وروستي:

سرسايه او اړوند مسائل يې

ليکنه: مولوي عبدالحق حماد

سرسايه

کوم مسلمان چې دومره شتمني ولري چې زکات پرې واجب وي، او يا زکات ورباندې واجب نه وي؛ خو له پور او ضروري اسبابو زيات دومره سامان يا يې قيمت ولري چې د زکات نصاب اندازې ته رسيږي، پر هغه د کوچني اختر په ورځ واجب ده چې  يو اندازه صدقه  ورکړي، برابره خبره ده چې هغه سامان د تجارت مال وي او که نه وي، کال پرې تېر شوی وي او که نه وي، دې صدقې ته “صدقه فطر” يا سرسايه وايي.([1])

څنګه چې د شتمنۍ په درلودلو پر نارينه وو سرسايه واجب ده، دغه راز که يوه مېرمن شتمنه وي يا له پور او ضروري اسبابو پرته د دومره ارزښت سامان ولري چې د زکات نصاب ته رسيږي، لکه يوې مېرمنې ته يې پلار دومره سره يا سپين زر ورکړي وي چې ارزښت يې د زکات نصاب ته رسيږي، یا يې خاوند په مهر يا له مهر پرته دومره شتمني يا زر ورکړي وي چې ارزښت يې د زکات نصاب ته رسيږي، پر داسې مېرمنې واجب ده چې خپله سرسايه ورکړي، البته خاوند يې هم کولای شي د نوموړې له خوا سرسايه ورکړي .

پر شتمني مېرمنې خپله سرسايه ورکول واجب ده، د نورو پرې واجب نه ده، لکه د خاوند، بچيانو مور او پلار يا وروڼو . ([2])

پر کوم سړي چې خپله سرسايه واجب وي پر هغه د خپلو نابالغو بچيانو سرسايه هم واجب ده ، هلکان وي او که نجوني . ([3])

 سر سايه د مسلمانانو تر منځ د خواخوږۍ تر ټولو ټيټه مرتبه ده، کوم خلک چې له خپلې شتمنۍ څخه د سرسايې هومره برخه هم نېستمنو ته نه ورکوي، د داسې خلکو شتمني بې برکته او بې خونده وي او کله ناکله الله جل جلاله  د داسې خلکو پر شتمنۍ داسې ټکه را وغورځوي چې له سرسايې څو چنده ډېر زيان يې وشي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم وايي: له زکات پرته ستا په شتمنۍ کې نور حقونه هم شته . ([4])

زکات او سرسايې نصاب ترمنځ توپير

پر چا چې زکات واجب وي، سرسايه هم پرې واجب  ده، خو توپير يې دا دی چې په زکات کې د سپينو او سرو زرو، يا د تجارتي شتمنۍ شتون اړين دی، په سرسايه کې دا شرط نشته، بلکې له دغو درې شيانو پرته که نور څه يې هم درلودل چې ارزښت يې د دوه پنځوس نيمو تولو سپينو زرو قيمت ته رسېدی، سرسايه پرې واجب ده.

البته د دواړو نصابونو لپاره اړينه ده چې دغه اندازه به يې د ورځنيو اړتياوو او پورونو څخه زياته وي . ([5])

سرسايه چاته ورکول سهي ده؟

د سرسايې مصرف يا لګښت ځايونه هماغه دي چې د زکات دي، يعنې کومو خلکو ته چې زکات ورکول سهي دي همهغو ته سرسايه ورکول هم سهي ده، او کومو خلکو ته چې زکات ورکول سهي نه دي هغو ته سرسايه ورکول هم سهي نه دي، البته د سرسايې او زکات يو توپير دا دی چې زکات نا مسلمانو ته نشې ورکولای؛ خو سرسايه نېستمن کافر ته هم ورکولای شې . ([6])

سرسايه د نېستمنو حق دی؛ نو بايد د اختر له لمانځه وړاندې ورکړل شي چې نېستمن پرې خپلو بچيانو ته د اختر جامې او خواړه واخلي، ځينې خلک سرسايه د اختر له ورځې وروسته کوي، دا کار د سنت خلاف دی.([7])

د سرسايې په پيسو جومات، مدرسه، روغتون، لار, يا بل ټولګټی شی جوړول نا روا دي .([8])

سرسايه د چا له خوا ورکول واجب ده؟

شتمن سړي باندي د خپلې سرسايې تر څنګ د خپلو نابالغو بچيانو سرسايه هم واجب ده ، دغه راز د بالغو بچيانو سرسايه هم هله پرې واجب ده چې هغوی نېستمن وي .

