وروستي:

روژه د تقوا میاشت (5/4)

حامد افغان

د تقوي پیژندنه

علي ابن ابي طالب رضي الله تعالى عنه د تقوي تعریف داسي کړي ده: الخوف من الجليل، والعمل بالتنزيل، والرضى بالقليل، والاستعداد ليوم الرحیل. یعني له لوی الله نه ويریدل، په قران عمل کول، په کم شي راضي کیدل او د اخرت ورځې ته ځان تیارول تقوي ده. أبو هريرة – رضي الله تعالى عنه – ته چا وویل: تقوي څه شی ده؟ هغه ورته وویل: ایا ازغنه لاره دي لیدلې ده؟ سړي وویل: هو، ابو هريره ورته وویل: په ازعنه لاره څنګه تګ کوې؟ سړي وویل: کله چې ازغي ووينم ورنه چپ شم یا جامې راټولي کړم، ده ورته وویل: همدا تقوي ده. فتح القدير : 1/52 . طلق بن حبيب رحمه الله وایې: کله چې فتنې رامنځته شي په تقوي سره یې ووژنئ، چا ورته وویل: تقوي څه شی ده؟ ده ورته وویل: تقوي دې ته وایې چې د ثواب په نیت الله پوره اطاعت وکړې او د الله د عذاب له ويري د هغه له نافرماني نه لاس واخلې. الرسالة التبوكية ، ص 10 .

د تقوي فضیلت

دا چې د تقوي غوره صفت څومره فضلیت لري او متقي انسان ته څومره انعامونه ورکړل شوي دي، په دې اړه په لنډه توګه څو آيتونه را اخلو: قرانکریم الله جل جلاله ته د ورتلونکو او داخرت له پاره تر ټولو غوره توښه تقوي بللې ده : { وَتَزَوَّدُوا فَإِنَّ خَيْرَ الزَّادِ التَّقْوَى وَاتَّقُونِ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ } (البقرة : 197) ، یعني او تاسو توښه برابره کړئ بېشکه تقوي ترټولو ښه توښه ده او ای د عقل خاوندانو له ما نه وويریږئ. په روایت کې راغلي چې علي بن أبي طالب رضي الله عنه هديرې ته ولاړ چې کله ور ورسیدی په لوړ غږ یې قبرونو ته وویل: ای د قبرونو اوسیدونکو خلکو! تاسو خپل حال راته وایئ او که موږ ستاسو په اړه د دنیا حال درته ووایو؟ دلته ستاسو په اړه خبره داسي ده چې ستاسو مالونه وویشل شول، ښځو مو نور ميړونه وکړل په کورونو کې مو نور خلک اوسي، اوس تاسو خپل حال راته ووایئ؟ په دې وخت کې علي رضي الله عنه خپلو ملګرو ته وویل: په الله قسم که دوی ځواب راکولی شوی نو ویلي به یې و چې: موږ ته له تقوي پرته بله ښه توښه نده معلومه. التمهيد لابن عبد البر : 20/242 .

بل ځای الله جل جلاله بریالیتوب په تقوي پوري تړلی ده: { وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ} (البقرة:189)، یعني له الله نه وويریږئ څو بریالیتوب ترلاسه کړئ، یعني متقي انسان بریالی دی، او د تقوي بل لوی فضیلت دادی چې متقیان د الله دوستان دي او الله جل جلاله یواځي متقیان خپل دوستان بللي دي، قرانکریم وایې: { إِنْ أَوْلِيَاؤُهُ إِلاَّ المُتَّقُونَ } (الأنفال : 34) ، یعني یواځي متقیانو د الله دوستان دي.

د تقوي بل مهم فضیلت دادی چې الله جل جلاله د متقي انسان عمل قبلوي لکه قرانکریم چې وایې: { إِنَّمَا يَتَقَبَّلُ اللَّهُ مِنَ المُتَّقِينَ } (المائدة : 27) ، یعني په دې کې شک نشته چې الله د متقیانو عملونه قبلوي، مشهور صحابي أبو الدرداء رضی الله عنه وایې: که زه په دې باوري شم چې الله مي یو لمونځ قبول کړ دا له ټولې دنیا او د دنیا له ټولو شتو نه راته غوره بولم، ځکه الله جل جلاله وايې : { إِنَّمَا يَتَقَبَّلُ اللَّهُ مِنَ المُتَّقِينَ} . تفسير ابن كثير : 3/85 . مطرف بن عبد الله به دا دعا کوله: ای الله د یوې ورځې لمونځ مي قبول کړه، ای الله د یوې ورځې روژه مي قبوله کړه او ای الله نیکي راته ولیکه، : اللهم تقبل مني صلاة يوم ، اللهم تقبل مني صوم يوم ، اللهم اكتب لي حسنة ، او له دې وروسته به یې دا لوړ ایت تلاوت کړ: { إِنَّمَا يَتَقَبَّلُ اللَّهُ مِنَ المُتَّقِينَ } . مصنف ابن أبي شيبة : 8/245 .

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*