وروستي:

امريکايي پوليسو په بوسټن کې يو مسلمان ځوان وژلی

امریکايي پولیسو ددغه هیواد دباسټن په ښار کي ۲۶ کلن مسلمان ځوان اسامه عبدالله رحیم په ډزو ويشتلی او وژلی دی.

راپورونه وايي، چي پولیسو اسامه عبدالله دشا له لوري ويشتلی او وژلی دی.

دباسټن امنيه قومندان ویلي، چي اسامه عبدالله رحیم پلان درلود، چي داسلام ضد ویناکونکې او دنبی عليه السلام دکاریکاتورونو دسيالۍ جوړونکې پاميلاګېلر ووژني.

دباسټن پولیسو ویلي، چي اسامه عبدالله له ۱۸ مياشتو راهیسي داستخباراتو او پولیسو تر تعقيب لاندي وو.

افراطي پامیلاګېلر په امریکاکي له ازادۍ څخه ددفاع دټولني بنسټ ايښودنکې، دنبی عليه السلام دکاريکاتورونو دسيالۍ جوړونکې او داسلام ضد وینا کونکې ده.

دامريکا سی ان ان ویلي، چي دامریکاایف بی ای داسامه عبدالله دوژلو لپاره محکمې ته په ليکلي بڼه اسناد ليږلي وو، چي هغه دپاميلاګېلر دوژلو پلان لري.

داسي ویل کیږي، چي محکمې له دې پرته چي له عبدالله څخه پلټني وکړي او یاکره شواهد پرې پيدا کړي دهغه دوژلو امر ورکړی دی.

له بله پلوه داسامه عبدالله رحیم ورور ابراهیم رحيم دپولیسو ادعاوي رد کړي او ویلې دي، چي پولیسو دباسټن دخلکو په سترګو کي دخاوري اچولولپاره دا ادعاوي کوي او دهمدې لپاره يې دپيښي په اړه یوه ويدیو هم خپره کړې ده.

ابراهیم رحیم ویلي، چي پولیسو دده په ورور دشا له لوري ډزي کړي دي.

دپيښي په اړه دباسټن په ښار کي «دالله شکر اداکول» په نوم دجومات ملا امام عبدالله فاروق ویلي، چي دا به له وخته وړاندي وي چي وویل شي، چي اسامه عبدالله دچا دوژلو پلان درلود، بلکه دپيښي په اړه باید پوره او جدي څېړنه وشي.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*