که د چا نابالغ بچيان شتمن وي پلار دې د هغوی له شتمنۍ څخه د هغوی سرسايه ورکړي، او که هغوی نېستمن وو بيا دې له خپلې شتمني څخه د هغوی سرسايه هم ورکړي .

بالغ اولادونه که شتمن وي پر پلار يې واجب نه ده چې د هغوی سرسايه هم ورکړي؛ خو که پلار په خپله خوښه د هغوی سرسايه هم ورکوي ادا کيږي . ([9])

سرسايه کوم وخت واجبيږي؟

سرسايه د کوچني اختر د سهار سپېدو پر وخت  واجبيږي، البته په رمضان کې يې ادا کول هم سهي دي؛ نو که يو څوک د کوچني اختر له سهار سپېدو وړاندې ومړ يا نېستمن شو، پر هغه سرسايه واجب نه ده.([10])

که يو کافر د کوچني اختر له سهار سپېدو وروسته مسلمان شي يا يو نېستمن د کوچني اختر سهار سپېدو وروسته شتمن شي، سرسايه پرې نه واجبيږي.([11])

که يو کمکی د کوچني اختر له سهار سپېدو وړاندې يا د سپېدو پر وخت پيدا شي؛ نو که پلار يې شتمن و د دغه کمکي سرسايه به هم ورکوي . ([12])

او که يو کمکی د کوچني اختر د سهار سپېدو وروسته پيدا شو، سرسايه ورکول يې واجب نه ده . ([13])

سرسايه کې کوم شيان ورکول روا دي؟

سرسايه کې مميز، کجوري، جوار، غنم يا اوړه او يا د دغو شيانو قيمت ورکول سهي دی، البته قيمت ورکول يې ډېر غوره دي، څو غريب د خپلې اړتيا وړ شيان پرې رانيسي.([14])

د سرسايې د ادا کولو وخت

د کوچني اختر په ورځ د اختر له لمانځه وړاندې سرسايه ورکول ډېر غوره دي، د اختر له لمانځه وروسته يې ورکول هم سهي دي؛ خو د اختر له ورځې ډېر ور هاخوا يې ځنډول له سنت خلاف او مکروه دي، خو د دې دا معنا نه ده چې له هغه وروسته يې نشي ورکولای؛ بلکې له هغه وروسته يې هم ورکول واجب دي، او د رمضان مياشتې له راختلو وروسته يې د رمضان په هره ورځ کې ورکول سهي دي . ([15])

د سرسايې اندازه

يو صاع ميانه کجوري چې وزن يې څلور کلو او څلور شپېته ګرامه (4.64kg) کيږي، او يا يې قيمت .

يا : يو صاع ميانه وربشې يا يې قيمت . ([16])

يا : يو صاع ميانه مميز يا يې قيمت.([17])

يا : نيم صاع ميانه غنم چې وزن يې دوه کلو او دوه دېرش ګرامه (2.32kg)  کيږي، او يا يې قيمت.([18])

يادونه : که څوک په سرسايه کې غنم ورکوي بايد د يو تن د سرسايې وزن له 2.32 کلو ګرامه څخه کم نه وي، البته که يې قيمت ورکوي، کولای شي د 2.25 کلو ګرامه غنمو قيمت ورکړي خو د ۳۲.۲ کلو ګرامو قیمت ورکول غوره دی. احسن الفتاوی ۴/۴۱۶)

که څوک غواړي د غنمو پر ځای د غنمو اوړه ورکړي، هم سهي دي او د اوړو وزن بايد د غنمو هومره وي او يا يې قيمت . ([19])

