وروستي:

پټ شهوتونه

حامد افغان

احمد بن مسکین رحمه الله د دریمي پیړۍ د بصري له علماو نه دی، د ده په زړه پوري کیسه درته راژباړم، کیسه یې زموږ د وخت له پاره ډېره مهمه ده او په تیره د سخیانو او خیراتیانو له پاره باید په سرو زرو ولیکل شي، راځئ پخپله له ده نه د ده په زړه پوري کیسه اورو.

احمد بن مسکین وایي: په کال 219هـ کې سخت مسکین شوم، یوه ښځه او ماشوم مې وو، په کور کې مو هیڅ شی نه لرل، یوه ورځ موږ سخت وږي شوو نو اراده مې وکړه چې باید کور خرڅ کړم، په همدې نیت ووتلم چې څوک ورته پیدا کړم، په لاره کې مې ابو نصر وليدی، او کیسه مې ورته وکړه، هغه دوه توکړې ډوډۍ راکړه چې په منځ کې یې حلوا نغښتې وه، او راته کړه یې دا دي ماشومانو ته ورکړه.

بیرته کورته په لاره یوه ښځه مخته راغله، ماشوم یې غیږ کې و راته کړه یې: وروره! دا ماشوم یتیم دی او وږی دی د خوراک یو څه راکړه، د ښځي حالت او د ماشوم لوږي ته مې چې ولیدل داسي راته ښکاره شوه چې جنت مې مخته خلاصي دروازې ولاړ ده او د دې ښځي او ماشوم له مړولو وروسته به ورننوځم، هغه د ابونصر ډوډۍ او حلوا مې ورکړل او ورته ومې ویل: والله که له دې ډوډۍ پرته په کور کې هیڅ شی هم لرم او خپله میرمن او ماشوم مې له تاسو ډېر وږي دي، د هغې له سترګو هم اوښکي رواني شوې.

یو وخت ډوډۍ مې پیدا کړې وه هغه مې هم خیرات کړه، او روان شوم، د یوه دیواله سیوري ته مې ډډه ووهله او په سوچونو کې ډوب شوم، په دې وخت کې بیا ابو نصر پرې راغی او سخت خوشاله و، راته ویې ویل: ابو محمد! دلته ولې ناست یې کور دي له مال او شتمنیو ډک ده؟! ما ورته وویل: سبحن الله! هغه له کومه شوې؟ ول: له خراسانه یو سړی راغی ستا د پلار او ستاسو پوښتنه یې کوله.هغه دا شتمنۍ درته راوړې دي.

کیسه داسي وه چې د بصري یو تاجر زما د پلار ملګری و دیرش کاله پخوا زما پلار له هغه سره خورا زیات مال ایښی و، دا تاجر غریب شوی و بیا خراسان ته تللی و، کاروبار یې ښه وده کړې وه او ډېر شتمن شوی و اوس یې هغه زما د پلار امانت مال ټول راوړ او ماته یې راکړ، په داسي سخته غريبي کې مې کور له شتمنیو ډک شو او د الله حمد او شکر مې وويلې. لومړی د هغې غريبي ښځي په لټه کې شوم هغه مې پیدا کړه او ډېر څه مې ورکړل.

په دې مال کې مې تجارت روان کړ او له تجارت سره مې په خلاص لاس سخا هم کوله، تجارت مې ښه پرمخ روان و او دنیا مې زیاتیدله، ژوند مې برابر او پخپلو خيراتونو او صدقو هم ډېر خوشاله وم، ما فکر کاوه چې د ښېګڼو او خيراتونو په برکت مې د نېکی تله ښه درنه کړه او اوس له صالحانو او نېکانو نه یم، خو متاسفانه دا خوشالي مې د غرور پولو ته رسیدلې وه.

یوه شپه ویده وم خوب مې لیده د قیامت ورځ وي، مخلوقات راجمعه شوي وي، ټول راروان وي د نېکیو او بدیو پنډي او بارونه یې په شا کړي وي او د حساب په لور روان وي، زما د نېکیو او بدیو تللو وخت راغی، نېکي مې د تلي یوه او بدي بل لور ته کېښودل شوې، بدي او ګناهونه مې زیات شول او د ښو عملونو تله مې سپکه شوه، او کیسه هغه وخت ډېره خرابه شوه کله مې چې د نېکیو چاڼ پیل شو،زما هره نیکي به چې راپورته شوه له هغې لاندي به یو ” پټ شهوت ” پروت و، چې هغه نېکي به یې بیکاره او ناچله کړه، هغه پټ شهوت لکه: ریا او نوم ایستل، غرور او تکبر، د ځان ستايني مینه او د هغې له پاره ښه کول، لنډه دا چې په دې توګه مې ټولي نېکي ناچله او وغورځول شوې.او زه په دې یقین شوم چې هلاکیدونکی یم.

وروسته غږ وشو چې د ده کومه نېکي پاته ده؟ وویل شول: یوه نیکي یې پاته ده او هغه نیکي مې د ابو نصر دوه توکړې ډوډۍ او حلوا وه چې د یتیم مور ته مې ورکړې وه!، دلته مې پخپل هلاکت يقيني شوم ځکه سلګونه او زرګونه دیاره مې خیرات کړي وو هغه چټي شول نو دا توکړه ډوډۍ به څه وکړي، خو کله چې هغه د نېکیو تله کې کېښودل شوه د بدیو هغه یې وښوروله، او کله چې د هغې ښځي اوښکي ورزیاتي شوې نو د نېکیو تله ښکته روانه شوه او ورسره دا غږ وشو چې بریالی شوم.

له ډېرو لویو ښېګڼو او ښو عملونو سره که غرور، ریا او تکبر مل شي ههغه له منځه وړي او ناچله یې ګرځوي، او که له کمې ښژګڼي او کوچني ښه عمل سره اخلاص او.عاجزي مله وي هغه لوړوي او لویوي، نو په هر عبادت او هر ښه کار کې اخلاص او په عاجزي سره یې ترسره کول لازمي ده او هر وخت باید له غرور او ریا ځانونه ژغورلي ولرو، حدیث کې راغلي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي هیڅ ښه کار سپک مه ګڼه که څه هم له مسلمان ورور سره په ورین تندي مخامخ وي. بل روایت کې راغلي: د خورما په یوه توکړه سره له اوره ځانونه وژغورئ.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*