وروستي:

د امريکايي يرغل له امله تر ۲ لکو ډېرو افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې

دامریکادبراون پوهنتون دنړیوالو چارو دڅېړني موسيسې  دامریکايي یرغل له امله دوژل شویو افغانانو د شمېرو په اړه «دجګړې زیانونه»په نوم یو راپور خپور کړی دی، چي پکي ویل شوي، چي د۲۰۰۱ کال راهیسي چي امریکاپه افغانستان یرغل وکړ، تراوسه له ۱۰۰ زرو زیات افغانان وژل شوي او همدومره نور ټپیان شوي دي.

داسوشېټيډپريس خبري اژانس دیاد مرکز په حواله ویلي، چي له ۲۰۰۱ کال راهیسي بیاتر۲۰۱۴ کال پوري دامریکايي یرغل له امله تر یولکو زیات افغانان وژل شوي او تر دې زيات نور ټپیان شوي دي.

په دغه راپور کي ویل شوي، چي دامریکایرغل په افغانستان او دپاکستان په قبائلي سیمو کي زیات زیانونه اړولي دي او دامريکايي ښکېلاک له امله په دواړو هیوادونو کي تر ۱۴۹ زرو زیات کسان وژل شوي او تر۱۶۲زرو زیات ټپیان شوي دي.

په وژل شویو کسانو کي يې یولک افغانان او پاته ۴۹ زره یې دقبائلو اوسیدونکي دي.

ددغه راپور ليکوالې نيټا کرافورډ ویلي، چي په دې وروستیو کي دولسي وګړومرګ ژوبله زیاته شوې او هم په دغه هیواد کي جګړې زیاتي شوي دي، چي دا ددې ښکارندويي کوي، چي دامریکايي یرغل له امله پيل شوې جګړې شدت موندلی دی.

کرافورډ ویلي، چي دغه سروې يې دملګرو ملتونو دیوناما ادارې په بنسټ ترسره کړې ده، کنه دامریکايي یرغل له امله وژل شویو افغانانو شمېرې تر دې ډیري لوړي دي.

دبراون امریکايي پوهنتون له لوري په دغه څېړنه کي دامریکايي یرغل له امله افغانستان ته ور اوښتي نور زیانونه هم په ګوته شوي دي.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*