وروستي:

ترکيې په تايلېنډ کې د ايغور زنداني مسلمانان خپل هېواد ته ولېږدول

ترکیې په سلګونو ایغور مسلمانان چي په تایلنډ کي زنداني شوي وو خوشي کړي او خپل هیواد ته یې ليږدولي دي.

ویل شوي، چي دغه ایغور مسلمانان دظلمونو له امله له چین څخه تښتيدلي او په تایلنډ کي نیول شوي وو، چي دترکيې دديپلوماتیکو هلو ځلو په ترڅ کي خوشي کړای شوي او ترکیې ته ليږدول شوي دي.

دترکي ژبو هیوادونو دخبریالانو دټولني رئيس ګونګوریاوزاسلان ویلي، چي ترکیه وتوانیدله، چي له اوږدو ديپلوماتیکو هلو ځلو وروسته په تايلنډ کي زنداني دایغورمسلمانان چي دچین له ظلمونو څخه تښتيدلي او په تایلنډ کي نیول شوي وو خوشي کړي.

نوموړي ویلي، چي دغه مسلمانان د۲۰۱۴ کال له مارچ میاشتي راهیسي په تایلنډ کي زندانیان وو.

راپورونه وايي، چي دتایلنډ له زندانونو څخه د راخوشي شویو ایغور مسلمانانو لومړۍ ډله چي ټول يې ښځي او ماشومان وو تیره ورځ ترکيې ته ورسيدله.

دختيځ ترکستانیانو دټولني مشر سیدتوم ترک  داستنبول په اتاترک هوايي ډګر کي  دایغور دمسلمانانوهرکلی وکړ.

ترکي چارواکو ویلي، چي په څو راتلونکو ورځو کي به په تایلنډ کي پاته نور ایغور مسلمانان هم ترکيې ته وليږدول شي.

له بله پلوه ترکیې دچین دحکومت په هغې پرېکړې خپله اندېښنه ښودلې، چي له مخي يې دایغوردمسلمانانو په روژې او نورو عبادتونو بندیز لګول شوی دی.

دترکیې دبهرنیو چارو وزارت په ترکیه کي څو ورځي وړاندي دچین سفیر ورغوښتی اوورته يې ویلي، چي په چین کي له ایغورترکانو سره دچین دحکومت چلند دوی ته دمنلو وړ نه دی.

ترکي چارواکو ویلي، چي دوی ديپلوماتیکي هڅي پيل کړي، ترڅو دچين ايغور مسلمانان له ظلمونو څخه را وایستل شي.