یا الله ! زموږ زړونه پاک کړه(2)
حامد افغان
د دې ایت تفسیر او تفصیل
په تیره لیکنه کې مو دا لاندي ایت راخیستی و: او هغه چې له دوی وروسته راشي وایي به زموږ ربه! موږ او زموږ هغو وروڼو ته بښنه وکړه چې له موږ نه په ایمان کې مخکي وو او مومنانو ته مو په زړونو کې حقد او کینه مه ګرځوه، زموږ ربه! بېشکه ته نرمي کوونکی او مهربانه یې. {والذين جاءوا من بعدهم يقولون ربنا اغفر لنا ولإخواننا الذين سبقونا بالإيمان ولا تجعل في قلوبنا غلا للذين آمنوا ربنا إنك رءوف رحيم} (الحشر:10).
د دې ایت په دې جمله کې: {والذين جاءوا من بعدهم/ او هغه چې له دوی وروسته راشي وایي به} مفسرينو دوه خبري کړې دي، لومړی او مشهور قول دا دی چې له دې خلکو مراد مهاجرین صحابه کرام دي، دوی چې مدیني ته هجرت وکړ او له دوی سره د انصارو مینه او مخلصانه هراړخیزه مرسته یې وليدله نو د هغوی په اړه یې دا دعا وکړه او له هغوی سره یې متقابلاً خپله مینه او د زړونو صفایي څرګنده کړه،
د تفسیر د دې قول تایید په یوه روایت کې هم راغلی دی: انس رضي الله عنه وایي: کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم مدیني ته راغی مهاجرین ورته راغلل، او ورته ویې ویل: يارسول الله! موږ د انصارو په څیر خلک نه دي لیدلي، موږ چې دوی ته راغلو دوی که ډېر څه لرل یا یې کم لرل په هغو ټولو کې یې موږ ورشریک کړو، موږ یې له یادیږي خلاص کړي یو د ژوند په اساني کې یې ورشریک کړي یو، موږ ویریږو چې دوی به ټول ثوابونه یوسي، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: نه داسي نه ده دوی ټول ثوابونه نه وړي ترڅو چې تاسو هغوی ته دعاوي کوئ او د هغوی ستاینه کوئ. عَنْ أَنَسٍ قَالَ لَمَّا قَدِمَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الْمَدِينَةَ أَتَاهُ الْمُهَاجِرُونَ فَقَالُوا يَا رَسُولَ اللَّهِ مَا رَأَيْنَا قَوْمًا أَبْذَلَ مِنْ كَثِيرٍ وَلَا أَحْسَنَ مُوَاسَاةً مِنْ قَلِيلٍ مِنْ قَوْمٍ نَزَلْنَا بَيْنَ أَظْهُرِهِمْ لَقَدْ كَفَوْنَا الْمُؤْنَةَ وَأَشْرَكُونَا فِي الْمَهْنَإِ حَتَّى لَقَدْ خِفْنَا أَنْ يَذْهَبُوا بِالْأَجْرِ كُلِّهِ فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لَا مَا دَعَوْتُمْ اللَّهَ لَهُمْ وَأَثْنَيْتُمْ عَلَيْهِمْ. رواه الترمذي واحمد.
د دې ایت په تفسیر کې دویم قول دا یدا چې له (والذين جاءوا من بعدهم) نه مراد هغه مومنان دي چې له انصارو او مهاجرینو وروسته راشي، نو له ایت نه مراد هغهذټول مومنان شول چې له وی وروسته راځي، او دا قول له مجاهد بن جبر المکي نه روايت شوی دی، نو له دوی وروستي مومنان به د هغوی د فضل او کرامت قایل وي هغوی به ستایي اودهغوي ته به دعا کوي، د هغوی په اړه به زړونه صفا او له عقدو او کینو خالي لري، او کوم مومنان چې د مخکینیو له پاره پاک ړونه لري هغوی هم قران ستايلي او د فضل او کرامت خاوندان بللي دي.
د دې قول د تایید له پاره هم راویتونه شته لکه ام المؤمنین عائشه رضي الله عنها روایت شوی دی، هغه وایي: تاسو ته امر شوی دی چې د محمد صلی الله علیه وسلم ملګرو ته له الله نه د بښني او مغفرت دعا کوئ خو تاسو یې ښکنځئ، ما ستاسو له نبي صلی الله علیه وسلم نه اوریدلي ویل یې: د دې امت وروستي به خامخا په مخکینیو لعنت وایي. عن عائشة أم المؤمنين رضي الله عنها، قالت: أُمرتم بالاستغفار لأصحاب محمد صلى الله عليه وسلم، فسببتموهم. سمعت نبيكم صلى الله عليه وسلم يقول: (لا تذهب هذه الأمة حتى يلعن آخرها أولها). رواه البغوي.
داراز له امام قتاده نه روایت شوی دی هغه وایي: دوی ته امر شوی دی چې د محمد صلی الله علیه وسلم ملګرو ته د مغفرت دعا کوئ او هغوی ته د ښکنځلو امر نه هنه ورته شوی. عن قتادة، قال: إنما أمروا أن يستغفروا لأصحاب النبي صلى الله عليه وسلم، ولم يؤمروا بسببهم. دا راز نور ګڼ شمیر روایات شته چې په هغو کې سلفو ته د دعا او د هغوی د ستايني خبره شوې ده، او د هغوی پر خلاف بدویل یا د هغوی بد یادول منعه شوي دي.