وروستي:

د ژوند راز – په پيل كې

حامد افغان

نوې صنعتي نړۍ يوه اصطلاح لري چې د كيلي تاوولو پروسه turn-key project يې بولي، له دې نه موخه يو داسي تيار كور يا كارخانه ده چې په هغه كې د انسان كار يواځي د كيلي تاوول پاته وي. مسلمانان چې په موجوده زمانه كې كوم عمل كوي كه سړی ورته وګوري داسي بريښي لكه دا نړۍ چې د دوی له پاره داسي يو تيار كور وي، دوی شايد دا ګومان كوي چې دوی ته خپل خدای دا دنيا داسي تياره او جوړه ورسپارلې ده او اوس ددوی كار يواځي دومره ده چې كيلي په كې تاو كړي او له خپلي خوښي سره سمه يې وچلوي .

په دې فکر کیدل بيخي ناپوهي ده حقيقت دا دی چې دا دنيا د كار او سيالي يو ډګر ده دلته به مونږ له پيل نه تر پايه پوري ټول كار په خپله كوو، مونږ به له نورو سره ډغري وهو او د خپل ژوند ثبوت به ښكاره كوو، له دې وروسته بيا دا شوني ده چې د اسبابو په دې نړۍ كي خپل مطلوب ځا ي ترلاسه کړو.

په موجوده زمانه كې مسلمانان بايد تر هرشي مخكي په دې حقيقت ځانونه پوهه كړي چي دوی د تاريخ په پيل كې قرار لري، نه د تاريخ په پای كې، هرڅوك پوهيږي چې كه مثلا هغه د كال 1985م په جنوري كې ژوند كوي نو د دې كال دسمبرته د رسيدلو له پاره به هغه دولس مياشتي صبر كوي چې ځمكه په خپل محور باندي 360 ځله راتاو شي له دې وروسته به دا شوني شي چې زمونږ يو كال پوره شي .

دا د دنيا تر ټولو څرګند حقيقت دی خو دا معلوم حقيقت مسلمانانو د ملت جوړوني په موضوع كې هير كړی دی هغوی په عملي توګه د كال په لومړۍ مياشت كې وي او غواړي چې وروستۍ مياشتي ته په ټوپ وهلو سره ځان ورسوي دوی د اساس جوړولو په فكر كې نه دي او غواړي چې دخپلي خيالي ماڼۍ په بام باندي ولاړ وليدل شي په واقعي توګه هغوی دسفر په لومړي پړاو كې وي او داسي وروستي ډوله توري كاروي ته وا د منځني لاري له وهلو پرته د خپل مزله اخر ته رسيدلي دي .

په ياد ولرئ ! زمونږ تر ټولو لومړی كار دا دی څو يو هدف لرونكی قوم تيار كړو مونږ بايد خپلو وګړو ته داسي زدكړه وركړو څو په هغه سره خپله ماضي او موجوده وخت وپيژني په دوی كې بايد د ا شعور را ژوندی كړو څو هغوی له اختلاف سره سره د متحد او يو ځای اوسيدلو چل زدكړي، په دوی كې بايد دا سي حوصله پيدا كړل شي چې دوی له شخصي ګټو او مهاليزو جذبو لوړ شي او د ځان تيريدني له پاره تيار شي، دا كار چې تر يوې اندازې پوري وكړل شي له هغه وروسته بايد داسي ګام پورته كړل شي چې په واقعه كې وكولای شي زمونږ له پاره يو تاريخ پيدا كړي، له دې پرته ګام پورته كول يواځي د مرګ كندي ته ټوپ وهل دي نه د ژوند بڼ ته ننوتل.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*