که څوک له پورتنيو شيانو پرته بل شی ورکوي لکه : وريژې، لوبيا يا داسې نور حبوبات؛ نو د هغو وزن په شريعت کې نه دی ټاکل شوی البته که څوک يې ورکوي؛ نو قيمت يې بايد له 2.32 کلو ګرامه غنمو څخه کم نه وي . ([20])

یادونه: دا د سرسايې په اندازه کې د ستر فقيه مفتي رشيد احمد رحمه الله تحقيق دی چې په احتياط بنا دی، البته نورو فتاوو بيا نيم صاع پاوکم دوه کيلو ياد کړی؛ نو که څوک په احتياط عمل کوي او د نېستمنو ګټې ګوري هغه دې د مفتي رشيد احمد رحمه الله په قول عمل وکړي او دوهم قول هم سهي دی.

د پورتنيو شيانو قيمت بايد هر کال په رمضان کې معلوم کړل شي او د يو کال قيمت بل کال معتبر نه دی, دغه راز چې شتمني يې چېرې وي، د هغه ښار قيمت معتبر دی.([21])

هر مسلمان که وس ولري ښايي هڅه وکړي چې هغه حبوبات يا يې قيمت سرسايه کړي چې نرخ يې تر نورو حبوباتو لوړ وي، ځکه چې د خير په کار کې څومره ډېر لګښت وشي هومره ډېره ګټه لري او د قيامت په سخته ورځ پکار ورځي، هلته چې ډېره وړه نيکي به هم مسلمان ته ګټه رسوي . ([22])

په سرسايه کې  اجازه

که يو تن د بل سرسايه ورکوي، له هغه څخه اجازه غوښتل اړين دي.([23])

که خاوند د خپلې مېرمنې سرسايه ورکوي؛ نو په ښکاره ترې اجازه غوښتل اړين نه دي؛ ځکه چې په عام ډول خاوندان د خپلو مېرمنو سرسايه ورکوي او د مېرمنو ورته اجازه وي .([24])

او که یو خاوند د خپلې مېرمنې له خوا د هغې د شتمنۍ زکات ورکوي، بيا ورته اجازه اخيستل يا ورته د مېرمنې له خوا اجازه ورکول اړين دي، ښه دا ده چې په داسې صورت کې يو ځل د ټول عمر لپاره له مېرمنې د هغې د شتمنۍ د زکات ورکولو اجازه واخيستل شي چې په راتلونکي کې تردد پاتې نشي .([25])

سرسايه پور کې شمېرل

که د  چا پر يو نېستمن پور باندې و او غوښتل يې هغه پور په سرسايه کې مجرا کړي، سرسايه يې نه ادا کيږي.

البته د دې حيله دا ده چې نېستمن ته دې سرسايه ورکړي او بيا دې د پور غوښتنه ورڅخه وکړي؛ نو هم به د نېستمن پور ادا شي او هم به د نوموړي سرسايه ادا شي.([26])

د سرسايې وېش

يوه سرسايه يو مسکين ته، يا يوه سرسايه څو مسکينانو ته وېشل، دواړه صورتونه روا دي.([27])

يو تن ته له يوې زياتې سرسايې ورکول هم جائز دی.([28])

د سرسايې قيمت

که څوک غواړي سرسايه کې د جنس پر ځای د هغه قيمت ورکړي؛ نو د بازار د هغې ورځني نرخ له مخې دې ورکړي چې په کومه ورځ يې ادا کوي، په همدې ورځ چې بازار کې د مميزو، کجورو، وربشو يا غنمو کوم نرخ وي، د هغه له مخې دې حساب کړي.([29])

که نرخونه ښکته او پورته وو، بيا کولای شي د منځني نرخ له مخې يې ادا کړي.([30])


([1] ) هي واجبة على الحر المسلم المالك لمقدار النصاب فاضلا عن حوائجه الأصلية…ولايعتبر فيه وصف النماء.(عالمكيري:1/191).

ايضا: يخرج ذلك عن نفسه لحديث ابن عمر قال فرض رسول الله صلى الله عليه وسلم زكوة الفطر على الذكر والانثى.(هداية:1/190).

وفي الشامية: تجب صدقة الفطر على كل حر مسلم…. ( ذي نصاب فاضل عن حاجته الأصلية ) كدينه وحوائج عياله ( وإن لم ينم ).(شامي: 2/98).

