ديني ښوونه – د الله پاک استازي
ليکنه: مفتي کفايت الله رحمه الله
ژباړه: مفتي حبيب الله قاسمي
پوښتنه: رسول چاته وايي ؟
ځواب: رسول انسان اودخداى پاک بنده وي، الله پاک خپلو بندګانو ته دحكمونو رسولوله پاره ټاكلى وي، هغوى رښتيا ويونكي وي، هېڅكله درواغ نه وايي، ګناه نه كوي، دخداى پاک په امر معجزې ښكاره كوي، پيغامونه يې په بشپړ ډول مخلوق ته رسوي، كموالى او زياتوالى پكې نه كوي اونه هم هيڅ يو پيغام پټوي .
پوښتنه: دنبي معنا څه ده ؟
ځواب: دنبي معنا همداده چې: هغه دخداى پاک بنده اوانسان وي، دالله پاک حكمونه بندګانو ته رسوي ، رښتينى وي درواغ نه وايي، ګناه نه كوي، دخداى تعالىجل جلاله په حكمونوكې كموالى او زياتوالى نه كوي او نه هم هېڅ يو حكم پټوي .
پوښتنه:دنبي اورسول ترمنځ څه توپيرشته؟ اوكه دواړه يودي؟
ځواب: د(نبي) او(رسول) تر منځ لېږڅه توپير شته، هغه داچې : (رسول) دالله پاک هغه استازي ته وايي چې خداى پاک نوى شريعت اوكتاب وركړى وي اونبي هرپيغمبرته وايي ، نوى شريعت اوكتاب وركړل شوى وي اويانه وي ورکړل شوى، داسې چې د مخكني شريعت او كتاب پر لاره روان وي .
پوښتنه: آيا يو سړى په خپل زيار اوعبادت سره نبي ګرځېدلى شي ؟
ځواب: نه ! بلكې هغه څوك نبي كېداى شي چې خداى پاک يي نبي کړي،معنا داچې دنبي اورسول كېدل دانسان په زيار او ارادې پورې تړلي نه دي، بلكې دامرتبه يوازې خداى پاک پرانسانانولوروي.
پوښتنه: درسولانو اونبيانو شمېر څومره دى ؟
ځواب: دنيا ته ډېر رسولان اونبيان راغلي که څه هم کره شمېره يواځې خداى پاک ته ښکاره ده؛خو موږ اوتاسو بايد دا عقيده ولرو چې دخداى پاک هرڅومره رسولان چې وي ټول په حقه اورښتيني دي.
پوښتنه: لومړنى پيغمبر څوك و؟
ځواب: تر ټولولومړى پيغمبر حضرت اّدم u دى .
پوښتنه: تر ټولو وروستى پيغمبر څوك دى ؟
ځواب: ترټولو وروستى پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم دى .
پوښتنه: له حضرت محمد صلی الله عليه وسلم وروسته بل پيغمبر راځي اوكه نه ؟
ځواب: نه! ځكه چې پيغمبري اونبوت پر خاتم النبين حضرت محمد صلی الله عليه وسلم پاى ته ورسېده ، له پيغمبر صلی الله عليه وسلم وروسته بل پيغمبرترقيامته نه راځي او څوک يې چې دعوه كوي هغه درواغجن دى .
پوښتنه: په رسولانو كې ترټولو غوره (افضل) رسول څوك دى؟
ځواب: زمونږپيغمبرحضرت محمد صلی الله عليه وسلم په ټولو نبيانو او رسولانو كې غوره او لوى دى، هغه صلی الله عليه وسلم كه څه هم دخداى پاک بنده او خبره منونكى دى؛خو دخداى په مخلوق كې يې ترهرچا مرتبه لوړه ده .