الله عليه وآله وسلم عن الخير وكنت أسأله عن الشر مخافة أن يُدركني ، فقلت يا رسول الله: إنا كنا في جاهلية وشر فجاءنا الله بهذا الخير ، فهل بعد هذا الخير من شر؟ قال: ” نَعَم ” ، قلت: وهل بعد ذلك الشر من خير ، قال: ” نَعَم وفيه دَخَن ” ، قلتُ: وما دخنه؟ قال: ” قوم يَهدونَ بِغيرِ هَديي ، تعرِفُ وَتُنكِرُ ” ، قلت: فهل بعد ذلك الخير من شر؟ قال: ” نَعَم ، دُعاة على أبواب جهنم ، مَن أجابَهُم إليها قذفوهُ فيها ” ، قلت يا رسول الله صِفهُم لنا ، قال: ” هُم مِن جِلدَتِنا ويَتَكَلَّمون بألسِنَتِنا ” ، قلت: فما تأمُرني إن أدركني ذلك ، قال: ” تلزم جماعة المُسلِمين وإمامَهم ” ، قلت: فإن لم تكن لهم جماعة ولا إمام ، قال: ” فاعتزل تلك الفِرَق كُلّها ، ولو أن تَعَضّ بأصلِ شَجَرة حتى يُدرِكَكَ الموتُ وأنتَ على ذلك ” . رواه البخاري ومسلم وابن ماجه.

قال: ” فاعتزل تلك الفِرَق كُلّها ، ولو أن تَعَضّ بأصلِ شَجَرة حتى يُدرِكَكَ الموتُ وأنتَ على ذلك ”

په حدیث کې د دې عبارت دا مطلب ده چې کله د مسلمانانو تفرق، اختلاف او ګډوډي دومره زیات شوی وي چې نه یې شرعي امام وي او نه یې یووالی او اتحاد وي په داسې وخت کې د مختلفو فرقو پیروي پرېښودل او ځان ګوښه کول لازمي دي، دا عبارت: ولو أن تَعَضّ بأصلِ شَجَرة، یو ډول اصطلاح ده لکه عرب وایي: فلان يعض الحجارة من شدة الألم. یعني فلانی له ډېره درده کاڼې چيچي، مطلب دا شو که په دې معلوم وخت کې عزلت او ګوښه کیدل هر څومره سخت و هم دا سختي باید وزغمل شي. فتح الباري شرح البخاري.

3) عمر بن الخطاب رضي الله عنه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: تاسو خامخا د مسلمانانو له ډلې سره یوځای اوسئ او خامخا له تفرق او اختلاف نه ځانونه وساتئ، ځکه شیطان له یوه کس سره ملګري وي او له دوو نه لیري وي او که څوک د جنت خوشالي غواړي باید د مسلمانانو له ډلې سره یوځای واوسي. عَنْ عُمَرَ بْنِ الْخَطَاب أَنّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم قَالَ: عَلَيْكُمْ بِالْجَمَاعَةِ وَإِيَّاكُمْ وَالْفُرْقَةَ فَإِنَّ الشَّيْطَانَ مَعَ الْوَاحِدِ وَهُوَ مِنَ الاثْنَيْنِ أَبْعَدُ وَمَنْ أَرَادَ بُحْبُحَةَ الْجَنَّةِ فَعَلَيْهِ بِالْجَمَاعَةِ. رواه الترمذي.

اختلاف او تفرق

د اتفاق د یووالي په اړه مو چې کوم ایتونه مخکي ذکر کړل په هغو کې د اختلاف او بېلوالي بدي هم بیان شوې وه دلته د اختلاف د بدي په اړه څو حدیثونه را اخلم.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: څوک چې د امیر له اطاعته ووځي او د مسلمانانو ډله پریږدي او مړ شي نو د جاهلیت په مرګ مړشو، او څوک چې د ړانده بیرغ لاندې جګړه کوي د یوې قبیلې ملاتړ کوي یا قومیت ته خلک رابولي او یا د قومیت مرسته کوي او ووژل شي، نو مرګ یې د جاهلیت ده، او څوک چې زما د امت پر خلاف بغاوت وکړي ښه او بد یې ټول وهي نه یې له مومن نه ځان ساتي او نه د چا د ژمنې پروا لري دا کس زما له ډلې څخه نه دی او نه زه له ده نه یم. قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: من خرج من الطاعة وفارق الجماعة فمات؛ مات ميتة جاهلية، ومن قاتل تحت راية عمية يغضب لعصبة أو يدعو إلى عصبة أو ينصر عصبة، فقُتل؛ فقتله جاهلية، ومن خرج على أمتي يضرب برها وفاجرها، ولا يتحاشى من مؤمنها، ولا يفي لذي عهد عهده؛ فليس مني ولستُ منه . أخرجه مسلم (12/238)، وغيره.

