وروستي:

د ژبې روژه

حامد افغان

د ژبي روژه داده چې له بې ګټې خبرو ځان وساتل شي، له لفظي جګړې، باطل خبرو، دروغو، نمیمة، سپکو خبرو، بهتان، لعنت ویلو او غیبت نه ژبه پاکه ولرلي شي. د ژبي دا ډول روژه د رمضان په میاشت پوري نه ده تړلي بلکي مومن باید هر وخت خپله ژبه له دا ډول ناروا او باطلو خبرو تړلې ولري او په ځانګړې توګه په روژه مبارکه کې بايد خامخا د ژبي روژه هم ونیول شي او په دې اړه د رسول الله صلی لله علیه وسلم په مبارکو لارښوونو کې ډیر ټینګار شوی ده. څو مبارک حدیث درته تشریح او ژباړم.

1) رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي: کومه ورځ چې ستاسو کوم یوه روژه وي نو سپکې او فحش خبرې دي نه کوي او نه دي د ناپوهي او جهالت کارونه کوي، که څوک ښکنځل ورته کوي او یا جګړه ورسره کوي ورته ودي وایي: زما روژه ده زما روژه ده.
عن أبي هريرة – رضى الله عنه – قال: قال رسول الله – صلى الله عليه وسلم -: “إذا كان يوم صوم أحدكم فلا يرفث ولا يجهل، وإن امرؤ شاتمه أو قاتله فليقل: إني صائم. إني صائم”. رواه البخاري ومسلم.

په حدیث کې د الرفث لفظ راغلی ده او رفث سپکو او فحش خبرو ته وایې
“فتح الباری” 4/126). او بله جمله د “ولایجهل ” راغلې ده یعني هیڅ جاهلانه کار دی نه کوي، دا ډیره عامه خبره ده، روژتي باید د جاهلانو له هرکار او هر حرکت نه ځان وژغوري.

2) د النسائي په یوه روایت کې راغلي دي عائشه رضی الله عنها وایي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: روژې له اور نه سپر دي د چا چې روژه وي په دې ورځ دي جاهلانه کار نه کوي او که یوڅوک جاهلانه چلند ورسره وکړي هغه ته دي ښکنځل او بدې خبرې نه کوي او ورته ودي وایي: زه روژتي یم . عن عائشة – رضي الله عنها – عن النبي – صلى الله عليه وسلم – قال: “الصيام جُنَّةٌ من النار، فمَن أصبح صائماً فلا يجهل يومئذ، وإن امرؤ جهل عليه فلا يشتمه ولا يسبّه، و ليقل: إني صائم”. رواه النسائي.

3) امام بخاري رحمه الله په خپل صحیح کې په (کتاب الصیام) کې د ژبي د ساتني او روژې په فضیلت کې یو باب راخیستی ده: ( باب حفظ اللسان للصائم وفضل الصيام) . په دې باب کې یې دا حدیث راخیستی ده: عن أبي هريرة – رضى الله عنه – أن النبي – صلى الله عليه وسلم – قال: “قال الله: كل عمل ابن آدم له، إلا الصيام فإنه لي وأنا أجزي به، والصيام جُنَّةٌ، وإن كان يوم صوم أحدكم فلا يرفث ولا يصخب، فإنه سابَّه أحدٌ أو قاتله، فليقل: إني امرؤ صائم” . رواه البخاري. یعني رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې: الله ویلي دي: د بنيادم هر عمل د هغه ده مګر روژې یې زما دي او زه به یې د روژې بدله ورکوم، او روژې سپر دي، او که کومه ورځ ستاسو کوم یوه روژه وي نو سپکې او فحش خبرې دي نه کوي او چیغې او نارې دي نه وهي، که چا ښکنځل ورته کوله یا یې جګړه ورسره کوله ورته ودي وایې: زه روژتي سړی یم.

4) د امام الحاکم په یوه روایت کې راغلي دي: عن أبي هريرة – رضى الله عنه – أن النبي – صلى الله عليه وسلم – قال: “ليس الصيام من الطعام والشراب، إنما الصيام من اللغو والرفث، فإن سَابَّكَ أحدٌ، أو جهل عليك، فقل: إني صائم إني صائم” صحيح الجامع: 5376). یعني د خوراک او څښاک په پرېښودلو سره روژه نده روژه هغه ده چې له فحش او بې ګټې خبرو خوله بنده کړل شي، که چا ښکنځل درته وکړه یا یې کوم جاهلانه چلند درسره وکړ ورته ووایه: “زما روژه ده زما روژه ده ” .

