وروستي:

تا څه کړي کور کراره ناسته یې؟!

حامد افغان

سړی چې له کاره راغی درې واړه ماشومان یې د کور مخته په لوبو بوخت ولیدل، په خاورو او خټو تر سپوږمو لړلي وو، د کور ارزښتناک لوښي یې لاس کې وو هغه یې هم چټل او لړلي وو، د کور دروازه یې وازه ولاړه وه، د کور غولي ماشومانو د کور له سامانه ډک کړی و لوښي ميد هر ځای شندلي وو، د برنډې څنګ ته پخلنځي دروازه هم خلاصه ولاړه وه چې ورننوت هلته حالت بیخي خراب و، بېګني لوښي ککړ پراته وو هغه ماشومانو سره لړلي هم و، ماشومانو خوراکي توکي هم تویه کړي او شندلي وو او د لوښو خو پوښتنه مه کوه.
سړی د کور خوني ته ننوت هلته لا برګ اتڼ تیر شوی و، فرشونه او توشکونه یو په بل پراته وو له بهر نه یې خټي او خځلي راوړي وو خونه لړلې او په بد حالت ککړه وه، سړی اندیښمن شو چې دا څه حالت جوړ شوی او دا میرمن یې چرته ده! د کور بلي خوني ته په لاره کې یې حمام ته پام شو، په هغه کې هم ماشومانو پوره وخت تیر کړی وو، صابونان او شامبوګان د لیلامي سامان په څیر ویړ وو، ګانچې لندې خیشتې وي د حمام شیشه ماته وه، لنډه دا چې یو شی هم روغ او پرځای نه و.

سړی د خپلي ښځي په اړه دوه ډوله انفعال ونیو، غوسه چې دا کور ده که اډه،  او اندیښنه چې خدای مه کړه ښځي ته یې کومه بده پېښه نه یې  رسیدلې، په بیړه بام ته وخوت، څه ګوري چې ښځه یې پیتاوي ته خرامانه په بستر خځېدلې ده د کیسو کوم کتاب یې مخته نیولی او ګوري یې! میړه یې چې ولیده په موسکا یې ستړې مشې ورکړه .. خو هغه غوسه او ټمبه ورته ولاړ دی او د ستړې مشې د ځواب په ځای یې وپوښتله دا نن په کور کې څه حال جوړ دی؟؟! هغه بیا ورته موسکۍ شوه ورولاړه شوه له لاسه یې ونیو او په بستر یې کېناوه، ورته ویې ویل: ته ابو صبر زه په منډه اوبه او چای درته راوړم، هغه یې راوړل سړی ابو په هغو بوخت شو خو د غوسې پړسوب یې لا په خپل حال برقرار و، هغې ورته وویل: ګوره ته چې هر وخت کورته راشې ماته هره ورځ وایې: تا څه کړي کور کراره ناسته یې؟! داسي نه ده؟ هغه ورته وویل: هو داسي ده، دې ورته وویل: هغه نوري ورځي به چې ما کوم کار کاوه او تا به نه مانه نن مې هماغه کار نه ده کړی.

پایله: د نورو ارزښت وپیژنئ، د کار او هڅو قدر یې وکړئ، نور به هم ستا د کار او هڅو قدر وپیژني، په کورني ژوند کې د ښځو ونډي ته په عمل او خبرو کې په درنښت او احترام قایل شئ د هغوی زړونه او رښتینې مینه به ترلاسه کړئ، متاسفانه  زموږ په ټولنه کې ډېری ميړونه خپلو میرمنو ته دا سپکه او نامعقوله جمله کاروي: «تا څه کړي کور کراره ناسته یې»، د ژوند له شریک انسان سره له دا ډول سپک او ناسم چلند نه ځان ساتل لازمي دي.