وروستي:

«امريکا کې د سلام د مخنيوي لپاره پراخ فعاليتونه کېږي»

دامریکاپه اړه په یوه نوي راپور کي ویل شوي، چي په امریکا کي داسلام دمخنیوي او داسلام فوبیا دخپراوي لپاره په زیاته پيمانه فعالیت ترسره کیږي.

په امریکا کي دسنټر اف  امریکا پروګرس  په نوم یوې ملکي ټولني «دنفرت تخم کرونکي شتمن» تر عنوان لاندي یو راپور خپور کړی دی.

په دغه راپور کي ویل شوي، چي په امريکا کي ۸ داسي ادارې او یوشمېر شتمن کسان شتون لري، چي یوازنۍ موخه يې په امریکا کي له اسلام څخه دخلکو نفرت پيدا کول دي.

په راپور کي ویل شوي، چي دغو ادارو او شتمنو کسانو خپلو موخو ته درسيدلو لپاره له ۲۰۰۱ کال راهیسي بیاتر ۲۰۱۲ کال پوري له ۱۰ اسلام ضد مدني ټولنو سره ۵۷ ميلیونه ډالره مرسته کړې ده.

ویل شوي، چي دا ټولي پيسې په امریکا کي داسلام فوبیا یا له اسلام سره ددښمنۍ دخپراوي په خاطر مصرف شوي دي.

دسنټر اف  امریکا پروګرس  په نوم ملکي ټولني په خپل راپور کي ویلي، چي دغه ټولني ادارې او اشخاص په قصدي توګه اسلام فوبیاته لمن وي.

یادي ادارې ویلي، چي دا ادارې او کسان چي اسلام ضد ټولنو ته داسلام فوبیادخپراوي لپاره په میلیونونو ډالر ورکوي له اسرائیلو سره تړلي دي.

دسنټر اف  امریکا پروګرس  په نوم دملکي ټولني دغه راپور په داسي مهال خپريږي، چي په دې وروستیو کي په امریکا کي اسلام ضد فعالیتونه زیات شوي دي.

داسي ویل کیږي، چي په امریکا کي په چټکۍ سره داسلام له خپراوي څخه امریکايي حکومت، کلیساوي او عيسوي او یهودي متشددي او افراطي کړۍ په ویره کي دي.