وروستي:

پر مسلمانانو د روژې بنديز، يو شمېر ټولنو چينايي حکومت وغانده

د نړۍ د مسلمانانو علماوو شورا د چين د سينګيانګ په مسلمان مېشتې خودمختاره سيمه كې د پرمسلمانانو باندې د روژې د نيولو بنديز له امله ددې هېواد حكومت وغندلو.
ددې ټولنې لخوا په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي دي چې “چين بايد د مسلمانانو د حقونو او د عبادت د آزادۍ اصل ته درناوى وكړي.“
د بله پلوه د اسلامي همكاريو سازمان هم د يوې اعلاميې له مخې د چينايي مقاماتو نه غوښتنه كړې ده چې په هېواد كې د مسلمانانو د عبادت حق ته درناوى ولري. دې سازمان همداراز د نړيوالې ټولنې نه هم غوښتي دي چې په چين كې د مسلمانو لږه كيو د ساتنې په موخه اړوند تدابير ونيسي.
په اعلاميه كې راغلي دي چې “ د چين د سينګيانګ په خودمختاره سيمه كې د مسلمانانو پر وړاندې روان چلند د نړيوالو قوانينو او حتى د چين د ملي قوانينو سره په ټكر كې دى. ددې امله بايد ژر تر ژره جدي اقدمات وشي.“د چين دولت په سيمه كې د يوې اعلاميې په خپرولو سره څرګنده كړه چې “دولتي مامورين، ښوونكي او زده كوونكي نشي كولاى چې روژه ونيسي. د متخلفينو سره به قانوني چلند وشي.“
سربېره پر دې په ايغوري مسلمانانو د اوسېدو په سيمه كې ټول دوكاندارن او رستورانت لرونكي مجبور دي چې په روژه كې خپل رستورانتونه پرانيستي وساتي. د نړۍ د اويغورانو د كانګرس وياندې دلشاد رشيد څرګنده كړه چې چينايي چارواكي د مسلمانان دې ته مجبوري چې په خپلو دوكانونو كې الكولي مشروبات او سګرټ وپلوري.
پر ديني عبادت باندې د چين د حكومت بنديزونو په ټوله نړۍ كې د مسلمانانو غبرګون را پارولى دى.
د نړۍ د اويغورانو د كانګرس مرستيال سيد تومتورك څرګنده كړه چې “ ددې بنديز پر وړاندې به موږ خپلې مبارزې ته دوام وركړو. هيله ده چې د چين حكومت د نړيوالو فشارونو له امله د خپلې دې پرېكړې نه تېر شي. او پر روژې نيولو بنديز لرې كړي.`

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*