وفي الهندية: ولايؤدي عن زوجته ولاعن اولاده الكبار وان كانوا في عياله ولو ادى عنهم او عن زوجته بغير امرهم اجزاهم استحسانا كذافي الهداية.(عالمكيري:1/193).

([2] ) والأصل أن صدقة الفطر متعلقة بالولاية والمؤنة, فكل من كان عليه ولايته ومؤنته ونفقته فانه تجب عليه صدقة الفطر فيه والا فلا.(فتاوى عالمكيري:1/193)

([3] ) وتجب عن نفسه وطفله الفقير كذافي الكافي.(عالمكيري: 1/192).

ايضا: ويخرج عن أولاده الصغار ومماليله.(هداية: 1/190 باب صدقة الفطر)

([4] ) سنن الترمذي حديث رقم: 660.

([5] ) تجب…على كل مسلم ولو صغيرا مجنونا حتى لو لم يخرجها وليهما وجب الاداء بعدالبلوغ(ذي نصاب فاضل عن حاجته الاصلية) كدينه وحوائج عياله وان لم ينم كما مر.(شامي:2/358)

([6] ) ومصرف هذه الصدقة ماهو مصرف الزكاة.(عالمكيري:1/188-194) وصدقة الفطر كالزكاة في المصارف وفي كل حال (الا فى) جواز الدفع الى ذمي.(شامي: 2/351).

([7] ) والمستحب للناس ان يخرج الفطرة بعد طلوع الفجر يوم الفطر قبل الخروج الى المصلى كذا في الجوهرة النيرة.(عالمكيري:1/192).

([8] ) وفي الهندية: ومصرف هذه الصدقة ماهو مصرف الزكاة. .(عالمكيري:1/188-194)

وفي الدرالمختار: لايصرف الى بناء نحو مسجد قوله نحو مسجد كبناء القناطر والسقايات واصلاح الطرقات وكرى الأنهار والحج والجهاد وكل ما لاتمليك فيه. (شامي: 2/344).

([9]) وجب عن نفسه وطفله الصغير ولايؤدي عن زوجته ولاعن اولاده الكبار وان كانوا في عياله ولو ادى عنهم او عن زوجته بغير أمرهم اجزاهم استحسانا كذا في الهداية.(عالمكيري:1/193)

([10]) ووقت الوجوب بعد طلوع الفجرالثاني من يوم الفطر فمن مات قبل ذلك لم تجب عليه الصدقة… وان قدموها على يوم الفطر جاز.(عالمكيري:1/192).

([11]) او أسلم بعده لم تجب. (عالمكيرية: 1/192).

([12])ومن ولد قبله وجبت.(عالمكيرية: 1/192).

([13])ومن ولد له بعده لم تجب.(عالمكيرية: 1/192).

([14]) هي نصف صاع من بر او صاع من شعير او تمر….ثم قيل يجوز ادائه باعتبارالعين والاحوط ان يرعى فيه القيمة هكذا في محيط السرخسي.(عالمكيري: 1/191).

([15])(وصح لو قدم أو أخر) وأطلق في التقديم فشمل ما إذا دخل رمضان وقبله وصححه المصنف في الكافي وفي الهداية والتبيين وشروح الهداية وفي فتاوي قاضيخان وقال خلف بن أيوب يجوز التعجيل إذا دخل رمضان وهكذا ذكره الإمام محمد بن الفضل وهو الصحيح

 في فتاوي الظهيرية والصحيح أنه يجوز تعجيلها إذا دخل شهر رمضان وهو اختيار الشيخ الإمام أبي بكر محمد بن الفضل وعليه الفتوى ا هـ فقد اختلف التصحيح كما ترى لكن تأيد التقييد بدخول رمضان بأن الفتوى عليه فليكن العمل عليه.

([16]) او صاع تمر او شعير… ودفع القيمة اي الدراهم أفضل من دفع العين على المذهب المفتى به, جوهرة وبحر عن الظهيرية وهذا في السعة واما في الشدة فدفع العين أفضل كما لايخفى. درمختار.(شامي:2/364-366).