د امت یووالی دومره مهم او ضروري ده چې په روایاتو کې راغلي که څوک د امت یووالی له منځه وړي په توره یې ووهئ، لکه په حدیث کې راغلي: عرفجه رضي الله عنه وايي: له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه مې اوریدلي چې ویل یې: خامخا به فتنې او نوي کارونه رامنځته شي که څوک غواړي د دې امت په منځ کې اختلاف رامنځته کړي او هغوی سره یو وي نو په توره یې ووهئ چې هرڅوک وي، عن عرفجة رضي الله عنه قال : سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول :”إنه ستكون هنّات و هنّات فمن أراد أن يفرّق أمر هذه الامة وهي جميع فاضربوه بالسّيف كائنا من كان . رواه مسلم.

امام النووي رحمه الله د دې حدیث په شرحه کې وايي: په دې حدیث کې له هغه چا سره د جګړې امر شوی دی چې غواړي د امام پر خلاف بغاوت وکړي او یا د مسلمانانو یووالی له منځه وړي، دا کس لومړی باید منعه کړل شي که یې ونه منله بیا دي ووژل شي، که له وژلو پرته یې د شر د مخنیوي بله هیڅ لاره نه وه نو مرګ یې روا ده، لکه په حدیث کې راغلي: (فاضربوه بالسيف)، او په بل روایت کې راغلي : (فاقتلوه)، شرح النووي على صحيح مسلم (12/241-242).

په یوه بل حدیث کې راغلي عبدالله بن مسعود رضي الله عنه وايي: رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمايي: د هغه مسلمان وینه تویول نه دي روا چې شاهدي وايي له الله پرته بل د عبادت وړ خدای نشته، او زه د الله رسول یم، خو په دریو شیانو یې مرګ روا ده: که یو کس بل مړ کړي د هغه مرګ روا ده، او واده لرونکی زناکار، او له دینه وتونکی هغه چې د مسلمانانو ډله پریږدي. عن عبدالله بن مسعود – رضي الله عنه – قال: قال رسول الله – صلى الله عليه وسلم -: لا يحلُّ دم امرئ مسلم يشهد أن لا إله إلا الله وأني رسول الله إلا بإحدى ثلاث: النفس بالنفس، والثيب الزاني، والمارق من الدين التارك للجماعة؛ رواه البخاري (12/209)، ومسلم (3/1302-1303).

په حدیث کې که څه هم د مرتد یادونه شوې ده چې که بیرته اسلام ته را ونه ګرځي نو ودي وژل شي خو دا حکم هر هغه کس ته هم شامل دی چې د مسلمانانو له ډلې ووځي، شرح النووي، علماء وايي چې د مرتد د قتل سبب هم دا ده چې هغه د مسلمانانو له ډلې ووځي او بغاوت وکړي او په موجوده زمانه کې هم چې د هر حکومت څوک بغاوت وکړي هغه نه بښل کیږي.

په یوه بل حدیث کې راغلي عبدالله بن عباس رضي الله عنه وايي: رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمايي: څوک چې له امیر نه کوم بد کار وویني او بد یې ورنه راځي نو صبر دي وکړي ځکه څوک چې د واکمن له ډلې یوه لوېشت ووځي او مړ شي د جاهلیت په مرګ مړ شو، عن ابن عباس رضي الله عنه، قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ” من رأى من أميره شيئاً يكرهه فليصبر؛ فإنه من خرج من السلطان شبراً مات ميتة جاهلية . رواه البخاري (13/5-فتح الباري)، ومسلم (3/1477-1478).

که تاریخ ته ځیر شو د صحابه کرامو ژوند هم د دې نبوي حدیثو عملي ثبوت ده د راشده خلافت له زمانې وروسته ډېر بیلارې واکمن رامنځته شول د هغو په زمانه کې صحابه کرام موجود وو خو د هغو مخالفت یې نه کاوه لکه په روایت کې راغلي: سماک بن الولید الحنفي وايي: په مدینه کې له عبدالله بن عباس رضي الله عنه سره مخامخ شوم ورته ومې ویل: زموږ په واکمن کې ستا څه نظر دی پر موږ ظلم کوي، ښکنځې مو او په زکات کې تیری راباندې کوي ایا مخالفت یې ونه کړو؟ ابن عباس ورته وویل: نه، ای حنفي ورکوه یې، او ویې ویل: ای حنفي د مسلمانانو له ډلې سره اوسه، مخکیني امتونه اختلاف هلاک کړي دي تا د الله دا خبره نه ده اوریدلې چې وايي: د الله په دین په ګډه منګولې ولګوئ او تفرق مه کوئ. عن سِماك بن الوليد الحنفي، أنه لقي ابن عباس رضي الله عنه، بالمدينة، فقال: ما يقول في سلطان علينا؛ يظلموننا، ويشتموننا، ويعتدون علينا في صدقاتنا، ألا نمنعهم؟ قال ابن عباس: “لا، أعطهم ياحنفي…” وقال: ” يا حنفي: الجماعة الجماعة، إنما هلكت الأمم الخالية بتفرّقها، أما سمعتَ الله – عز وجل- يقول: واعتصموا بحبل الله جميعاً ولا تفرقوا . رواه ابن أبي حاتم في تفسيره (2/455).

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*