5) د ابن خزيمه په یوه روایت کې راغلي دي: “لا تسابّ وأنت صائم، فإن سَابَّكَ أحدٌ، فقل: إني صائم، وإن كنت قائماً فاجلس”. یعني چې روژه دي وي ښکنځل مه کوه، که څوک ښکنځل درته کوي ورته وا زما روژه ده، او که ولاړ وې کښېنه.

6) په یوه بل حدیث کې راغلي رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي: څوک چې ناحقه شاهدي او ناحقه وینا او په هغه عمل پرېنږدي الله یې خوراک او څښاک پرېښودلو (روژه) ته اړتیا نلري . عن أبي هريرة – رضى الله عنه – أن النبي – صلى الله عليه وسلم – قال: “مَن لم يدع قول الزور والعمل به فليس لله حاجة في أن يدع طعامه وشرابه”. رواه البخاري.

له “قول الزور” نه مراد دروغ دي او ناحقه شاهدي هم یو ډول دروغ دي، د حدیثو مشهور شارح الطیبي وایې: دا حدیث د دې خبرې دلیل ده چې دروغ او قول الزور د ټولو بدو اصل او لوی جرم ده بلکي دا د شرک ملګری ده لکه قرانکریم دواړه یوځای راوړي دي: ﴿ فَاجْتَنِبُوا الرِّجْسَ مِنَ الْأَوْثَانِ وَاجْتَنِبُوا قَوْلَ الزُّورِ ﴾ [الحج: 30] د بوتانو له پلیتي ځانونه وژغورئ او له دروغو او ناحقه شاهدي ځانونه وژغورئ. “فيض القدير” 6/224).

له دروغو سره په روژه کې د ژبې یو بل خطرناک کار غیبت کول دي، غیبت هم په روژه کې چنداني خواږه نه پریږدي او ډیره یې بيخونده کوي.
7) لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي: روژه سپر ده ترڅو څیرې نکړل شي امام الدارمي وایي: غیبت یې څیروي. عن أبي عبيدة بن الجراح – رضى الله عنه – قال: سمعت رسول الله – صلى الله عليه وسلم – يقول: “الصيام جنة ما لم يَخْرِقها” قال الدارمي: “يعنى بالغيبة”. رواه احمد.

حفصه بنت سيرين د امام محمد بن سيرين رحمه الله خور ده هغه وایې: روژه سپر ده ترڅو یې روژتي څيري نکړي او په غیبت سره ځيرل کیږي. ځیني علماء وایې: غیبت روژه څیروي او استغفار یې ګنډي که مو له وسه وي د الله حضور ته څیرلې روژې مه راوړئ. عبيدة السلماني وایې: “اتقوا المفطِرَين: الغيبة والكذب”. یعني له دوو روژه ماتوونکو ځانونه وساتئ او هغه غیبت او دروغ دي. مجاهد بن جبر رحمه الله : “ما أصاب الصائم شوى إلا الغيبة والكذب”. یعني روژتي ته چې څه رسیږي هغه کم شی ده مګر غیبت او دروغ نه. داراز مجاهد وایې: که څوک غواړي روژه یې روغه پاته شي نو له غیبت او دروغو دي ځان وساتي. امام اعمش رحمت الله له ابراهیم نه روایت کوي چې هغه به ویل: هغوی به ویلې چې دروغ روژه ماتوي. ابو العالیه وایې: روژتي که په خپل فرش ویده وي هم دا خوب یې هم عبادت ده ترڅو یې غیبت نه وي کړی.
مطلب دا شو چې په روژه کې له دروغو، غیبت، ښکنځلو او نورو ګناهونو څوک ځان ونشي ژغورلی د روژې موخه او هدف (تقوي) یې نکړ ترلاسه او چې د روژې موخه ترلاسه نشي روژه بې ګټې ده . قرانکریم د روژې د فرضيت موخه تقوي ښوولې ده: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ} [البقرة: 183. یعني ای هغو خلکو چې ایمان بې راوړی ده په تاسو روژې فرض کړل شوې دي لکه له تاسو په مخکي خلکو چې فرض کړل شوې وې، تر څو تاسو تقوي خپله کړئ.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*