([17])وَأَمَّا الزَّبِيبُ فَقَدْ ذَكَرَ في الْجَامِعِ الصَّغِيرِ نِصْفَ صَاعٍ عِنْدَ أبي حَنِيفَةَ رَحِمَهُ اللَّهُ تَعَالَى لِأَنَّهُ يُؤْكَلُ بِجَمِيعِ أَجْزَائِهِ وَرُوِيَ عن أبي حَنِيفَةَ رَحِمَهُ اللَّهُ تَعَالَى صَاعٌ وهو قَوْلُهُمَا ثُمَّ قِيلَ يَجُوزُ أَدَاؤُهُ بِاعْتِبَارِ الْعَيْنِ وَالْأَحْوَطُ أَنْ يُرَاعَى فيه الْقِيمَةُ.(عالمكيري: 1/191)

([18]) وهي نصف صاع من بر او صاع من شعير او تمر ودقيق الحنطة والشعير وسويقهما مثلهما.(عالمكيري:1/191)

([19]) وهي نصف صاع من بر او صاع من شعير او تمر ودقيق الحنطة والشعير وسوقهما مثلهما (عالمكيري: 1/191).

([20]) وما سواه من الحبوبات لايجوز الابالقيمة.(عالمكيري: 1/192).

ايضا: وما لم ينص عليه كذرة وخبز يعتبرفيه القيمة.(شامي:2/364).

([21])جاز دفع القيمة في زكاة وعشر وخراج وفطرة وتعتبر القيمة يوم الوجوب….ويقوم في البلدالذي المال فيه.(شامي: 2/285)

([22]) قال الله تعالى: لن تنالوا البرحتى تنفقوا مماتحبون وما تنفقوا من شيئ فان الله به عليم.(آل عمران:192).

([23])وَلَا يَجُوزُ أَنْ يُعْطِيَ عن غَيْرِ عِيَالِهِ إلَّا بِأَمْرِهِ كَذَا في الْمُحِيطِ.(عالمكيري: 11/93).

ايضا: لان فيها معنى العبادة حتى لاتتأدى بدون النية.(بدائع الصنائع:2/198)

([24])قوله ( ولو أدى عنهما ) أي عن الزوجة والولد الكبير وقال في البحر وظاهر الظهيرية أنه لو أدى عمن في عياله بغير أمره جاز مطلقا بغير تقييد بالزوجة والولد اه, قوله ( أجزأ استحسانا ) وعليه الفتوى.(شامي:2/363)

([25]) وشرط صحته ادائها نية مقارنة له اي للاداء.(شامي: 2/14, كتاب الزكاة)

([26]) لو وهب دينه من فقير ونوى زكوة دين آخر له على رجل آخر او نوى زكوة عين لم يجز, كذافي الكافي.(عالمكيري:1/169)

ايضا: واداء الدين عن العين وعن دين سيقبض لايجوز وحيلة الجواز أن يعطي مديونه الفقير زكاته ثم يأخذها عن دينه.(شامي: 2/271).

([27]) ( وجاز دفع كل شخص فطرته إلى ) مسكين أو ( مسكين على ) ما عليه الأكثر وبه جزم في الولوالجية و الخانية و البدائع و المحيط وتبعهم الزيلعي في الظهار من غير ذكر خلاف وصححه في البرهان فكان هو ( المذهب ) كتفريق الزكاة. (شامي: 2/346)

([28]) ويجوز دفع مايجب على جماعة الى مسكين واحد كذافي التبيين. (عالمكيري:1/193).

([29]) جاز دفع القيمة في زكاة وعشر وخراج وفطرة وتعتبر القيمة يوم الوجوب….ويقوم في البلدالذي المال فيه.(شامي: 2/285)

([30]) خيرالأمور اوسطها وفي لفظ: اوساطها.(موسوعة الأحاديث والآثارالضعيفة والموضوعة.(4/419)

([37] ) (قوله ويجب عليه الصوم) اى انشاؤه حيث صح منه بان كان في وقت النية ويم يوجد ما ينافيه والا وجب عليه الإمساك.(فتاوى شامي: 2/431).

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*