وروستي:

غل پېری، خوندوره کيسه

حامد افغان

دلچسپه او خوندوره کیسه

د سعودي مشهور تاجر محمد بن عبد الله الجُمَیح کیسه کا: د ملک سعود د واکمني د پیل په زمانه کې په سعودي کې مسکنت او غريبي بیخي زیاته وه، په ښارونو کې یو څه ګذاره کیدله په کلیو او کوچیانو کې حالت بیخي بيخونده و، د شاوخوا خلک به ښارونو ته راتلل، دلته به یې مزدوري او خواري کوله او په ډېره سختي سره به یې خپلو اولادونو ته روزي پیدا کوله.

په دې خلکو کې یو کس د محمد په نوم کوچي هم ریاض ښار ته راکډه شوی و او په ” المربع ” نومي کلي کې یې د لرګیو ګوډله ځان ته جوړه کړې وه، هلته اوسیدی، مزدوري به یې کوله او د کار موندلو په لټه کې و.

یوه ورځ یې خپل تربرونه کوچيان ورکره راغلل، او ميلمانه یې شول، چای او قهوه یې ورته تیاره او ورکړه خو د ماښام د ډوډۍ له پاره یې په کور کې هیڅ شی هم نه لرل، عربو او په ځانګړې توګه کوچیانو کې یې میلمه پالنه خورا د اهتمام وړ اصل دی او میلمه ته په هر قیمت زیات تکلیف او لګښت کوي، ریاض ميشتي محمد کوچي ته له خپل کلي درانه تربرونه راغلي دي او د ده په کاله کې هیڅ نشته، دی ډېر خپه او د ماښامنۍ پیدا کولو اندېښنې کړاوه.

محمد ماښام له کوره ووت، او د ریاض په ښار کې روان شو، په یوه ښایسته ودانۍ ورغی، د عودو او عطرو بوی یې سیمه معطره کړې وه او پریمانه رڼاوې یو بل خوا ځلیدلې، محمد وایي د دیواله له یوه کوچني سوري ورننوتلم، او یو غلی ځای پټ کښېناستلم، لیږ وروسته یو موټر راغی ودریدی ډریور یې کوز شو او ولاړی، زه موټر ته ورغلم شاته یې د خوړو لوی لوی لوښي په ځانګړيو کاغذونو پوښلي ایښي وو، له هغو مې یو راواخیست او بیرته په هغه سوري راووتلم چې پرې ورننوتلی وم.

لوښی مې میلمنو ته کېښود، چې کاغذ مو لري کړ له غوښو او وریژو ډک و، په لوښي کې یو ډول کوچنۍ هیلۍ پرتې وې چې ډېري مزې وې، ميلمانه مې له دا ډول خوړو سره نابلده وو ورته ومې ویل دا د عراق یو ډول غټي او مزې کوتري دي، ډېري خوږې دي هغوی چې پیل پرې وکړ نو سمي یې وشپیلولې.

څو کاله وروسته د محمد مالي حالت ښه برابر شو یوه ورځ یې خپلو میلمنو ته د راغلا کړو خوړو کیسه وریاد شوه، خپل ضمیر ملامت کړ او په دې نیت له کوره ووت چې د هغې ودانۍ خاوند پیدا کړي، هغه ځای ته ورغی او په هغه وداني کې د (مصنع الجمیح) په نوم د مشروباتو کمپنۍ جوړه شوې وه، لنډه دا چې د ودانۍ څښتن یې پیدا کړ او ورسره ویې لیدل.

هغه ته یې دا کیسه وکړه او په کلکه یې ورته وویل چې زه به د هغو خوړو قیمت درکوم او بښنه به راته کوې، دا کس محمد بن عبد الله الجمیح و او د کوچي په کیسه اوریدلو یې په کړس کړس ورته وخندل، جمیح د ده پر اوږه لاس واړوه او ناستو خلکو ته یې وویل: دا دی هغه غل پیری پیدا شو .. جمیح زیاته کړه: هغه شپه موږ ملک سعود ته میلمستیا کړې وه، هغه د نقرس ناروغي لرله کوم لوښی چې تا وړی و په هغه کې مو د ده له پاره هغه خاص هیلۍ تياري کړې وې چې له مصر نه مې د ده له پاره راغوښتې وې، موږ هغه شپه ټوله ودانۍ وپلټله خو د هغه لوښي هیڅ درک ونه لګيده، او تر ننه زموږ د کور وګړي په دې اند وو چې هغه لوښی پيريانو وړی دی. جميع او ورسره خلکو زیات وخندل او محمد ته یې وویل: هیڅ خبره نه ده الله دي تا ته بښنه وکړي، موږ بښلی یې زه هیڅ شی نه غواړم دعا راته کوه.

په انسان مختلف حالات ورځي، کله له مجبورۍ او کله له مستي د ګناه کار کوي، خو وروسته یې خپل ضمیر خامخا ملامتوي، البته چې په ضمیر کې یې ابو ساه چلیږي او بونه مړ نه وي، یواځي د ضمیر ملامتي بس نه ده، په ګناه باندي د ضمیر له ملامتۍ سره سم باید ګناه جبيره کړل شي، مثلا که چا غلا کړې وي او د چا حق یې خوړلی وي هغه باید خپل حقدار ته ورسوي، څوک یې ترټلي، ښکنځلي او غیبتلي وي هغوی ته عذر وکړي او بښنه ورنه وغواړي، او په اخلاص توبه وکاږي.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*