وروستي:

امريکا.. د رسول اللهﷺ د کاريکاتورونو د سيالۍ پر تالار بريد شوی

دامریکادټکساس ایالت په دالاس ښار کي دنبی عليه السلام دکاريکاتورونو دسيالۍ په تالار بريد شوی دی.

سیمه ييزو رسنیو خبر ورکړی، چي ددالاس ښار په ګارلنډ سیمه کي له ازادۍ څخه ددفاع امريکايي سازمان په یوه تالار کي داسلام دستر پيغمبر حضرت محمدصلی الله عليه وسلم دکاريکاتورونو سيالي جوړه کړې وه، چي دوو تنو وسله والو برید پرې وکړ او غونډه يې ور ګډه وډه کړه.

ویل کيږي، چي دغه سیالي د « محمد رسم کړه» ترنامه لاندي جوړه شوې وه.

په دغې سیالۍ کي له بېلابېلوهيوادونو څخه ۳۵۰ تنو ګډون درلود، او ۱۰ زره امریکايي ډالره جایزه يې هغه کس ته ورکوله، چي «العیاذ بالله« دنبی علیه السلام غوره کاریکاتور رسم کړي.

پولیسو ویلي، چي برید په داسی مهال وشو، چي داسلام ستر دښمن دهالنډ دپارلمان غړي ګرېټ ويلډز وینا کوله.

دپولیسو یوه افسر چي د تالار دساتني دنده يې غاړه وه ویلي، چي وسله والو په تالار ډزي وکړې، چي په ترڅ کي يې یو پولیس ټپي شو او دپولیسو په ځوابي ډزو کي دوه برید کونکي ټپیان شول، له بله پلوه ددالاس دپولیسو مشر ویلي، چي په برید کي یو پولیس او دوه برید کونکي وژل شوي دي.

له برید وروسته تالار خالي کړای شوی دی، نندارچیان او کاریکاتور ايستونکي ټول نورو ځايونو ته وړل شوي دي.

له ازادۍ څخه ددفاع امريکايي سازمان چي مرکز يې په نیویارک کي دی، له دې وړاندي هم دغه ډول اسلام ضد سيالۍ ترسره کړي او په دې اړه یې ډیري غونډي جوړي کړي دي.

دغه سازمان په نيویارک کي دسوداګریز مرکز ترڅنګ داسلامي مرکز دجوړېدلو په خلاف غونډي جوړي کړې وې او ددې په خلاف يې پراخ کمپاينونه کړي وو.

په دغه اسلام ضد سازمان دبرید کونکو هویت څرګند شوی نه دی، پولیسو ویلي، چي دوی پلټني پيل کړي دي.

په سیمه کي عیني شاهدانو ویلي، چي دوی تر۲۰ دزیاتو ډزو غږونه واورېدل او دبرید په مهال پولیس چيغي وهلې، چي دبرید کونکو مخه ونیسئ او تالار ته يې له ننوتلو وګرځوئ.

ددغه سازمان مشري بامیلاګېلر ویلي، چي دوی دغه اقدام دبیان له ازادۍ څخه ددفاع په خاطر کړی دی.

دغه برید په داسی مهال شوی، چي دتیري جنوري په میاشت کي دفرانسې په پلازمينه پاریس کي دچارلي ابدو اسلام دښمنه مجلې په مرکز له دې امله برید وشو، چي دغې مجلې دنبی عليه السلام کاريکاتورونه خپاره کړي وو، چي په ترڅ کي يې ۱۲ تنه ووژل شول.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*