وروستي:

سوريه، رژيم د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲ لکه کسان زنداني کړي

دسوریې دبشري حقونو سازمان دسوريیانو د نیونو او زنداني کولو په اړه یو ځانګړی راپور خپور کړی دی.

یاد سازمان ویلي، چي ددوی دثبت کړیو شمېروسره سم تر۱۵۰ زرو زیات کسان نیول شوي او زنداني شوي دي، چي ښځي او ماشومان هم پکي شامل دي، خو ددوی له اټکل سره سم تر۲لکو زیات کسان نیول شوي او زنداني شوي دي.

دسوريې دبشري حقونو سازمان ویلي، چي دجون په میاشت کي ۸۵۲ کسان نیول شوي، چي ۵۵۳ تنه یې یوازي درژیم له لوري زنداني شوي دي.

سوري فعالان وايي، چي رژیم د۲۰۱۱ کال له پاڅون راهیسي تر۳ لکو زیات کسان زنداني کړي اوتر۲۰ زرو زیات کسان یې په زندانونو کي تر شکنجو لاندي وژلي دي.

دسوري فعالانو، دسوریې دبشري حقونو دسازمان او دسوریې دانقلاب دعمومي هئیت له راپورونو سره سم دبشارالاسد رژیم په تیرو څلورو کلونو کي لسګونه زره میرمني او ماشومان زنداني کړي دي.

ویل شوي، چي دبشارالاسد رژیم په زندانونو کي زندانیان وهي، جنسي تیري پرې کوي او ډول ډول شکنجې ورکوي.

دسوريې رژیم  تر ډیره زندانیان دلوږي له لاري شکنجه کوي، په ورځو او میاشتو ډوډۍ او اوبه نه ورکوي او دلوږي له لاري يې تراوسه زرګونه زندانیان وژلي دي.

دبشارالاسد درژیم په زندانونو کي دزندانیانو دوحشتناک تعذیب خبرونه وروسته ترهغه رسنیز او دبشري حقونو دنړیوالو سازمانونو، هیوادونو او مسلمانانو غوسه یې راوپاروله، چي کله دبشارالاسد درژیم یوپوځي چي دقیصر په نوم یادیدو  د۱۱ زرو وژل شویو زندانیانو له ۵۵ زرو عکسونو سره له سوريې وتښتیدو.

قیصر ویلي وو، چي داسد درژیم په زندانونو کي زندانیان وهل کیږي، ترمرګه پوري وږي پرېښودل کیږي، لاسونه او پښې ورڅخه پرې کیږي، په دار ځړول کیږي، سترګي ورڅخه ایستل کیږي، برقي شارټونه ورکول کیږي او په نورو تعذیبونو برسېره دبدن غړي ورڅخه غوڅ کیږي.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*